ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 678

پوهنې وزارت له ۸ زره د ډېرو بستونو لپاره د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان کړې

پوهنې وزارت نن ( دوشنبه، د کب ۲۰ مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو د ۸ زره او ۱۶۵ بستونو لپاره د اخیستل شوې ازموینې پایلي اعلان کړې.

د یاد وزارت د تضمين کيفيت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې دا ازموینه د روڼتیا، استعداد او لیاقت له مخې اخیستل شوې ده.

د ښاغلي صادق په وینا، د بریالي شویو کسانو د استخدام پروسه به ډېر ژر پيل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې که د هېواد ښوونیز نظام په سمه توګه اصلاح او تنظیم شي، په حقیقت کې به هر فرد اصلاح او ټولنه به ښه نظم ومومي.

د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني هم په یادو بستونو کې د ګمارنې په موخه د ازموینې بهیر له شفافیت او روڼتیا ډاډ ورکړی دی.

پوهنې وزارت شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د ازموینو له ملي ادارې سره په همغږۍ دا بستونه ازادې سیالۍ ته سپارلي وو.

فرانسه د روسيې له کنګل شويو شتمنيو اوکراین ته پوځي مرستې استوي

د فرانسې دفاع وزیر سباستین لکورنو ویلي، چې هېواد یې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له ګټې څخه اوکراین ته د ۱۹۵ میلیونه یورو په ارزښت نظامي مرستې استوي.

لکورنو په یوه مرکه کې چې د فرانسوي ورځپاڼې “لا تریبون” سره یې کړې ویلي، په دې مرستو کې به ۱۵۵ میلیمتري توپخانه‌یي مرمۍ او د میراژ ۲۰۰۰ اوکرایني الوتکو لپاره AASM بمبونه شامل وي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې فرانسې اوکراین ته د پخوانیو نظامي تجهیزاتو لکه ټانکونو او زرهي موټرو لیږدول هم چټک کړي دي.

د ساحلي فوټبال ملي لوبډله ټایلنډ ته روانه شوه

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ م کال اسيا ملتونو جام سياليو او یادو سياليو ته په تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه نن سهار ټايلنډ هېواد ته روانه شوه.

 د دې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د فوټبال ملي فدارسيون ریيس محمد يوسف کارګر، د ورزش ادارې او فوټبال فدارسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدارڼ، د ساحلي فوټبال د کمېټې مسول سيد داوود شاه مرتضوي او له یادې لوبډلې سره تلونکي هیئت شتون درلود.

په دغو مراسمو کې د فوټبال فدراسيون د رهبري له لوري د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته لازمې لارښوونې او ورته په يادو مهمو سياليو کې د بريا هيله او دعا وشوه.

د ساحلي فوټبال اسيا ملتونو جام سيالۍ ۲۰۲۵ م د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې پر ۲۰ مه نېټه د ټايلنډ هېواد په کوربتوب پيليږي، چې افغانستان په (C) ګروپ کې د ايران، متحده عربي امارات او اندوينزيا له ساحلي لوبډلو سره سيالۍ لري.

مولوي غلام صدیق سباوون نیمروز ته د سرحدي پولې د څارنې او پلټنې په موخه سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د سرحدي پلټنو رییس مولوي غلام صدیق سباوون نیمروز ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له محلي مسولینو او نظامي منسوبینو سره د همغږۍ غونډه کړې.

په دې غونډه کې مولوي غلام صدیق سباوون د خپل سفر موخه د یاد ولایت د ټولو سرحدي صفري نقطو او د ولایت په اړونده د ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او پلټنه یاده کړې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رییس ویلي؛ د سر په بیه د خپلې خاورې ساتنه کوو او هيچا ته به په دې خاوره د تصرف اجازه ور نه کړو.

نوموړي زیاته کړې، د راتلونکي کال په اوږدو کې به له ګاونډيو هېوادونو سره د سرحدونو د لاخونديتوب هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

همدارنګه د ښاغلي سباوون په مشرۍ یوه پلاوي د یاد ولایت د چهاربرجك ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې ۱۸۱.۹۷ کيلومتره ساحه او له ايران سره ۱۴۲.۱۹ کيلومتره پرته رسمي پولې څارنه کړې او د رباط ملک سیاه او ډک ساحو څخه د ليدنې ترڅنګ یې د مرکز زرنج اړوند له ايران سره ۲۷.۶۴۲ کيلومټره سرحدي پوله د ورېښمو پل، اړوند سرحدي نقطې او د کنګ ولسوالۍ ۵۶.۴۵۸ کيلومتره سرحدي پولې څخه هم څار او لیدنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو په دوام د روان کال په اوږدو کې د بدخشان، کونړ، پکتيکا، لوګر، هرات، فراه او نيمروز ولايتونو اړوند رسیمي سرحدي پولې او ډیورنډ فرضي کرښې څار، لیدنه او پلټنه کړې ده.

د نیمروز مرستیال والي: راستنېدونکو کډوالو ته به په بېلابېلو برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ثبت او تثبیت د کمېټې غړو تېره ورځ (د کب پر ۱۹مه) د نیمروز ولایت له مرستیال والي ملا تورجان احمدي سره لیدنه کړې.

د نیمروز ولایت د کډوالو ریاست د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د کمېټې غړو خپل راپور سربېره په اړوندو چارو کې يې خپلې ننګونې او وړانديزونه هم د یاد ولایت له مرستيال والي سره شريک کړي دي.

په دې لیدنه کې ملا تورجان احمدي د کډوالو د کړکېچ د ښه مديريت په موخه اړینې لارښوونې کړي.

ښاغلي احمدي ویلي؛ راستنېدونکو کډوالو ته دې په بېلابېلو برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو دوی وکولی شي خپل ورځنی ژوند په ښه توګه پرمخ بوځي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، د روژې په مبارکه میاشت کې به راستنېدونکو کډوالو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.

زابل کې دوه فرعي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

عامې روغتیا وزارت وايي، زابل کې دوه فرعي روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو روغتیایي مرکزونو پرانیستې مراسمو کې د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس، د یاد ولایت د عامې روغتیا ريیس ډاکټر میرویس افغان او شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

زابل کې د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه روغتیايي مرکزونه د مرکز قلات اړوند باباګک او میزاني ولسوالۍ په درویشک سیمو کې پرانیستل شول.

د یاد ریاست په وینا، د دې مرکزونو خدمات د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د BMGF په مالي لګښت د Haddaf موسسې له لوري تطبیق کېږي.

ځايي اوسېدونکي د دې روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو خوښي څرګندوي او وايي، چې په دې سره به یې روغتیايي ستونزې تر ډېره حل شي.

د کرنې وزیر له اوزبیکستاني پانګه‌والو سره د کرنیزو همکاریو په موخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري نن د خپل کار په دفتر کې د اوزبیکستان له درېیو پانګه‌والو سره لیدنه وکړه، چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د پانګونې لیوالتیا لري.

په دې لیدنه کې اوزبیکستاني پانګه‌والو د خپل سفر موخه د افغانستان لېدنه او د کرنیزو پانګونو د فرصتونو په اړه خبرې کول بللي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د دوی له لیدنې هرکلی وکړ او د کرنې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د اسانتیاوو او مناسب فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

مولوي عطاءالله عمري اوزبیکستاني پانګه‌والو ته ډاډ ورکړ، چې د کرنې وزارت د دې برخې د همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

مارک کارني د کاناډا لومړی وزیر شو

په کاناډا کې د لېبرال ګوند د ټاکنو د پايلو له مخې مارک کارني د لومړي وزير جسټین ټروډو ځاي ناستی شو او په راتلونکو څو ورځو کې به په رسمي ډول د نوې کابينې په جوړولو کار پیل کړي.

جسټین ټروډو شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د کاناډا د واکمن ګوند له مشري استعفا اعلان کړه او پر ځای یې د مرکزي بانک پخوانی رییس مارک کارني د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د دې هېواد د لیبرال ګوند د نوي مشر د ټاکلو لپاره رای‌اچونه، چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه، پرون (یکشنبه، د کب ۱۹مه) پای ته ورسېده او ۵۹ کلن مارک کارني د شاوخوا ۸۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د واکمن ګوند مشر شو.

ښاغلي کارني د یکشنبې په ماښام له بریا وروسته ویلي، چې کاناډا د امریکا د نوې ادارې د کړکېچونو له امله تیاره ورځې په مخ کې لري.

نوموړي پر ټرمپ، د تعرفو لګولو او دا چې غواړي کاناډا ۵۱م ایالت کړي، سختې نیوکې کړې دي.

مارک کارني ویلي، چې حکومت به یې تر هغو په امریکايي توکو د غچ اخیستنې تعرفې لیرې نه کړي، تر څو چې امریکایان درناوی ونه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې په کاناډايي توکو د ۲۵ سلنه تعرفې پلي کولو امر وکړ او ۴۸ ساعته وروسته یې وځنډاوه.

سربېره پر دې ټرمپ په مکرر ډول ویلي، چې کاناډا باید د امریکا ۵۱م ایالت شي. ترې دې چې د ټولنیزو رسنیو په پوسټونو کې یې هم جسټین ټروډو د کاناډا والي یاد کړی، چې د کاناډايي چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.