ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 679

د کانونو او پټرولیم وزیر د اذربایجان او قرغزستان د کانونو وزارت له مرستیالانو سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د قرغزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف، د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني مرستیال ازر شکوروف او د هغوی مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پخوانیو مرستیالانو په افغانستان کې د پانګونې زمینې غوره ګڼلي، د افغانستان د کانونو په ځانګړې ډول د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنې سربېره یې د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې ده.

ملا هدایت الله بدري دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ د کانونو او پټرولیم وزارت د بهرنیو پانګوالو د جلبولو او د دوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار کوي او د کانونو د قوانینو سره سم به په دې برخه کې هر ډول اړینه همکاري وکړي.

اسرائیلي رژیم غزې ته د بشري مرستو له بندښت وروسته د دې تړانګې برېښنا هم پرې کوي

د الجزیرې د راپور له‌مخې، د صهیونیستي رژیم د انرژي وزیر ‘الي کوهن’ غزې ته د برېښنا د سملاسي بندلو امر کړی.

اي کوهن پر خپله اکس پاڼه لیکلي، یو امر یې لاسلیک کړی چې “ژر تر ژره غزې تړانګې ته د برېښنا لېږد پرې کړي”. نوموړي زیاته کړې “خبرې بس دي، نور د عمل وخت دی!”

د اسرائیلو له لوري غزې ته د بشري مرستو له بندښت څه باندې یوه اونۍ وروسته د برېښنا د پرې کولو اعلان شوی.

صهیونیستي رژیم د اوربند هوکړې، چې ۱۵ میاشتنۍ جګړې ته یې د پای ټکی کېښود، په نادیده نیولو سره غزه کې څه باندې دوه میلیونه اوسېدونکو ته بشري مرستې ځنډولې دي. په دې جګړه کې نږدې ۵۰ زره فلسطینیان شهیدان شول او د اسرائیلو په بمباریو کې د غزې زیاته برخه ویجاړه او له منځه یووړل شوه.

اسرائیلي رژیم غواړي چې د اوربند لومړی پړاو وغځوي، حال دا چې حماس بیا دویم پړاو ته د ننوتو غوښتنه کوي او له پیله دواړو لوریو په همدې هوکړه کړې وه.

شنونکي وايي، د اسرائیلو له لوري دویم پړاو ته له ننوتلو انکار ښيي، چې دوی د غزې او مصر تر منځ په پوله د فلاډلفیا له دهلېز څخه د خپلو عسکرو وتلو ته لېوالتیا نه لري. فلاډلفیا مهم زون دی، چې غزه له مصر څخه بېلوي.

د اسرائیلي رژیم د برېښنا پرې کولو پرېکړه د دې لپاره کړې، چې پر حماس فشار راوړي ترڅو د اوربند لومړی پړاو وغځوي.

بل لور ته حماس جهادي غورځنګ د اسرائیلو دغه کړنه غندلې او دا یې “د نه منلو وړ باج‌اخیستنه” بللې ده.

د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق په یوه بیانیه کې ویلي: “موږ د اشغالګرو له لوري، د خوړو، درملو او اوبو له محرومیت وروسته، د غزې د برېښنا پرې کولو پرېکړه په کلکو ټکو غندو.”

نوموړي زیاته کړې، چې دا زموږ پر خلکو او مقاومت د فشار راوړلو او نه منلو باج اخیستلو یوه ناوړه هڅه ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسېسا البانیس هم د اسرائیلي رژیم دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، هغه هېوادونه چې لا یې هم پر اسرائیلو بندیزونه نه دي لګولي له دې رژیم سره په نسل وژنه کې مرسته کوي.

ډاکټر عبدالباري عمر د میدان وردګ ولایت له والي سره په لیدنه کې د برېښنا شبکې پر پراختیا خبرې کړي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ سره د برېښنا شبکې پراختیا او د ګډو همکاریو زیاتیدو په اړه خبرې کړې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د میدان وردګو والي او ورسره راغلو قومي مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د برېښنا شبکې پراختیا چارې به مالي امکاناتو ته په کتو وارزول شي.

د میدان وردګو والي او د یو شمېر سیمو قومي مخورو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ته ډاډ ورکړی، چې له برېښنا څخه د پاتې سیمو اوسېدونکي د شبکې پراختیا لپاره د یو شمېر اړتیا وړ تجهیزاتو چمتو کولو برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د افغانستان برېښنا شرکت سره د شبکو پراختیا برخو کې د خلکو همکارۍ ستایلي او دا یې پر نظام د افغانانو د باور او ملاتړ مهمې بېلګې بللي دي.

د عامې روغتیا وزیر او افغانستان لپاره د UNFPA سازمان مشر لیدنه؛ د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له افغانستان سره د کېدونکو روغتیايي مرستو په غوره مدیریت، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په موثریت او ثابت مراکزو بدلولو، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د لمړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو اړوند خبرې شوي دي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او د لومړیتوبونو پر بنسټ د خدماتو په تر سره کولو بحث شوی دی

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د هېوادوالو ستونزو حل ته ژمن دی

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې له رییس او غړو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې د حقوقي ستونزو د حل رییس او ملي سوداګرو د یادې ټولنې د فعالیتونو په اړه خبرې کړي او په بېلا بېلو برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس سره شریک کړې دي.

ډاکتر ملا عبدالواسع دوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي، اسلامي امارت د ټولنې د ټولو اقشارو د ستونزو حل لپاره هڅه کوي او یادې شوې ستونزې او وړاندیزونه به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي.

پخواني جنرالان او افسران: ګاونډي هېوادونه دې د افغانانو حق بېرته ورته وسپاري

نن (یکشنبه، د کب ۱۹مه) په کابل کې ګڼ شمېر پخوانیو جنرالانو د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له ګاونډيو هېوادونو غوښتي، چې نړیوالو اصولو، قوانینو او ښه ګاونډیتوب ته په کتو دې ټولې هغه جنګي او ترانسپورټي الوتکې او تجهیزات، چې د افغانستان د ملت او خلکو ملکیت و، بېرته افغانستان ته وسپاري.

یادو جنرالانو په دې غونډه کې ویلي، چې امریکا د افغانستان وسلې او پوځي تجهیزات لوټ او له منځه یووړل.

دغه‌راز امریکا د اشغال پر مهال خپل زاړه او له کاره لوېدلي پوځي تجهیزات پر افغانستان وپلورل.

په دې غونډه کې پخواني جنرال کامران امان ویلي، چې امریکا د اشغال پر مهال خپل زاړه او له کاره لوېدلي نظامي تجهیزات پر افغانستان وپلورل.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا د ویتنام او عراق له جګړو پاتې شوي ټانکونه او وسلې رنک کړې او د افغانستان په پوځ یې وپلورلې.

د ښاغلي امان په وینا؛ امریکا افغانستان ته د دولت جوړونې او ملت جوړونې لپاره نه، بلکې د چور چپاول او د نشه‌يي توکو د ترویج، نفاق اچولو او د مسلمانانو د وژنې لپاره راغلې وه.

بل پخواني جنرال شعور ګل پښتون ويلي، ټرمپ دوه ځله اعلان وکړ چې زمونږ وسلې او وسایط راکړئ، خو امريکا چې زمونږ څومره وسلې له منځه وړې، د هغې يوه پر سلمه برخه يې هم نه دي راکړې.

امريکا چې له موږ وسلې غواړي، نو زموږ وسلې به څوک راکوي؟

نوموړي زیاته کړې: “موږ يوه پيړۍ مخکې اردو تشکيل کړې وه او پوځي نظام مو درلود. له هغه وخته تر اوسه مو څومره وسلې درلودې؟ د ننګرهار فرقې زر ټانګونه درلودل او مونږ ډېرې ثقيله وسلې درلودې.”

ښاغلي پښتون ویلي، چې امريکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ثقيله وسلې او ډيسي توپونه د کومک په نوم د ډاياک او ډي ډي ار په نامه له منځه يووړل.

د تېرې ادارې د دفاع وزارت سلاکار او د ګارنیزیون قومندان جنرال افضل امان ویلي، چې له افغانستان څخه بهر ته وړل شوې وسلې د افغان ملت حق دي. موږ له خپل حق څخه دفاع کوو او هېچاته یې نه ورپرېږدو.

نوموړی زیاته کړې، چې بهر ته وړل شوي تجهیزات او وسايط د ملت دي او هېڅوک حق نه لري ووایي، چې بايد امريکا ته وسپارل شي.

پخواني جنرال عبدالستار خټګر بیا ویلي، چې افغانستان تل له خپلو ګاونډيانو سره ښه تعامل کړی او له نورو هم ښه تعامل غواړي، خو که څوک تجاوز کول غواړي، نو د موږ تېر تاريخ دې وګوري، له ښه تعامل پرته يو بل تاريخ هم لري، چې هغه متجاوزینو ته غاښ ماتوونکی ځواب دی.

نوموړي زیاته کړې: “ټرمپ وايي چې د بګرام نيول او وسلې اخيستل غواړو، موږ پخواني جنرالان په اسلامي امارت غږ کوو، څنګه مو چې خپل هېواد له اشغاله خلاص کړ، هېچا ته اجازه ورنه کړئ چې خپل جنګونه له افغانستان څخه وکړي او دا خاوره د خپلو سیالانو سره د سيالۍ او د جګړې ډګر وګرځوي.”

ښاغلي عبدالستار ټینګار کړی؛ امريکا چې د وسلو دعوه کوي، موږ هم د هغو وسلو تاوان غواړو چې دوی له منځه وړې او موږ ته يې په مقابل کې کمزورې وسلې او مهمات راکړي دي.

چین ایران او روسیه چابهار ته نږدې ګډ پوځي تمرین کوي

د چین دفاع وزارت اعلان کړی، چې دا هېواد به په راتلونکو ورځو کې له ایران او روسیې سره ګډ سمندري پوځي تمرین ترسره کړي.

د چین د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پوځي تمرینات به د ایران اوبو ته نږدې ترسره شي.

بل‌خوا تسنیم خبري اژانس ویلي، چې دا ګډ سمندري تمرینات راتلونکې سه‌شنبه (د کب ۲۱مه) د ایران سوېل ختیځ چابهار بندر ته نږدې په اوبو کې پیلېږي.

د ایران، روسیې او چین ګډ سمندري تمرینات په تېرو کلونو کې هر کال پرله‌پسې ترسره کېږي.

دا خبر وروسته له هغه خپور شوی، چې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای د ټرمپ د لیک په اړه د ولسمشر د مذاکرې وړاندیز رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د واشنګټن غوښتنې به ونه منل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه(د کب ۱۷مه) ویلي وو، چې خامنه‌ای ته یې لیک استولی او تهران یې د هستوي خبرو اترو لپاره بللی دی.