ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 680

افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری؛ که د مارچ تر ۳۱مې خپل هېواد ته ستانه نشي، په جبري ډول به وایستل شي

د پاکستان حکومت د کورنېو چارو وزارت په دې هېواد کې ټولو افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري، خبرداری ورکړی، چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې دې افغانستان ته ستانه شي او که ونه وځي، د پاکستان هېواد به یې په جبري ډول وباسي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي:”د ټولو ناقانونه بهرنیانو ایستلو په هکله د حکومت د پریکړې په دوام، ملي رهبرۍ اوس دACC  کارت لرونکو افغانانو بېرته ستنولو پریکړه هم کړې. ټولو غیرې قانوني بهرنیانو او اې سي سي کارت لرونکو ته لارښوونه کیږي، چې د مارچ تر ۳۱ مې پخپله خوښه ووځي، ځکه چې تر هغې وروسته به د ۲۰۲۵ کال د اپریل په لومړۍ نېټه د ایستلو بهیر پیل شي.“

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، چې د دې هېواد وروستي حکم اندېښمن کړي وايي، د پاکستان د حکومت لخوا دوی ته ورکړل شوې موده کمه ده او په دې موده کې نشي کولی خپل کارونه بشپړ او حسابونه راټول کړي.

بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له کوربه هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو په تړاو دې یو طرفه پرېکړه نه کوي او له افغانانو غواړي چې پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

د یادونې وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران او پاکستان له سفیرانو عليرضا بېګدلي او عبیدالرحمن نظاماني څخه غوښتي وو، چې د کډوالۍ نړیوالو اصولو ته پاملرنه وکړي او د جبري ایستلو پر ځای منظم میکانیزم عملي کړي.

مولوي امير خان متقي عمان ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د خپلو بهرنیو سفرونو په دوام د عمان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هېواد ته په رسمي سفر تللی.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل ویلي، ټاکل شوې مولوي امیرخان متقي به د خپل سفر په ترڅ کې له عماني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا خبرې وکړي.

د چارو شنونکي عمان ته د بهرنیو چارو وزیر سفر د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې مهم بولي او زیاتوي، چې دغه هېواد کولی شي د افغانستان د بسټیزو پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

دا په  داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر د يوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.

د معلوماتو له مخې دغه سفر د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۲۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۳۶۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږو کورنیو سره ټولې۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري شپږ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷ تنه و، تخار او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۷ کورنۍ او ۷۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۸ کورنۍ او ۳۷ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۳ عدده

د ایران مذهبي مشر له امریکا سره خبرې اترې رد کړې

د تسنیم خبري اژانس له لوري په خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای له امریکا سره د خبرو اترو هر ډول امکان رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د واشنګټن غوښتنې به ونه منل شي.

نوموړي ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره ویلي، “ځینې حکومتونه او زورور شخصیتونه پر خبرو اترو ټینګار کوي، حال دا چې موخه یې د ستونزو حل نه دی، بلکې غواړي خپلې غوښتنې تحمیل کړي.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه(د کب ۱۷مه) ویلي وو، چې خامنه‌ای ته یې لیک استولی او تهران یې د هستوي خبرو اترو لپاره بللی دی.

هم‌مهاله د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د ټرمپ لیک یې نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي زیاته کړې: “موږ هم همداسې اورېدلي، خو تر اوسه مو کوم څه نه دي ترلاسه کړي.”

له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ هم ویلي وو، چې د ټرمپ له لوري يې هېڅ لیک نه دی ترلاسه کړی.

د اوکراین ولسمشر: له امریکا سره رغنده خبرو اترو ته ژمن یو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا له استازو سره رغنده خبرو اترو ته ژمن دی.

نوموړي ویلي، چې اوکراین د دې جګړې له لومړۍ شېبې راهیسې د سولې په لټه کې دی او هیله لري، چې په اړینو پریکړو او اقداماتو به هوکړه وشي.

ټاکل شوې زیلنسکي راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي او د یاد هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر کتلو وروسته به د اوکراین ډیپلوماټیک او پوځي استازي له امریکایي پلاوي سره خبرې اترې وکړي.

له دې وړاندې بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې د مسکو او کیېف تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب په هڅو کې د روسیې په پرتله له اوکراین سره معامله ډېره ستونزمنه ده.

نوموړي زیاته کړې وه، چې امریکا له روسیې سره ډېره ښه پر مخ ځي او ښايي د کیېف په پرتله له مسکو سره معامله اسانه وي.

سربېره پر دې د ټرمپ حکومت له اوکراین سره پوځي مرستې بندې کړې او د فضایي تېکنالوژي شرکت مکسار رسنیو ته ویلي، چې امریکا د سپوږمکۍ ځینو انځورونو ته د اوکراین لاسرسی هم ځنډولی دی.

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلینسکي د لیدنې پر مهال له ناندریو وروسته پر اوکراین فشارونه زیات شوي دي.

له بل لوري روسي ځواکونو پر اوکراین بریدونه جاري ساتلي او په تازه بریدونو کې یې ۲۰ کسان وژل شوي دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې تېره شپه پر بېلابېلو سیمو د روسي ځواکونو په بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي. دا بریدونه په دونیڅک، خارکایېف او دوبرپیلیا سیمو کې شوي دي.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلیو له لارې نږدې ۸۶ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي

د ټولګټو وزارت وایي، د کب/ حوت مياشتې له لسمې تر ۱۶مې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۵ زره او ۷۱۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزرت زیات کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۶۶ زره او ۶۲۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې دوه زره او ۳۰۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۲ زره او ۷۱۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې څلور زره او ۷۶ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۵ زره او ۷۱۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تېره اوونۍ کې دوه زره او ۳۹۰ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د انار جوس، کینو او کچالو دي.

د یاد وزارت وايي؛ هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

دغه‌راز د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه برابر کړي.

د عامې ورغتیا وزیر او د افغانستان لپاره د ایران سفیر لیدنه؛ پر دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او دوه اړخیزو همکاریو اړوند خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي ایران هېواد سره روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللي او ویلي یې دي: “موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولی شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو”.

دغه راز د ایران سفیر روغتیا برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند او په نږدې راتلونکي کې یې په کابل او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه.