ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 681

د حيرتان اوسپنې پټلۍ د بهره بردارۍ او حفظ و مراقبت قرارداد په غځولو هوکړه وشوه

ټولګټو وزارت وايي، تېره اوونۍ د دې وزارت تخنیکي پلاوي اوزبيکستان ته د حيرتان بندر اړوند د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.

یاد وزارت زیاتوي؛ دې تخنيکي پلاوي د اوزبيکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره مفصل او بريالي مذاکرات ترسره کړل، چې د دوه اړخیزه همکارۍ په پايله کې د حيرتان اوسپنيزې کرښې د ګټې اخيستنې قرارداد په غځولو هوکړه وشوه.

د اوزبيکستان هېواد (سوګديانا ټرانس) کمپنۍ په حيرتان بندر کې د ګټې اخيستنې او ساتنې او څارنې برخو کې خدمات وړاندې کوي، چې د يادې کمپنۍ سره د قرارداد موده پای ته رسېدلې وه.

ټاکل شوې ده، تر ياد هوکړه ليک وروسته د افغانستان او اوزبيکستان هېوادونو د اړونده لوړپوړو مسولينو لخوا د حيرتان د بهره بردارۍ او حفظ و مراقبت تړون د راتلونکو دوو کلونو لپاره وغځول شي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت د ښځو شرعي حقوقو ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې مېرمنې زموږ میندې، خویندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي. کوم حقوق چې اسلامي شریعت ورته معرفي کړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي.

دغه‌راز د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د اسلامي امارت اولویت دی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې نن سبا افغان میرمنې له فزیکی او رواني پلوه په مصئونیت کې ژوند کوي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې. هېڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري.

نوموړی ټینګار کوي، د اسلامي امارت د محاکمو او نورو اړوندو ارګانونو مکلفیت دی، چې د ښځو د حقوقو په تأمین کې خپله ټوله سعیه وکړي؛ د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي، د مهر او میراث حق ورته حاصل او د هغوی له ټولو حقوقو څخه ساتنه او څارنه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا؛ د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغاني میرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي.

نوموړی وايي؛ باید هېره نشي چې موږ د افغان میرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري او د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي.

د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په جده کې لیدنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سعودي په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره لیدنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د فلسطین او سوریې پر وضعیت خبرې کړې دي.

پر دې سربېره دواړو وزیرانو د ایران او ترکیې په ګډو اړیکو خبرې کړې او پر دوام او ساتنه یې ټینګار کړی دی.

ښاغلي عراقچي په دې ناسته کې له اسلامي نړۍ غوښتي، چې د غزې د خلکو جبري بې‌ځایه کېدو د مخنیوي لپاره قاطع او متحد ګام واخلي.

روان کال له هېواد څخه د څه باندې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزې صادرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندازده عبدالسلام جواد وایي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د سلواغې میاشتې تر پایه له افغانستان څخه یو شمېر هېوادونو ته یو زر او ۱۰۰ ټنه جلغوزې صادرې شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ دغه صادرات، چې ارزښت یې څه باندې ۱۴ میلیون ډالر دی، اُتریش، اردُن، عربي متحده اماراتو، برېټانیې، امریکا، ایټالیا، اسټرالیا، جرمني، پاکستان، ترکیې، چین او یوشمېر نورو هېوادونو شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت څه موده وړاندې ویلي و، چې د جلغوزو کاروباریانو د ملاتړ او یاده برخه کې د ناسالمه سیالیو له منځه وړلو لپاره به یوه ټولنه جوړه کړي.

متحده عربي اماراتو کې بهر مېشتو افغانانو ته نږدې څلور زره الکترونیکي پیژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز له لوري درې زره او ۴۵۰ افغانانو ته الکترونیکي پیژندپاڼې، ۲۷۰ تنو ته د الکترونیکي پیژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه او ۶۵۰ نورو ته د کاغذي پیژندپاڼې د اصلاح خدمتونه وړاندې شوي دي.

د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اسان خدمت مرکز مدیر نعمان اکبر وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ کسان ورته مراجعه کوي.

د ښاغلي اکبر په وینا یاد مرکز ته په کاناډا، امریکا، اروپايي هېوادونو او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان د خپلو الکترونیکي پیژندپاڼو او هویتي ستونزو د حل له‌پاره مراجعه کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ د پراختیا په برخه کې د خپلې ژمنتیا پر بنسټ د روان کال په چنګاښ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې یاد مرکز پرانیست، چې بهر مېشتو هېوادوالو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د الکترونیکي پیژندپاڼو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې پر ۴مه له بهرنیو چارو وزارت سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و.

په یمن کې د دوو کیښتیو د ډوبېدو له امله څه باندې ۱۸۰ کډوال نادرکه دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د یمن د تعز ولایت د ذوباب سیمې ساحلونو ته نږدې دوې کیښتۍ، چې له ۱۸۰ ډېر کډوال پکې سپاره وو، په اوبو کې ډوبې شوې دي.

د یاد سازمان د خبر له مخې، د دې کیښتیو په سپرلیو کې لږ تر لږه ۱۲۴ نارینه او ۵۷ میرمنې شاملې وې، چې له جملې یې یوازې دوې یمنۍ خدمې ژغورل شوې او پاتې ټول ورک دي.

دا سازمان زیاتوي، وېره شته چې ښايي ټولو مسافرو او پاتې خدمو ژوند بایللی وي.

په یمن کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر ویلي، باور دا دی چې په کیښتیو کې سپاره مسافر ډېری د ایتوپیا کډوال دي او ګومان کېږي، چې پینځه د خدمې غړي یمني دي. په دواړو کیښتیو کې لږ تر لږه ۵۷ مېرمنې هم شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې، له ځایي مسولینو سره کار کوو، تر څو وګورو څوک ژوندي ژغورلای شو، که نه.

سربېره پر دې په یوه بل افریقايي کوچني هېواد (جیوبوټي) کې دوې نورې کیښتۍ هم ډوبې شوې، چې دوه کډوال پکې مړه او نور ټول ژغورل شوي دي.

د عدلیې وزیر د اسلامي ټولنې له لوري جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په شپږمه نېټه (د پنجشنبې په ورځ) ”د اسلامي مذهبونو ترمنځ د پُل جوړولو“ په نړیوال کنفرانس کې چې د سعودي عربستان د مکې معظمې په ښار کې ترسره شو، ګډون او وینا کړې.

شیخ عبدالحکیم شرعي په خپله وینا کې د سعودي عربستان له دولت او د اسلامي هېوادونو د پیوستون له سازمان څخه د دې ډول کنفرانس جوړولو له امله د مننې ترڅنګ ویلي؛ په افغانستان کې رسمي مذهب حنفي فقه ده خو امامان، علما او د ټولو مذهبونو پیروان هم د قدر او درناوي وړ دي.

نوموړي د ټولو اسلامي مذهبونو د عالمانو او امامانو ترمنځ هوکړه د ګډو موخو لپاره، په ځانګړي ډول په هغو لویو مسایلو کې چې له شرعي پلوه یووالي او پیوستون ته اړتیا لري، مهم او حیاتي بللی.

د عدلیې وزیر زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

ښاغلي شرعي څرګنده کړې، د سعودي عربستان دولت کولی شي په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري او مثبت رول ولري.

همداراز نوموړي د فلسطین د مسلې په تړاو د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی پیغام بیان کړی.

شیخ عبدالحکیم شرعي زیاته کړې، د اسلامي امارت د زعیم امیرالمومنین نظر دا دی چې موږ د فلسطین پر وړاندې خپل مسولیت نه دی ادا کړی او د فلسطین قضیه د ټول اسلامي امت قضیه ده.

دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو د پیوستون سازمان له لوري جوړ شوی وو، دوه ورځو لپاره یې دوام وکړ او د اسلامي هېوادونو مقاماتو او د بېلابېلو هېوادونو اسلامي عالمانو په کې ګډون کړی وو.

پر زیلینسکي د ټرمپ د فشارونو زیاتوالی؛ اوکراین له دې وروسته د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شویو انځورونو ته لاسرسی نه لري

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د پینټاګون یوه اژانس ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر له اوکراین سره د سپوږمکۍ له لارې د اخیستل شويو انځورونو شریکول ځنډول شوي دي.

ډونالډ ټرمپ دغه ګام د اوکراین پر ولسمشر زیلینسکي د فشار راوړلو لپاره اخیستي، تر څو له روسیې سره د سولې مذاکراتو ته چمتو شي.

اوکراین له دې ټکنالوژۍ څخه د روسي ځواکونو د خوځښت د تعقیب او د زیربناوو د زیان د ارزونې لپاره استفاده کوله.

ټرمپ څه موده وړاندې په سپینه ماڼۍ کې له زیلینسکي سره د یوې تاوتریخجنې ناستې وروسته پر اوکراین پوځي مرستې او د استخباراتي معلوماتو شریکول هم درولي دي.

حوثیانو اسرائیلو ته د غزې د محاصرې پای ته رسولو لپاره څلور ورځې وخت ورکړی

د یمن د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي خبرداری ورکړی، که د غزې د بشري مرستو محاصره په څلورو ورځو کې پای ته ونه رسېږي، د اسرائیلو پر ضد به سمندري بریدونه بیا پیل کړي.

له هغه راهیسې چې اسرائیلو پر غزه بریدونه پيل کړي، حوثیانو د فلسطینیانو په ملاتړ په سره سمندرګي کې د اسرائیلو لور ته په تلونکو سوداګریزو او پوځي بېړیو لسګونه بریدونه کړي دي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شوی، چې صهیونیستي رژیم د روانې زېږدیزې میاشتې له دویمې نېټې راهیسي غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو مخه نیولې ده.

د یمن د حوثیانو مشر دغه‌راز ویلي، نړۍ د غزې د ځورېدونکو خلکو په محرومیت، چې حتې روغتیايي توکو ته هم لاسرسی نه لري، سکوت کړی او یوازې تماشه یې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اشغالګر رژیم په غزه کې د نسل وژنې په شمول خپلو ناوړه جنایاتو ته ادامه ورکړې. حتا په روغتیايي مرکزونو یې هم پوځي بریدونه کړي، چې له هر ډول بشري قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د کرنې وزیر او د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې غړو لیدنه؛ هېواد کې د پستې بڼونو په جوړولو خبرې شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې له یو شمېر غړو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د یادې ټولنې غړو په هرات ولایت کې د پستې بڼونو د جوړولو لپاره د زرګونو جریبه ځمکې د تثبیت، کرکیلې او کرنیزو فعالیتونو ته د مناسبې ځمکې سروې او همداراز په تخار، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د چرګانو د فارمونو د جوړولو په اړه د کرنې وزیر ته معلومات ورکړي.

یاده ټولنه پلان لري، چې په لویدیځو او شمال‌لویدیځو ولایتونو کې د پستې بڼونو او ځنګلونو د جوړولو او همداراز د هګیو د تولید په سکتور کې میلیونونه ډالر پانګونه وکړي.

د یادې ټولنې غړو د کرنې له وزیر څخه غوښتنه کړې، چې د ځمکو د اجارې او د دوی د فعالیتونو د پیل په برخه کې همکاري وکړي.

مولوي عطاءالله عمري د دوی د غوښتنو په ځواب کې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، حکومت به له دې پروژو ملاتړ وکړي او د یادې ټولنې د کار د پيل لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.