ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 682

ټرمپ علي خامنه‌اي ته لیک استولی او د اټومي مذاکراتو بلنه یې ورکړې

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ايران مذهبي مشر ايت ‌الله علی خامنه‌اي ته يې ليک استولی او د اټومي مذاکراتو بلنه یې ورکړه ده.

په ملګرو ملتونو کې بیا د ایران استازولۍ په دې تړاو د خبرونو له خپرېدو وروسته ویلي، چې له ټرمپ یې کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.

د اسوشيټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر خامنه‌اي ته په لېږل شوي ليک‌ کې هيله‌مندي ښودلې، چې خبرو ته چمتو شي، خو که نظامي اقدام وکړي دا به وحشتناکې پايلې ولري.

ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، دا غوره ګڼي چې له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې، دا نشي کېدای چې ایران دې اټومي وسلې ولري او یو څه باید وکړو.

ملګري ملتونه: تېر کال د افغانستان اقتصاد نږدې درې سلنه وده کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د لوړوالي سربېره تېر  ۲۰۲۴ کال کې د دې هېواد اقتصاد ۲.۷ سلنه وده کړې ده.

انتونیو ګوترش ویلي: «افغانستان د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ د ۲۰۲۵ د جنوري تر ۳۱مې نېټې پورې دې هېواد په اقتصادي برخه کې ۲.۷ سلنه وده کړې او په دغه موده کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم ۱۵.۷ سلنه لوړ شوی دی.»

ورته مهال د اسلامي امارت مسولین په نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي چې پرمټ یې افغانان وکولی شي د پانګونې په وړاندې یې خنډونه له مخې لرې کړي او افغانستان پر ځان بسیا شي.

اقتصادي کارپوهان په هېواد کې دننه د پانګونې پر جذب د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا او صادراتو په زیاتوالي ټینګار کوي او په وینا یې، د هېواد د اقتصادې په برخه کې اغېزمن تمامېدلی شي.

اسلامي امارت په هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو پلي کول، د کورنیو تولیداتو وده او پولي ثبات د هېواد د اقتصادي ټیکاو مهم اړخونه بولي.

پکتیکا کې د شااوخوا ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو بنسټيزو پروژو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت ښرنې ښاروالۍ او کور او ښار جوړولو ریاستونو په ګډه هڅه په ۱۴۰۳هـ ش کال کې د ښرنې ښار لپاره د نوي منظور شوي پلان د تطبیق او شاوخوا ۶ ميليونه ډالرو په ارزښت بېلابېلو بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې.

د يادو پروژو چارو د پيل په مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي مـولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي، نن د ښرنې ښار لپاره د یو داسي وسعي او اصلاحي پلان د تطبیق عملي پیلوو، چې پکې د ښار معیاري پراختیا ته زمینه برابريږي.

ښاغلي سعادت زیاته کړې، چې په دغه نوي منظور شوي پلان کې په اساسي ډول ګڼ شمېر مارکېټونه، عمومي او فرعي سړکونه، مسجدونه او نورې ضروري او ښاري اسانتیاوي شاملې دي.

د ښرنې ښاروال مولوي سردار ولي ثابت ویلي، چې په دې پروژو کې د ښرنې ښار په کټواز مسیر دوه سړکونه او د یادو سړکونو په امتداد مارکېټونه شامل دي، چې لومړی سړک ۷۵۹ متره اوږد او ۱۸ متره پلن دی چې د دغه سړک په امتداد شاوخوا ۴۵ مارکېټونه او یو مسجد د خصوصي سکتور له لوري په اساسي شکل جوړېږي.

دغه‌راز دويم سړک هم چې اوږدوالی یې ۹۵۱ متره او پلنوالی یې ۱۵ متره دی په امتداد یې شاوخوا ۴۵ مارکېټونه او يو مسجد د خصوصي سکټور له لوري جوړیږي.

د پکتيکا ولايت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد طاهر سیف الـجهاد ویلي؛ دا چې پخواني پلان د معیار او اړینو ښاري اسانتیاو درلودو ظرفیت نه درلود په همدې خاطر یې د ولایت مقام او ښرنې ښاروالۍ ریاست په همکارۍ نوی وسعي او اصلاحي پلان منظور کړی، چې دغه پلان به وکولای شي د خلکو او د یو معیاري ښار غوښتنې پوره کړي.

په یاده سیمه کې پانګوال د نوي پلان د منظوري په برخه کې د ښاروالۍ هڅې ستایي او ډاډ ورکوي، چې خپلې پانګې به د خپل ښار د پراختیا او ودې په لاره کې په کار واچوي.

په یاد منظور شوي اصلاحي، پراختیایي او تفصیلي پلان کې “۲۱۶” مارکېټونه، “۸” فرعی سړکونه، مسجدونه، ښاري تشنابونه، د اوبو ذخیرې، معیاري کانالیزاسیون سیستم او نورې ټولې اړينې ښاري اسانتیاوي شاملې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۶ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټ

د سپین بولدک له لارې (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰) تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷) کورنیو سره مجموعًا (۵۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۹۳) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۶۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۶۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۲۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۱۴) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۴۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۹) کورنیو سره مجموعًا (۳۳۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي

ثبت شوي مهاجرین: (۷۰) کورنۍ او ۲۷۱۳۷۲) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۴) کورنۍ او (۲۰) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۶۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۸۸) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) د جګړه‌‌ییزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ ۴۵۷ منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌‌ییزو قول اردوګانو ۴۵۷ منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د پیاده، توپچي، زرهدار او دافع هوا کورسونو له څلور میاشتنیو مسلکي زده‌کړو څخه فارغ شول.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې، روزنې او دوکتورینو ریاست رییس شیخ داد محمد محمدي، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد حمیدي فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي: “له حسد او تعصب څخه ځان وساتئ، تقوا غوره کړئ او د کلک عزم، قوي ایمان او عقیدې پر مټ د هیواد له سرحدونو څخه دفاع وکړئ.”

ورته مهال د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني د ملي دفاع وزارت مسولینو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: “په دې قوماندانۍ کې د مجربو او مسلکي استادانو له لوري روزل شوي توپچي ځواکونه د ستراتیژیکو پلانونو جوړولو او دقیقو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري، چې د دښمن په ځپلو او سرحدونو په ساتنه کې به اغېزمن ثابت شي.”

د مراسمو په پای کې فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به په میړانه ساتنه کوي.

یاد مراسم فارغانو ته د مسولینو له لوري د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته رسېدلي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د هېواد په کچه د سوداګریزو مارکیټونو، بازارونو او هټیو څارنه پيل کړې

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سوداګریزو مارکیټونو، بازارونو او هټیو د څارنې لړۍ پيل کړې ده.

د دې څارنې موخه د نرخونو کنټرول، د سود او احتکار مخنیوی، د تر وخت تېر شویو توکو راټولول، او د هغو اجناسو پلورلو منع کول دي چې صحي او شرعي زیانونه لري.

په دې لړ کې تازه د جوزجان، سمنګان، بادغیس او غور ولایتونو کې د محتسبینو د څارنې په پایله کې زیاته اندازه تر وخت تېر خوراکي توکي له بازارونو راټول شوي.

همداراز دوکاندارانو او تجارانو ته سپارښتنې شوې، چې د مناسب نرخونو رعایت وکړي او د احتکار او غیرې شرعي ګټو څخه ډډه وکړي.

د امر بالمعروف قانون د ۱۸مې مادې پر بنسټ، محتسب دنده لري چې کسبګر او تجاران له هغو منکراتو څخه را وګرځوي، چې د ټولنې لپاره صحي او اقتصادي ستونزې رامنځته کوي.

وزارت به دا څارنه لا پیاوړې کړي، ترڅو اسلامي اصولو ته ژمن سوداګري رواج ومومي او ټولنیز عدالت تأمین شي.

د بشار الاسد د وفاداره وسلوالو په بریدونو کې ۱۵ سوريايي سرتېرو ژوند بایللی

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د سوريې په ساحلي ولایت لاذقیه کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د وفاداره وسلوالو په بریدونو کې ۱۵ امنیتي سرتېرو ژوند بایللی.

د سوریې یوې امنیتي سرچینې د دې بریدونو په تړاو الجزیرې ته ویلي؛ د سوریې حکومت به له قانون څخه پر سرغړونکو ډلو قانون پلی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې امنیت وګواښي.

دې سرچینې زیاته کړې، چې په همدې موخه له حما، حمص او ادلیب څخه ګڼ شمېر امینتي ځواکونه لاذقیه ته استول شوي دي.