ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 683

د ترکیې ټیکا موسسې له کابل ژوبڼ سره د لابراتواري وسایلو مرسته وکړه

د ترکیې ټیکا موسسې د لابراتوار وسایلو په ګډون ۷۷ قلمه تجهیزات او ماشینري د کابل ژوبڼ له روغتیایي کلینیک سره مرسته وکړه.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د ټیکا موسسې له رییس ښاغلي فضل اکین اردوغان څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د ټیکا موسسې تل له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې او د کابل ژوبڼ له کلینیک سره شوې مرستې به هېرې نه کړي او دا مرسته په کابل ښار کې د یادې موسسې د دوستانه اړیکو ښکارندویي کوي.

بله خوا د یادې موسسې د دفتر رییس د افغانانو او ترکانو ترمنځ د اوږدې دوستۍ د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه کړې، چې کابل ژوبڼ ته به د زیاتو تجهیزاتو په چمتو کولو کې نوره مرسته هم وکړي.

نوموړي ویلي؛ څه باندې شل کاله کېږي چې د ټیکا موسسه په افغانستان کې فعالیت کوي او په راتلونکي کې به هم دوام وکړي.

په پای کې د کابل ژوبڼ رییس عزیزګل ثاقب پخپلو خبرو کي د مرسته شویو وسایلو پر ورځنۍ استفادې او اهمیت خبرې کړې دي.

له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرايوي ریيس ډاکتر عبدالباري عمر په مشري د اړوندې پروژې مسولینو همداراز د اوزبیکستان هېواد د انرژي له مسول سره د ویډیو کنفرانس له لارې د یاد هېواد څخه افغانستان ته د لېږدوونکي ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي عمر په پيل کې د دې پروژې ارزښت د دواړو هېوادونو لپاره مهم بللی او ویلي یې دي؛ خوښ یو چې تاسې د دې پروژې په اړه د پانګونې لپاره لېوالتیا لرئ. زموږ لپاره هم دا ډېره مهمه ده چې خپلو هېوادوالو ته د برېښنا رسونې بهیر لا چټک کړو.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې په اړه به خپلې غوښتنې درسره شریکې کړو، تر څو د دې پروژې په اړه د لا زیات بحث او چارو پیل په موخه ګډ پلاوی وروستۍ ناستې وکړي.

بلخوا د اوزبیکستان هېواد د انرژي مسولینو د برېښنا شرکت له رهبرۍ څخه د هر اړخیزې همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې موږ د دې پروژې د پلې کېدو لپاره ژمن یو او کوښښ مو دا دی، چې دغه دوه اړخیزې اړیکې لا پياوړې او زیاتې شي.

غونډه د لا زیاتې همکارۍ په ټينګار سره پای ته ورسېده.

په نړۍ کې د بشري مرستو بې‌ساري کمښت؛ ملګرو ملتونو له بېړني صندوق څخه ۱۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

ملګرو ملتونو له خپل بیړني صندوق څخه په یو شمېر هېوادونو کې د بشري مرستو د تامین لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل.

دغه ګام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د یاد هېواد د بهرنیو مرستو او د امریکا د پراختیایي ادارې «USAID» په ګډون د یو شمېر مرسته رسوونکو بنسټونو د بودیجې له لغوه کېدو وروسته اخیستل شوی.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم په روان کال کې د مالي مرستو د بې‌ساري کمښت خبرداری ورکړی و.

د نیمروز والي د ایران زاهدان ولایت له یو شمېر سپین‌ږیرو او مشرانو سره لیدنه کړې

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د ګاونډي هېواد ایران د زاهدان ولایت زابل نومي ولسوالۍ له سپین‌ږیرو او مشرانو سره د نيمروز ولايت په مقام کې ليدنه کړې.

راغلو ايراني وګړو د نیمروز له والي څخه غوښتي، چې د کمال خان بند اوبه د ایران هېواد په لوري هم راخوشې کړي، تر څو د ياد هېواد د زابل او یو شمېر نور ولسواليو اوسېدونکي هم له دې اوبو څخه ګټه واخلي.

دوی ویلي، چې د زاهدان او نيمروز ولسونه له يو او بل سره ګډ قومي، ديني او کلتوري مشترکات لري او غواړي له خپلو افغان وروڼو سره په بېلابېلو برخو کې سوداګريزې اړيکې لا پياوړي کړي.

د نیمروز والي دوی ته ښه راغلاست ویلی او د دواړو هېوادونو په ځانګړي ډول د نيمروز او زاهدان ولايتونو په ګډو ګټو او مشترکاتو یې خبرې کړې.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د پولو دواړو غاړو د ولسونو ښېګڼې او هوساينې په پام کې نيولي دي.

ښاغلي خالد د ايران زابل ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت هېڅ داسې اقدام نه کوي تر څو د ګاونډيو ګټې او هوساينې له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د بارانونو او اوبو په زياتېدو سره به د ولسونو لپاره لا ډېره هوساينه په نظر کې ونيسي.

دغه‌راز د نیمروز محلي ادارې تل هڅه کړې، چې د پولې دواړه غاړې اوسېدونکي ښې سوداګريزې اړيکې ولري او په دې برخه کې يې اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

د ټولګټو وزیر او په کابل کې د اوزبیکستان سفیر لیدنه؛ د ریلي اړیکو پر مطالعاتو خبرې شوي

د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د اوزبیکستان هېواد له سفیر ایبک عثمانوف سره، د دغه وزارت د تخنیکي او اوسپنیزې کرښې د مرستیالانو په شتون کې په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوږد مهاله اقتصادي، سوداګریزو او ريلي اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.

په لیدنه کې دواړو لورو د حیرتان–مزارشریف د اوسپنیزې کرښې د ترمیماتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد او د بلخ–هرات د اوسپنیزې کرښې د مطالعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او اوسپنې پټلۍ د رغولو، ترميم او معياري کولو په برخه کې په هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وشو.

د حضرت ابو دجانه بن خرشه (رض) د قوماندانیت او قرارګاهي له اکاډمۍ څخه ٧٦ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ييزو قول اردوګانو ٧٦ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابوعبیده بن جراح “رض” ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه د قوماندانیت او قرارګاهی اکاډمۍ له شپږ اونیز مسلکي او نظامي زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یو لړمراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

يادو مراسمو کې د يادې اکاډمۍ قوماندان عبدالناصر بې سرحده پتنګ او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسولینو نویو فارغانو ته هر اړخیزي علمي ویناوې وکړې او ویې ویل؛ د خپل اسلامي نظام د ساتلو لپاره په هره برخه کې علم حاصل کړئ، د خپلو امراوو اطاعت وکړئ، په ځانونو کې تقوا پیدا او کوم مسوليتونه چې در سپارل شوي دي په احسنه توګه ترسره کړئ.

په  ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې هر وخت او هرځای کې به خپل اسلامي نظام ته خدمت کوي او هېڅکله به هم خپل ځانونه له هر ډول قربانۍ څخه درېغ نکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه شوې

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو دندو په اړه د خپلو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د عامې روغتیا او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او همداراز د ازموينو ملي ادارې اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې اړین تصميمونه ونیول شول.

د حج او اوقافو وزیر: د ۱۴۰۴ هـ لمریز کال د حج په پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسولینو نن (پنجشنبه د کب ۱۶مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۴ هـ لمریز کال د حج په پروسه کې د افغانانو د ګډون سهمیې او لګښتونو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

د یاد وزارت وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور نور محمد ثاقب په یاد خبري کنفرانس کې ویلي، چې د ۱۴۰۴ هـ لمریز کال د حج پروسه کې له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره، ۳۰ زره د حج سهمیه اخیستل شوې او د لازیاتې سهمیې اخیستلو لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر لاسه شوې سهمیه په شفاف او عادلانه ډول په ټول هېواد کې د حج پر متقاضیانو وېشل شوې ده.

همدارنګه د مجاهدینو، امارتي ادارو، د شهیدانو وارثانو، معلولینو او په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د کډوالو لپاره هم سهمیې په جلا جلا توګه مشخصې شوي دي.

د ښاغلي ثاقب په وینا؛ حاجیانو ته د حج مناسکو د ښوونې په موخه په مرکز او لایتونو کې له علماوو ازموینه اخیستل شوې او بریالي کسان به د معلمینو په توګه له هغوی سره یو ځای سعودي عربستان ته ولېږل شي.

دغه راز افغان حاجیانو ته د لا اسانتیا په موخه د حنفي مذهب مطابق د حج لارښود کتابونه په پښتو او دري ژبو چاپ شوي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو ویلي، چې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره، له اریانا افغان امارتي او کام ایر خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي.

په همدې ډول سعودي عربستان ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د لېږل شوي پلاوي له لوري د حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو، ترانسپورټ او نورو برخو کې اړین قراردادونه شوي دي.

د ښاغلي ثاقب د معلوماتو له مخې، په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د ټولو حاجیانو لپاره په مناسبو ساحو کې استوګنځي نیول شوي او په مدینه منوره کې د حاجیانو له غوښتنې سره سم د درې وخته ډوډۍ انتظام هم شوی دی.

د محترم ثاقب په خبره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تل هڅه کړې چې د حاجیانو اقتصادي وضعیت ته په کتو، په کمو او مناسبو لګښتونو د حاجیانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې اساس د اضافي مصارفو تر مخنیوي وروسته د حج او اوقافو وزارت په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د یو تن حاجي لګښت ۲۸۲ زره او ۹۰ افغانۍ او د حج د ټولې پروسې لګښت ۸ میلیارده، ۲۷۸ میلیونه، ۷۷۷ زره او ۳۲۰ افغانۍ ټاکلی دی.

د حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې حاجیان د راتلونکې یکشنبې (۱۹ حوت ۱۴۰۳) له ورځې څخه په مرکز کې د حج، عمرې او زیارتونو له لوی ریاست او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاستونو څخه د حج لګښت د تحویلۍ تعرفې ترلاسه او په اړوندو بانکونو کې تحویلولای شي.