ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 684

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان له شارژدافیر سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له شارژدافیر میکیو ایزاوا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.

ملا بخت الرحمن شرافت د روغتیا برخه کې د جاپان هېواد له اوسنیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د روغتیايي برخې پیاوړتیا په موخه له یاد هېواد د دوامداره همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا غوښتنه کړې.

د جاپان شارژدافیر د روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خوښي څرګنده کړې او دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوی رییس د نړیوال فدراسیون له مسول سره لیدنه کړې

د افغاني سرې میاشتې لوی رییس شیخ شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن په ملتیا په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسول احمد سلیمان سره بهرنيو هېوادونو ته د ترسره کېدونکو سفرونو او له بهر څخه د بشري مرستو راجلبولو په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې شیخ شهاب الدین دلاور، احمد سلیمان ته ښه راغلاست ویلی او له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د نړیوال فدراسیون د دوامداره مرستو او همغږۍ ستاینه کړې.

ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسول د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس او د نوموړي مرستیال ته نږدې ورځو کې قطر هېواد او له هغه وروسته جنیوا ته د پلان شویو سفرونو او هلته د بېلابېلو بهرنيو هېوادونو د سفارتونو له مسولینو سره د ناستو برابرولو په اړه لازم معلومات ورکړي.

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو موضوع دې له سیاسي مسایلو جلا او د حل لپاره یې باید ناستې وشي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره لیدنې کړې.

په دې لیدنو کې مولوي عبدالکبیر ویلي؛ ایران او پاکستان د افغانستان دوست او مسلمان ګاونډي هېوادونه دي، چې له همدې امله ګڼ مشترکات لري.

نوموړي زیاته کړې؛ له کلونو یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله لري چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ویلي؛ په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی، موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.

مولوي عبدالکبیر همداراز زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد ‌محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نه لري، بلکې د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.

د ناستې پر دوام د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر یادونه کړې، چې اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي، خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.

نوموړي ټینګار کړې، چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي، ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له کوربه هېوادونو غوښتي، چې د ګډو میکانیزمونو په اساس دې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي چې په دې برخه کې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي.

مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جزیي ستونز لپاره دې د خبرو لاره غوره شي، د تورخم بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حل لاره نه ده، په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي، د تورخم دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي نو په دې اړه دې جدي اقدام وشي څو دواړو لورو ته ډېر زیان ونه رسېږي.

په ورته وخت کې، په کابل کې د پاکستان سفیر مولوي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.

نوموړي ویلي؛ د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی، له همدې امله افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نا اخلي، بلکې غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

همدارنګه په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي ویلي؛ ایران له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي، خو د ناقانونه کډوالو ستونزې ته باید دایمي حللارې پیدا شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي. موږ غواړو چې په ایران کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د اړتیا وړ قانوني اسناد ورکړل شي.

ښاغلي بیګدلي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان ستاینه کړې او ویلي یې دي، دا اقدام به د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.

په دې ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یو شمېر اقداماتو د پیل ژمنې شوي او دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د کډوالو مسله باید د سیاسي مسایلو څخه جلا وساتل شي او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.

ملا حمدالله فطرت: پاکستان کې د داعش ډلې د یوه غړي نیول کېدل ثابتوي، چې په دې هېواد کې پټنځایونه لري

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ملي تلویزیون ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې په پاکستان کې د داعش ډلې د یوه غړي نیول کېدل، دا په ډاګه کوي، چې په دې هېواد کې دغه ډله پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري.

نوموړی زیاته کړې، چې دا پېښه د دې ثبوت هم دی، چې داعش نور په افغانستان کې د پټېدو ځای نه لري.

ښاغلي فطرت دا څرګندونې په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د برید د طراح نیول کېدو په غبرګون کې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ کانګریس ته په وینا کې ویلي و، چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر برید اصلي مسول نیول شوی او له همدې امله یې د پاکستان له مرستې مننه کړې ده.

د ټولګټو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کړې

د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي او اوسپنیزې کرښې مرستیالانو هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزیر، علیرضا بیګدلي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان او ایران یو له بل سره اوږدمهاله دیني، ټولنیزې، اقتصادي، تاریخي او سیاسي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه کړې.

دغه راز دواړو لورو په افغانستان کې د ایران هېواد له لوري د پلي شویو پروژو په هکله هر اړخیز بحث کړی او د ابونصر فراهي (میل ۷۸) سړک په اړه چې پخوا یې رغنیزې چارې د ایران هېواد له لوري پيل شوې وې او د بېلابېلو عواملو له امله یې چارې ځنډېدلې وې هم خبرې کړې دي.

د ایران سفیر ژمنه کړې، چې د ټولګټو وزارت په همغږۍ سره به د یاد سړک رغنیزې چارې د اتو میاشتو په جریان کې بشپړې او د ټولګټو وزارت ته وسپاري.

همدارنګه په دې ناسته کې د ایران سفیر د میلک دویم پل چې افغانستان په زرنج مرزي سیمه کې له ایران سره نښلوي هم خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان سره په هوکړې سره به د دغه پل رغنیزې چارې هم پیل شي.

همداراز په یاده لیدنه کې د میدان ښار–بامیان سړک په اړه هم خبرې شوي دي او د یاد سړک د بیاکتنې په اړه کمېټه ټاکل شوې، چې دغه پروژه له نږدي وګوري؛ که چېرې یې کومې برخې تخریب شوې نه وي ټولګټو وزارت ته و سپارل شي او که چېرې تخریبات او ستونزې ولري قراردادي شرکت ژمنه کړې، چې د تخریب شوې برخې ترمیم او وروسته یې ټولګټو وزارت ته وسپاري.

په پای کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۴ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، کندهار، پکتیکا، کابل او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنیو سره ټولې لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۰۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې۱۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۶ کورنیو سره ټولې۴۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۳ تنه و، تخار او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۲ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۹۲ کورنۍ او ۴۵۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵۴ کورنۍ او ۶۹۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۳۷ عدده

ملا زین العابدین عابد: په راتلونکو اوو کلنو کې به هېواد کې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال ملا زین العابدین عابد د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، چې هېواد کې د نیالګیو کېنولو لپاره یوه طرحه د کابینې تر تایید وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ‌الله ته استول شوې، چې په منظورۍ سره به یې تر ۱۴۱۰ لمریز کال پورې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شي.

ښاغلي عابد زیاته کړې، چې د دې طرحې په منظورۍ سره به د افغانستان ۱۰ سلنه برخه ځنګلونه شي.

د ملا زین العابدین عابد په وینا، د ځنګلونو ساتنه هېواد له منفي اقلیمي بدلونونو څخه خوندي کولای شي.

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي مرستیال شیخ سعید احمد شهیدخیل په یادو مراسمو کې د ښاروالۍ فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي، چې د اسلامي امارت مسولینو په کمو امکاناتو لوی کارونه کړي دي.

ښاغلي شهیدخیل زیاته کړې، سربېره پر دې چې اسلامي امارت په اقتصادي محاصره کې دی، خو د افغانۍ ارزښت په ښه توګه ساتل شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ د نړۍ پرمختللو هېوادونو پر دې اعتراف کړی، چې اقتصاد او بانکولۍ باید له اسلامي امارت څخه زده‌کړل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم د هوا پاکولو، اقلیمي بدلون خوندي ساتلو او سمسورتیا لپاره ګټور بللي او له خلکو یې غوښتې چې په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

ښاغلي اعظم ویلي، چې په هېواد کې نیالګي او ځنګلونه د هوا پاکولو په برخه کې د سږو حیثیت لري او همدا راز کېنول او پالنه یې د دنیا او اخرت ګټه ده.

پر دې سربېره ګڼو مسولینو د ونو د کېنولو او پالنې په ارزښت خبرې کړې او له هېوادوالو یې غوښتې، تر څو د هېواد د سمسورتیا او زرغونولو په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ بلخ کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴مه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

دې غونډې ته په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مارکېټ جوړولو او همدا راز د مایع ګاز صنعت طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

 په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

همدارنګه د مایع ګاز د صنعت په اړه د ایراني پانګوالو له لوري د وړاندې شوې طرحې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې په اړه له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته په ټاکلې نېټه وړاندې کړي.