ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 685

مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا کابل ښار کې د افغانستان د نوشابې د صنعت مرکز څخه لیدنه وکړه 

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زیبر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسلکي استازي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیالۍ استازي او د کرنې وزارت تخنیکي ټیم په کابل ښار کې د افغانستان د نوشابې د صنعت له مرکز څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې موخه د خوراکي توکو د تولید په برخه کې د خدمتونو ښه‌والي ته وده ورکول او خلکو ته د روغتیایي او باکیفیته محصولاتو د برابرولو ډاډ ورکول وو.

د دې لیدنې پرمهال ټینګار وشو، چې تولیدي مرکزونه باید معیاري تولیدات ولري او د غیرمعیاري او بې‌کیفیته محصولاتو له تولید څخه ډډه وکړي.

دې تخنیکي ټیم ویلي، په دې برخه کې هغه تولیدي شرکتونه چې معیاري سټندردونه پلي کړي، نو هڅونه تشویق او ملاتړ به یې وشي.

دا څارنه او لیدنه د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اداري مرستیالۍ د لارښوونې پر بنسټ ترسره شوې او د نورو تولیدي مرکزونو د څارنې لړۍ لا هم دوام لري.

تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د څه باندې دوه میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېرو لسو میاشتو کې ایران ته له افغانستان څخه د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکې صادر شوي دي.

د دې وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، له ایران څخه افغانستان ته واردات د دوه میلیارده او ۶۹۲ میلونه ډالرو په ارزښت شوي دي.

له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي.

یاده خونه زیاتوي؛ ایران د افغانستان لوی سوداګریز شریک دی، دوی دغه راز د ترانزیيي لویو لارو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

بلخوا بیا اقتصادي کارپوهان د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو زیاتوالی ګټور بولي او وایي، چې له ایران او ګاونډیو هېوادونو څخه د سوداګریزو توکو واردات په بازارونو کې پر بیو هم اغیز لرونکې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د دوغارون ګمرک مدیر ویلي چې د روان کال په لسو میاشتو کې د تېر کال په ورته موده کې د سوداګریزو او ترانزیتي توکو د راکړې ورکړې کچه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده.  

د ملګرو ملتونو سرمنشي په قاهره کې له احمد الشرع سره لیدنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون (سې شنبه، د کب ۱۴مه) د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د سوریې له انتقالي ولسمشر احمد الشرع سره لیدنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند استفان دوجاریک وایي، چې دواړو لورو د سوریې لپاره د نوي مسیر د ټاکلو تاریخي فرصت او د دې هېواد پر وړاندې د خنډونو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي ګوترش په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې ملګري ملتونه به د سوریې د بیارغونې او د خلکو د بشري اړتیاوو د رفع کولو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو له سرمنشي دا د احمد الشرع لومړۍ کتنه ده.

کرېکټ؛ افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله له نیپال سره مخ کیږي

د افغانستان د کرېکټ نولس کلنه کم عمره ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې نیپال ته سفر وکړي، ترڅو د کوربه هېواد د ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کړي.

له یادو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د نولس کلنو نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي، چې د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه به په نیپال کې پیل شي.

افغان لوبډله به د کوربه نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د راتلونکې اپرېل میاشتې په دریمه نېټه پیل کړي چې دوه نورې لوبې به یې د همدې میاشتې په شپږمه او نهمه نېټه د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې ترسره شي.

افغان ځوانانو تېره میاشت په خوست ولایت کې د خپلو راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه دویم پړاو یو میاشتنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړ، چې ۱۹ لوبغاړو پکې ګډون درلود. په دې موده کې لوبغاړو د مجربو روزونکو تر څار لاندې د لوبې په ټولو برخو کې غوره تمرینات ترسره کړل.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې لومړی تمریناتي کمپ په ننګرهار ولایت کې ترسره شوی و، چې ۳۰ لوبغاړو پکې ګډون درلود او د چاڼ له اړوند لړۍ وروسته ۱۹ غوره لوبغاړي وټاکل شول او هغوی ته په خوست کرېکټ لوبغالي کې د ارزونې، چمتووالي او تکړښت ځانګړی کمپ پیل شو.

ټاکل شوې ده، چې افغان لوبډله د روانې روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې یو بل لس ورځنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړي، چې په ترڅ کې به یې وروستي ۱۵ لوبغاړي وټاکل شي او به د خپلو راتلونکو مهمو نړیوالو سیالیو لپاره لا زیات چمتووالی ونیسي.

د نیپال نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالیو مهالوېش:

نېټهلوبهلوبغالی
پنجشنبه، د اپرېل میاشتې دریمه نېټهلومړۍ یو ورځنۍ لوبهکټمنډو، نیپال
یکشنبه، د اپرېل میاشتې شپږمه نېټهدویمه یو ورځنۍ لوبهکټمنډو، نیپال
چهارشنبه، د اپرېل میاشتې نهمه نېټهدریمه یو ورځنۍ لوبهکټمنډو، نيپال

په کانګرس کې د ټرمپ وینا د ځینو ډیموکرات استازو له لوري له خنډ سره مخ شوه

د کانګرس په غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا د ځینو ډیموکرات استازو له لوري له خنډ سره مخ شوه.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د ټګزاس ایالت ډیموکرات استازی ال ګرین وروسته له هغه د استازو له جرګې وایستل شو، چې د ټرمپ د وینا پر مهال یې ګډوډي رامنځته کړه.

نوموړي چې د ډونالډ ټرمپ په پخوانۍ دوره کې هم د ټرمپ د استیضاح هڅې کولې، د وینا په لومړیو کې یې له خپله ځایه ولاړ شو او ګډوډي یې رامنځته کړه.

نورو استازو ګرين وهڅاوه، کله چې ټرمپ پخپله وینا کې ځنډ راوست په کانګرس کې ګډوډي نوره هم زیاته شوه.

وروسته ال ګرین د استازو له جرګې وایستل شو. نوموړي د باندې رسنیو ته ویلي، چې د یوه “باوجدانه شخص” په توګه باور لرم ټرمپ “داسې کارونه کړي چې فکر کوم د دوام لپاره یې اجازه نه شو ورکولای.”

له بیا ولسمشر کېدو وروسته د امریکا په کانګرس کې دا د ټرمپ لومړۍ وینا وه.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له یوې همکارې موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه کړې

د د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي، د RRDPO موسسې د پروژې له مسول سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په ګډو همکاریو خبرې شوي او چارو د ښه پرمختګ لپاره یې د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی.

ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره تل له مرستندویه موسسو سره د هغوی د فعالیتونو د ښه ترسره کولو په برخه کې همکاري کوي، د دوی فعالیتونه د هېوادوالو لپاره ګټور دي.

وروسته، د RRDPO موسسې د پروژې مسول د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، دا پروګرام د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې پروژې په چوکاټ کې، RRDPO  موسسه د تخنیکي، اداري او سروي چارو مسولیت لري او په بېړنیو حالاتو کې به د ۳۰ زره او ۵۱۳ ډالرو په ارزښت دا پروګرام پلي کړي.

د هوکړه لیک له مخې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ به د بېړنیو حالاتو پر مهال ۲۴۵۰ کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې د ۱۰۰ کیلوګرامه اوړو، ۱۲.۵ کیلوګرامه نخود، ۹.۱ کیلوګرامه غوړیو او یو کیلوګرامه مالګې د مرستو بستې د RRDPO موسسې په همغږۍ ووېشل شي.

کونړ کې د نږدې اته میلیونه افغانیو په ارزښت د بولډروال او کانکریټي سړک د رغولو چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت وايي، په کونړ ولایت کې د ۷.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ساتنې په موخه د بولډروال او کانکریټي سړک د رغولو چارې پیل شوې.

یاد وزارت زیاتوي؛ د کونړ ولایت په نړۍ او شیګل ولسوالیو کې د ۳۵۰ متره بولډروال (سنګ کاري دېوال) او د ۲۰ متره کانکریټي سړک د رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۷.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد او چارې یې دا مهال عملا جریان لري.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د کنړ–نورستان عمومي سړک لوري ته د سیند غاړه مستحکمه او د یاد سړک د تخریب څخه به مخنیوی وشي.

مولوي عتیق الله عزیزي: د اسلامي امارت بیرغ باید په هغو ځایونو کې ولګول شي چې ورته پاملرنه کیږي

د اطلاعات او کلتور وزارت د لارښونې او د هېواد د یو لړ علمي شخصیتونو د مشورو پر بنسټ د یاد وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت په رسمي بیرغ کې د کلیمه طیبه د درناوي او په عامه ځایونو او نقلیه وسایطو کې د استعمال پر لارو چارو غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي ویلي، چې د اسلامي امارت په رسمي بیرغ کې د کلیمه “طیبه” (لا اله الا الله محمد رسول الله) لیکل د دې بیرغ یوه ځانګړتیا ده، چې د هېواد او اسلامي نظام د دیني او جهادي برم او عظمت ترجماني کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اړینه ده چې بیرغ په هغو ځایونو کې نصب او وکارول شي، چې ساتنې او تقدس ته یې پاملرنه کیږي او درناوي ته یې رسېدنه کیدلی شي.

دغه‌راز ښاغلي عزیزي ویلي؛ همدغو ملحوظاتو ته د پاملرنې په خاطر اړینه ده، چې د هېواد په کچه عامه پوهاوی رامنځته شي.

همدارنګه په غونډه کې د کمېټې د غړو تر رغنده نظرونو ورسته یوې کاري کمیټي ته دنده وسپارل شوه، چې راتلونکي غونډې ته د بیرغ او کليمې طیبې د احترام او استعمال او هم بدیلو لارو چارو باندي په دقیق ډول غور او تصمیم ونیول شي او د ورستیو کړنو او منظوره لپاره لوړ مقام ته واستول شي.

د امریکا او کاناډا تر منځ د اقتصادي کړکېچ زیاتوالی؛ د کاناډا لومړي وزیر د ټرمپ تعرفې “احمقانه” سوداګریزه جګړه بللې

د کاناډا لومړي وزیر جاستین تروډو د ټرمپ له لوري د کاناډایي محصولاتو پر وړاندې د ۲۵ سلنې تعرفې په غبرګون کې ویلي، چې د ټرمپ “احمقانه” سوداګریزه جګړه د کاناډا د اقتصاد د ړنګولو لپاره طرحه شوې ده.

تروډو د یوې خبري ناستې پر مهال زیاته کړې، چې ټرمپ هڅه کوي د کاناډا اقتصاد په بشپړ ډول سقوط ته ورسوي، تر څو له “امریکا سره زموږ د هېواد یوځای کېدل اسانه کړي.”

نوموړي ټینګار کړی، چې: “دا به هېڅکله ونه‌شي؛ ځکه چې کله د زموږ د ستر ملت د دفاع خبره وي، هېڅ داسې بیه نشته چې موږ یې د پرې کولو ته چمتو ونه اوسو.”

د کاناډا لومړي وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د ټرمپ له لوري پرون (سه‌شنبه، د کب ۱۴مه) د مکسیکو او کاناډا پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه عملي شوه.

عرب مشرانو د غزې بیارغونې لپار د مصر طرحه تصویب کړه

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې د غزې د بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عرب مشرانو له لوري تصویب شوې ده.

د الجزیرې د راپور له‌مخې، دا طرحه د عرب مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې پرون (سه‌شنبه، د کب ۱۴مه) د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه، تصویب شوه.

دا طرحه درې پړاوونه لري؛ لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دوام کوي، چې د وېجاړیو پاکول، د موقتي کورونو جوړول او د نیمه‌ویجاړو کورونو بیارغونه پکې شامل دي.

دویم پړاو یې دوه کاله دوام کوي، چې بیا هم د وېجاړیو پاکول، د اوبو او برېښنا شبکو جوړول او د نورو استوګنیزو واحدونو جوړول پکې شامل دي.

درېیمه مرحله یې دوه‌نیم کاله دوام کوي، د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتي زون د لومړۍ فاز جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایي ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه پکې شامل دي.

په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.

دا طرحه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې بدیل ګڼل کېږي، چې غوښتل یې فلسطینیان له غزې څخه وایستل شي او سیمه اشغال شي.