ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 686

د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه اړوندو ادارو ته وړاندې شوه

د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو ادارو په همکارۍ چمتو کړې، په یوه غونډه کې د اسلامي امارت لوړپوړو مسولینو ته وړاندې شوه.

یاده طرحه د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د اغېزمنې استفادې لپاره چمتو شوې، چې په همدې موخه په کرنې وزارت کې یوه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني، د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، د چارو ادارې رییس مولوي نورالحق انور، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مولوي مجیب الرحمن اخوندزاده په ګډون دایره شوه.

د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د قوش‌تیپې کانال پر اهمیت او د دې طرحې د چمتو کولو پر موخو خبرې وکړې.

نوموړي وویل: ”د قوش‌تیپې کانال د جوړېدو چارې په ښه توګه مخ ته ځي او له بشپړېدو وروسته باید د دې کانال شاوخوا ځمکې په موثر ډول وکارول شي. په دې سیمو کې باید منظمو صنعتي، کرنیزو او مالدارۍ کمپلکسونو ته وده ورکړل شي. یاده طرحه همدې موخې ته چمتو شوې او نن وړاندې کېږي. د کانال مدیریت د کرنې وزارت پر غاړه دی، خو اصلي رول به خصوصي سکتور او پانګوال ولري، ترڅو له خپلو پانګونو سره د افغانستان د اقتصادي ځان‌بسیاینې اوښتون رامنځته کړي “.

وروسته، د کرنې وزارت د څړځایونو د تنظیم رییس سید خالد صاحب‌زاده د دې طرحې جزیات وړاندې کړل.

نوموړي وویل؛ چې دا طرحه پینځه اساسي برخې او ۹۱ موارد لري، چې د مهمو برخو په ډله کې یې د صنعتي کمپلکسونو جوړول، د ځمکو ارزونه او اصلاح، سالم مدیریت او مشري، د کانال ساتنه او مراقبت، تولید شوي محصولاتو ته بازارموندنه او پانګوالو او خصوصي سکتور ته تشویقي کڅوړې وړاندې کول شامل دي.

سید خالد صاحب‌زاده د طرحې ټول موارد په تفصیل سره تشریح کړل او د حاضرینو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

په دې ناسته کې د څلورو اړوندو ادارو چارواکي، سلاکاران، انجینران او متخصصین هم حاضر وو، چې په تېرو اونیو کې یې د طرحې په چمتو کولو کې ګډون کړی و.

دا طرحه د طبیعي سرچینو د غوره استفادې او د قوش‌تیپې کانال شاوخوا سیمو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او تمه ده، چې د خصوصي سکتور او پانګوالو په همکارۍ به په دې سیمه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د یوناما ماموریت په افغانستان کې اغیزمن نه و

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما ماموریت څومره چې اړین و، دومره اغیزمن نه و.

نوموړی زیاتوي، چې د یوناما له ادرسه د افغانستان په تړاو تل منفي خبرونه نشر شوي او له بده‌مرغه د همدې ادرس د ناسمو معلوماتو پر اساس په ملګرو ملتونو کې هم ناسم ذهنیت رامنځته شوی دی.

https://twitter.com/rtapashto/status/1896842923939082562

د ښاغلي مجاهد په وینا؛ یوناما په افغانستان کې د پرمختګونو، ثبات او امنیت او د خلکو د ارامي په تړاو هېڅ هم نه دي ویلي او تل یې منفي ټکو ته پام کړی دی.

دغه‌راز دې بنسټ تل هڅه کړې، چې خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او په نړیواله کچه د افغانستان انځور ناسم وښيي.

د هېواد د ورزش ادارې له لوري د ورزشي فدراسیونونو د ملي لوبډ‌لو ورزشکارانو ته د عصریې د وېش بهیر پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د هېواد د ۵۲ ورزشي فدراسیونونو د ملي لوبډلو ټولو ورزشکارانو ته چې له مرکز او ولایتونو څخه یې شمېر درې زره او ۷۶۷ تنه کېږي، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د عصریې د وېش بهیر پیل شو.

په دغه بهیر کې د ورزشکارانو د عصریې لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د ملي لوبډلو ټول ورزشکارانو به د یو کال عصریه ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه عصریه به د یوې ځانګړې کمېټې له لوري ورزشکارانو ته ووېشل شي، چې په لومړۍ ورځ یې د پينځو ورزشي فدراسیونونو (ووینام، پاورلفټنګ، فول رزم، سکی او زور خانه يي) ورزشکارانو ته ووېشل شوه.

په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي، ورزشي  سلاکار قاري حیات الله رحماني، د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د عصریې د وېش کمېټې غړو او د پينځو فدراسیونونو ورزشکارانو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې مولوي احمدالله وثیق د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه او نورو مسولینو څخه مننه وکړه، چې د ورزشکارانو د عصریې په برخه کې یې له دوی سره مرسته وکړه.

ښاغلي وثیق همداراز په روان کال کې د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو د ملي لوبو پر اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو ورزشکارانو په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی، چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو ګڼ شمېر مډالونه یې ګټلي دي.

د غور په منار جام سیمه کې د سېلانیانو لپاره هوټل او مېلمستون جوړ شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلان او پاليسۍ رياست له لوري په هېواد کې سېلانيانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه غور، کاپيسا، نورستان او پکتيا ولايتونو کې د هوټلونو جوړولو په لړ کې د غور ولايت د منار جام په سيمه کې د هوټل او مېلمستون جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته تیار شوی دی.

د پلان او پاليسۍ رییس قاري فدامحمد دوست وايي، د غور ولايت د منار جام سيمه کې هوټل د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پراختيايي بوديجې څخه د شاوخوا ۱۶ میليونه افغانيو په لګښت سره جوړ او ګټې اخستنې ته اماده شوی دی.

د ښاغلي دوست په وينا؛ د روان کال تر پايه به په کاپيسا، نورستان او پکتیا ولايتونو کې هم د هوټلونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، تر دې وړاندې په يادو ولايتونو کې د سېلانيانو د اوسېدو لپاره مناسب ځايونو شتون نه درلود، چې د دې هوټلونو په جوړېدو سره به هېواد کې د ګرځندوی صنعت پراختيا ومومي او سېلانيانو لپاره به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودې ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

غونډې ته له اجنډا سره سم د مالګې پالیسۍ مسوده، د معدني موادو د پروسس او صادراتو د پالیسۍ مسوده او د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

 په غونډه کې له هرا ړخیز بحث وروسته د مالګې پالیسۍ او د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو او اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وشوه، څو د یادو پالیسیو په مسودو کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظر ځای پر ځای او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې اقتصادي کمېسیون ته راجع کړي.

 د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو په اړه پرېکړه وشوه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د یادې سړې خونې د فعالولو لپاره وړ شرکت انتخاب او قرارداد دې د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۳ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، کندهار، پکتیکا، کابل او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته، اته زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنیو سره ټولې شپږ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۰۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۶۰۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې۲۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۱ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۹ کورنیو سره ټولې۴۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۰۱ کورنۍ او ۳۷۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵ کورنۍ او ۲۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۹۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۰۸ عدده

په جرمني کې برید؛ دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي

د راپورونو له‌مخې، د جرمني په مانهایم ښار کې یوه کس د “کارنیوال” مراسمو پر مهال خپل موټر د خلکو پر یوه ډله وربرابر کړی، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان دي.

جرمني رسنیو د یوه بل کس د وژل کېدو خبر هم ورکړی، خو پولیسو تر اوسه نه ده تایید کړې.

ځايي سرچینو ویلي، چې موټر په بازار کې په زیات سرعت سره د ګڼې ګوڼې په لوري په حرکت کې و.

د پولیسو په وینا؛ د دې پېښې په تړاو یې یو ۴۰ کلن جرمنی کس نیولی، چې د رواني ناروغۍ نښې لري.

تر اوسه نه ده روښانه شوې، چې دا پېښه قصدي شوې او که نه.

څو اونۍ وړاندې هم د جرمني په مونیخ ښار کې ورته پېښه شوې وه، چې له امله یې دوه کسان مړه او ۳۰ نور ټپيان شوي وو.

د افغان او ایراني دیپلوماتانو لیدنه؛ د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له رییس محمد رضا بهرامي سره لیدنه کړې.

 ایران کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو پرمختګونو او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د مسایلو سربېره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا په تړاو خبرې شوې دي.

بلخوا په ایران کې مېشت یو شمیر افغانان وايي، دې هېواد کې د افغان کډوالود نیولو لړۍ روانه ده او په خبره یې اوس مهال د افغانانو پرمخ ټولې کارخونې تړل شوې او ورکړل شوې کارتونه هم باطل اعلان شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت بیا وايي، د دغه وزارت په هڅو په ایران کې د قانوني کډوالو د نیولو لړۍ درېدلې خو په خبره یې د غیرقانوني کډوالو نیول لاهم دوام لري، چې د هغوی د ستونزو حل په موخه خبرې روانې دي.

د کډوالو د ثبت او د تثبیت کمېټه بیا وايي؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایرن څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۴۱ کورنۍ راستنې شوي، چې ټوله شمېره یې ۱۴۹ تنه دي.