ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 687

اسرائیلو په غزه کې دوه فلسطینیان شهیدان کړي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي عسکرو د غزې په سویلي ښار رفح کې دوه فلسطینیان شهیدان کړي او په خان یونس سیمه کې یې درې نور ټپيان کړي دي.

دې بریدونو د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی کړی او فلسطینیان یې یوه نوي کړکېچ ته اندېښمن کړي.

پر دې سربېره اسرائیلي رژیم غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې.

حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلو دا پرېکړه جنګي جنایت بللې او له منځګړو یې غوښتي، تر څو صهیونیستي رژیم اړ کړي چې د اوربند شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۳۸۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۱ زره او ۸۰۳ نور ټپيان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر لږ تر لږه ۶۱ زره او ۷۰۹ اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر غزه برید وکړ او په ۱۵ میاشتنۍ جګړه او جنایاتو کې یې د د دې تړانګه د ودانیو لږ تر لږه ۶۰ سلنه ویجاړې او له منځه یووړې.

د غزې د اوربند لومړی پړاو د تېرې شنبې په ورځ پای ته ورسېد او صهیونیستي رژیم یې په لنډ مهاله توګه د راتلونکو شپږو اونیو لپاره غځول تایید کړل.

حماس بیا دا طرحه رد کړې او ویلي یې دي، چې تر هغو به د لومړي پړاو پر غځولو هوکړه ونه کړي، تر څو امریکايي، قطري او مصري منځګړو د دویم پړاو د پیلېدو تضمین نه وي کړی.

امریکا له اوکراین سره خپلې پوځي مرستې ځنډولې

یو شمېر امریکایي رسنیو د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې متحده ایالاتو له اوکراین سره خپلې ټولې پوځي مرستې او د وسلو ورکړه ځنډولي دي.

یاد چارواکي ویلي، دا مرستې به تر هغو بېرته پيل نه‌شي، تر څو چې د اوکراین مشران د سولې لپاره خپله رښتینی ژمنتیا و نه ښيي.

د راپورونو له مخې، ټول هغه امریکایي نظامي تجهیزات چې دا مهال په اوکراین کې نه دي، په ځانګړي ډول هغه وسلې چې په الوتکو او بېړیو کې د لېږد په حال کې دي یا په لهستان کې د ترانزیت په زونونو کې د لېږد په تمه دي، درول شوې دي.

ټرمپ دا پرېکړه درې ورځې وروسته له هغه کړې، چې په سپینه ماڼۍ کې یې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره غونډه په ناندریو بدله شوه.

په دې غونډه کې ټرمپ او مرستیال یې جې ډي وېنس د اوکراین ولسمشر تورن کړ، چې له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو هوډ نه لري او د امریکا او ټرمپ د مرستو له امله مننه نه کوي.

په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي

د مالیې وزارت وايي؛ د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوه اوونیو کې د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه هغه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په نیول شویو توکو کې ۱۰ زره او ۷۷۸ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۱۱ زره او ۵۶۶ کیلو ګرامه انساني، حیواني او زراعتي درمل، درې زره او ۹۲۲ کیلو ګرامه شامپو، درې زره او ۳۰۰ کیلو ګرامه ګوړه، ۱۵ زره او ۹۲۰ کیلو ګرامه کینو، شپږ زره او ۷۸۰ کیلو ګرامه کاکو، دوه زره او ۸۲۵ کیلو ګرامه لوبیا، درې زره او ۸۷۰ کیلو ګرامه رُب، یو زر او ۸۲۸ کیلو ګرامه بسکیټ، دوه زره او ۴۳۰ کیلو ګرامه پاکټي کوچ، یو زر او ۱۲۵ کیلو ګرامه د مخ کریم، یو زر او ۶۰ کیلو ګرامه اچار، یو زر او ۵۰ کیلو ګرامه مالګه، یو زر او ۳۰۰ کیلو ګرامه تار، دوه زره او ۷۰۰ کیلو ګرامه د ماشومانو پمپر، ۲۸۵ کیلو ګرامه ملایي، ۳۵۰ کیلو ګرامه مکروني، ۱۲۰ کیلو ګرامه وچې شیدې، ۴۴۸ کیلو ګرامه چسپ او ۱۱۰ کیلو ګرامه دال شامل دي.

یاد وزارت زیاتوي، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د ګرځنده څارنې کارکوونکي په ټول هېواد کې ګرځنده څارنې کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

‏د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه کې د یاد کمېسیون کلنی راپور وړاندې شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت کې د مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.

یاده غونډه کې د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د باختر خبري اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.

په پيل کې مهاجر فراهي د دې کمېسیون د لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او د یاد کمېسيون فعاليتونه يې مثبت ارزيابي کړل.

د غونډې په ترڅ کې د کمزسيون غړو د ورسپارل شويو کتابونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل، چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

همداراز په دې غونډه کې د کتاب ارزونې کمېسیون کلنی راپور هم له ګډونوالو سره شریک شو.

د غونډې په پای کې د کمېسيون په غړو هغه کتابونه ووېشل شول، چې دې کمېسيون ته د ارزيابۍ په موخه راجع شوي وو، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

له هېواد څخه په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه نورو هېوادونو ته صادر شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین وایي، چې د روان کال د یوولسو میاشتو په ترڅ کې بهرنېو هېوادونو ته نژدې ۲۹۶ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې ده.  

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوند زاده عبدالسلام جواد وایي؛ دغه صادرات د ۱۴۳ میلونه او ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت پاکستان، هند، عربي متحده امارات، چین، انګلستان، هالند، امریکا، فرانسې، استرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته شوي دي.

له بلې خوا د کرنې او مالدارې د تولیداتو خونې مسولین وایي؛ چې د زیاتې پاملرنې او ستندرد جوړولو له امله، د نورو کلونو په پرتله د تازه مېوو صادرات زیات شوي دي.  

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسولینو په خبره، په دغو میوو کې مڼې، انار، انګور، تازه اینځر، زردالو، ګیلاس، توت، خټکي، شاه توت، هندوانه او نورې مېوې شاملې دي.

په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې ملکي ناروغانو ته هم د درملنې زمینه برابره شوې

له دې وروسته د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د نظامي ناروغانو ترڅنګ ولسي خلکو ته هم د درملنې په موخه ځانګړی کاري وخت په پام کې نیول شوی.

د یاد روغتون مسولین وایي، په دې سره یې موخه د نورو هېوادونو پرتله په هېواد کې دننه په کم لګښت او معیاري ډول د خلکو درملنه ده.

د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې روغتیاپالان وايي، چمتو دي چې په مسلکي ډول د معیاري طبي تجهیزاتو پر مټ د هېوادوالو درملنه وکړي.

ورته مهال هغوی چې یاد روغتون ته د رملنې په موخه ورغلي د روغتون د روغتیایي خدماتو له وړاندې کولو خوښ دي او په وینا یې، چې په دغه روغتون کې يې معیاري او په عصري تجهیزاتو درملنه شوې ده.

د یاد روغتون مسولین زیاتوي تر دې وړاندې په سردار محمد داود خان روغتون کې یوازې ۱۷ ډیپارټمنټونه فعال وو او اوسمهال یې شمېر ۳۷ ته رسېدلی، چې په مټ یې هره ورځ د مازدیګر له ۴ د شپې تر ۱۰ بجو پورې د ولسي خلکو درملنه ترسره کیږي.

دوی زیاتوي، د دې کار لپاره یې د کورنیو کادرونو تر څنګ بهرني متخصصین هم جذب کړې دي.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې خپلو فعالیتونو او د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د مارچ په لومړۍ نېټه اروپايي ټولنې پر خپله اکس پاڼه کابل ته د دغه ټولنې د څو لوړپورو چارواکو د سفر په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې.

دغې ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، افغانستان کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي او د زده کړې، روغتیا، خصوصي سکټور او اقتصادې وده کې د افغانانو ملاتړ کوي.

د اقتصاد وزارت بیا د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په بشري او پراختیايي برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

هاخوا اقتصادي شنوونکي وايي، د اروپايي ټولنې له لوري د افغانستان سره د مرستو دوام کولی شي د افغانستان اقتصاد پیاوړی او خلکوته د کارکولو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل له نړیوالۍ ټولنې غوښتې چې بشري مرستې سیاسي نه کړي او د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره دې په پراختیايي برخو کې هم  خپلې مرستې زیاتې کړي.