ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 688

افغان او پاکستاني مسولینو د سوداګریزو اړیکو او سیمه‌ ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه لیدنه کړې

پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت د لويې قونسلګرۍ جنرال قونسل حافظ محب‌الله شاکر د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلى علي امین ګنډاپور سره د افغانستان او خیبر پښتونخوا ترمنځ د همکارۍ مهمو برخو ته ودې ورکولو په پار لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او خیبر پښتونخوا تر منځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراخوالي، د اقتصادي همکارۍ نوي لارې موندلو، او د دواړو خواوو لپاره د متقابلې ګټې فرصتونه رامنځته کولو موضوعاتو خبرې شوې دي.

همداراز د طورخم دروازې پر بیا پرانیستلو هم بحث شوی، تر څو سوداګري، د خلکو تر منځ اړیکې او عامو خلکو او سوداګرو ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

د دې ترڅنګ په خیبر پښتونخوا کې مېشتو افغان کډوالو ته د روغتیا او تعلیم کارتونه ورکولو یادونه شوې، تر څو هغوی د بنسټیزو روغتیایي او تعلیمي خدماتو څخه برخمن شي .

د خبرو پر دوام پر سیمه‌ ییز ثبات او سولې ته وده ورکولو، د روانو ناامنیو لاملونه څېړل او ورته د حل لارو پر مندولو هم خبرې شوې دي

 دا لیدنه د پاکستان او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا، پراخې همکارۍ او د سیمې د مهمو ستونزو د حل لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي .

د امریکا یو شمېر جمهوري غوښتونکو د زیلینسکي د استعفا غوښتنه کړې

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا یو شمېر جمهوري غوښتنکو چې اوږده موده یې له اوکراین ملاتړ کاوه، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لفظي شخړې وروسته، د زیلینسکي پر وړاندې غبرګون ښودلی.

یاد مخکښ جمهوري غوښتونکي د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي فشار راوړي، چې یا دې له روسیې سره د جګړې په اړه خپل دریځ بدل کړي او یا دې هم استعفا ورکړي.

د جمهوري غوښتونکو سناتور لیندزي ګراهام، چې د ټرمپ نږدې متحد شمېرل کېږي، ویلي: “هغه چې د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې مې ولیدل، بې احترامي وه او نه پوهېږم چې بیا ځلې له زیلینسکي سره همکاري کولای شو که نه.”

ټرمپ او مرستیال یې جي ډي ونس هم زیلینسکي په “ناشکري” او “بې‌احترامي” تورن کړی.

امریکا له هغه وروسته پر زلنسکي فشارونه زیات کړل، چې تېره اوونۍ یې له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا ډکه ناسته درلوده.

له بلې خوا د اروپايي هېوادونو مشرانو په لندن کې د یوې غونډې پر مهال د زیلینسکي ملاتړ کړی او د برېتانیا لومړي وزیر له خپلو متحدینو غوښتي، چې د اوکراین د ملاتړ په موخه خپلې دفاعي ژمنې پیاوړې کړي.

محمد یونس مهمند د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون له رییس سره د ترانزیټي ستونزو پر حل خبرې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د خپل کاري سفر په لړ کې د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رییس سره لیدنه کړې او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د ترانزیټي ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ښاغلي مهمند د ترانزیټي اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او له دولتونو څخه یې د سوداګرۍ د جلا کولو اړتیا یاده کړه.

نوموړي د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د کمښت لامل د هېوادونو منفي سیاستونه بللي او د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رییس څخه یې غوښتي، چې د بندرونو د خلاصون لپاره د خپل حکومت سره عملي ګامونه واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو مالونو د بندرونو بندیدل د سوداګرو لپاره لوی اقتصادي زیان بللی او دا ډول اقدامات یې د نړیوالې سوداګرۍ او ګاونډیتوب اصولو خلاف بللي.

محمد یونس مهمند ټینګار کړی، چې افغانستان غواړي له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره پراخې کړي.

نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هڅو یادونه کړې، چې د افغانستان ترانزیټ له ګاونډیو هېوادونو سره ونښلوي.

ښاغلي مهمند د اوسني فرصت یادونه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تولید او د افغانستان د کانونو ایستنې، کې د ګډو پانګونو لپاره یو ښه زمینه بللې.

همداراز ښاغلي مهمند د امام ابو حنیفه (رح) نندارتون په اړه د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون رییس ته معلومات ورکړي.

دا نندارتون هر کال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د پانګوالو د جلب، د پانګونې د فرصتونو د معرفي کولو او د تولیدي صنعت د ودې لپاره د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون په کابل کې جوړیږي.

نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رییس څخه غوښتي، چې د پاکستان سوداګر دې نندارتون ته د ګډون او له افغان سوداګرو سره د بېلابېلو سکتورونو په ګډو پانګونو کې وهڅوي.

د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون رییس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال ته ښه راغلاست ویلی او ډاډ ورکړی، چې د پاکستان له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ به د سوداګریزو مالونو پر مخ د بندرونو د خلاصون لپاره هڅه وکړي.

نوموړي د بندرونو بندیدل د دواړو هېوادونو لپاره لوی اقتصادي زیان بللی.

مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اف اې او له رییس ریچارد ترینچارد سره مشورتي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د شمالي ولایتونو لپاره د ملخانو پر ضد د مبارزې کمپاین، د بهرنیو بنسټونو مرستو جذب، د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، کرنتیني فعالیتونه، د نیالګیو کېنولو کمپاین کې ګډون، د څارویو خوراکه برابرول، د مالدارۍ سروې او د کرنیزو محصولاتو د څېړنو په اړه خبرې شوې دي.

همداراز دواړو لوریو د بې‌وزلۍ کمولو او د خلکو د اقتصاد د ښه‌والي لپاره د کرنې او مالدارۍ د ودې پر ارزښت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو او همغږۍ پر پراخولو هوکړه کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۲ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اته زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اتو کورنیو سره ټولې۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

 مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۶۵ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۶۷۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې۲۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۴۷ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ کورنیو سره ټولې ۱۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۷۹ کورنۍ او ۲۹۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵ کورنۍ او ۲۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۴۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۱۲ عدده

د ایران د ولسمشر ستراتېژیک مرستیال له خپلې دندې استعفا کړې

د ایران د دولتي خبري اژانس “ایرنا” د راپور له مخې، د ولسمشر مسعود پزشکيان ستراتېژیک مرستیال محمد جواد ظریف له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د ښاغلي ظریف استعفا لیک ولسمشر ته رسېدلی، خو نوموړي یې تر اوسه په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې د ایران د اقتصاد وزیر ناصر همتي هم د پارلمان له لوري استیضاح او له دندې ګوښه شو.

د ښاغلي همتي د استیضاح لامل د تومان د ارزښت کمېدل او د بهرنیو اسعارو او په ځانګړي ډول د ډالر د بیې لوړوالی ښودل شوی دی.

جواد ظریف یو ځل پخوا د زمري پر ۲۱مه هم د مسعود پزشکیان د کابینې له جوړښت ناخوښي څرګنده کړې وه او له دندې یې استعفا کړې وه. هغه‌مهال د پزشکیان له مخالفت وروسته بېرته پخپله دنده پاتې شو.

ښاغلی ظریف د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی او یو له مهمو ډیپلوماټیکو اشخاصو ګڼل کېږي.

د مولوي صدراعظم عثماني او د اسلامي هوساینې موسسې رییس لیدنه؛ لوګر او پکتیا کې په عملي کېدونکو پروګرامونو خبرې شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د اسلامي هوساینې نړیوالې موسسې له رییس امري یوکسک سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یادې موسسې د راتلونکو پروګرامونو په اړه، چې په لوګر او پکتیا ولایتونو کې به عملي کېږي خبرې شوي.

همدارنګه د اسلامي هوساینې نړیوالې موسسې رییس د کیمیاوي سرو، د اصلاح شویو تخمونو وېش او د کروندګرو د روزنې په اړه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ته معلومات ورکړي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې موسسې له فعالیتونو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان ولس د انقلاب او تېرې جګړې پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، نو ورسره مرسته کول د اسلامي هېوادونو دیني او اخلاقي مسولیت دی.

کندهار کې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ کندهار ولایت کې د یوه کانال، استنادي دېوال، د اوبو کنټرولي دروازو او اته پلګوټو جوړونې پروژې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالي په قبات کلي کې د یوه کانال، استنادي دېوال، اته پلګوټو او د اوبو د دوو لویو او وړو کنټرولي دروازو د جوړولو پروژې چارې د ۲۹ میلیونه، ۱۸۲ زره او ۸۱۲ افغانیو په لګښت پيل شوې.

یاد کانال د اووه کیلو متره او استنادي دېوال د ۶۳ متره په اوږدوالي جوړیږي، چې چارې به یې د اته میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د کانال د ویجاړېدو او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوی ترڅنګ په کرنې کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

په دې پروژه کې چې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې، چارې یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

اسرائیلو غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې

اسرائیلي رژیم غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې او ګواښ یې کړی، چې که حماس د اوربند لومړي پړاو له غځولو سره هوکړه ونه کړي ښې پایلې به ونه لري.

د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې غزې ته ټول لېږدېدونکي توکي او اکمالات به بند شي.

حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلو دا پرېکړه جنګي جنایت بللې او له منځګړو یې غوښتي، تر څو صهیونیستي رژیم اړ کړي چې د اوربند شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د یاد غورځنګ یوه ویاند ویلي، چې اسرائیل د اوربند تړون ماتولو هڅه کوي او د مرستو بندېدو پرېکړه یې ”بازاري باج اخیستنه، جنګي جنایت او په ښکاره ډول په اوربند برید” ګڼلی دی.

د غزې د اوربند لومړی پړاو د تېرې شنبې په ورځ پای ته ورسېد او صهیونیستي رژیم یې په لنډ مهاله توګه د راتلونکو شپږو اونیو لپاره غځول تایید کړل.

حماس بیا دا طرحه رد کړې او ویلي یې دي، چې تر هغو به د لومړي پړاو پر غځولو هوکړه ونه کړي، تر څو امریکايي، قطري او مصري منځګړو د دویم پړاو د پیلېدو تضمین نه وي کړی.

مولوي صدراعظم عثماني د افغانانو د نړیوالې شورا او د افغانستان د ملي او نړیوالې بیارغونې بنسټ له غړو سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانانو د نړیوالې شورا او د افغانستان د ملي او نړیوالې بیارغونې بنسټ له رییس درمحمد اشنا او د یادې شورا له غړو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د شورا غړو د کرنې، انرژۍ او برېښنا په برخو کې د پانګونې او فعالیت لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او د همکارۍ غوښتنه یې کړې.

دوی د افغانستان د بیارغونې او د خلکو د اقتصاد د ښه‌والي لپاره خپل سفر او فعالیتونه مهم بللي او د کار د پیل لپاره یې ورته د یو میلیون جریب ځمکو د ځانګړي کېدو غوښتنه کړې.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادو پانګوالو له لیوالتیا مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د هېواد پرمختګ ګډو هڅو او کار ته اړتیا لري.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به له دوی سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.