ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 689

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس روزګان ته سفر کړی

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس د روزګان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې له ریاست څخه لیدنه کړې.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي، روزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له کارکوونکو سره د هغوی د ستونزو, نظرونو او وړاندیزونو د اورېدو په موخه د لیدنې سربېره د یاد ریاست له ګدامونو څخه هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه لیدنه کړې او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې اوریدلي او د حل لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس په روزګان ولایت کې اړونده ریاست کارکوونکو ته ویلي؛ د مراجعینو سره نیک چلند، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کول، د بیت المال په سمه توګه کارول او اداري اصول مراعاتول باید په جدي توګه پام کې ونیسي.

همداراز نوموړي له هغوی غوښتي، چې د ولس ریښتیني خدمت کوونکي واوسي او د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره خپله ټوله انرژي او مسلکي پوهه په سمه توګه وکاروي.

په پای کې روزګان ولایت کې د اړوند ریاست کارکوونکو له ملا نورالدین ترابي څخه د دوی د حال احوال اخیستلو او د ستونزو د اورېدو له امله مننه کړې.

همداراز د یاد ریاست کارکوونکو ډاډ ورکړی، چې د ادارې د مشرتابه د لارښوونو او پریکړو سره سم خپل کاري پلانونه به لا په ښه توګه عملي کړي.

د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو له ډاکټر ملا عبدالواسع سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د اهل هنودو او سیکانو شورا حقوقي سلاکار سمیع الله محرابي، د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د اهل هنودو او سیکانو ستونزو او د هغوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ستنولو لپاره د پیل شویو اقداماتو ستاینه کړې او ویلي یې دي، په دې برخه کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی له ځانګړي پاملرنې دوی ډېر خوښ دي.

دوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ستنولو موضوع کې د اهل هنودو او سیکانو د وکالت، د مذهبي اماکنو د بیارغاونې، د نیمه پاتې چارو د بشپړولو او د برېښنا ستونزې د حل په اړه خپل وړاندیزونه شریک او ورته د پاملرنې غوښتنه یې کړې.

اهل هنودو او سیکانو د جلال اباد ښار په اوله ناحیه کې د یو سوداګریز مارکېټ موضوع هم مطرح کړه او د حل لپاره یې د خپلې شورا په استازیتوب لیکلې عریضه هم د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس سره شریکه کړې.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د یادې شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان د ټولو هېوادوالو شریک کور دی او اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو د ستونزو حل خپل مسولیت بولي.

ډاکټر ملا عبدالواسع د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو ته ډاډ ورکړی، چې په وړاندیزونو به یې غور او غوښتنې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

ننګرهار کې له ٣٠ کلنې دښمنۍ وروسته دوې کورنۍ د ورورولۍ پر ټغر راټولې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس رحمت الله غازي عمر په مشري د ياد ولايت په لعل پوره ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۳۰ کلنې دښمني د حل په موخه يوه لويه غونډه را وبلل شوه، چې پکې ځايي مسولینو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او زيات شمير عامو خلکو ګډون در لود.

د دې شخړې د رامنځته کېدو لامل سهوا د يو کس وژل و، چې وروسته په ژورو اختلافاتو بدل شول.

مسولينو د دې موضوع له تحقيق وروسته ښکېل اړخونه سولې ته چمتو او ترمنځ يې د دوه اړخېزې فيصلې په کولو سره هغوی تر منځ د خیر فیصله وکړه.

د غونډې پرمهال وينا والو د خپلو خبرو په ترڅ کې بښنه په اسلامي ټولنه کې د غښتلو خلکو کار ياد کړ او ويې ويل؛ د مسلمانانو ترمنځ غښتلی او پهلوان هغه څوک نه دی، چې بل را وپرځوي بلکې قوي خلک هغه دي، چې يو بل ومني، صبر وکړي او په بښنې کولو سره نورو ته خوشحالي ور په برخه کړي.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د تېرې میاشتې لاسته راوړنې

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د سلواغې میاشتې لاسته راوړنې!

د مېرمنو حقونو ته رسېدنې برخه:

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو د خوندیتوب او ورکړې ته په ژمنتیا د ۳۰ مېرمنو حقوقي قضیو ته رسېدنه کړې، چې له ډلې یې نهه مېرمنې د میراث حقونو څخه برخمنې شوې دي، د ۱۰ مېرمنو د اجباري نکاح مخه نیول شوې، اووه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې دي او دوه مېرمنې له کورني بند څخه ازادې شوې دي.

د ټولنیز عدالت، یووالي او اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا په برخه کې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ۲۸ دښمنیو او قومي شخړو مخه نیولې او ښکېلو اړخونو تر منځ یې سوله کړې.

کوډګر:

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خرافاتو، غیر شرعي کړنو او د فساد د مخنیوي په موخه ۱۲ تنه کوډګر نیولي او د نورو څېړنو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

 له سوداګرو سره اصلاحي ناستې:

د امربالمعروف وزارت محتسبینو د یو سالم اقتصادي چاپیریال او په اسلامي ارزښتونو سمبالې راکړې ورکړې درلودلو په موخه په مرکز او ولایتونو کې له سوداګرو سره د نرخونو د کنټرول، احتکار، سود، دوکې او خیانت کولو د مخنیوي په موخه ۷۰ اصلاحي ناستې تر سره کړې دي.

 د عامه پوهاوي په موخه ناستې:

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو مخنیوي، عامه پوهاوي او همغږۍ په موخه له امارتي مسولینو، قومي مخورو، ځوانانو او د یني عالمانو سره یو زر او ۶۴۰ د اصلاحي ناستې کړې دي.

د شکایتونو اورېدلو برخه:

 د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت د سلواغې میاشتې په اوږدو کې د عامو ولسونو ۲۹۲ شکایتونه ثبت کړي دي، چې له ډلې یې ۱۱۹ شکایتونه په یاد معینیت کې حل او فصل شوي او د شکایت کوونکو قناعت ترلاسه شوی دی.

همداراز له یادو شکایتونو څخه ۱۴۴ شکایتونه تر څېړنو لاندې او ژر تر ژره به حل شي او پاتې ۲۹ شکایتونه د حل لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوي دي.

د دې وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت د سلواغې میاشتې په ترڅ د وړیا ۱۹۱ تلیفونی شمېرې له لارې ۸۹۳ شکایتونه ثبت کړي او شکایت کوونکو ته د شکایت د حل مرجع ورښودل شوې او اړوند ولایت د امر بالمعروف د ریاست شمېره ور کول شوې ده.

د سلواغې میاشتې په اوږدو کې په ۳۴ ولایتونو کی د شکايتونو اورېدلو برخې مسولینو له لوري څخه ۵۵۸ شکایتونو ته رسېدنه شوې، چې له ډلې یې ۲۷۸ شکایتونه د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاستونو کې حل شوي دي او ۱۴۳ شکایتونه تر څېړنو لاندې او پاتې ۱۳۷ شکایتونه د شکایتونو اورېدلو د قانون په اساس د اورېدلو وړ نه وو.

د سلواغې میاشتې په اوږدو کې د شکایتونو اورېدلو معینیت پلاوي مختلفو ولایاتونه ته د سفرونو پر مهال ۱۹۰  شکایتونو ته رسېدنه کړې، چې له ډلې یې  ۲۸  د یاد پلاوي په شتون کی حل او فصل شوي او پاتې  ۱۶۲ شکایتونه د اړوندو ولايتونو د شکایتونو اورېدلو ریاستونو ته سپارل شوي دي.

په ټوله کې د سلواغې میاشتې په اوږدو کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو معینیت له لوري ټول یو زر او ۱۸۵ شکایتونه ثبت شوي دي او په یاده موده کې ۸۵۰ شکایتونه حل او فصل شوي دي.

ملي پراختیا شرکت: د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوي

د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې په منظم ډول سره پر مخ روانې دي.

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي الله ارغنديوال وايي، د دې کانال د دویم فاز چاري ۸۷ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

ورته مهال اقتصادي شنونکي قوش تېپه د افغانستان د خلکو د ابادۍ هیله بولي او وایي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان په کرنیزه برخه کې په پرځان بسیا شي.

د ملي پراختیا شرکت مسولین زیاتوي، د قوش تېپې کال د کیندنې ترڅنګ په یاد کانال د مزار حیرتان پل او ریل پټلۍ د چارو له بشپړېدو سربېره د اوو پلونو چارې عملا روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به د نورو هغو چارې هم پیل کړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره د تعامل په برخه کې پرمختګ کړی

تېرو څه باندي درېیو کلونو کې اسلامي امارت د بېلابېلو لاسته راوړنو ترڅنګ په سیاسي برخه کې ښه پرمختګ لري.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، اسلامي امارت د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو سره ښه تعامل او په دغه هېوادونو کې فعالې استازولۍ لري.

مولوي ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري ترڅو په نړیواله ټولنه کې د افغان ولس د غږ اورېدو لپاره استازی شتون ولري.

ورته مهال د چارو شنونکي وايي، نړیواله ټولنه دې د افغانستان واقعیتونو ته په کتو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د نړۍ په شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې فعالې سیاسي استازولۍ لري، چې افغانستان کې هم د اسلامي همکاریو سازمان او یوناما په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازولۍ فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸ غونډې ته د اسلامي امارت غبرګون؛ دغه نیوکې د اسلامي امارت د اغېزمنو کړنو د ډب کولو هڅه ده

په ژنیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸ مه غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د میرمنو په وړاندې یې د محدویتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې.

خو د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت دغه نیوکې او اندېښنې بې ځایه او د اسلامي امارت د اغېزمنو کړنو د ډب کولو هڅه بللې ده.

د امر بالمعروف نهی عن ‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، یو شمېر بنسټونه د ناسمو حقایقو او تورنو په پایله کې دا ډول څرګندونې کوي.

نوموړی زیاتوي، غربي هېوادونو د افغانستان د ۲۰ کلن اشغال پرمهال د میرمنو او بشري حقونو په نوم د فرهنګي اشغال ترڅنګ استخباراتي او سیاسي موخې پلې کولې.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له دې وړاندې له یوناما څخه غوښتنه کړې وه، چې په خپلو راپورنو کې د افغانانو دیني ارزښتونه او کلتور په پام کې ونیسي او له بې ځايه او د حقیقت خلاف نیوکو څخه دې ډډه وکړي.