ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 690

د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ننګرهار ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال دې ولایت کې د سرطاني ناروغیو درملنې نوي جوړېدونکي ۵۰ بستریز روغتون او په سیمه ییز روغتون کې د یو شمېر جوړېدونکو برخو له چارو لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې د روغتیا وزارت مرکزي رییسانو، د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

مولوي عبدالولي حقاني د سرطاني ناروغیو ۵۰ بستریز او سیمه ییز روغتون بېلا بېلې برخې له نږدې لیدلي او په روغتونونو کې یې په نویو رامنځته شويو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې ده.

دغه‌راز نوموړي مسولینو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه سپارښتنې کړي او د خدماتو لا ښه والي په موخه یې د همکاریو ډاډ څرګند کړی.

په ورته مهال مولوي عبدالولي حقاني ، د بي بي فاطمةالزهرا ولایتي روغتون له خدمتونو هم لیدنه کړې او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنې کړي، چې د ناروغانو ستونزو ته په وخت رسېدنه ترسره او د درملنې برخه کې یې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

حماس د اسرائیلو له لوري د اوربند لومړي پړاو غځولو طرحه رد کړه

حماس اسلامي غورځنګ غزه کې د اوربند هوکړې لومړي پړاو د غځولو لپاره د اسرائیلو طرحه رد کړې ده.

اسرائیلي رژیم د یکشنبې په شپه د غزې د اوربند لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته اعلان کړی، چې په لنډ مهاله توګه یې د غزې اوربند د راتلونکو شپږو اونیو لپاره غځولی دی.

داسې ښکاري چې اسرائیل به اوسنی پړاو تر شپږو اونیو پورې وغځوي، تر څو بندیان یې خوشي شي، فلسطیني زندانیان ازاد کړي او له غزي خپل عسکر او پوځیان ونه باسي.

پر دې سربېره اسرائیلي عسکر تر اوسه د غزې او مصر تر منځ د فلاډلفیا دهلیز نه دی پریښی، چې باید تر شنبې پورې ترې وتلي وای.

حماس اسلامي غورځنګ بیا یاده طرحه رد کړې او ویاند یې حازم قاسم العربیه تلویزیون ته ویلي، چې د دې هوکړې دویم پړاو د پیل لپاره تر اوسه خبرې نه دي پیل شوي.

نوموړي ویلي، چې اسرائیل د اوربند هوکړې دویم پړاو د خبرو نه پيلولو مسول دي. دغه‌راز غواړي چې هم یې غزه کې پاتې بندیان ازاد شي او هم یې د جګړې د بیا پیل امکان ساتلی وي.

له دې وړاندې د جمعې په شپه بیا حماس ټینګار کړی و، چې تر هغو به د لومړي پړاو پر غځولو هوکړه ونه کړي، تر څو امریکايي، قطري او مصري منځګړو د دویم پړاو د پیلېدو تضمین نه وي کړی.

ورته مهال د مصر دوو امنیتي سرچینو تېره جمعه ویلي، چې یو اسرائیلي پلاوی د خبرو لپاره قاهرې تللی او هڅه کوي، چې د غزې هوکړې لومړی پړاو ۴۲ ورځې نور هم وغځوي، خو حماس بیا د پخواني پلان له مخې غواړي، چې د هوکړې دویم پړاو پیل او عملي شي.

د غزې د اوربند لومړی پړاو د ۲۰۲۴ د جنوري په ۱۹مه پیل او د یکشنبې په شپه پای ته ورسېد.

د دې اوربند له پلي کېدو وروسته په غزه کې ۱۵ میاشتنۍ جګړه ودرېده او د حماس اسلامي غورځنګ له لوري ۳۸ اسرائیلي بندیان خوشي شول او په بدل کې یې ۱۹۰۰ فلسطینیان ازاد شول.

د اوربند په دویم پړاو کې د ټولو بندیانو خوشي کول او له غزې څخه د اسرائيلي ځواکونو وتل شامل دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه شپږو کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږو کورنیو سره ټولې۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۱۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۴ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۴۸۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اتو کورنیو سره ټولې۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري اته عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له لسو کورنیو سره ټولې۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    ۲۷ کورنۍ او ۱۸۶ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  شپږ کورنۍ او ۲۸ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۲۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  اته عدده

ترمذ کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ سوداګریزه ناسته شوې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د اوزبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرت‌اف په مشرۍ، د دواړو هېوادونو سوداګریز پلاوي د اوزبیکستان په ترمذ ښار کې ناسته کړې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې ناسته کې د اوزبیکستان له‌خوا د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې پر موضوعاتو لکه، د حیرتان بندري ښارګوټي کې د اقتصادي-سوداګریز کمپلیکس جوړول، د خوراکي موادو تولید او پروسس، د چرګانو روزنه، د درملو صنعت، د سمنټو او ساختماني توکو تولید، باغداري (د پستې بڼونه)، د سبزیجاتو او مېوو پروسس په اړه خبرې شوې دي.

د دې پروژو ارزښت په لومړي پړاو کې له ۲۰۰ میلیونه ډالرو اوړي او د بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې به عملي کېږي.

د دې وزارت په وینا؛ یاده ناسته کې دغه راز په ترمز ښار کې د سیمه‌ییز نندارتون جوړولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خونو جوړولو، د ګمرکي همکاریو پراخولو، د کرنیزو همکاریو پراخوالو، د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله سوداګریزو ویزو اسانتیاوو برابرول او د سوداګرو د ستونزو حل لپاره د ګډې کمېټې جوړولو په اړه خبرې شوې دي.

علي اباد تدریسي روغتون کې نادره جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره شو

د کابل طبي علومو پوهنتون وايي، د علي اباد تدریسي روغتون د بطني جراحی او بطن انکولوژۍ ناروغیو برخې د یوې نادرې جراحي پېښې عملیات په بریالي ډول ترسره کړي دي.

یاد پوهنتون زیاتوي؛ هغه ناروغ چې د غور ولایت څخه دې روغتون ته راجع شوی و، د ادرارو بندښت، د ادرار پرمهال سوی، قبضیت، د معدې له پړسوب او درد یې شکایت درلود؛ د اړینو معایناتو له بشپړولو وروسته، د دې څانګې جراحانو او متخصصینو جراحي عملیات ترسر کړه او د عملیات په بهیر کې معلومه شوه، چې تومور کیستیک و او د مثانې له جدار څخه یې سرچینه اخیستې وه او د کیست ډول هیداتید تشخیص شو چې عملیات بریالی ترسره شو.

د یادونې وړ ده، چې د مثانې هیداتید کیست په اولیه ډول د نادره پېښو په ډله کې راځي چې یوازې په یو فیصد پېښې کې راځي.

د اړوندو متخصصینو په وینا، د کیست اندازه شاوخوا (۱۶*۱۲*۱۰) وه چې پر حالبونو، مثانې او ریکتم باندې یې بهرنی فشار رامنځته کړی و، چې د شدید قبضیت، د ادرارو بندښت چې سند ورته تعبیه شوی و او د اړخونو د درد لامل شوی و.

د عملیاتو وروسته، پورته نښې په تدریجي ډول کمې شوې او ناروغ ښه احساس درلود.

د یادونې وړ ده، چې ناروغ له درملنې وروسته په ښه روغتیایي وضیعت کې له روغتون څخه رخصت شو.

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې همکارې موسسې سره د نږدې اته میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي؛ د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه یې د اچ، اچ، آر، ډي موسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رییس ملا صدوخان حق شناس او د اچ، اچ، آر، ډي موسسې د استازي ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې په کندوز، هلمند، میدان وردک، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې یو زر او ۶۵۰ تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره اته ډوله خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

ملا صدوخان حق‌ شناس د یادې موسسې له مسول څخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو د چمتو کولو په پار مننه وکړه او ویې ویل؛ یتیمان، کونډې او معلولین د ټولنې هغه قشرونه دي، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري او باید د هغوی څخه په سمه توګه ملاتړ وشي.

د یادې موسسې استازي ژمنه وکړه، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره په همغږۍ به د مرستو برابرولو په برخه کې نورې هڅې هم وکړي.

د یادې پروژې مجموعي لګښت اووه میلیون، ۶۱۸ زره او ۳۸۰ افغانۍ کېږي، چې د يادو ولايتونو د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو په همغږۍ به پلي شي.

کرېکټ؛ افغان ابدالیان د سریلانکا او ایرلنډ پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي

افغان ابدالیان (د افغانستان الف کرېکټ لوبډله) د روان کال په اپرېل میاشت کې د سریلانکا او ایرلنډ الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي.

دا سیالۍ به د اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د مې میاشتې تر دویمې نېټې پورې به یې په ترڅ کې ۷ یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.

د یادې لوبلړۍ پیل به د افغان ابدالیان او ایرلنډ الف لوبډلو ترمنځ په څلورورځنۍ لوبه وشي چې د اپرېل میاشتې له ۷مې تر ۱۰مې نېټې به د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شي.

د لومړۍ څلور ورځنۍ لوبې له پای ته رسېدو وروسته به د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي چې په لومړۍ لوبه کې به یې سریلانکا الف لوبډله د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د یو ورځنیو سیالیو په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې ترسره کړي چې د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به د اپرېل میاشتې په ۲۵مه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله د اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې خپله دویمه څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي چې د مې میاشتې تر دویمې نېټې به په ابوظبي کرېکټ لوبغالي کې دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرېکټ بورډ اوسمهال خپلې الف لوبډلې ته ډېر لومړیتوب ورکوي، او له وړاندې پر دوی یو ډول پانګونه کوي؛ ترڅو ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د لارموندنې وروسته لوبغاړي له هر ډول حالت سره بلدیت ولري او له کومې ډول خنډ یا ستونزې سره مخ نه شي.

د سیالیو مهالوېش:

نېټهلوبهلوبغالی
د اپرېل له ۷مې – ۱۰مې نېټېافغان ابدالیان د ایرلنډ الف پر وړاندې ( لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه)ابوظبي
د اپرېل ۱۳مه نېټهایرلنډ الف د سریلانکا الف پر وړاندې (یو ورځنۍ لوبه)ابوظبي
د اپرېل ۱۵مه نېټهافغان ابدالیان د سریلانکا الف پر وړاندې (یو ورځنۍ لوبه)ابوظبي
د اپرېل ۱۷مه نېټهافغان ابدالیان د ایرلنډ الف پر وړاندې (یو ورځنۍ لوبه)ابوظبي
د اپرېل ۱۹مه نېټهایرلنډ الف د سریلانکا الف پر وړاندې (یو ورځنۍ لوبه)ابوظبي
د اپرېل ۲۱مه نېټهافغان ابدالیان د ایرلنډ الف پر وړاندې (یو ورځنۍ لوبه)ابوظبي
د اپرېل ۲۳مه نېټهافغان ابدالیان د سریلانکا الف پر وړاندې (یو ورځنۍ لوبه)ابوظبي
د اپرېل ۲۵مه نېټهد درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه (یو ورځنۍ لوبه)ابوظبي
د اپرېل له ۲۹مې د مې تر دویمې نېټېافغان ابدالیان د سریلانکا الف پر وړاندې (دویمه څلور ورځنۍ لوبه)ابوظبي