ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 691

د امریکا په سپینه ماڼۍ کې ټرمپ او زیلینسکي لفظي شخړه کړې

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، “د اوکراین مشر ولادمیر زیلینسکي د روسیې سره سولې ته چمتو نه دی او په سپینه ماڼۍ کې یې د امریکا بې احترامي کړې ده.”

ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د خپل مرستیال جې ډي ونس په ملتیا یې پرون (جمعه، د کب ۱۰مه) په سپینه ماڼۍ کې له زیلینسکي سره ولیدل.

دا لیدنه چې د نادره معدني موادو د هوکړې د لاسلیک لپاره پلان شوې وه، په لفظي شخړه بدله شوې ده.

زیلینسکي له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته د ټولنیزو شبکو له لارې د امریکا له مشرانو او ولس څخه د مرستو مننه کړې، خو ټینګار یې کړی چې اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري.

د هرات په اختیارالدین کلا کې د خطاطۍ او خوش‌نویسۍ دایمي نندارتون پرانېستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د هرات په اختیارالدین کلا کې د خطاطۍ او خوش‌نویسۍ دایمي نندارتون پرانېستل شو

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي، دا نندارتون د اسلامي خطوطو د ارزښت او مقام د ساتنې په موخه جوړ شوی دی.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر مولوي حمیدالله غیاثي ویلي؛ د خطاطۍ د هنر د ژوندي ساتلو او پراختیا لپاره هڅې دوام لري، د اختیارالدین کلا په څېر تاریخي او سیاحتي ځای کې د دې نندارتون جوړېدل کولی شي، د هرات د خطاطۍ هنر نړیوالو ته وروپېژني.

د هرات د خطاطانو ټولنې مسولین وايي، په دې نندارتون کې د خطاطۍ ۴۰ ښکلي اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

 د يادونې وړ ده، چې د تیموري عصر په دوران کې خطاطي او خوش‌نویسي د هرات د هنري مکتب د سمبول په توګه پېژندل کېده.

مولوي ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت د دوحې پریکړو له مخې نه بلکې د خپلې پالیسۍ له مخې حکومت کوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت  د دوحې تړون ټولې مادې پلي کړي خو امریکا خپلې کړې ژمنې ماتې کړي او دغه  تړون ته ژمنه نه ده  پاتې شوې.

مولوي ذبیح مجاهد زیاتوي؛ د دوحې تړون نور پای ته رسیدلی او اسلامي امارت د دغه تړون  له مخې نه بلکې د خپلې پالیسۍ له مخې حکومت پرمخ وړي.

د سیاسي چارو شنوونکي د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه د اسلامي امارت لپاره لویه لاسته راوړنه بولي او وايي، د دې هوکړې له مخې په افغانستان کې امریکايي اشغال  پای ته ورسېد او نوی حکومت رامنځته شو.

دوی هم امریکا دوحې تړون ته په نه ژمنتیا تورنوي.

پینځه کاله وړاندې د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د قطر مرکز دوحه کې د افغان سولې تړون لاسلیک شو، چې د دغه تړون له مخې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او په دې هېواد کې د امریکا ۲۰ کلن اشغال پای ته ورسېد.

د حقوقي مسلکي زده کړو څخه د ملي اسلامي اردو ٣٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د حقوقو ریاست ٣٠ تنه ځوان منسوبین د حقوقي مسلکي زده کړو له څلور میاشتني زده کړو څخه د يو لړ مراسمو به ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د حقوقو ریاست رییس مولوي مسیح الله مؤذن، د حقوقو ریاست مرستیال مولوي اسدالله اعزاز او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مولوي اسدالله اعزاز په خپلو خبرو کې ویلي؛ دا کوم اسلامي نظام چې موږ او تاسو ته په لاس راغلی دا همداسې مفت نه دی راغلی په دې باندې مو زرګونه قربانۍ ورکړې دي، نو موږ او تاسو باید د راکړي نظام شکرانه ادا کړو، او شکرانه یی دا ده چې خپلو کارونو ته متوجه شو، وظیفوي غفلت ونه کړو او همدارنګه د اسلامي نظام کلکه ساتنه وکړو.

ورته مهال فارغ شویو منسوبینو اسلامي نظام ته د خدمت کولو په پار بشپړ چمتووالی ښودلی.

کرنې وزارت: هېواد کې پر بزګرانو څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي

له کله چې اسلامي امارت هېواد کې بشپړ حاکم شوی په کرنیزه برخه کې د بېلابېلو لاسته راوړنو ترڅنګ په ټولیز ډول د کوکنارو کښت، پېر او پلور په بشپړ ډول منع شوی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر دې دمه د همکارو بنسټونو په ملاتړ يي پر بزګرانو څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۲۴۰ زره مټریک ټنه کیمیاوي سرې په ټول هېواد کې پر بزګرانو وېشل شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین په وینا؛ هېواد کې د کیمیاوي سرو پروسیس او تولید شپږ کارخونې فعالیت لري او هڅې روانې دي، چې دغه کارخونې زیاتې شي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په کرنیزه برخه کې د ماشینرۍ عصري او میکانیزه کولو برخه کې هڅې زیاتې کړي.

که څه هم یو شمېر بزګران چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د ورسره شویو مرستو خوښ دي خو له یاد وزارت څخه د کوکنارو د بديل کښت لپاره د لا زيات ملاتړ غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د دوحې په درېیمه ناسته کې د بدیل کښت په اړه خبرې شوې وې او د سیمې هېوادونو له لورې هیله مندي ښودل شوې وه، چې له افغان کروندګرو سره د لاسنیوي او د افغانستان له کرنیز سکتور سره به د بدیل کښت په تړاو شوې ژمنې عملي شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۲۹ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې۱۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۳۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۹۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او یو مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره ټولې۳۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۱ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۱ کورنیو سره ټولې۴۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۱۹ کورنۍ او ۳۴۳ افراد

مرسته شوي کډوال:   ۱۱۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۴۰ عدده

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۹۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۹۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالقادرعبیده او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه هم ترلاسه کړئ همداراز په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې منسوبين د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په پار وهڅوئ او له ولسونو سره د نبوي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړئ، تاسو د اسلامي نظام استازي یاست.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی او مراسم فارغانو ته د مسولینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.