ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 692

اسلامي امارت پر شهید مولانا حامدالحق حقاني برید په کلکه غندلی

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر شهید مولانا حامدالحق حقاني برید په کلکه غندلی او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي:« د افغانستان اسلامي امارت پر شهید مولانا حامدالحق حقاني دغه برید په کلکه غندي؛ د نوموړي شهادت د علمي حلقو لپاره یوه ستره ضایعه بولي او په اړه یې د مولانا درنې او علمي کورنۍ، شاګردانو او متعلقینو ته تسلیت وایي، نوموړي ته جنةالفردوس، کورني دوستانو او ټول علمي کهول ته جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.»

اعلامیه زیاتوي:« الله تعالی دې د ظالمانو څخه چې په سیمه کې د حق پرسته علماوو په ضد فعالیت کوي، د داسې ستر ظلم او جنایت انتقام واخلي او د بیا لپاره دې د ټولو علمای کرامو حفاظت وکړي.»

 آمین یارب العلمین

د افغانستان اسلامي امارت

یوناما په افغانستان کې د تعلیمي ادارو د تجهیز لپاره همکاري کوي

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره په کتنه کې ویلي، دغه وزارت سږ کال د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لابراتورونو د تجهیز وسایل پېرلي او کوښښ کوي چې، رښتیني متخصصین او مسلکي کسان وروزي.

ښاغلي ندیم د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا، د لابراتورونو تجهیز، او د تحصیلي مرکزونو لپاره عصري وسایلو برابرولو او نور برخو کې د یونامان د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه راز دې کتنه کې د یوناما مرستیالې اندریکا رتواته په دې لیدنه کې د یوناما له خوا د بشري مرستو، کرنې، صحت او نورو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

د یوناما مرستیال ژمنه کړې، چې د افغاني او بهرني استادانو د جذب سربېره به د تحصیلي بنسټونو د لابراتواري موادو او وسایلو برابرولو برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

غزه کې د اوربند دویم پړاو مذاکرات پیل شول

الجزیرې د مصري چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د یاد هېواد په پلازمېنه قاهره کې د حماس اسلامي غورځنګ او اسراییلو ترمنځ غزه کې د اوربند دویمه پړاو مذاکرات پیل شول.

حماس تېره ورځ دیادو مذاکراتو د پیل لپاره د چمتووالي خبر ورکړی و.

د شوې هوکړې له مخې به په دویم پړاو کې نږدې ۶۰ اسراییلي او سلګونه فلسطیني زندانیان ازاد شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر: بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې کنټرولیږي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې ټول هېواد کې د بیو د کنټرول ټیمونه فعال دي او په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې کنټرولیږي.

ښاغلي عزیزي یاده موضوع د اصنافو له استازو او د دې وزارت له ولایتي رییسانو سره د بازارونو د ارزونې او د لومړنیو خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه جوړه شوې غونډه کې یاده کړې ده.

نوموړي زياته کړې، چې په تېرو کلونو کې د رمضان په مبارکه مياشت کې د لومړنیو خوراکي توکو د زياتوالي په اړه شکایات موجود وو، چې دا د نورو هېوادونو سره برعکس وو.

نورالدین عزیزی ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د موادو د لومړنیو خوراکي توکو د کنترول ټیمونه په ټول هېواد کې فعال دي، نرخونه یې په بازارونو کې کنترول وي او له متخلفانو سره جدي چلند کوي.

د صنعت او تجارت وزیر همداراز د ولایتي ټولو رییسانو ته ته هدایت ورکړ چې د خپلو ولایاتو په مرکزونو او ولسوالیو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې په کنترول کې جدي پاملرنه وکړي او خپل راپور په ټاکل شوې وخت کې د مرکز سره شریک کړي.

ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا له رییس سره ذاکر جلالي کتنه؛ د کابل او انقرې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې

د بهرنيو چارو وزارت دويم سياسي ریس ذاکر جلالي د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا له رييس او په کابل کې له پخواني سفير جهاد ارګن‌ای سره وکتل.

 بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې.

 یاد وزارت زیاتوي، دې کتنه کې ښاغلي جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا برخه کې د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر لیک سپارلی دی.

 د یاد وزارت په وینا؛ دې کتنه کې جهاد ارګن‌ای د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي سلا مشورې مهمې بللې او زياته کړې یې ده، چې هېواد يې غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

مولوي عتیق‌الله عزیزي د رسنیو له لارې کورنیو تولیداتو ته په بازار موندنه ټینګار کړی

د ریاست‌الوزرا اداري معاونیت په هدایت د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رییس ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ پلاوي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو یې ملتیا کوله د کیفیت تنظیم په موخه د خوړو او درملو له ځینو فابریکو څخه څارنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د څارنې پر مهال کې مولوي عتيق‌الله عزيزي د معياري توليداتو رول د عامه روغتيا د تامين او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم بللی او په دې برخه کې د مستند او معتبر معيارونو رعایت کول ضروري بللی دی.

نوموړي د بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې اسلامي امارت د داخلي پانګوالو ملاتړ ته ژمن دی.

د فرهنګ او هنر معین همداراز ويلي چې د توليدي صنايعو په پرمختګ او پراختيا کې، پرله پسې هڅې د اړينو تسهيلات د برابرولو لپاره روانې دي.

ښاغلي عزیزي زياته کړې، اړینه ده چې د داخلي تولیداتو څخه د ګټه پورته کولو په موخه عامه پوهاوی ترسره شي او د رسنیو له لارې د بازار موندنې په برخه کې لا کار وشي؛ د اطلاعاتو کلتور وزارت دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند: ملي وحدت پياوړی او خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په نهمه د لویې جرګې په تالار کې په هېواد کې د ملي وحدت ساتنې او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي یادې غونډې ته ویلي، چې افغان ملت د مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او فرهنګونو څخه تشکیل شوی او دا تنوع یوازې د یو او بل د پېژندنې لپاره ده. له بده‌مرغه د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې له دې تنوع هر وخت غلطه استفاده شوې ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، چې افغان ملت په ناسالمه توګه په سیاسي احزابو ویشل شوی او دې کار په مهمو ملي موضوعاتو کې د افغانانو اتحاد له منځه وړی او له همدې وجې موږ تر اوسه معناداره ملي اتحاد نه دی تجربه کړی.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په وینا؛ ټولو افغانانو د متجاوزینو په مقابل کې یو ځای مبارزه او جهاد کړی، د اسلام مبارک دین د ارشاداتو او د هېواد د لویو موخو په ترلاسه کولو کې یې فعاله ونډه اخیستې او د اسلامي امارت اوسنی حاکمیت د ټولو افغانانو د قربانیو پایله ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي وحدت ساتنه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده؛ هغو ملتونو چې خپل منځی اتحاد او یووالی یې ساتلی، په ډېره اسانۍ لویو موخو ته رسېدلي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او له یو شان حقوقو څخه برخمن دي. دلته د اقلیت، قومیت او مذهب پر اساس بې معنا توپیرونه نشته. اسلامي امارت د افغانستان د قومونونو تنوع ته د ملي وحدت د سمبولونو په سترګه ګوري او د ملي وحدت پر سالمه ساتنه ټینګار کوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د هېواد او نظام د دښمنانو په تبلیغاتو باور ونه کړي، ځکه هغوی د سني او شیعه ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره منفي پروپاګند کوي او له دې څخه یوازې د خپلو شومو موخو لپاره استفاده کوي.

محترم ملا صاحب ټولو هېوادوالو ته ډاد ورکړی، چې اسلامي امارت ستاسي نظام دی. دا نظام د هر افغان له مال، عزت، وینې او ناموس څخه کلکه دفاع کوي او دا کار خپل مسلم مکلفیت او مسوولیت ګڼي. پکار ده چې خپل منځی اتحاد او یووالی وساتو، له ټولو اختلافاتو تېر شو او خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړو.

دا غونډه د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري په هېواد کې د ملي وحدت ساتلو او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ په موخه د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه.

د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مخورو، علماوو او ځوانانو ګډون پکې کړی وو او ویناوالو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند او د ملي وحدت پر ساتنه یې ټینګار وکړ.