ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 693

په کابل کې د اسلامي نظام د اقتصادي مسولیتونو په نوم علمي کنفرانس جوړ شو

د علومو اکاډمي له لوري په کابل کې د اسلامي نظام د اقتصادي مسولیتونو په نوم علمي کنفرانس جوړ شو.

یاد کنفرانس د علومو اکاډمي د اسلامي بانکوالي د څیړنیز مرکز په نوښت جوړ شوی.

د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند دې کنفرانس ته د یوه پیغام په لیږلو سره ویلي، چې اسلامي امارت د رعیت په وړاندې مشخص مسولیتونه لري او اسلامي امارت اقتصادي پراختیا او د هېواد ځان بسیاینې لپاره ځان ژمن بولي.

د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي هم د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د اقتصادي زیربناوو پراختیا د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه بللي او ویلي یې دي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یې مشخص پروګرامونه عملي کړي دي.

له بلې خوا د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ویلي، چې د اسلامي امارت د مسولینو له لوري سالم اقتصادي مدیریت د دې لامل شوی، تر څو افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخو کې په خپلواکه توګه عمل وکړي.

یاد کنفرانس ته د څېړونکو له لوري شاوخوا ۴۰ علمي لیکنې لېږل شوې او کورني صنعت او تولیداتو ملاتړ، د هېواد د ننه خامو موادو پروسس او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو او نورو موضوعاتو ته کتنه پکې شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر: هڅه کوو چې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان سوداګري پراخه شي

صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکټور او امارتي ادارو ترمنځ د خبرو اترو یو ورځینی کنفرانس جوړکړی و، چې موخه يې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو زیاتوالی و.

دغه کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل؛ اوس مهال زموږ د صادراتو او وارداتو ترمنځ د بېلانس کچه لوړه ده، خو دوی هڅه کوي د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو دوه طرفه کولو سره د صادراتو او وارداتو بېلانس کچه راټیټه کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګري ارزانه او اسانه بولي او په سوداګرو او پانګوالو غږ کوي چې په دغه سکټور کې پانګونه وکړي.

د مالیې وزارت د ګمرکاتو رییس بیا سوداګرو ته ډاډ ورکوي، چې د هېواد په ګمرکونو کې اسانتیاوي زیاتې شوي او سوداګر کولی شي په ۲۴ ساعتونو کې خپل صادرات او واردات ترسره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې وخت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګرۍ د پراخیتا کنفرانس جوړوي، چې افغانستان اوس مهال د حیرتان، اقینې، تورغونډې او هرات‌ـخواف له لارې د سیمې او نړۍ سره سوداګري لري.

افغانستان له ترکمنستان سره د ریلي همکاریو پراختیا په موخه درې هوکړې لاسلیک کړي

د ټولګټو وزارت وایي، د دې وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ تخنیکي پلاوي ترکمنستان هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر کړی.

یاد وزارت زیاته کړې، په یاد سفر کې د اووه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يو هوکړه ليک د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د اقينې–اندخوی د پاتې ۱۰ کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه هوکړه ليکونه د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره لاسلیک شول.

ټاکل شوې ده، چې د يادو هوکړه ليکونو تر لاسليک کولو وروسته په نږدې راتلونکې کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو درېیو پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک شي، ترڅو عملي چارې يې پيل شي.

اسلامي امارت ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې رغول، نښلول او معياري کول په لوړه کچه لومړيتوب لري او ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره په سيمه ييزه او نړيواله کچه دوه اړخيزې همکارۍ راجلب کړي.

یادونې وړه ده، چې له دې وړاندې هم د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ايران، اوزبيکستان او ترکیې هېوادونو ته هم د دوه اړخيزو اړيکو او ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفرونه کړي وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر: اقتصادي پرمختګ او د خلکو هوساینه د اسلامي نظام مسولیتونه دي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي “د اسلامي نظام اقصادي مسولیتونه” تر سرلیک لاندې علمي سیمینار کې ګډون کړی.

نوموړي د دې سیمینار په ترڅ کې یې په اسلامي نظام کې د اقتصادي سکتور د مسولیتونو او د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دې سیمینار کې د اسلامي نظام مسولیتونه په ګوته کړي او اقتصادي پرمختګ او د خلکو سوکالي او هوساینه یې په ټولنه کې د اسلامي نظام یو ستر مسولیت ګڼلی.  

نورالدین عزیزي د خپلو خبرو په دوام د تشبثاتو سکتور د فعالیت پراختیا په موخه په بېلابېلو ولایتونو او په تېره په کابل کې د صنعتي پارکونو د جوړښت لپاره د ځمکو ځانګړي کول، له خصوصي سکتور او فعالیت څخه یې هر اړخیز ملاتړ، د مالیو د نه ورکړې د جریمو معاف کول، له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ او ګټه اخیستنه، له داخلي تولیداتو سره د ورته وارداتي توکیو د تعرفې لوړول، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق جوړول، هېواد ته د بېرته راګرځیدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د تشویقي امتیازونو ورکړه، د خامو موادو او ماشین آلاتو پر واردولو باندې د ترجیحي تعرفې وضعه کول، هېواد ته د بې کیفیته او غیر رسمي توکیو د وارداتو مخنیوی، د کورنیو تولیداتو د کچې لوړول او د لابراتوارونو جوړول یې پدې برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ګڼلي دي.

د یادونې وړ ده، چې “د اسلامي نظام اقصادي مسولیتونه” تر سرلیک لاندې علمي او تحقیقیي سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ادارې له اړخه جوړ شوی و.

کابل کې د WTF تکواندو د- او سپورټ سبک مډال راوړونکي ورزشکاران ستایل شوي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبري له لوري د ايران او پاکستان هېوادونو د رزمي لوبو او  د WTF تکواندو د اوـ سپورټ سبک سياليو کې مډال راوړونکي ورزشکاران وستایل شول.

په دغو سياليو کې د رزمي لوبو او تکواندو برخې اووم پړاو سياليو کې ۲۷ ورزشکاران، چې د پاکستان په کوربتوب ترسره شوې پکې افغان ورزشکارانو وکولی شول د سرو زرو، سپينو زرو او د برنزو مډالونه ترلاسه کړي.

همدارنګه په دغه ستاينغونډه کې د ايران په کوربتوب د رزمي لوبو په اوـ سپورټ سبک اسيايي سياليو کې هغه ۲۰ ورزشکاران وستایل شول، چې له يو پلاوي، يو روزونکي او يو رييس څخه جوړه وه او وې کولای شول ۲۷ بېلابېل د سرو زرو، سپينو زرو او برنزو مډالونه وګټي.

په دغو سياليو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د المپيکي چارو رییس داد محمد پاينده اختري، د نشراتو رييس اتل مشواڼي، په پوهنتونونو، مکتبونو او مدرسو کې ورزش ته د ودې ورکولو رییس داد محمد ناوک، ورزشي مشاور ګلاب الدين خپلواک، د تکواندو ملي فدراسيون رهبري او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو سياليو کې د هېواد د المپيکي چارو رییس داد محمد پاينده اختري په بهرنيو سياليو کې ورزشکارانو ته د رزمي لوبو او تکواندو برخه کې د برياوو مبارکي وويله او د ورزش ادارې لپاره د يادو ورزشکارانو د سرو زرو، سپينو زرو او د برنزو مډالونه ګټل یې لویه لاسته راوړنه ياده کړه.

په پای کې د ورزش ادارې رهبري له لوري د ايران او پاکستان هېوادونو په سياليو کې د رزمي لوبو او تکواندو مډال راوړونکي ورزشکارانو ته نغدې پيسې او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

د اوبو نړیوال کنفرانس پای؛ د لوړو زده‌کړو وزیر د وړاندې شویو مقالو او طرحو د عملي کولو ډاډ ورکړی

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال کنفرانس د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د مقالو او طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د یاد کنفرانس د پای په مراسمو کې ژمنه کړې، چې په دې کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې او طرحې به له سکټوري ادارو سره شریکوي او عملي کول به یې څاري.

نوموړي له بهرنیو استادانو غوښتي، چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ښاغلي ندیم په وینا؛ لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي بنسټونو لابراتوارونو لپاره په روان کال کې د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل پېرلي او علمي څېړنو ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې د دې کنفرانس په درېیو ورځو کې د اوبو اړوند ۱۳۵ مقالې، چې ۳۵ یې د بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا وې، په انلاین او حضوري بڼه وړاندې شوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۲۶ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، کندهار او هلمند ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۱۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۸۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۰۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۳۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۸۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۳ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۸۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۸ کورنیو سره ټولې۵۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۰۲ کورنۍ او ۴۰۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴ کورنۍ او ۱۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۱۹ عدده

د اسلامي همکاریو سازمان کابل کې د غالۍ اوبدلو مرکز پرانیزي

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري؛ په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له عمومي ریيس داکتر محمد سعید العیاش او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا عبدالمنان عمري په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان هلې ځلې او فعاليتونه ستایلي او له هغوی څخه غوښتي، چې په افغاني ټولنه کې د زيانمنو اقشارو په لاس نیوي کې همکاري وکړي.

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان عمومي رییس د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو او همدارنګه د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته معلومات ورکړي.

محمد سعید العیاش ویلي؛ دغه سازمان پلان لري، چې نږدې راتلونکي کې په کابل کې د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانیزي.

ښاغلي العیاش زیاته کړې، چې اوس مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ښځینه بنديانو لپاره د غالۍ اوبدلو یو پروګرام پیل کړی دی.

ورته‌مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د دې پرېکړې هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزیر او د اروپایي ټولنې لپاره د منځني ختیځ رییس لیدنه؛ د روغتیايي سیسټم پر پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اروپایي ټولنې لپاره د منځني ختیځ له رییس پټریس اوسټوبس او مرستیالې پولا پامپای سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روږدو او سرطاني ناروغیو د درملنې مرکزونو تمویلو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، او د روغتیايي سیستم پیاوړتیا اړوند خبرې شوي.

مولوي نور جلال جلالي، د افغانستان د روغتیايي برخې لپاره د اروپایي ټولنې له مرستو مننه کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د روغتیايي سیستم په هغو برخو کې کار وکړي، چې د روغتیا وزارت لپاره لومړیتوب لري.

نوموړي ویلي، چې له دې جملې څخه د روږدو او سرطاني ناروغیو د درملنې مرکزونو تمویل او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول مهم دي.

د اروپایي ټولنې مسولینو د افغانستان په روغتیايي برخه کې د شفافیت پر شتون خوښي څرګنده کړې او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره یې د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر سره لیدنه کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د چین سفیر د چین او افغانستان د تېرو څو لسیزو سیاسي او ديپلوماتیکې اړیکې مهمې وبللې او ویلي یې دي، چې بیجنګ چمتو دی له اسلامي امارت سره د افغانستان د اقتصادي ودې او د پانګونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو د ابادولو په برخه کې مرستې ته چمتو دی او پلان لري چې په افغانستان کې یو شمېر کورونه کډوالو ته ورغوي.

د ناستې پر دوام ژاو شینګ په افغانستان کې اقتصادي وده او فرصتونه د پام وړ بللي او په وینا یې، چین به له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغان کډوالو را ایستل په کور دننه د مرستو پر رسونې اغېز کړی دی.

هغه په بېلابېلو برخو کې د چین هېواد د مرستو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت د افغان کډوالو لپاره د استوګنیزو ښار ګوټو د رغولو پلان تر لاس لاندې لري او په دې برخه کې یې د مرستندویو بنسټونو د همکارۍ د اړتیا یادونه وکړه.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر د چین سفیر ته ډاډ ورکړی، چې شوې مرستې به په شفاف ډول اړمنو ته رسیږي.