ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 694

چمپینز ټرافي؛ افغانستان په یوه بې‌سارې لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په یوه په زړه پورې لوبه کې د کرېکټ چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې انګلستان لوبډلې ته په ۸ منډو ماتې ورکړه.

دا لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه، چې افغانستان د انګلنډ لوبډلې په ماتولو سره لومړۍ بریا پکې خپله کړه.

په پيل کې افغان لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي د لوبې پچه وګټله او د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه.

که څه هم چې پيل ښه نه و او پیلیز توپ‌وهونکي رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل او رحمت شا په لومړیو لسو اورونو کې وسوځېدل.

له ټپونو تازه رغېدلي ابراهیم ځدراڼ لوبه له سخت حالت څخه وایستله او د خورا پياوړې توپ‌وهنې پر مټ یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

ابراهیم ځدراڼ د چمپینز ټرافي په تاریخ کې تر ټولو د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی شو.

عظمت الله عمرزي ۴۱، محمد نبي عیسی خیل او حشمت الله شهیدي بیا هر یوه ۴۰ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ د پیاوړې توپ‌وهنې پر مټ ۳۲۵ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.

دا یوه په زړه پورې او بې‌سارې لوبه وه او تر پایه څوک نه پوهېدل چې کوم لوری به یې ګټي.

افغان اتلانو ښه توپ‌اچونه وکړه او د انګلنډ لوبډلې لوبغاړی یې پرله‌پسې له ډګره بهر کړل او د ۸ منډو په توپیر یې ماتې ورکړه.

د افغانستان په ګټه عظمت الله عمرزي غوره توپ‌اچونه وکړه او پخپل لوبیز ژوند کې یې د لومړي ځل لپاره ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

محمد نبي دوې، راشد خان، ګلبدین نایب او فضل الحق فارقي بیا یوه-یوه ویکټه واخیسته.

افغان لوبډلې له دې وړاندې له سویلي افریقا سره په لوبه کې ماتې منلې وه.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به پخپل ګروپ کې وروستۍ لوبه سبا (جمعه، د فبروري ۲۲مه) له اسټرالیا سره وکړي.

د ۲۰۲۵ د اتلانو جام سیالۍ د ۸ لوبډلو تر منځ د فبروري پر ۱۹ مه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي.

په دې سیالیو کې افغانستان، هند، بنګله‌دېش، اسټرالیا، سویلي افریقا، نیوزلینډ او پاکستان لوبېږي.

کاپيسا کې ۲۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تربګني اختلافاتو له امله هغه راپورته شوې ۲۳ کلنه دښمني، چې له کبله یې يو کس وژل شوی و او د زیاتو مالي زيانونو ترڅنګ يې لوی جنجالونه هم رامنځته کړي وو، تېره ورځ د یوې قومي جرګې په ترڅ کې حل او په دوستي بدله شوه.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دغې شخړې د حل په موخه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امریت د سیمه ییزو متنفذینو او دیني عالمانو په مشرۍ ګډه جرګه جوړه کړه او په شخړه کې ښکېلې خواوې یې سولې او اخوت ته راوبللې.

مرکچیانو د دښمنیو پر بدو عواقبو او زیانونو خبرې وکړې او د دواړو کورنیو ترمنځ یې د پخلاینې عادلانه پرېکړه وکړه.

ښکېلو لوریو د مسولينو لخوا د عادلانه فيصلې هرکلی وکړ، خوښي یې څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت مشران له ولسي وګړو سره په ګډه د خپلمنځي شخړو هوارولو ته ژمن دی.

دوی زیاته کړه، چې د دښمنۍ له ژونده ستړي شوي وو او ورسته له دې به د وروڼو په څېر له یو بل سره ژوند تېروي.

پوهنې وزارت د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې

پوهنې وزارت وايي؛ د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې.

 د پوهنې وزارت له لوري د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره، په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاءالله سعید، د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق، مرکزي رییسانو، د یو شمېر نورو وزارتونو مرستیالانو او مسولینو په شتون کې لاسلیک شول.

په دې هوکړه لیکونو سره به یادې ادارې د علمي همکاریو نوی باب پرانیزي.

 په دې اړه جوړې شوې غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال وویل؛ پوهنې وزارت په خپل بې سارې اقدام کې د مرکزونو په شمول هغو لیرې پرتو سیمو ته هم ښوونیز او روزنیز چوپړونه رسولي، کوم چې د تېرې ادارې پرمهال ورته هېڅ ډول پام نه و شوی.

 نوموړي زیاته کړه؛ په بېلابېلو برخو کې د پوهنې وزارت له پرمختګونو سربېره، نن ورځ د ۲۵ ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو لپاره هوکړه لیکونه لاسلیکوو، چې په حقیقت کې دا په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره یو طلایي فرصت دی، تر څو هر هېوادوال د علم او پوهې له رڼایۍ څخه برخمن شي.

 ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال د یاد وزارت لخوا د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د یادو هوکړه لیکونو لاسلیکېدل خورا مهم وبلل او څرګنده یې کړه چې د اسلام په مبارک دین کې پر کتابت زیات ټینګارشوی؛ دا ځکه چې د ورځني ژوند د ټولو کړنو پرمختګونه د لیک لوست پر پیاوړتیا او تر لاسه کولو پورې تړلې دي.

 د یو شمېر نورو وزارتونو مسولینو او علمای کرامو هم د لیک لوست د اغېزو او اهمیت په تړاو هر اړخیزې علمي ویناوې وکړې او د ټولنې وګړي یې د علم او پوهې تر لاسه کولو ته وهڅول.

په پای کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د یاد وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال او کفیل مولوي سخاءالله سعید او د هېواد د ۲۵ نورو وزارتونو او ادارو باصلاحیته استازو ترمنځ د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د لایحو په رڼا کې د همکاریو دا ډول تړونونه به د اړوندو وزارتونو او ادارو د نالوستو کسانو لپاره د سواد کچې لوړولو او تجربو شریکولو په برخه کې یو غوره فُرصت رامنځته کړي.

غزه کې اوربند؛ حماس او اسرائیل به یو ځل بیا د بندیانو تبادله پيل کړي

د غزې د اوربند په تړاو مذاکره کوونکي وايي، چې حماس غورځنګ او اسرائیل به یو ځل بیا د بندیانو تبادله پیل کړي.

منځګړي لا هم د مصر په قاهره کې د غزې د اوربند په تړاو خبرې کوي او هڅه کوي، چې دا اوربند په ښه ډول پلی شي.

حماس اسلامي غورځنګ ویلي؛ له منځګړو سره د هغو ۶۲۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو لپاره هوکړې ته رسېدلي، چې تېره شنبه باید خوشي شوي وای.

اسرائیلو منلې، چې ۶۲۰ فلسطیني بندیان به -ټاکل شوې وه، تېره شنبه ازاد شي- خلاصوي.

تېره شنبه د کب ۴مه د حماس اسلامي غورځنګ له لوري د ۶ اسرائیلي بندیانو له ازادولو وروسته اسرائیلو د ۶۲۰ فلسطیني بندیانو خوشي کول وځنډول.

ویل کېږي، چې حماس غورځنګ به د دې بندیانو په بدل کې د څلورو اسرائیلي بندیانو جسدونه صهیونیستي رژیم ته سپاري.

د راپورونو له مخې، ښايي نن یا سبا د دواړو لورو تر منځ بندیان تبادله شي.

د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي رژیم تر منځ غزه کې د جنوري پر ۱۵مه اوربند اعلان شو او څو ورځې وروسته د همدې میاشتې پر ۱۹مه پلی شو.

دا تړون په درېیو پړاونو کې پلی کېږي. لومړی پړاو به ۴۲ ورځې دوام کوي او ۳۳ اسرائیلي او شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان به پکې خوشي کېږي.

پر دې سربېره به فلسطینیان خپلو مېنو ته ستنېږي، هره ورځ به سیمې ته بشري مرستې داخلېږي او اسرائیل به له ګڼ مېشتو سیمو وځي.

تمه ده چې په دویم پړاو کې به دواړه لوري بندیان خوشي کوي او اسرائیلي عسکر به په بشپړه توګه له غزې وځي.

په درېیم پړاو کې د اسرائیلي بندیانو جسدونه اسرائیلو ته سپارل کېږي او د غزې د بیارغونې بهیر به پيلېږي.

د عامې روغتیا وزیر: همکارې ادارې دې د روغتیايي سیستم په لا پیاوړتیا کې هر اړخیزه همکاري وکړي

د عامې روغتیا وزارت وایي؛ د دې وزارت د څارنې او پلټنې ریاست په ملي کچه د شواهدو او تصمیم‌نیونې پر بنسټ د ارقامو راټولولو او تحلیل په موخه له اړوندو ادارو سره غونډه کړې.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرکزي او ولایتي رییسانو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو، د یونیسیف ادارې مسولینو او روغتیايي کارکوونکو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي بېړنیو پېښو ته د رسېدو، تصمیم‌نیونې، د چارو اغېزمنتیا، د منابعو د نه ضایع کېدو او ساري ناروغیو د کنټرول لپاره د کره معلوماتو راټولول او د هغوی تحلیل، یو مهم اصل بللی او له همکارو ادارو یې غوښتي، چې په دې برخه کې له روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

همداراز مولوي نور جلال جلالي د ناروغیو د مخنیوي، د واکسین د تطبیق د پوښښ پراخولو، د چارو د ړوڼتیا او لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی او له اړوندو مسولینو یې غوښتي، چې په دې برخو کې اړین اقدامات وکړي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رییس ډاکټر عنایت‌الله عنایت د یوه پریزنټېشن په ترڅ کې د روغتیا سیسټم اوسنی وضعیت او د هغو ناروغیو د مخنیوي په اړه معلومات وړاندې کړي، چې له ډلې یې پینځه ډوله ناروغۍ زیاتې خپرېدونکې دي.

ډاکټر عنایت‌الله عنایت له روغتیايي مسولینو غوښتي، چې د یادو ناروغیو د مخنیوي لپاره د یوه جامع پلان د جوړولو او پلي کولو په برخه کې له دې ریاست سره همکاري وکړي.

سربېره پر دې، د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسیف ادارې استازو د یادو موضوعاتو په اړه خبرې کړې او روغتیا وزارت ته یې په دې برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وروستي لوی ترسره شوي فعالیتونه او لاسته‌راوړنې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخو کې د یوه خپلواک دولتي بنسټ په توګه د هېواد په کچه فعالیت کوي او هره ورځ په ټول هېواد کې د عامه خدمتونو یوه پراخه مجموعه زرګونو هېوادوالو ته وړاندې کوي.

دې ادارې د خپل مسولیت او پلان شویو فعالیتونو پر بنسټ په وروستیو څو میاشتو کې ګڼ شمېر ستر او مهم فعالیتونه ترسره کړي، چې د پام‌وړ لاسته‌راوړنې لري.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې موده کې د یو شمېر مهمو سروې ګانو د ترسره کولو ترڅنګ، د نفوسو د احوال ثبتولو، جغرافیايي معلوماتو، احصاییوي ارقامو او معلوماتو د را ټولولو، شننې او خپرولو او ځینې نورو اړوندو برخو کې هېوادوالو، دولتي ادارو او ملي او نړیوالو بنسټونو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي دي.  

د دې راپور په ترڅ کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یادو ځینې لویو فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په تړاو لنډ معلومات را ټول شوي دي.

د سروې‌ګانو ترسره کول:

په بېلابېلو برخو کې د سروې‌ګانو ترسره کول د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یو له بنسټیزو دندو څخه دي، چې له همدې امله یې په روان کال کې څو مهم سروې‌ګانې ترسره کړې دي.

د افغانستان د روغتیا سروې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په اوږدو کې د هېواد د روغتیايي سکټور په‌تړاو د کره او باکیفیه ارقامو او معلوماتو د را ټولولو په موخه د (MSH) موسسې په مالي ملاتړ په ټول هېواد کې د روغتیا ملي سروې ترسره کړه، چې د ارقامو د را ټولولو پروسه یې ۶۷ سلنه بشپړه شوې ده.

دا سروې د افغانستان د روغتیايي سکټور اړوند کلیدي شاخصونو له‌پاره د کره ارقامو او معلوماتو د چمتوکولو په برخه کې له خورا ارزښت څخه برخمنه ده.

د دې سروې په لړ کې د هېواد د روغتیايي سکټور د مهمو شاخصونو له هغې ډلې د زېږونونو، له زېږون څخه مخکې، د زېږون پر مهال او له زېږون وروسته د مور او ماشوم د روغتیا، واکسینونو، نس ناستي، خوارځواکۍ، روغتیا ساتنې او نورو اړوندو شاخصونو په تړاو باکیفیته او کره ارقام راټولېږي، چې تر تحلیل او ارزونې وروسته به د ملي او نړیوالو بنسټونو په واک کې ورکړل شي.

دا سروې له ځیرکو ټابلیټونو څخه په ګټه اخیستو په ډیجیټال بڼه ترسره شوه، چې په لړ کې یې له څه‌باندې ۲۶ زره او ۵۰۰ کورنیو سره مرکې شوي او پر بنسټ یې د یادو شاخصونو ارقام او معلومات راټول شوي دي.

د ویلو وړ ده، چې په دې سروې کې له ۵۰۰ ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې او دا سروې تر دې وړاندې هم درې ځله په ټول هېواد کې ترسره شوې ده.

د لوګر ولایت د کلیو د تثبیت او کورنیو د فهرست‌اخیستنې سروې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د عمومي سرشمېرنې له‌پاره د مقدماتي چارو په لړ کې روان کال په نمونوي ډول د لوګر ولایت د کلیو د تثبیت او کورنیو د فهرست‌اخیستنې سروې ترسره کړه.

دا سروې هم له ځیرکو ټابلیټونو څخه په ګټه اخیستو په ډیجیټال بڼه ترسره شوې، چې خام مواد او معلومات یې د  سروېیرانو له ساحې څخه په مخامخ ډول را ټول او مرکزي سيسټم ته لېږدولي دي.

د دې سروې په لړ کې د ټولو احصاییوي شاخصونو په پام کې نیولو سره د لوګر ولایت کره نفوس، استوګنیز او غیر استوګنیز واحدونه معلوم او ټول کلي یې په دقیق ډول تثبیت او فهرست شوي، چې بشپړ ارقام او معلومات به یې د دې ادارې د متخصصیو تر تحلیل او ارزونې وروسته خپاره شي.

دا سروې د عمومي سرشمېرنې له‌پاره د یوه مقدماتي ګام په توګه ترسره شوې، چې د بریالي کېدو او مالي ملاتړ په صورت کې به په ټول هېواد کې پلې شي.

د ۱۴۰۳ کال تر کښت لاندې سیمو د تثبیت سروې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د ارزونې پرمټ په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د ترکښت لاندې سیمې تثبیت کړي، چې اوبیزې او للمي ځمکې په‌کې شاملېږي.

د دې اټکل له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه درې میلیون هکټارو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۲،۱ میلیون هکټاره اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره للمي ځمکه ده.

دا د تېر کال تر کښت لاندې سیمو په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښيي. د تر کښت لاندې سیمو د څو مهمو اقلامو جزییات په لاندې ډول وړاندې کېږي:

د غنمو تر کښت لاندې سیمې:

د دې ادارې موندنې ښيي، چې د تر کښت لاندې ټولې کرنیزې ځمکې پر ۲.۱۲ میلیون هکټاره یې غنم کرل شوي، چې ۱.۳۸ میلیون هکټاره یې اوبیز او ۷۳۶ زره هکټاره یې للمي غنم و.

دا ښيي، چې د تېر کال په پرتله د اوبیزو غنمو په کښت کې ۲.۸ سلنه او د للمي غنمو په کښته کې ۸.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ترلاسه شویو ارقامو ارزونه څرګندوي، چې د غنمو کښت د هېواد د ټولې کرل شوې ځمکې شاوخوا ۷۰ سلنه جوړوي.

د هېواد تر ټولو ډېر اوبیز غنم په هلمند، کندهار، فراه او کندوز ولایتونو کې او تر ټولو ډېر للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي، چې د تولید کچه یې نژدې ۴.۸۳ میلیون مټریک ټنو ته رسېږي.

دا د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د وریجو تر کښت لاندې سیمې:

د دې ترڅنګ، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په روان کال کې د وریجو تر کښت لاندې سیمې هم اټکل کړي، چې د دې اټکل له مخې د هېواد د ۱۷ ولایتونو په ۱۲۹.۲ زره هکټاره ځمکه باندې وریجې کرل شوې دي.

ارقام ښيي، چې روان کال ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله ۹.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

تر ټولو ډېرې ۱۳۰ زره مټریک ټنه وریجې په کندوز ولایت کې تولید شوې دي.

د ویلو وړ ده، چې د روان کال په اوږدو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په ګډه همغږۍ د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شولو د قطع کولو سروې هم ترسره کړې او پورته ارقام او معلومات یې ترلاسه کړي دي.

د پنبې تر کښت لاندې سیمې:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په لومړي ځل له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو د هېواد د پنبې تر کښت لاندې سیمې اټکل کړي دي.

ارقام ښيي، چې روان کال په ټول هېواد کې په ۱۰۵ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې نژدې ۱۵۹ زره مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوی.

تر ټولو ډېره پنبه په هلمند، بلخ، کندهار او جوزجان ولایتونو کې کرل شوې ده.

د ویلو وړ ده، چې پنبه د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه ده، چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیون ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانه له هېواده بهر صادره شوې وه.

ارقام ښيي، چې د پنبې په کښت کې د تېر کال په پرتله  ۱۲ سلنه او په تولید کې تر ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تمه ده، چې له دې زیاتوالي سره یې په صادراتو کې هم ډېروالی راشي.

د الکترونیکي او کاغذي تذکرو وېش

د الکترونیکي تذکرو وېش:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په روان کال کې وکولی شول، د خپلو منظمو فعالیتونو پر بنسټ د الکترونیکي تذکرو د وېش ملي بهیر ته د پام‌وړ چټکتیا وبښي.

دې ادارې د روان ۱۴۰۳ کال له پیل تر سلواغې میاشتې نژدې ۲ میلیونه هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلي او همدارنګه څه‌باندې ۱۲۳ زره کسانو ته یې د دې تذکرو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کړي دي.

په روان کال کې د یادو نژدې دوه میلیونه الکترونیکي تذکرو له وېشل کېدو سره اوس د دې تذکرو د مجموعي وېش کچه تر ۱۵ میلیونه او نژدې ۳۳۰ زرو پورې رسېږي، چې نهه میلیونه او ۳۰۷ زره یې نارینه او ۶ میلیونه او ۲۱ زره یې ښځینه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولو وېشل شویو الکترونیکي تذکرو له ډلې یوازې د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت تر اوسه په ټول هېواد کې نږدې نهه میلیونه او ۲۷۱ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

د الکترونیکي تذکرو د وېش ملي بهیر پراختیا:

د احصایې او معلوماتو ملي اداره په دې هڅه کې ده، چې د الکترونیکي تذکرو پروسه له ښارونو ولسوالیو ته وغځول شي او ټول هېوادوال له کومې ستونزې پرته په اسانۍ سره الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.

په همدې اساس روان کال د هېواد په یو شمېر ولسوالیو له هغې ډلې د هلمند په موسی کلا، د هرات په شینډنډ او د غزني په مقر ولسوالیو کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې پرانېستل شوې او عملاً هېوادوالو ته د دې تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د دې ترڅنګ، په هلمند او هرات ولایتونو کې خلکو ته د لاډېرو اسانتیاوو په موخه په دې وروستیو کې د آسان‌خدمت مرکزونه پرانېستل شوي او په فراه ولایت کې بیا د آسان‌خدمت مرکز له‌پاره د ودانۍ جوړېدو رغنیزې چارې هم پیل شوي، چې د روان کال تر پایه به بشپړې او مرکز به عملاً د هېوادوالو پرمخ پرانېستل شي.

همدارنګه، د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې په پکتیکا ولایت کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د تابعیت تذکرو د وېش په موخه یو ګرځنده ټیم رامنځ‌ته شوی، چې ژر به خپلې چارې پیل کړي.

دا اداره، اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د آسان خدمت یو مرکز فعال دی چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د کاغذي تذکرو او زېږون کارتونو وېش:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو ترڅنګ هېوادوالو ته د کاغذي تذکرو او زېږون کارتونه اړوند خدمتونه هم په ښه ډول هېوادوالو ته وړاندې کړې دي.

له دې ډلې یوازې د کابل په سرای شمالي کمپلېکس کې نژدې ۶۱۱ زره کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمات، د نویو او مثنی تذکرو وېش، د زېږون کارتونو او مړینو پارچو وېش او د بهرنیو وګړو د تګ او را تګ د ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوې دي.

له دې ډلې نژدې ۱۵۲ زره کسانو ته د زېږون کارتونو د وېش او تاییدي، څه‌باندې ۸۰ زره کسانو ته د نوم، پلار نوم، نیکه نوم او عمر اصلاح، څه‌باندې ۴۲ زره کسانو ته د نویو او مثنی کاغذي تذکرو د وېش، څه‌باندې ۳۵ زره کسانو ته د تذکرو د حذف او همدارنګه د ۲۷ زره بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت خدمتونه وړاندې شوې دي.

د هویت تثبیت:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت د تثبیت ملي سیسټم پرمټ روان کال زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کړې دي. د روان کال په لړ کې د دې سیسټم پرمټ د نژدې ۷۴۹ زره هېوادوالو د هویت تثبیت ترسره شوی او همدارنګه، د الکترونیکي تذکرو ۳ میلیونه او څه باندې ۲۴۱ زره انفرادي فورمونه د لا خوندیتوب په موخه سکن او سیسټم ته رسولي دي.

د دې ترڅنګ، څه‌باندې ۳ زره د اساس کتابونه چې نژدې ۴۳۴ زره پاڼې کېږي، سکن او ډیجیټل شوي او په سیسټم کې د ۱۵ زره او ۵۶۴ ټوکه کتابونو په شمېر د هېوادوالو معلومات هم تجدید شوي دي.

ولایتي ریاستونو ته د اصلاحي خدمتونو د ځینې صلاحیتونو ورکړه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مراجعینو ته د اسانتیاوو د راوستلو په برخه کې د امیرالمومنین حفظه‌الله د فرمان او د خپل مسولیت له مخې اړین ګامونه واخیستل او تر ډېره بریده یې د خلکو د وخت ضایع کېدو او سرګردانۍ مخه ونیوله.

دې ادارې په دې وروستیو کې خپلو ولایتي ریاستونو ته د تابعیت تذکرو د ځینې اصلاحي خدمتونو صلاحیتونه ورکړل، چې له دې سره د هېوادوالو ډېرې ستونزې هوارې شوي او پر خپل وخت اړوند خدمتونه ورته وړاندې کېږي.

په عین شهرت د تکراري تذکرو لغوه کول

 په عین شهرت د تکراري تذکرو لغوه کول چې د عمر توپیر یې درې کاله وي (د تعلیمي اسنادو او پاسپورټ مطابق)

د عمر اصلاح ( تر ۱۸ کلنۍ درې کاله او له هغه پورته دوه کاله)

د املایي تېروتنو اصلاح

 د تخلص درج، حذف یا اصلاح

د مخ‌تاړي او وروستاړي حذف یا اضافه کول

 په ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو د له وېش وروسته خدمتونو رامنځ‌ته کول؛ او یو شمېر نور متفرقه موارد ولایتي ریاستونو ته د ورکړل شویو صلاحیتونو له ډلې مهم هغه دي.

د ویلو وړ ده، چې د دې صلاحیتونو د ورکړې له نېټې (۲۰ مرغومی د سلواغې میاشتې تر پایه) نژدې ۳۰ زرو کسانو ته اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ولایتي ریاستونو ته د دې صلاحیتونو له ورکړې سره هېوادوالو ته خورا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي او د هغوی د سرګردانۍ او وخت ضاېع کېدو مخه یې نیولې ده.

د نوبت آنلاین سیسټم رامنځته کېدل

د دې ټولو ترڅنګ، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې وروستیو کې هېوادوالو ته د لا ډېرې اسانتیا په موخه د آنلاین نوبت اخیستلو سیسټم رامنځته کړی، چې هېوادوالو ته یې بې‌سارې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د دې سیسټم له فعالېدو سره اوس خلک کولی شي د هېواد له هرګوټ څخه په آنلاین بڼه د خپلې ستونزې د حل له‌پاره نوم‌لیکنه وکړي، چې سیسټم ورته نوبت او نېټه ټاکي، څو په همغه ټاکلې نېټه مرکزي ادارې ته راشي او په ډېرې اسانۍ سره خپله ستونزه حل کړي.

د دې سیسټم له فعالېدو سره اوس هېوادوال اړ نه‌دي، چې یو ځل د نوبت اخیستلو او بیا د خپلې ستونزې د حل په موخه مرکزي ادارې ته مراجعه وکړي.

د عواېدو بانکي کېدل

د احصایې او معلوماتو ملي اداره، تل هڅه کوي، چې د خپلو اړوندو عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مراجعینو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې.

په همدې لړ کې دې ادارې وکولی شول، چې په ډېری مرکزونو او د اداري په مرکزي دفتر کې د عواېد راټولول بانکي کړي او د خلکو د وخت ضاېع کېدو  مخه هم ونیسي.

په دې برخه کې له میوند بانک سره د هوکړې له مخې د اداري په مرکزي دفتر، د آسان‌خدمت د لومړي مکروریانو مرکز، سرای شمالي کمپلېکس، کارته پروان وېش څانګه، د آسان‌خدمت باغ‌بالا او شهرنو څانګو او همدارنګه په هرات، خوست، جوزجان، کندهار، بغلان او پروان ولایتونو کې د یاد بانک څانګې پرانېستلي چې هېوادوالو ته یې په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دې څانګو پرانېستل له هېوادوالو سره مرسته کوي، چې د عامه خدمتونو په بدل کې بانکي تعرفې له سرګردانۍ او ځنډ پرته د دولت حساب ته تحویل او چارې یې په لنډ ممکن وخت کې ترسره شي.

همدارنګه، د دې څانګو پرانېسته ادارې ته دا واک ورکوي، چې خپل عامه خدمتونو په خپل وخت او معیاري بڼه هېوادوالو ته وړاندې او د عواېدو د را ټولولو پروسه یې شفافه او چټکه شي.

احصاییوي فعالیتونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې معاونیت د احصاییوي سروې‌ګانو د ترسره کولو ترڅنګ چې تفصیل پورته ذکر شو، هر کال ‎په مرکز کابل کې له ۶۵ امارتي او خصوصي ادارو او وزارتونو څخه د څه‌باندې دوه زره معیاري فورمونو او له ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۱ زره معیاري فورمونو له لارې د بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي، کرنیزو، روغتیايي، ښوونې او روزنې، لوړو زدکړو او نورو ورته برخو ارقام او معلومات په اونیز، میاشتني، ربعوار او کلني ډول را ټولوي او تر تحلیل او تجزیې وروسته یې د ۶۵ عنوانه احصاییوي نشریو له لارې نشر ته سپاري.

دې ادارې په روان کال کې د ۱۴۰۲ کال احصاییوي کلنۍ، چې د ټول هېواد د بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو، کرنیزو، روغتیايي، تعلیمي او نورو برخو ارقام او معلومات پکې دي، په ښکلي صحافت چاپ کړې، چې امارتي ادارو او وزارتونو، عامه کتابتونونو، پوهنتونونو او موسساتو ته وېشل شوې ده.

دا اداره همدارنګه، د تجارت کلنۍ، د قیم یا قیمتونو کلنۍ او د نفوسو کلنی اټکل ترڅنګ ۶۵ عنوانه اونیزې، میاشتنۍ او ربعوارې احصاییوي نشریې لري، چې د خپل مهال‌وېش له مخې د ټول هېواد مهم ارقام او معلومات په‌کې منعکس کېږي او سافټ بڼې یې د دې ادارې په ویب‌سایټ کې د لاسرسي وړ دي.

د دې ادارې د احصایې معاونیت همدارنګه په دې موده کې څه باندې ۵۰۰ محصلینو او د امارتي ادارو کارکوونکو ته د احصاییوي سیسټمونو او پروګرامونو په تړاو روزنیزې برنامې هم جوړې کړي، چې پکې ګډونوالو ته د SPSS سافټویر د کارونې، پرکتیک دورې، د احصاییوي ارقامو او معلوماتو د راټولولو او یو شمېر نورو برخو په تړاو عملي زده کړې ورکړل شوې دي.

پراختیايي پروژې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همدارنګه روان کال په مرکز کابل او ولایتونو کې د ۳۷،۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۴۹ پراختیايي پروژې پلان کړي، چې له هغې ډلې د ۳۷ پروژو چارې بشپړې شوي او پاتې نورې به هم د کال تر پایه تکمیل شي.

په دې پروژو کې د مراجعینو له‌پاره د سایبانونو جوړول، د ولایتي ریاستونو د احاطې دېوالونو، د الکترونیکي تذکرو او آسان‌خدمت مرکزونو د ترمیم او یو شمېرې نورې پروژې شاملې دي.

د دې ترڅنګ، په کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، پکتیا، خوست، تخار، بلخ، ډایکندي، ارزګان او کنړ ولایتونو کې د نژدې پینځه میلیونه افغانیو په ارزښت او د ۱۳۲.۷ کیلوواټ په ظرفیت د سولري برېښنا سیسټمونه هم فعال شوي، چې مراجعینو ته یې د خدمتونو په وړاندې کولو کې ډېره اسانتیا برابره کړې ده.

د بېلابېلو قضیو بررسي او ارزونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، په ۱۴۰۳ کال کې ۳۴ پلاني او ۷۸ فوق‌العاده قضیې ارزولې او تفتیش کړې دي.

د دې تفتیش په پایله کې له قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو څخه د سرغړونې له امله اووه کارکوونکي منفک شوي، ۳۹ تنو ته اخطاریه ورکړل شوې، ۶۹ تنو ته توصیه شوې، شپږ تنه تبدیل او ۱۰ نور تنزیل بست شوي دي.

د دې ارزونو او تفتیش په پایله کې مرکزي او ولایتي واحدونو ته د څه باندې ۲۷،۳ میلیون افغانیو د حصول لارښوونه شوی دی.

د دې ترڅنګ، د چارو د لا ښه‌والي په موخه د دې ادارې له مرکزي او ولایتي ریاستونو او د الکترونیکي تذکرو له وېش څانګو څخه وخت پر وخت نظارت ترسره شوی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره، د یوه ملي بنسټ په توګه ژمنه ده، چې ملي او نړیوالو سازمانونو، رسنیو او عامو خلکو ته باکیفیته، معتبر او کره ارقام او احصاییوي معلومات او نور اړوند عامه خدمتونه وړاندې کړي.

اوبو او انرژي وزارت: د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې

د اوبو او انرژي وزارت وايي، چې د کابل مېشتو د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدو په موخه یې د پنجشیر له سیند څخه د اوبو را لېږد پروژې سروې او ډیزاین چارې بشپړې کړې او د منظوري لپاره یې د اسلامي امارت رهبري ته وړاندې کړې ده.

یاد وزارت زیاتوي، چې له تاییدي او د بودیجې له ورکړې وروسته به د یادې پروژې عملي چارې پیل شي.

د اوبو د برخې کارپوهان وايي، چې کابل ته د پنجشیر سیند اوبو لېږد پروژې تر څنګ دې کابل ښاریان او حکومت هم په ګډه د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو پیاوړي کولو لپاره هڅې وکړي. له ژورو څاه‌ګانو دې ډډه وشي او د واورې او باران د اوبو زېرمه کولو لپاره دې څاه‌ګانې وکیندل شي.

د اوبو او انرژي وزارت د مسولینو په وینا؛ د ځمکې لاندې اوبو د سطحې پورته کېدو لپاره يې د دره پشه يي او ارغندي اوبه مهار کړې او هم يې د کابل په بېلابیلو سیمه کې ۳۶۰۰ ژورې څاه‌ګانې کیندلي دي.

پلازمېنه کابل هغه ښار دی، چې نږدې اوه میلیونه وګړي ژوند پکې کوي او زیات شمېر اوسېدونکي يې د څښا ک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې دې ستونزې ته دایمي حللاره پیدا کړي.

اسلامي امارت بیا په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د سطحې لوړلو لپاره جدي کار کړی او د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې ۳۶۰۰ ژورې څاه‌ګانې کیندلې دي.

سربېره پر دې یې د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۱۱مه د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپاره، چې شاوخوا شل زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

نږدې راتلونکي کې به د میرویس سیمه‌ییز روغتون د بیارغونې او پراختیا چارې پیل شي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر ژاو شېنک سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرولو، د سنتي طب په برخه کې د انسټیټیوټ جوړولو او په کندهار کې د میرویس سیمه‌ییز روغتون د پراختیا او بیارغونې په اړه خبرې شوي دي.

مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي سیستم پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د دې برخې پراختیا او د روغتونونو په پرمختللو تجهیزاتو سمبالېدل اړین بللي دي.

همدارنګه، نوموړي د چین له سفیر څخه د میرویس سیمه‌ییز روغتون د بیارغونې او پراختیا، د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرولو او د سنتي طب په برخه کې د انسټیټیوټ د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د چین سفیر ژاوشېنک خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې سره د میرویس سیمه‌ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، اړینو تجهیزاتو او درملو برابرولو په برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمه‌ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي.