ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 695

له نیمې پېړۍ وروسته د پاکستان او بنګله‌دېش تر منځ مستقیمه سوداګري پیل شوه

د راپورونو له مخې، بنګله‌دېش په لومړي ځل له پاکستان سره مستقیمه سوداګري پیل کړه.

بنګله‌دېش په ۱۹۷۱ کې له پاکستان ازادي واخیسته او دا لومړی ځل دی، چې داوړه هېوادونه خپلمنځي سوداګري پيلوي.

د یادو هېوادونو له لوري د شوې هوکړې پر بنسټ د بنګله‌دېش له قاسم بندر څخه د ۵۰ زره ټنو وریجو لومړنۍ جوپه پاکستان ته استول شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې په بنګله‌دېش کې د محمد یونس په مشري د لنډمهاله حکومت له رامنځته کېدو وروسته له پاکستان سره د لومړي ځل لپاره سوداګريزې اړیکې پیل شوې دي.

د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس په بنګله‌دېښ کې د لاریونونو له امله د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې واجد د حکومت له نسکورېدو وروسته د لنډمهالي حکومت مشر وټاکل شو.

‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د روزګان ولایت له علماوو شورا او قومي مشرانو سره لیدنه کړې

 د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پرون سه شنبه د روزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې د روزګان ولایت د علماوو د شورا رییس مولوي عبدالغفار، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته د یاد ولایت د وضعیت او د علمای کرامو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي.

مولوي عبدالغفار ویلي؛ د علماوو شورا هڅه کړې، چې د روزګان ولایت ټولو سیمو ته د شیخ حفظه الله تعالی فرمانونه، احکام او توصیې ورسوي. 

همداراز، د یاد ولایت د علماوو شورا رییس د روزګان د خلکو ستونزې هم ورسره شریکې کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ګډون‌والو ته د وینا پرمهال د روزګان د علماوو شورا فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي؛ اوس د علماوو لپاره د خدمت ښه زمینه برابره ده، علما باید د خلکو د ذهنیت جوړولو او خلکو ته د دين رسولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړې، علما دې د خپلو اړوندو ولایتونو خلکو ستونزو په حلولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

نوموړي همداراز د روزګان ولایت علماوو او قومي مشرانو ته د یاد ولایت د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

پوتین امریکا ته د روسیې او اوکراین د نادره کاني توکو د پېرلو وړاندیز کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امریکا ته د روسیې په نادره کاني توکو سربېره په اوکراین کې هم تر خپل کنټرول لاندې سیمو د شته کاني زېرمو د پېرلو وړاندیز کړی.

پوتین په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چمتو دی چې د امریکایانو په ګډون خپل بهرني شریکان «د روسیې د نویو سیمو» په ګډون د دې هېواد د نادره زېرمو پېرلو ته را جذب کړي.

نوموړی دا وړاندې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د مالي او نظامي ملاتړ په بدل کې د دې هېواد معدني زېرمو ته د لاسرسي غوښتنه کړې وه.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د جاپان سفیر لیدنه؛ د افغانستان او جاپان د کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي شتون کې لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې کورومایا د هغو پروژو په اړه معلومات شریک کړي، چې جاپان یې په افغانستان کې فعالیت ترسره کوي.

نوموړي د افغانستان لپاره د جاپان د شپږ میلیونه ډالرو مرستې په اړه معلومات ورکړي، چې دوه ورځې وړاندې د یو ان اچ سي ار (د ملګرو ملتونو د پناه ورکوونکې ادارې) د بې ځایه شویو کورنیو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره لاسلیک شوي وو.

د جاپان سفیر همدارنګه ویلي، دا مرستې د زیانمن شویو برخو د جوړولو لپاره دي.

کورومایا د هغه شپږ کسیز پلاوي چې د ملي موزیم ريیس هم شتون پکې درلود، په اړه راپور وړاندې کړ چې څو ورځې مخکې د ساساکاوا بنسټ په رسمي بلنه جاپان ته تللي وو.

یاد پلاوي د فرهنګي میراثونو د څېړنې انستیتیوت او د توکیو د میراثونو فرهنګي ادارې څخه لیدنه کړې وه، نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دا سفر به د فرهنګي میراثونو په برخه کې د لا پرمختګ لامل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي؛ د افغانستان او جاپان اړیکې په تاریخي توګه مثبتې دي، چې د صداقت او باور پر بنسټ جوړې شوې دي.

د هغه پلاوي سفر چې تازه جاپان ته تللی وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د فرهنګي اړیکو د پراختیا پیل ګڼو.

ملا خیرالله خیرخواه د جاپان له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې په همکارۍ ټینګار کړی او د جاپان هېواد لېوالتیا یې په دې برخه کې مهمه بللې.

همدارنګه مولوي عتیق الله عزیزی په خپلو خبرو کې د فرهنګي میراثونو په اړه د ښوونیزو پروګرامونو او  سیمینارونو د جوړولو په اړه یادونه کړې او د دغه ډول پروګرامونو جوړول یې د تاریخي ابداتو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره مهم وګڼلي.

ښاغلي عزیزي د ملي موزیم، بالاحصار او منار جام په اړه خبرې کړي او له جاپان څخه یې د دې تاریخي ځایونو د بیارغونې پر اړتیا ټینګار کړی.

په پای کې دواړو لوریو د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه؛ د ۳۷ وړاندیز شویو پروژو څخه ۲۷ پروژې منظور شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اووه نورو یې تعدیل کړل.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او دوې پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله وځنډېدې.

د یادو دوو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې په تدارکاتي پروسه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري راغلي تعدیلات په نظر کې ونیسي او راپور یې د دغه کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترانسپورټي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پيل، له کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړول او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، په یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونو جوړول شاملې دي؛ چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د پستې او جلغوزیو ۴۰ زره نیالګي کېنول کیږي

د هېواد په شپږو ولایتونو کې به د پستې او جلغوزیو ۴۰ زره نیالګي کېښودل شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد په مشرۍ تېره ورځ (د ۱۴۰۳کال د کب په ۷مه) نېټه د چارو ادارې له خوا د پستې او جلغوزیو ۴۰ زره ژمنه کړل شویو نیالګیو په تړاو غونډه وشوه، چې پکې د دې ادارې د پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، لغمان او کاپیسا ولایتونو د چاپېریال ساتنې رییسانو ګډون کړی وو.

 ډاکټر ملا زین العابدین عابد، ډیر ژر به د سږني پسرلي په درشل کې د مختلفو نیالګیو سربېره په یادو ولایتونو کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لخوا د پستې او جلغوزیو ۴۰ زره ژمنه کړل شوي نیالګي کېښودل شي.

چمپینز ټرافي؛ افغانستان نن د انګلستان پر وړاندې لوبېږي

د چمپینز ټراپي سیالیو پر دوام د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه پخپله دویمه لوبه کې له انګلنډ سره مخ کېږي. دا سیالي به د پاکستان لاهور په قذافي لوبغالي کې وشي.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې انګلنډ پیاوړې لوبډله ده خو موږ یې پر وړاندې له نوي پلان سره لوبېږو.

نوموړي د لاهور لوبغالی د توپ‌وهونکې لپاره جوړ بللی او ویلي یې دي؛ ډاډمن یم چې ټول لوبغاړي به ښه وځلېږي.

افغان او انګلنډ کرېکټ لوبډلو خپلې لومړۍ سیالۍ بایللې او پایلوبه ته د رسېدو لپاره داوړو ته دا لوبه برخلیک ټاکونکې ده.

له دې وړاندې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې انګلستان لوبډلې ته د ۶۹ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړې. په ۲۰۱۹ او ۲۰۱۵ کې بیا انګلنډ د افغانستان په مقابل کې بریاوې خپلې کړې دي.