ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 696

د افغانستان بانک رییس په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره لیدنه وکړه

د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک رییس د کوچنیو مالي تمویلاتو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او دا برخه یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهمه یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې کوچني مالي تمویلات وده وکړي او په دې وسیله د هېواد په ټولو برخو کې درانه هېوادوال له دې مالي خدمتونو څخه برخمن شي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هم د اقتصادي ودې او کارو بارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم یاد کړ او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو ترڅنګ یې د کوچنیو مالي تمویلاتو د موسساتو د فعالیتونو او د یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه له راغلي پلاوي سره خبرې وکړې.

د حج غوښتونکو افغان کډوالو پچه اچونه ترسره شوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ ایران، پاکستان او نورو لویدیځو هېوادونو کې د مېشتو ۵۰۰ کډوالو، چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره یې نوملیکنه کړې وه، د پچې اچونې پروسه په یاد وزارت کې ترسره شوه.

دا پچه اچونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي، اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، د چارو عمومي ادارې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني وویل؛ خوښ یم چې د یو داسې برکتي پروګرام برخه یم، چې پکې د حج د فریضې د ادا کولو نیت لرونکو کډوالو لپاره پچه اچونه ترسره کېږي.

حج د الله تعالی یو بې‌ساری عبادت او تر ټولو غوره راټولېدنه ده.

نوموړي زیاته کړه؛ حج یوه ستره فریضه او د الله تعالی سپېڅلی امر دی، چې بې‌شمېره برکتونه لري او د انسان د ژوند په جوړولو کې مهم رول لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل؛ حج ته تلل نیکمرغي ده، د الله تعالی شکر ادا کوو، چې موږ ته یې دا فرصت راکړ، څو د مظلومو کډوالو لپاره د حج د فریضې د ادا کولو پچه اچونه ترسره کړو.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره دا زمینه برابره شوې او سلګونه کډوال د حج فریضې ادا کولو ته استول شوي دي.

همدارنګه د اتشو د همغږۍ رییس مولوي احمدالله احمدي هم د یاد پروګرام په اړه معلومات او د حاجیانو د برخې اړوند یې ګډونوالو ته وضاحت ورکړ.

مولوي احمدالله احمدي ویلي؛ له شپږ زره حج غوښتونکو کډوالو څخه نن د ۵۰۰ کسانو پچه اچونه وشوه، چې په ایران، پاکستان، اروپايي او امریکايي هېوادونو کې مېشت دي.

د معلوماتو له مخې، ثبت شویو کسانو کې ۲۲۱ تنه په ایران، ۲۵۰ تنه په پاکستان او ۲۹ تنه په لویدیځو هېوادونو کې مېشت دي، چې له پچې اچونې وروسته غوره شول او د اسنادو د طی مراحلو لپاره به د حج او اوقافو وزارت ته معرفي شي.

کندهار او کونړ ولایتونو کې د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پلي کیږي

د اوبو او انرژي وزارت وايي، کندهار ولایت کې د یوه چک‌ډېم جوړولو پروژې چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالي د برغني په کلي کې د یوه چک‌ډېم جوړولو پروژې چارې د دوه میلیونه، ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رییس ملا سید محمد شرافت، علماوو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

ملا سید محمد شرافت د یاد چک‌ډېم د چارو په پرانیست غونډه کې یې په اړه اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړي او د اوبو د غوره مدیریت په هکله یې خبرې کړې دي.

دا چک‌ډېم د ۱۰۷ متره په اوږدوالي او  ۴.۵ متره لوړوالي سره د یاد وزارت په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې اووه زره متره مکعب اوبه زېرمه شي.

همداراز په یاده پروژه کې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همداراز یاد وزارت زیاته کړې، چې کونړ ولایت کې هم د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت به ډېر ژر پیل شي.

د کونړ ولایت د ناړۍ او غازي اباد ولسواليو اړوند د شامادم او حکیم اباد سیمو کې د دوو استنادي دېوالونو چارې د ۱۰ میلیونه، ۶۶۵۲ زره او ۸۳۶ افغانیو په لګښت پیل شي.

یاد استنادي دېوالونه ۳۰۰ متره اوږدوالی لري، چې چارې د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږی.

د دې استنادي دېوالونو سیمې قراردادي شرکتونو ته وسپارل شوې او ډير ژر به یې عملي چارې پیل شي.

عامې روغتیا وزارت: د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

عامې روغتیا وزارت وايي، چې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

په دې کمپاین کې به ۶.۳ میلیونه تر ۵ کلنۍ کم‌عمره ماشومان واکسین شي.

یاد کمپاین به د کابل په شمول په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې تر څلورو ورځو دوام وکړي.

روغتیا پالان واکسین د ماشومانو لپاره د ګوزڼ څخه د مخنیوي یوه ښه وقایه بولي او ټينګار کوي، چې ټول باید له ۵ کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین کړي.

یو شمېر هېوادوال هم ټینګار کوي، چې د ګوزڼ ضد واکسین پر مهال دې کورنۍ له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي او خپل ماشومان دې واکسین کړي.

د سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ مدیریت په برخه کې د یوه مشورتي بنسټ سره هوکړه لاسلیک کړه

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ مدیریت په برخه کې د ودانیو لپاره د یوه مشورتي بنسټ سره هوکړه لاسلیک کړه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو وویل؛ دا اداره د نظام یوه مهمه اداره ده او تل یې هڅه کړې، چې د علمي او تخنیکي معیارونو په ترویج سره، خپلو هېوادوالو ته د ښه اقتصاد او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

د سټنډرډ ملي ادارې رییس ملا فیض الله تمیم وویل؛ دا چې انرژي د یوه هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ برخه کې مهم رول لوبوي، نو ضایع کول یې د ودانیزو او بنسټیزو چارو لپاره یوه ستره ننګونه ده.

په همدې اساس د انرژۍ د ښه مدیریت او پراختیا په منظور، د مشورتي، لېبل لګونې، تفتیش او د انرژۍ مدیریت بنسټ (لېمه) سره، د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیکوو، چې پر بنسټ به یې د انرژۍ ضایعاتو کمولو او ملي سټنډرډونو تطبیق برخه کې پرمختګ رامنځته شي.

ملا فیض الله تمیم له اړوندو ادارو څخه هیله کړې، چې د پریکړه لیک د پلي کېدو په برخه کې له مونږ سره بشپړه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه؛ موږ پدې باور یو چې د حکومتي ادارو او تخصصي بنسټونو ترمنځ، ښه همکاري او همغږي د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې سبب ګرځي.

د ښاغلي تمیم په وینا؛ که له انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې برخه کې سټنډرډونه له پامه وغورځول شي، نو د انرژۍ ضایعات به زیات، لګښتونه به یې لوړ او چاپېریال ته به جدي زیانونه متوجه کړي.

ملا فیض الله تمیم وویل؛ د ګډې همکارۍ دا پریکړه لیک به د انرژۍ د مصرف او مدیریت برخه کې مهم او اساسي رول ولوبوي.

د سټنډرډ ملي ادارې رییس زیاته کړه؛ مونږ به د ګډو همکاریو له لارې د انرژۍ د مدیریت علمي معیارونه جوړ او کیفیت به یې لوړ کړو.

دغه راز دولتي او خصوصي سکتورونه به وهڅوو چې د انرژۍ سپما ته پاملرنه زیاته کړي.

نوموړي همداراز وویل؛ د سټنډرډونو په واسطه کولی شو چې د محصولاتو او خدماتو کیفیت لوړ کړو او د انرژۍ له ضایعاتو څخه مخنیوی وکړو.

د دې پریکړه لیک پر مټ به په جوړو شویو او نویو جوړېدونکو ودانیو کې د انرژۍ د حفظ او ضایعاتو مخنیوي سټنډرډونو د تدوین او پلي کېدو برخه کې دوه اړخیزه همکاري پیاوړې کړو.

په ودانیو کې د انرژۍ ضایعاتو مخنیوي لپاره، د ملي او نړیوالو سټنډرډونو څخه په استفادې د تحقیقاتي پروژو ترسره کول او په دې برخه کې د متخصصینو روزل، د اړتیا وړ علمي اسنادو او مدارکو تدوین او تالیف، په ودانیو کې د انرژۍ تحفظ د مشخص کود ایجاد او په ودانیو کې د انرژۍ ضایعاتو مخنیوي سټنډرډ د کاري پروسې په اړه د متخصصینو د ظرفیت لوړول؛ د یاد هوکړه لیک له موخو څخه دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۲۴ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۶  هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷ تنه و، کندهار، پکتیکا، کابل او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۱۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۰۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۷۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۸۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸ کورنیو سره ټولې۳۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۱ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۴ کورنیو سره ټولې۳۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴ تنه و، تخار او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره  او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۱۱ کورنۍ او ۴۷۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۵ کورنۍ او ۹۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۱۹ عدده

د نوښت ګرو ځوانانو هنري اثارو نندارتون پرانېسته؛ ٢٠٠ هنري اثار نندارې ته وړاندې شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست په هڅو او د یونما، ستاره ګان او مشعل اکاډمې په همکارې د نوښت ګرو ځوانانو د هنري اثارو نندارتون پرانېسته وشو.

د نندارتون په پرانېسته کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سربیره د یونما د بشري حقونو د چارو مشره فیونا فرزر د ملګري ملتونو فرهنګي سازمان (یونسکو) مسول برانډن  کاسار او د اطلاعاتو کلتور وزارت رییسانو او ګڼ شمېر لیکوالو او هنري څېرو ګډون درلود.

 د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د نندارتون پرانیستونکي وینا کې وویل؛ ښکلي هنرونه یوازې د فردي خلاقیت څرګندونه نکوي، بلکې د ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو د ساتلو او پراختیا لپاره هم حیاتي رول لري.

نندارتونونه د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخولو، د نوې پوهې ترلاسه کولو، او د مختلفو کلتورونو په اړه د فهم زیاتولو وسیله ګرځېدلي دي.

مولوي عتیق الله عزیزي زیاته کړه؛ د ښکلي هنرونو له لارې انسانان کولی شي خپل احساسات او افکار په نوو او بېلابېلو لارو وړاندې کړي، کوم چې د ټولنې د فرهنګي پرمختګ لپاره مهم دي.

ښاغلي عزیزي وویل؛ میناتوري او خطاطي د افغانستان دوه تلپاتي هنرونه او ویاړونه دي، چې علامه کمال الدین بهزاد یې اختراع کوونکی دی، نړیوال سازمانونه او په خاص ډول یونیسکو باید دغه هنرونه نورو هیوادونو ته منسوب نکړي او د افغانستان ملکیت دي ومني.

همداراز د یونما د بشري حقونو د چارو مشرې وویل، موږ خوشحاله یو چې په افغانستان کې د ښکلي هنرونو لپاره لا هم کار کیږي او په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې ستایو.

فیونا فرزر زیاته کړه؛ یونما د افغانستان د کلتور، هنر او تاریخي میراث ساتنه او پرمختګ ته ژمن دی او دریځ یې په دې برخه کې تل د افغانستان د هنرمندانو ملاتړ او د هنرونو د ودې لپاره اړین ګامونه اخیستل دي.

د نوموړې په وینا؛ دا سازمان د افغان هنرمندانو لپاره د نړیوالو فرصتونو برابرولو لپاره کار کوي، څو د افغانستان فرهنګي وده او نړیوال شناخت پیاوړی شي.

د نوښت ګرو ځوانانو دا نندارتون چې د شاوخوا ۶۰ هنرمندانو ۲۰۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شو تر ۷ ورځو به دوام لري.

کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال درې ورځنی کنفرانس؛ د اوبو پر مدیریت، سپما او د څېړنو پر دوام ټینګار شوی

پرون (دوشنبه، د کب ۶مه) د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، استادانو، او کورنیو او بهرنیو متخصصینو په ګډون د اوبو نړیوال کنفرانس پیل شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي؛ دا کنفرانس په درې ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له لوري د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او سیلابونو په اړه ۱۳۵ مقالې وړاندې شي.

د یاد وزارت په وینا؛ دې کنفرانس د هېواد متخصصینو، او استادانو ترڅنګ د روسيې، ایران، امریکا، انګلستان، چک، سلواکیا، سریلانکا، پاکستان، هندوستان، نيپال، فلیپین او ترکیې هېوادونو استادانو او متخصصینو ګډون کړی دی.

دې کنفرانس ته د رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند په رالېږل شوي پیغام کې د اوبو پر مدیریت او ورځني ژوند کې یې د سپما تر څنګ په یاده برخه کې د څېړونو پر ډوام ټینګار شوی.

د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په دې کنفرانس کې ویلي، چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په برخه ډېرې هڅې کړې او تر دې وړاندې په دې برخه کې د پام وړ کار نه و شوی.

ورته مهال د اوبو او انرژي وزارت چارواکو ویلي، چې اقلیمي بدلون د نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان هم خورا بد اغیز کړی او د اوبو سرچینې د ګواښ او کمښت له خطر سره مخ دي.

یاد کنفرانس په هېواد کې د اوبو غوره مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو تغذیې، د اوبو سالمې ګټې اخیستنې او ککړتیا د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

د جرمني ټاکنې؛ مسيحي ډيموکراټيک ګوند تر ۲۸ سلنې ډېرې رایې ګټلې

د جرمني مسيحي ډيموکراټيک ګوند د دې هېواد د ټاکنو ۲۸.۶ سلنه رایې ګټلې او د لومړنیو شمېرنو له مخې ګټونکی اعلان شوی دی.

ویل کېږي، چې د مسیحي ډیموکراټیکې ټولنې مشر فرېدرېک مېرڅ د جرمني راتلونکې صدراعظمۍ ته چمتو کېږي.

فرېدرېک ۶۹ کلن دی او پخپل ګوند کې یو پېژندل شوې څېره ده.

نوموړي ژمنه کړې، چې جرمني به پیاوړې مشرتابه ته چمتو او پخپله څلور کلنه دوره کې به د هېواد ډېرې ستونزې حل کړي.

د تېرې یکشنبې پر ماښام د جرمنې د ټاکنو له پایلو اعلانېدو وروسته نوموړي غوښتنه کړې، چې اروپا دې خپله دفاع پیاوړې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا د اروپا د برخلیک په اړه بې‌پروا ښکاري.

فرېدرېک مېرڅ په ۱۹۵۵ کې د لوېدیځ جرمني د بریلون ښار په یوه مشهوره محافظه کاره کاتولیکه کورنۍ کې زېږېدلی.

مېرڅ په ښوونځي کې له مسیحي ډیموکراټیکې ټولنې ګوند سره یو ځای شوی. له ښوونځي وروسته عسکرۍ ته تللی. په ۱۹۸۱ کې یې د قانون په برخه کې زده‌کړې کړې او څو کاله یې د وکیل په توګه کار کړی دی.

په ۱۹۸۹ کې د ۳۳ کلنۍ په عمر د اروپار پارلمان ته ټاکل شوی او په ۱۹۹۴ کې یې د جرمني په ملي پارلمان کې دنده پيل کړې ده.

کرېکټ؛ اي سي بي ایلېون د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو اتله شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ سترې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۰مه په کندهار او ننګرهار کې پیل شوي وې، تېره ورځ د اي سي بي ایلېون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

اي سي بي ایلېون لوبډلې تېره ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د کابل الف لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړی.

باید وویل شي چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو نیمه پایلوبو ته کابل الف، اي سي بي ایلېون، خوست الف او اي سي بي ایلېون ۲ لوبډلو لار موندلې وه. 

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې ۱۲ پیاوړو ولایتي لوبو پکې ګډون کړی و، په دوه ګروپونو کې یې یو د بل پر وړاندې لوبې ترسره کړې، چې هرې لوبډلې پکې پینځه لوبې وکړې او د هر ګروپ د سر دوه پیاوړي لوبډلې نیمه پایلوبو ته ورسېدلې. 

د یادو سیالیو په پایلوبه کې تېره لومړی د اي سي بي ایلېون لوبډلې توپوهنه ترسره کړه.

دوی د عثمان سادات او شېر بهادر هر یوه ۷۰ او فرمان الله ساپي ۴۱ منډو پر مټ د ۲۵۶ منډو هدف سیالې کابل الف لوبډلې ته وټاکه.

د کابل الف په ګټه کامل کاکړ، محمد داود او طارق ستانکزي هر یوه ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. 

د اي سي بي ایلېون لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې کابل الف لوبډلې یوازې ۱۴۰ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه.

د دوی په توپوهونکو کې لوبډلمشر طارق ستانکزي تر نورو زیاتې ۶۹ منډې ترسره کړې.

باید وویل شي چې د اي سي بي ایلېون په توپ اچونه کې محمدالله لوګري ۲، احمدولي اسحاقزي او فرمان الله ساپي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

د لوبې د پای په مراسمو کې د اي سي بي ایلېون لوبډلې ته د اتلولۍ او د یادې لوبډلې ورو توپ اچوونکي محمدالله لوګري ته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه او جام ورکړل شوه. 

همدا راز عثمان خان په ۳۸۱ منډو د غوره توپوهونکي او د لوبو د ځوان لوبغاړي، عرب ګل مومند په ۱۴ ویکټو د غوره توپ اچونکي او طارق ستانکزي په ۳۱۷ منډو او ۱۴ ویکټو د لوبو د تر ټولو غوره لوبغاړي جایزې خپلې کړې. 

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو ته د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې ولایتي لوبو څخه پیاوړو لوبډلو او لوبغاړو لار موندلې وه.

د لومړۍ درجه لوبو ځلېدونکي لوبغاړي به د میرویس نیکه جام درې ورځنیو لوبو او همدا راز د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو لوبو ته غوره شي.