ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 697

د مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د لرغون پېژندنې کمېټې نوبتي غونډه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د لرغون پېژندنې کمېټې او د یاد معینت اړوند د لرغون پېژندنې او تاریخي ابداتو ریاستونو استازو په شتون کې نوبتي غونډه شوې.

د غونډې په پیل کې ګډونوالو په روزګان ولایت کې د تر لاسه شویو یو شمېر تاریخي اثارو پر تثبیت او څرنګوالي او همدا راز په کابل ښار کې د بابر بڼ، چهلستون بڼ، تېمور شاهي بڼ او یو شمېر نورو تاریخي او تفریحي بڼونو د ساتنې، همدارنګه مېله والو ته د اسانتیاو په برابرولو خبرې شوي.

ورپسې د لرغون پېژندنې رییس ذبیح الله سادات د هېواد په لودیځ کې د ټاپي پروژې د نل لیکي له تېرېدونکو سیمو څخه تر سره شوې سروې راپور مجلس ته وړاندې کړی.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۲۳۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۲۳۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ او عمومي خدمتونو ښوونځي له بېلابېلو مسلکي څانګو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالقادر عبیده، د عمومي خدمتونو ښوونځي قوماندان مولوي هدایت الله مزمل او یو شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل؛ پوځیان باید فکري او مسلکي زده کړو ته پاملرنه وکړي، ځکه یوازې ښه روزل شوي ځواکونه کولی شي د هر ډول شرایطو پر وړاندې مقابله وکړي او بریا خپله کړي.

په پای کې منسوبینو د مسولینو په حضور کې خپل نمایشي حرکات ترسره کړل او مسولینو ته یی ډاډ ورکړ، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو پرمت به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه کوي.

د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د اوبو او انرژي وزارت وايي، لوګر ولایت کې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه او د دوو چک‌ډېمونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي شیخ ضیا الرحمن مدني، سیمه ایزو مسولینو د یاد وزارت د یو شمېر ریيسانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزیر په دغه مراسمو کې د سرخاب بند ارزښت د محمد اغې ولسوالي د خلکو لپاره حیاتي وباله او د دغه بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړېدل یو ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

ملا عبداللطیف منصور ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مسولین د هېواد د ابادۍ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او په دغه درې کلونو کې يې د هېواد د ابادۍ او پراختیا په موخه په بېلابېلو برخو کې ډېرې پروژې پلې کړې دي.

په ورته مهال، د لوګر والي د دغو پروژو پلي کول د کرنې د پراختیا او د خلکو د اقتصاد په برخه کې اغېزناک وبلل او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د هغوی د ساتنې په برخه کې همکار و اوسي.

همدغه راز د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر ریيسانو او د لوګر ولایت سیمه ایزو مسولینو د پروژو د کیفیت او ارزښت په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو د مدیریت په برخه کې  د دغو پروژو پلي کول یو مثبت ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له لوري پلي شوې ده.

دغه بند د نهه میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او درې زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې نهه زره کورنۍ ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

همدارنګه یاد دوه چکډمونه د پينځه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پلي شوي چې په ټوله کې د ۱۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د کرنې وزیر د اوزبیکستان له صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یو حکومتي پلاوي په ترکیب کې اوزبیکستان ته سفر کړی و، د تاشکند په ښار کې له صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

دغه صنعتي پارک چې په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شوی، په بېلابېلو برخو کې لکه د اوسپنې تولید، د سړو خونو جوړول، او د لمریزو تختو جوړولو په برخه کې فعالیت لري.

د دې لیدنې په ترڅ کې، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د کرنې وزیر ملتیا کوله.

د کرنې وزیر له اوزبیکستاني پانګوالو وغوښتل، چې په خپلو تولیداتو کې د افغانستان له خامو موادو ګټه واخلي، چې په وینا یې افغانستان له بډایه طبیعي زېرمو څخه برخمن هېواد دی.

د اوبو نړیوال کانفرانس په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزرا پيغام!

نحمده و نصلي علی رسوله الکریم اما بعد:

قال الله تبارک و تعالی: وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ(٩) وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ(١٠) رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ(۱۱)( سوره ق) صدق الله العظیم.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

اوبه د ژوند سرچينه او د انساني ټولنې د بقا او پرمختګ له اساسي عواملو ګڼل کیږي.

په ټولو هېوادونو کې غذايي امنیت، عامه روغتیا او اقتصادي وده په یو ډول تر اوبو پورې اړه لري.

ټولو ته معلومه ده، چې په نړیواله کچه اقليمي بدلونونو، ناکافي بارانونو، ویجاړوونکو سېلابونو او مسلسلو وچکاليو جدي ستونزې پېښې کړې دي.

دغه راز په ځانګړي ډول زموږ په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو بې کنتروله ایستنې نه یوازې د اوبو سرچينې کمزوري کوي، بلکې محيطي او ټولنیزې بدې پایلې هم لري، چې د راتلونکو نسلونو د اوبو اړتیاوو پوره کولو لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو د سرچینو غوره مدیریت د وخت اړتیا ګڼي، په ځانګړي ډول د ځمکې لاندې اوبو سم کارولو او د اقليمي بدلونونو د اغیزو راکمولو په موخه د ځانګړو تګلارو پلي کولو ته ژمنتیا لري.

موږ باور لرو چې د اوبو د سرچينو د مدیریت په برخه کې د جامع حل لارو د تدوین او پلي کېدو له لارې کولی شو، د اوبو په سرجینو شته فشار راکم او دغه ارزښتناک امانت تر راتلونکو نسلونو پورې په خوندیتوب سره ورسوو.

د دې مهم کانفرانس له لارې ټولو ګډونوالو ته بې ساری فرصت برابر شوی، چې د اوبو سرچینو د مدیریت او خونديتوب په اړه خپل نظریات، څيړنې او عملي تجربې وړاندې کړي.

تر څو د حل لارو په موندلو کې ترې کار واخیستل شي.

موږ له ټولو څيړونکو او متخصصينو غوښتنه کوو، چې د خپل علم او تجربې په رڼا کې د اوبو د مدیریت او اقليمي بدلون د اغیزو کمولو په برخه کې د مؤثرو تګلارو او ستراتیژيو په جوړولو کې برخه واخلي.

څرنګه چې دغه مهم هدف ته رسېدل د بيلابیلو امارتي ادارو، پوهنتونونو، تخصصي مراکزو او خصوصي سکتور ترمنځ همکاري او همغږي غواړي، بنا په ټولو اړونده اړخونو غږ کوو، چې یادې ستونزې ته د حل په موندلو کې خپل ور په غاړه مسولیتونه ترسره کړي.

د همغږۍ او همکارۍ روحیه به د پریکړو د پلي کېدو په برخه کې مرسته وکړي او د ستونزو د حل په برخه کې به ګټور واقع شي.

په پای کې د کانفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکوم، چې اسلامي امارت د هر هغه اقدام کلک ملاتړ کوي، چې زموږ د مؤمن ولس ګټې او پرمختګ ورسره تړلی وي.

دغه راز له ټولو هغو مسولینو مننه کوم چې دغه مهم کانفرانس یې رابللی، د کانفرانس تدویر لپاره یې امکانات برابر کړي او یا يې دلته ګډون کړی دی.

الله تعالی دې د دوی هڅې په خپل دربار کې قبولې کړي.

ملا محمد حسن اخوند

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا

تېره مياشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۱۵ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وايي؛ د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د تېرې (سلواغې/ دلوې) مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۴ زره او ۸۸۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د حیرتان بندر له لارې ۳۲۸ زره او ۹۷۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۱ زره او ۹۵۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۵ زره او ۵۳۶ ټنه او د خواف-هرات له لارې اته زره او ۴۱۸ ټنه، چې ټولټال ۴۱۴ زره او ۸۸۳ ةټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په دلو  مياشت کې ۳۶ زره او ۷۲۷ ټنه صادرات ترانزیت شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه اوکینو د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یاد کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ اوبه د الله تعالی یوازینی بې بدیله نعمت دی او له هغه پرته د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند، د هېوادونو اقتصادي وده او پراختیا امکان نه لري.

د اسلام مبارک دین د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه دیني مکلفیت راجع کوي او له بل لوري له نړۍ سره د سیالۍ، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د حقونو خوندي کولو لپاره د اوبو پایښت لرونکی او مسلکي مدیریت ډېر اړین او ستر ملي مکلفیت ګڼل کېږي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ که څه هم اوبه نوې کېدونکې طبیعي سرچینه ده، خو بیا هم په اوسنۍ نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او له اوبو سره د انسانانو د ناسم چلند له امله په جدي توګه د هغه کمښت حس کېږي او په مسلسله توګه د کمېدو په حال کې دي.

دې ناورین د هېوادونو پر خپل منځي او نړیوالو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم منفي اغېزه کړې ده.

نوموړي وویل؛ افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې او زېرمې لري، خو له بده مرغه د هېواد په معاصر تاریخ کې له دغه ستر نعمت سره د بېلابېلو عواملو له امله مسلکي او ملي چلند نه دی شوی، نو په دې بنسټ اوس زموږ او ستاسې ګډ مسولیت دی چې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو څخه په استفادې د اوبو د غوره مدیریت لپاره اساسي ګامونه واخلو.

په همدې موخه د خپل حق له اوبو د ښې استفادې او مدیریت په موخه د افغانستان اسلامي امارت خپلې هڅې کوي چې یوه بېلګه یې د قوش تېپې کانال کیندل او د ځینو نورو بندونو تړل او رغول دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په پای کې د اوبو د غوره مدیریت په برخه کې نننی کنفرانس او دلته د پوهنتونونو د استادانو او اوبو برخې متخصصینو له لوري د څېړنیزو مقالو او تجربو شریکول مهم وبلل او هغوی ته یې د لا زیاتو او دقیقو څېړنو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري په هېواد کې د اوبو غوره مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې، د اوبو د سالمې استفادې او ککړتیا د مخنیوي په موخه د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی.

یاد کنفرانس ته د امارتي ادارو یو شمېر مسولین، د بهرنیو معتبرو پوهنتونونو استادان، د نړیوالو سازمانونو استازي او د اوبو مدیریت برخې کورني او نړیوال څېړونکي او متخصصین رابلل شوي چې ۱۳۵ څېړنیزې مقالې به پکې شریکې شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوزبیکستان هېواد د بېلابېلو وزارتونو له استازو سره لیدنې کړي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د اوزبیکستان هېواد د انرژۍ له وزیر او د بېلابېلو وزارتونو له استازو سره لیدنې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي اوزبیکستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د انرژۍ له وزیر، د نفتو او ګازو له رییس، د اوزبیکستان د جیولوجي پوهنتون له رییس، د معلوماتي ټکنالوجۍ له مرستیال، په اوزبیکستان کې له افغان سوداګرو سره له تکنو پارک او کانونو میوزیم څخه لیدنې کړې دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ نوموړي په دغو لیدنو کې یې د یاد هېواد پانګوالو ته بلنه ورکړې او ویلي یې دي، افغانستان د کاني سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی او د اسلامې امارت په راتګ سره ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده او کولی شي د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز یې د انرژۍ له وزیر، د جیولوجي پوهنتون له رییس او د اوزبیک د نفتو او ګازو له رییس سره په لیدنه کې د افغان انجنیرانو د ظرفیت لوړولو او کانې زېرمو په اړه بحث او خبرې کړې دي او د یاد هېواد د بېلا بېلو کارخونو څخه یې لیدنې هم کړې دي.

همدارنګه له افغان پانګوالو سره یې په لیدنه کې د پانګونې په موخه د هر راز قانوني همکاریو ژمنه کړې او هغوی ته یې بلنه ورکړې، ترڅو په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي.