ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 698

کابل کې د اذربایجان سفیر: هېواد مو له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي

د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د “کوپ ۲۹” غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د اذربایجان له همکاریو د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.

محمدوف د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ اذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي، له همدې امله یې په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په اذربایجان کې یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان ومنل.

په پای کې د اذربایجان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له ښې همکارۍ مننه وکړه او هم دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.

تېره میاشت کې څه‌باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ او راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۴۶۵ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

د یادې ادارې د ثبت شويو ارقامو له مخې، د روان کال په سلواغه میاشت کې د ۳۶ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۳۱۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۱۵۴ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زر او ۲۸۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۳ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، اقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.

جوزجان کې د ولسي خلکو ترمنځ درې کلن اختلافات حل شو

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د جوزجان ولایت په مرکز شبرغار ښار کې د ګل اباد، نیک اباد، نواباد عربيه او څو نورو کليو ترمنځ د ښوونځي د ځمکې پر سر درې کلن اختلاف تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په منځګړیتوب او د سیمه ییزو مشرانو په هڅو د یوې ناستې په ترڅ کې حل شو.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دې شخړې د حل په موخه د جوزجان ولایت د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو رییس د سیمه ییزو قومي مشرانو په ملتيا د يادو کلیو د اختلافاتو د هواري لپاره یوه ناسته را وبلله او د ښوونځي د ځمکې معلومولو په موخه يې د ټولو خلکو نظرونه واورېدل، چې له څېړنې او بحث وروسته د ټولو په همغږۍ د يوه تن ګډونوال له لوري د ښوونځي لپاره دوه جریبه ځمکه وقف شوه او ټولو لوریو پرې موافقه وکړه او په دې سره يو لوی سیمه ییز اختلاف حل شو.

د یادولو وړ ده، چې دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو او د شخړو د حل کمېسيونونو له لارې د هېواد په ټولو ولايتونو کې تر دې دمه د ولسونو ترمنځ زرګونه خپلمنځي بدۍ او شخړې حل کړې او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس پیل شو

د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، استادانو، او کورنیو او بهرنیو متخصصینو په ګډون د اوبو نړیوال کنفرانس پیل شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې دغه کنفرانس په درې ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له لوري د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او سیلابونو په اړه ۱۳۵ مقالې وړاندې شي.

د یاد وزارت په وینا؛ دې کنفرانس د هېواد متخصصینو، او استادانو ترڅنګ د روسيې، ایران، امریکا، انګلستان، چک، سلواکیا، سریلانکا، پاکستان، هندوستان، نيپال، فلیپین او ترکیې هېوادونو استادانو او متخصصینو ګډون کړی دی.

وزلوبه؛ یما پټرولیم لوبډله بلخ کې د درېیم پړاو سیالیو اتله شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او د سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې درېیم پړاو سیالۍ، چې ۱۰ ورځې مخکې پيل شوې وې، تېره ورځ (د کب په پینځمه) د یما پټرول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له ۱۱ ولایتونو ۱۳ لوبډلو ” یما پټرول، جوانان سرپل، ام البلاد، دره صوف، بلخ، سمنګان، فاریاب، بغلان، کندوز، جوانان ماورای کوکچه تخار، بدخشان، جوانان بلخ او جوزجان ”  ګډون کړی وو.

د دې سیالیو په نیمه پایلوبه کې سمنګان لوبډلې خپلې سیالې بغلان لوبډلې ته د ۴/۱ نومرو په توپير ماتې ورکړه او درېیم مقام یې ترلاسه کړ.

همدارنګه د یادو سیالیو په پایلوبه کې یما پټرول لوبډلې خپلې سیالې بدخشان لوبډلې ته د ۸/۰ نومرو په توپير ماتې ورکړه او د بلخ ولایت د وزلوبې درېیم پړاو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د وزلوبې، نېزه وهنې او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون مسولین، ملي سوداګر، چاپندازان او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د پای په دې مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق غوره لوبډلې ته د مبارکۍ ترڅنګ په بلخ کې د وزلوبې درېیم پړاو سیالیو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه او ویې ویل؛ د زرګونو مینوالو په شتون کې د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل د دې استازولي کوي، چې افغانستان کې امن دی او د هر ډول پرمختګ فرصت برابر دی.

نوموړي له ټولو افغان پانګوالو غوښتنه کړې، چې د هېواد او ورزش په پرمختګ کې برخه واخلي.

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ ۱۳مه ناسته؛ د ساحوي اپیډیمیولوژي پروګرام بیاځلې پيل په اړه خبرې شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د دې وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۳مه ناسته ترسره شوه.

 یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت مرستیالانو او رییسانو په شتون کې ترسره شوه.

یاد وزارت زیاتوي؛ په دې ناسته کې د تېرو ناستو د پرېکړو، تشکیلاتي جوړښت د ښه والي، د HMIS او DHIS2 سیستم، د ساحوي اپیډیمیولوژي برنامې د بیا ځلي پيل، د ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او ورته نورو مهمو موضوعاتو اړوند خبرې وشوې.

 د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یادو شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې، ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وکړي.

 دغه راز د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو د هغه مسولیتونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې ورسپارل شوي و.

همدارنګه د رهبرۍ له لوري ټینګار وشو، چې یادو شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه وشي.

ملا عبداللطیف منصور: د کابل للندر شاتوت بند پروژه به راتلونکي کال کې پلي شي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د کابل له والي ملا امین الله عبید، د ګذر وکیلانو او د یاد ولایت له یو شمېر مشرانو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د کابل والي، وکیلانو او قومي مشرانو د یاد وزارت د رهبري کړنې ستایلي او خپلو ځینو ستونزو او وړاندیزونو یادونه یې کړې .

ملا عبداللطیف منصور ویلي، د اسلامي امارت مسولین د هېوادوالو خدمتګاران دي او له ورته پروګرامونو څخه چې خلک وکولی شي په مستقیم ډول خپلې ستونزې له مسولینو سره شریکې کړې، هرکلی کوي.

همدارنګه نوموړي د کابل ولایت د برېښنا د کموالي ستونزې په اړه ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، د اوبو او انرژي وزارت ښه پروګرامونه تر لاس لاندې نیولې دي.

ملا عبداللطیف منصور ویلي، په دې برخه کې د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا پروژه بشپړه او له شبکې سره نښلول شوې او دغه‌راز له ترکمنستان څخه تر ارغندۍ پورې د لېږد مزي پروژې چارې هم په ښه توګه روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د کابل او ګاونډویو ولایتونو د برېښنا د کموالي ستونزه هواره شي.

د اوبو او انرژي وزیر په کابل ښار کې د اوبو سرچینو د کموالي ستونزې یادونه کړې او ویلي يې دي، یاد وزارت په دې برخه کې ډېرې کړنې ترسره کړې دي او په دې برخه کې د شاه او عروس بند بشپړ او د للندر شاتوت بند پروژه هم د راتلونکي کال په بودجه کې شامله شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې هم بشپړې شوې او د بودجې او نورو اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې په راتلونکي کې چارې پيل شي.

کابل والي ویلي، له نیکه مرغه تر اوسه پورې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د دوامدارو هڅو له امله په کابل ښار کې د اوبو مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ګڼې پروژې پلي شوې دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او چین تر منځ د شاوخوا ۸۰۹ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې

د صنعت او سوادګري وزارت وایي، چې د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزي اړیکي عادي دي او په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۸۰۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې هم حل شوې دي.

د یاد وزارت د چارواکو په وینا؛ ګران بیه ډبرې، وچې مېوې او غالۍ چین هېواد ته صادر شوي او تر څنګ یې بېلابېل ماشینونه، رخت او د فابریکو خام توکي له یاد هېواد څخه افغانستان ته را وارد شوي دي.

بل خوا د سوداګري او پانګونې خونه وایي، چې چین افغان سوداګرو ته د وېزو د ورکړې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ورته مهال افغان سوداګر وایي، چې د افغانستان او چین تر منځ د سوداګري په برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې شوې، خو زیاتوي، چې که په چین کې د ویزو د ټیکس په برخه کې یې ستونزې اواري شي سوداګري به یې لا وغوړېږي.

دغه راز افغان سوداګر له اسلامي امارت غواړي، چې له چین څخه دې افغانستان ته د کراچۍ بندر له لارې د وارداتو زمینه برابره کړي، تر څو سوداګریز توکي یې په کم وخت او ارزانه بیه را ورسېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۲۳ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۵  هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې۳۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴ تنه و، کندهار او اروزګان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته نهه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۱۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۶۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۴ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۹۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۶۱۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې۳۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۵ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره ټولې۱۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، تخار او بدخشان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره  او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    ۷۹ کورنۍ او ۳۴۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۱۰ کورنۍ او ۴۶ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۷۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۸۶ عدده

هېواد کې په میلیونونو مېوه لرونکي او بې‌مېوې نیالګي کېنول کیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ”د نن نیالګی؛ د راتلونکي هوساینه“ تر سرلیک لاندې د نیالګي اېښودو ملي کمپاین د کابل په بادام‌باغ څېړنیز فارم کې د حکومتي مسولينو په ګډون پرانیست.

په دې اړه جوړې شوې غوندې کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال او د کرنې وزارت کفیل مولوي بازمحمد فیضان، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان «حاجي سالم»، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال مولوي سعید احمد شهیدخېل، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمد الله فطرت، د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو رییس مولوي عبدالحمید صافي، ګډون او د نیالګي اېښودو او د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت خبرې کړي.

مولوي عبدالاحد خلیل ویلي؛ د کرنې وزارت سږ کال له ۱۶ میلیونو ډېر نیالګي برابر کړي، چې په ټول هېواد کې به کېنول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

مولوي بازمحمد فیضان په خپلو خبرو کې ویلي؛ اوس د هېواد د ودانولو وخت دی او اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د اوبو مدیریت، د ځنګلونو بیارغونه او د کرنې پراختیا په برخو کې پراخې هڅې کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د غلو-دانو او غوښې تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.

مولوي صدراعظم عثماني د نیالګي اېښودو ارزښت ته په اشارې د لوړو زده کړو، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو څخه یې غوښتنه کړې، چې خلک دې مهم کمپاین ته وهڅوي.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اکسیجن تولید، د هوا د ککړتیا کمولو، د خاورې د تخریب مخنیوي او اقلیمي بدلونونو کنټرول په برخو کې د نیالګي اېښودو رول ته اشاره کړې.

همداراز مولوي سعید احمد شهیدخېل له خلکو غوښتي، چې د هېواد د ابادۍ په بهیر کې ونډه واخلي، او مخدوم عبدالسلام سعادت د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی.

د یادونې وړه ده، چې د کرنې وزارت او د قوریه‌دارانو اتحادیې د دې کمپاین لپاره میلیونونه مثمر او غیرمثمر نیالګي برابر کړي، چې د ټول هېواد په کچه به کېښودل شي.