د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی اوزبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی چې په ترکیب کې یې د کابینې یوشمېر غړي او د سکټوري ادارو استازي شامل دي، اوزبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په پینځمه نېټه ماسپښین مهال کابل ته راستون شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، چې د خپل سفر پرمهال یې د اوزبیکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او د یو شمېر ادارو له مسولینو سره لیدنې وکړې.
په دې لیدنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه چې پخوا یې قرارداد په ۲۵۲ میلیون ډالرو شوی و، له بحثونو وروسته اوزبیکستان دا قرارداد ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټ کړ.
همداراز یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې وویل، چې ډېر ژر به د اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونه افغانستان ته راشي او له حیرتان څخه به تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ د غځولو لومړني مطالعات پیل او له مطالعاتو وروسته به د ریل پټلۍ عملي چارې پیل کړي، چې د مطالعاتو لګښت یې اوزبیکستان ورکوي.
نوموړي دا هم وویل چې اوزبیکستان به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې شته محدودیتونه لرې کړي.
له دې سره به اوزبیکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې زیاتوالی راشي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له اوزبیکستان څخه د واردېدونکې برېښنا په اړه وویل، دوی له اوزبیکستان سره هوکړې ته رسېدلي چې په راتلونکي کال کې به ددغې برېښنا کچه زیاته او تعرفه به یې کمه شي.
ننګرهار کې ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ هغه خپلمنځي بدي، چې له ۱۵ کلونو راهیسې یې دوام درلود او د دواړو لوریو ترمنځ یې ګڼ خنډونه رامنځته کړي وو، تېره ورځ د یوې لویې قومي جرګې په ترڅ کې پای ته ورسېده او بدي یې په دوستي بدله شوه.
یاده بدي، چې د ګڼو تربګنیو مسایلو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ کلونه وړاندې رامنځته شوې وه، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ، د ځایي متنفذو قومي مخورو او سیمهییزو مسوولینو په منځګړیتوب، تېره ورځ (شنبه، د کب څلورمه نېټه) د مرکه کوونکي پلاوي له لوري حل شوه.
د دغې شخړې د حل په مراسمو کې دیني عالمانو او قومي مخورو د بدیو په ناوړه پایلو خبرې وکړې او بښنه یې د اسلامي ټولنې د ښه امنیت او بقا سبب وبلله.
د مرکې په وروستیو کې جرګه کوونکو د ښکېلو خواوو ترمنځ د عدل پرېکړه وکړه، او د طرفینو له رضایت وروسته، ښکېلو غاړو یو بل ته د ورورۍ او پخلاینې غېږه ورکړه او د ۱۵ کلنې دښمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.
هند به ډېر ژر د اسلامي امارت سفیر ومني
د المان بلومبرک خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې چې هند به ډیر ژر په نوي ډیلي کې د اسلامي امارت استازی د افغان سفیر په توګه ومني.
په یاد راپور کې ویل شوي، چې د هند دا اقدام به د کابل او نوي ډيلي د اړیکو په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
له بلې خوا یو شمیر هندي رسنیو راپور ورکړی، چې اسلامي امارت نوې ډيلي ته د خپلو ډیپلوماټانو وړاندیز شوی نوملړ استولی دی.
هند یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري. د دې هېواد پلاوي څو ځله د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه افغانستان ته راغلي وو.
له دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د روان کال لړم میاشتې پر ۲۲مه اکرام الدین کامل د هند په ممبي کې د افغانستان د قونسلګرۍ د سرپرست په توګه ټاکلی و.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په پینځمه نېټه په تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه.
د دغه لیدنې پرمهال په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر د نوې ودانۍ په اړه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته معلومات ورکړل.
ملا عبدالغني برادر اخوند په تاشکند کې د افغانستان سفارت له ودانۍ څخه د لیدنې پر مهال د سفارت مسولینو ته وویل؛ په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې هغه په رښتینې مانا د هېوادوالو خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسولیتونو ته په ښه ډول متوجه دی.
نوموړي زیاته کړه؛ د هېوادوالو هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسول کس باید کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خبره، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکار واوسي.
په تاشکند کې د افغانستان سفارت مسولینو د سفارت د فعالیتونو په اړه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ته معلومات وړاندې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په اوزبیکستان کې د مېشت افغان کډوالو او کارکوونکو ستونزې تر ډېره حده حل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په تاشکند کې د افغانستان سفارت د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ملا عبدالغني برادر اخوند په اوزبیکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره لیدنه وکړه
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په پنځمه نېټه په اوزبیکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې لیدنه وکړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له افغان پانګوالو او سوداګرو سره د لیدنې پر مهال وویل، د اللّه تعالی په نصرت او د افغانانو په بې ساري قربانۍ افغانستان له نړیوال استکباري اشغال څخه ازاد او له لسیزو وروسته له بې مثاله سرتاسري امنیت څخه برخمن شوی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د هېواد د اقتصادي ودې د پراختیا په برخه کې لازم ګامونه اخیستل شوي، د زېربنا رغولو په برخه کې سترې پروژې پیل شوې، د لویو لارو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي، د کورنیو تولیداتو او صادراتو کچه زیاته شوې او د سوداګرۍ بېلانس کې نسبتا ښهوالی رامنځته شوی دی.
د پانګونې او سوداګرۍ سیستم له فساد او بېروکراسۍ پاک شوی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
نوموړي وویل؛ په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د شتمنو هېوادوالو سر، مال او عزت خوندي نه و، خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره د سوداګرو او پانګوالو مال او عزت خوندي او په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار ته دوام ورکوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د انرژۍ، کانونو، کرنې، ترانسپورټ، زېربنا، مخابراتو، ټکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره اړینه وبلله.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړه، افغان پانګوال باید په دې برخو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند وویل؛ اسلامي امارت له خصوصي سکټور څخه بشپړ ملاتړ، راستنېدونکو صنعتکارانو، سوداګرو، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې د زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول خپل مکلفیت او مسولیت ګڼي او هڅه یې دا ده چې افغانستان د سیمې د اقتصادي او سوداګریز اتصال په مرکز بدل او له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو لمن لا پراخه کړي.
نوموړي افغان پانګوالو او سوداګرو ته په خطاب کې وویل؛” تاسې زموږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ ستنې یاست. ستاسې پانګونه، تجربې او وړاندیزونه زموږ لپاره ارزښت لري. ستاسې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه ټول افغانستان ته اقتصادي ګټه رسوي.
موږ غواړو تاسې ته د پانګونې نور فرصتونه هم برابر کړو، ترڅو د صنعتي تولید، کرنې، ترانزیټ او نورو اقتصادي سکټورونو د ودې لپاره خپلې تجربې او پانګې وکاروئ.
اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی. په همدې موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې پروسې اسانه کړې، د مالیاتو سیستم منظم شوی، د سوداګرو او پانګوالو ټولو حقوقو ته پوره ژمن دی “.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په اوزبیکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسې پانګه، شتمني او سوداګریز فعالیتونه په افغانستان کې خوندي دي، اسلامي امارت به د اړتیا پر مهال هر ډول لازمه همکاري درسره کوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې خپل صنعت او پانګه خپل هېواد ته را انتقال کړي، څو د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.
په اوزبیکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ملاتړ وکړ او هر پانګوال له لسو څخه تر ۱۰۰ میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود.
دوی همداراز په یو شمېر برخو کې خپلې ستونزې د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې چې د حل ډاډ ورکړل شو.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کې څهباندې ۲۷۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د روان ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو او اسان خدمت د ۷۵ وېش څانګو له لارې ۲۷۰ زره او ۶۵۰ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د دې ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په سلواغه میاشت کې د وېشل شویو پېژندپاڼو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۸ زره او ۵۴۰، کندهار کې ۲۲ زره او ۸۳۹، هرات کې ۲۲ زره او ۱۱۵، بلخ کې ۱۴ زره او ۳۹۵ او هلمند ولایت کې ۱۲ زره او ۶۸۳ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه څهباندې لس زره او ۵۰۰ نورو کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده، چې ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې بنسټ یې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۲۲ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵ تنه و، کندهار او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له لسو کورنیو سره ټولې۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۴۴۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري لس عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۱۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، بغلان او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور زره او ۱۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۴۶ کورنۍ او ۲۱۷ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۳ کورنۍ او ۱۰۰ وګړي
موقت ميشت شوي کډوال: ۴۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۶۶ عدده







