ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 700

د کرنې وزیر له خپل اوزبیکستاني سیال سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري چې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي سره د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی، د دغه هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن‌اف سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبولګولو سیستم پراخولو او د اوزبیکستان د خصوصي سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا بحث او نظرونه تبادله کړل.

د اوزبیکستان د کرنې مسولینو په دې لیدنه کې د اوبو مدیریت په برخه کې د خپلو متخصصینو پر لوړو ظرفیتونو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې دوی کولی شي د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو او د افغانستان د اوبو سرچینو د ښه تنظیم په برخه کې همکاري وکړي.

مولوي عطاءالله عمري د دغو همکاریو تود هرکلی وکړ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په سکتور کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او دوام یې ټینګار وکړ.

نوموړي وړاندیز وکړ، چې د دواړو لوریو متخصصین دې د نظریاتو او تجربو د تبادلې لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د شوېو ژمنو د عملي کېدو لپاره به کار کوي او د پلي کېدو بهیر به ارزوي.

همداراز پرېکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو د کرنې وزارتونو تخنیکي مرستیالان به د دغو هوکړو د پلي کېدو پر څرنګوالي کار وکړي، ترڅو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ کرنیزې او مالدارۍ همکارۍ لا پیاوړې شي.

اسرائیلو د فلسطیني بندیانو خوشي کول ځنډولي

د حماس اسلامي غورځنګ له لوري د ۶ اسرائیلي بندیانو له خوشي کولو وروسته اسرائیلو د ۶۲۰ فلسطیني بندیانو ازادول ځنډولي.

ټاکل شوه وه، چې اسرائیل دا بندیان پرون (شنبه، د کب ۴مه) خوشي کړي.

اسرائیلو ویلي، چې له ۶۰۰ د ډېرو فلسطیني بندیانو خوشي کول یې تر نامعلوم وخته پورې ځنډولي.

حماس غورځنګ په دې تړاو ویلي، چې د اسرائیلو له لوري د فلسطیني بندیانو نه خوشي کول او یا ځنډول د اوربند له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

یاد غورځنګ پرون د غزې په خان یونس ښار او النصیرات پنډغالي کې شپږ اسرائیلي بندیان ازاد او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل.

د افغانستان بانک او د اوزبیکستان د مرکزي بانک رییسانو لیدنه؛ د بانکي لېږدونو پر اسانتیاوو خبرې شوي

اوزبیکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د اوزبیکستان د مرکزي بانک له رییس تیمور اشمتوف سره ځانګړې لیدنه وکړه.

د افغانستان بانک وايي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د بانکي لېږدونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ظرفیت لوړونې، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د دواړو هېوادونو د ملي پولي واحدونو پر کارونې او د اداینزو سیستمونو د نښلونې او پراختیا په اړه مفصل بحثونه وکړل.

په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو پراختیا ګټوره یاده کړه او ویې ویل، د اوزبیکستان هېواد سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولی شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.

نور احمد اغا زیاته کړه، د افغانستان بانک ژمن دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د بانکي سکتور په برخه کې رغنډه اړیکې ولري او په دې وسیله د افغانستان د بانکي سکتور په برخه کې په ملي او نړیواله کچه اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اوزبیکستان هېواد د مرکزي بانک رییس تیمور اشمتوف هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د بانکي سکتور رول د خورا ارزښت وړ یاد کړ او په دې برخه کې یې دوه اړخیزه همکاري مهمه وبلله.

د یادولو وړ ده، چې اوزبیکستان هېواد ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر موخه د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د اوزبیکستاني بانګوالو د پانګونې جذب دی.

د اوبو او انرژي وزیر د پکتیا د شپږو ولسوالیو له قومي مشرانو سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ډنډ پټان، څمکنيو، جاني خېلو، لجه منګل، احمد خېل، ځاځي آریوب او مېرزکې ولسوالیو له قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد و ولسوالیو مشرانو د اوبو بند، برېښنا رسولو او اوبو رسولو پروژې د وزارت رهبري مقام ته وړاندیز کړې.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور دغو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دغه وزارت لخوا د هغوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د اوبو او انرژي وزیر د پکتیا له والي سره هم په راتلونکي کال کې پکتیا ولایت ته د اوبو د بندونو د دوو پروژو د پرانیستلو څخه خبر ورکړی وو.

لوړو زده کړو وزیر د خصوصي تحصیلي نهادونو له مسولینو سره د همغږۍ او ستونزو د حل په موخه ناسته کړې

د لوړو زده کړو وزارت وايي؛ شیخ نداء محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په تالار کې، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو هم شتون درلود، د خصوصي تحصیلي نهادونو استازو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د لوړو زده کړو وزیر په یاده ناسته کې د خصوصي تحصیلي نهادونو استازو ته ډاډ ورکړی، چې دغه وزارت په هر اړخیز ډول د یادو نهادونو ملاتړ کوي او د علمي ځواکمنتیا په برخه کې به لازمې اسانتیاوې ورته برابروي.

د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې د خصوصي تحصیلي نهادونو د ستونزو په نښه کولو او حل لپاره دوه اړخیزه کمېټه وټاکل شوه.

کابل کې دوو خصوصي راډيو ګانو ته د بیاځلې فعالیت اجازه ورکړل شوه

اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ په کابل کې بېګم او ځوانانو راډيوګانو ته، چې په کابل او نږدې ولایتونو کې یې په FM څپو نشرات درلودل، د نشراتي معینیت سره تر ژمنې وروسته، د اسلامي امارت او د ژورنالیزم اصولو په رڼا کې د بیاځلې فعالیت اجازه ورکړه.

 یاد وزارت وايي، د دغو دوو راډیوګانو فعالیت څه موده وړاندې د کار له جواز څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکارۍ له امله ځنډول شوی و.

اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو او خبریالانو ملاتړې اداره ده، نو په هېواد کې د ټولیزو رسنیو پر نشراتو د څار ترڅنګ  د اسلامي امارت نشراتي تګلارو، اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، افغاني کلتور  په رڼا کې ملاتړ کوي.

‌ مولوي بلال کريمي د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له ځانګړي استازي پل کلومن او د چین لپاره د یاد هېواد له سفیر ویبجورن ډایسویک سره په بیجینګ کې لیدنه کړې.

د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کريمي هغوی ته ښه راغلاست ویلی او د افغانستان په اړه یې د ناروې رول مثبت یاد کړی.

دغه راز مولوي بلال کريمي له ناروې هېواد سره په ډیپلوماټیکه ساحه کې تازه پرمختګ ستایلی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو او متقابل تعامل د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهم ګام بللی.

د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي پل کلومن ویلي؛ موږ تل هڅه کړې، چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره نژدې شي او هغه ننګونې او ستونزې حل کړو، چې په دې لار کې خنډ ګرزیدلې دي.

كلومن زیاته کړې؛ چې موږ له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، د کوکنارو کښت بزګرانو ته د بدیلو پروژو ، له بې وزلو سره د بشري مرستو او نورو بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو او مرستو ته دوام ورکوو.

نوموړي د ښې حکومتولۍ، اقتصادي پروژو، امنیت او نورو برخو کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه کړې او د لا پرمختګ او بهتره کېدو هیله یې و ښودلې.

په دې ناسته کې د یو شمیر نورو ګډو موضوعاتو په اړه هم خبرې او د نظرونو تبادله شوې.

ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان له لومړي وزیر سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال د اوزبیکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره لیدنه کړې.

د دغه لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو هوکړه لیکونو پر عملي کولو خبرې کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت بهرني سیاست ته په اشارې سره ویلي،؛ د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په اړه  د اسلامي امارت سیاست بې‌طرفه او د نه مداخلې پر اصولو ولاړ دی او له دوی څخه هم همدې اصل ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه لري.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کر، تولید، کارولو او قاچاق پر ضد جدي مبارزه کړې ده او  ګاونډیو هېوادونو ته یې د هغه د قاچاق مخنیوی کړی دی.

اسلامي امارت ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له دغه هېواد څخه دوی ته کوم تهدید نشته.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع بللې او اوزبیکستاني لوري ته یې بلنه ورکړې، څو د مزارشریف–هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې اوزبیکستان له ایران او چین سره نښلوي، پانګونه وکړي.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ په دې سره به له جنوبي اسیا هېوادونو، ایران او چین سره د تاشکند سوداګري پراخه شي او دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

همداراز ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګ لویې لارې د دویم تونل جوړولو په برخه کې هم تاشکند ته د پانګونې بلنه ورکړه.

نوموړي ویلي، د دې تونل له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلول کیږي او د سیمې په ترانزیټ کې اساسي رول لري.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال اوزبیک لوري ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت له اوزبیکستان سره ټولو امنيتي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختيا غوښتونکی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو هوکړو پر عملي کولو او همدا راز د کابل او تاشکند ترمنځ د بنسټيزو پروژو، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه پر ګډ کار کولو ټینګار کړی.

ورپسې د اوزبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، اوزبیکستان د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه له ټولو شریکو شوو طرحو ملاتړ کوي او د عملي کېدو له پاره به یې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکړي.

کابل او تاشکند په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډې همکارۍ په پراختیا ټینګار کړی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د ۱۴۰۳لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره په دویمه ګډه ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان او اوزبیکستان ملتونه دیني، تاریخي، کلتوري او قومي مشترکات لري او دغو بنسټیزو مشترکاتو د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خورا مثبت اغېز کړی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي او اړتیا ده چې دواړه لوري یې د لا پراختیا په موخه ګډ کار وکړي.

ښاغلي برادر اخوند د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د اوزبیکستان د مرکزي بانک له لوري د بانکي انتقالاتو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د افغانستان بانکي سکټور د ظرفیت لوړونې په برخه کې د اوزبیکستان پر همکارۍ، په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د دواړو هېوادونو له ملي پولي واحدونو څخه پر استفادې، په سرحد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي سیسټمونو پر ژر وصل، د ګډ بازار لپاره د توکو په انتقال کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د افغان سوداګرو پر وړاندې د سوداګریزو اجازه نامو له منځه وړلو، هغوی ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د سهولتونو پر رامنځته کولو، له اوزبیکستان سره د هایدرو کاربونونو او کانونو په برخه کې د شویو توافقنامو عملي پيل باندې ټینګار کړی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له اوزبیکستاني لوري غوښتي، څو د ۵۰۰  کیلو ولټ برېښنا مزي او افغان – ټرانس پروژې عملي چارې ژر پيل کړي.

اسلامي امارت په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

همدارنګه ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستاني پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته رابللي او هغوی ته یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی.

د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجه یوف په یادو برخو کې د اوزبیکستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، تاشکند په ټولو اقتصادي برخو کې له کابل سره د ګډ کار کولو لېوالتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د سوداګرۍ، ترانزیټ، د کانونو او صنعت په برخه کې د پانګونې، په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختیا او جوړولو، بانکي همکاریو او یوشمېر نورو اقتصادي برخو کې به د دواړو لورو  تخنیکي کمېټې خپل کار ته دوام ورکړي.