له کله چې اسلامي امارت هېواد کې بشپړ حاکم شوی په کرنیزه برخه کې د بېلابېلو لاسته راوړنو ترڅنګ په ټولیز ډول د کوکنارو کښت، پېر او پلور په بشپړ ډول منع شوی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر دې دمه د همکارو بنسټونو په ملاتړ يي پر بزګرانو څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۲۴۰ زره مټریک ټنه کیمیاوي سرې په ټول هېواد کې پر بزګرانو وېشل شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین په وینا؛ هېواد کې د کیمیاوي سرو پروسیس او تولید شپږ کارخونې فعالیت لري او هڅې روانې دي، چې دغه کارخونې زیاتې شي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په کرنیزه برخه کې د ماشینرۍ عصري او میکانیزه کولو برخه کې هڅې زیاتې کړي.
که څه هم یو شمېر بزګران چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د ورسره شویو مرستو خوښ دي خو له یاد وزارت څخه د کوکنارو د بديل کښت لپاره د لا زيات ملاتړ غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې د دوحې په درېیمه ناسته کې د بدیل کښت په اړه خبرې شوې وې او د سیمې هېوادونو له لورې هیله مندي ښودل شوې وه، چې له افغان کروندګرو سره د لاسنیوي او د افغانستان له کرنیز سکتور سره به د بدیل کښت په تړاو شوې ژمنې عملي شي.

