ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 740

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پراختیايي پروژو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د پراختیايي پروژو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، مرکزي رییسانو او د پراختیايي پروژو مسولینو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د بودیجې او پراختیايي پروژو د مصارفاتو په اړه د عمومي معلوماتو، د پراختیايي پروژو په برخه کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل تر پایه د احتمالي مصارفاتو، د پراختیايي پروژو د مسولینو له لوري د یو لنډ راپور ورکولو، په پروژه واره توګه د پراختیايي پروژو د مصارفو په اړه د تشریحاتو او د اړوندو ادارو ترمنځ لا زیاتې همغږۍ اړوند بحث او خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له اړوندو مسولینو غوښتي، چې خپلو مسولیتونو او زیاتې همغږۍ ته په پاملرنې شته بودیجه د پراختیايي پروژو په برخه کې په اغېزمنه توګه وکاروي، ترڅو هېوادوالو ته په معیاري توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.

بل لور د روغتیا په برخه کې د پراختیايي پروژو مسولینو د مصرف شوې بودیجې په اړه د راپورونو پر تشریح کولو سربېره خپلې ستونزې او وړاندیزونه د روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کي او د دوه اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د کډوالو وزارت له درېیو موسسو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

 کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ د انګلستان وارچایلډ، د بشري مرستو ټولنې او د ناروې کلیسا مرستې موسسو سره د درې میلیونه،۹۴۶ زره او ۱۰۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ دغه موسسې به پورتنۍ پیسې په هرات، بادغیس، فراه، خوست او کونړ ولایتونو کې د نغدي مرستو، ښوونیزوکڅوړو، خدمتونو او ناستو ترسره کولو، خوراکي توکو، ژمنیو کڅوړو او سرپناه جوړولو په برخو کې ولګوي.

د یاد وزارت په وینا، له دې مرستو څخه به ۵۲۶ کورنۍ او ۳۶ زره او ۲۴۴ کسان ګټه واخلي.

 دا هوکړه لیکونه د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د استازو له لوري لاسلیک شول.

کابل کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام ولسي غونډه وشوه

کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام ولسي غونډه په داسې حال کې تر سره شوه، چې پر مهال یې د یاد وزارت وزير ملا نور الله نوري، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د بېلابېلو رياستونو رییسانو، د کابل والي ملا امين الله عبيد، د رسنيو استازو او د اسلامي امارت مشرانو ګډون درلود.

په غونډه کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد ګډونوالو ته وویل؛ نن د کفر او استبداد وريځې ټولې شوې، له مشرق نه تر مغربه ټول افغانان د يووالي په ټغر سره ناست دي.

ښاغلي احمد د تېر ۲۰ کلن جهاد په دوران کې د افغانانو قربانۍ وستایلې او دا نظام یې د خلکو نظام یاد کړ.

نوموړي د کابل له ولسونو وغوښتل، چې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي ترڅو د حل لپاره يې اړونده مسؤلينو ته ورسوي.

همداراز غونډه کې د کابل ولايت د بېلابېلو ولسواليو او ناحيو قومي مخورو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او له اسلامي امارت څخه یې مننه وکړه، چې له توپير پرته د قومونو ترمنځ د يووالي او هوسا ژوند برابرولو هڅې کوي.

يادو قومي مشرانو د اسلامي امارت له مسولينو سره د خپلو ستونزو د شريکولو ترڅنګ پر هغوی غږ وکړ، چې د ولسونو مشکلاتو ته دې د حل لارې چارې ولټوي.

دوی په تېره ۲۰ کلنه دوره کې د خپلو قربانيو په څرګندولو سره ډاډ ورکړ، چې که اړتيا شوه بيا هم د دې نظام د بقا لپاره هرې قربانۍ ته تيار دي.

قومي مشرانو د ښوونځيو، مدارسو، سړکونو، روغتونونو، د څښاک پاکو ابو او کاري فرصتونو برابرول غوښتنه هم وکړه.

د غونډې په پای کې د سر حدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې افغانان د دين له برکته زړور، باتور، باشهامته او د قوي ايمان درلودونکي خلک ياد کړل.

هغه د اسلامي امارت ازداي د دې ولسونو د ايماندارۍ، قربانيو او لوړ همت ثمره وبلله ويې ويل، د افغانستان د فتحې اساس د افغانستان ولسونه دي او په تېرو قربانيو، جهاد او فتحه کې ټول افغانان شامل دي.

نوموړي خلکو ته ورياده کړه د غيرت، زړورتيا او شهامت په کيسو مو نور خلک کتابونه ليکي نو خپل دښمن په پوره معنا وپيژنئ ويښ و اوسئ خپل دين، عقيده او فکر مو سالم وساتئ.

ښاغلي نوري د خپلو خبرو په پای کې وويل؛ شعار مو اسلامي سیاست دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې مخ ته ځو، له کفري هېوادونو سره د اسلامي اصولو پر بنا سلوک کوو او له ټولو هېوادونو سره مو هره راکړه ورکړه د اسلامي شریعت په اساس ده.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ولس غوښتنو ته پاملرنه خپل مسولیت ګڼي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خوست کې د نیازي قوم له یو شمېر علماو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د نیازي قوم مخورو او علماو د یو لړ مسایلو په هکله خپلې مشورې او نظرونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریک کړل او د اسلامي امارت د مشرانو لخوا یې د خلکو د غږ اورېدو له امله خوښي څرګنده کړه.

مولوي عبدالکبیر د وینا پر مهال د خلکو غږ اورېدل د حکومت مسولیت یاد کړی او ویلي یې دي، په تېرو جهادي دوره کې د خوست ولس د خورا ډېرو تکلیفونو او قربانیو په ورکړې سره د اسلامي نظام په راتګ کې مهمه ونډه لري.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د علماو او قومي مشرانو سلا مشورو ته اړتیا لري او اسلامي نظام خپلې چارې د ولس په مشوره مخکې وړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا، اسلامي امارت د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډونه له منځه وړي او نړۍ هم پوهيدلې چې اسلامي امارت د افغانانو ښه استازولي کولی شي.

د اوبو او انرژي وزارت او د ترکمنستان هېواد د پلاوي ترمنځ د TAP پروژې په اړه دوه اړخیزه ناسته شوې

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب، د ټاپ نړېوالې پروژې د ډيپارټمنټ رییس مراد آرتیکوف، په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف، د یاد وزارت د یو شمېر رییسانو او د ترکمنستان هېواد د یو شمېر مسولینو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

ناسته کې د اوبو او انرژي وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د مخینې او د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ ستایلي دي او د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او دوام یې ټینګار کړی.

ښاغلي منصور د ترکمنستان-افغانستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي پروژې له پرمختګ څخه په ښه توګه یادونه کړې او همدارنګه د TAP  نړیوالې پروژې ارزښت ته په اشارې سره د هغې د عملي چارو پر چټکوالي باندې ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د دغې پروژې د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی لري او د پروژې له نورو اړخونو څخه هم تمه لري چې ډېر ژر د همغږي او تخنیکي غونډو په ترسره کولو سره د دغې پروژې عملي چارو د پيل په موخه زمینه چمتو کړي.

په ورته مهال، د ټاپ نړیوالې پروژې د ډيپارټمنټ رییس مراد آرتیکوف هم د دغې پروژې د پلي کولو لپاره د ترکمنستان هېواد د بشپړ چمتووالي په هکله خبر ورکړی او یادونه یې کړې، چې د دې پروژې د چارو د پرمخ وړلو په موخه د لارې د یوې نقشې مسوده یې هم چمتو کړې، ترڅو د تصویب او وروستي کولو وروسته له هغې سره سم عملي ګامونه پورته شي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې په افغانستان کې د ټاپ پروژې سکرټریت د رامنځته کېدو په هکله هم بحث او د اندونو تبادله شوې او د دواړو لورو د تایید وړ هم وګرځېده.

همدارنګه هوکړه شوې، چې په نږدې راتلونکې کې درې‌ واړه هېوادونه (ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) به د ټاپ پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړي.

ننګرهار کې ۴۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو وزارت وايي؛ د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ په پيښه سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر ۴۵ کلنه اوږده شخړه چې له امله يې يو کس وژل شوی څو تنه ټپيان او ښکېلو خواوو ته يې ګڼ مالي زيانونه اوښتي وو، حل شوه.

دغه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو رییس قاري رحمت الله غازي عمر په مشري د قومي مشرانو، علماوو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د يوې قومي جرګې په ترڅ کې حل شوه.

همدارنګه، مرکچيانو له ښکېلو غاړو څخه عام وتام واکونه واخیستل، چې له ښه غور او بحث وروسته دواړه خواوې سولې ته راضي شوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د احصایې ملي له ادارې مالي او اداري مرستیال سره لیدنه کړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د احصایې ملي ادارې له مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یادې ادارې د پېژندنې، برېښنایي پېژندپاڼې، د هېوادوالو او د پیژندپاڼې د نوبت ورکولو پر سیسټم او ورته نورو موضوعات خبرې شوي.

مولوي نجیب الله حیات حقاني اوسني وخت کې د سیستمونو پر کارونې او د هغې پر اهمیت خبرې کري او ویلي یې دي؛ اوس مهال له هر وخت ډېر له وسایلو او تخنیک پرته کار کول ستونزمن دی او مونږ باید پرمختللي سیسټمونه ولرو، چې پر مټ یې هېواد کې امارتي برخو سربېره عامو هېوادوالو ته پرې چوپړتیاوې وړاندې کړو.

دغه‌راز د احصایې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني مننه کړې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونه ورسره وخت په وخت د ستونزو په حل او د سیستمونو په حفظ او مراقبت کې همکار پاتې شوي او مرسته یې کوي.

مولوي عبدالسلام حقاني ویلي؛ اوس مهال دوی یو شمېر سیستمونو ته اړتیا لري، چې له مخې یې د دوی چارې ګړندۍ او سهولتونه ورسره منځته راتلی شي.

نوموړي زیاته کړې؛ دوی د پخوانی سیسټم اپګرېډ (ارتقا) ته اړتیا لري او په دې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرسته اړینه ده، چې یاد سیستم کولی شي د هېواد داخلي څانګو سربېره بیرون مرزي خدمات وړاندې کړي چې د مسافرو هېوادوالو ډېری ستونزو حل ورپورې تړلی دی.

د عبدالسلام حقاني په خبره دوی له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه د هېوادوالو د هویت تثبیت، برېښنایي پیژندپاڼې او د برېښنایي پیژندپاڼې د نوبت ورکولو د سیستمونو د رامنځته کول، ارتقاء او په سیستم کې د نویو سهولتونو د ډېرولو غوښتنه کوي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني داحصایې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال او پلاوي ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي پرسونل او د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست به له دوی سره د نویو سیستمونو په جوړولو او همداراز د ځینو هغو سیستمونو چې اپګرېډ (ارتقاء) ته اړتیا لري پوره همکاري کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې برخه کې به یادې ادارې ته تخنیکي ټیم هم لېږل کېږي څو د سیستم د سمې کارونې په موخه د دوی همکاران بلد کړي.

همدارنګه مولوي نجیب الله حیات حقاني د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس استاد پوهنیار عبدالرحمن ساپي ته یادې ادارې سره د سیستمونو په جوړولو او او اپګرېډ کولو په موخه لارښوونه کړې او په دې برخه کې یې سپارښتنه ورته کړې، چې د دواړو لوریو دې یو ګډ ټیم جوړ او وروستۍ پایله دې له مقام سره د هدایت د اخیستو په موخه شریکه کړي.

پوهنیار عبدالرحمن ساپي ډاډ څرګند کړی، چې د مقام د لارښوونې له مخې به د احصایې ملي ادارې د د نویو اړتیاوو په اساس د سیستمونو جوړولو ته اولویت او د یو منظم پلان له مخې به په پلي کولو کې پوره مرسته او همکاري کوي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د پورته ذکرشویو سیستمونو حمایوي چارې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت لخوا وړاندې کیږي، ترڅو هېوادوالو ته د خدماتو په ورکړه کې موثر رول ولوبوي.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه ۱۵۱ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي؛ د دې وزارت اړونده د بېلابېلو قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۱۵۱ تنه ځوان افسران د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه‌ایز ملاتړ او جګړه‌ایزو تامیناتو ښوونځیو د بېلابېلو څانګو له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله مدني په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ تاسو د اعداد له یوې برخې څخه فارغ شوي یاست، نو هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې د عصري ټکنالوژۍ او وسایلو کارول هم زده کړئ.

په ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ډاډ ورکړی، چې د خپل سر او وینو په بدل کې له اسلامي نظام او هېواد څخه ساتنه کوي.

همدارنګه مراسم فارغانو ته د مسولینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته رسېدلي دي.