ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 739

د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو، د قاچاق مخنیوي په اړه د ریاست الوزرا عالي مقام حکم!

د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو، د قاچاق مخنیوي په اړه د ریاست الوزرا عالي مقام حکم!

د حکم ګڼه:۴۰۸۸ نېټه: ۲۶/۰۷/۱۴۴۶ هـ ق

(۱) ټولو سوداګرو، صرافانو او د قیمتي ډبرو کاروباریانو او ټولو هېوادوالو ته لارښوونه کېږي، چې لاندې موارد عملي او په جدي توګه رعایت کړي: ۱- ټول هېوادوال دې د راکړې ورکړې پر مهال افغانۍ وکاروي.

۲- هېڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ زیات او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې له ۵۰۰ زیات ډالر په نغدي ډول له ځان سره ولېږدوي.

۳- که څوک له پورته اندازې څخه ډېر ډالر ولېږدوي، سرغړونکو ته به يې: – د هر یو میلیون ډالرو د لېږد په مقابل کې یو کال،

– تر یو میلیون کم د هر سل زرو په مقابل کې یوه میاشت او په دويم بند کې له ذکر شوې اندازې څخه پورته تر سل زرو ډالرو پورې لېږدونکی شخص به تر لسو ورځو پورې زنداني کيږي.

۴- هغه اسعار او سره زر چې له سرغړونکو څخه نیول کېږي، هغه به د ریاست الوزرا تر لزوم دید پورې د افغانستان بانک کې ساتل کېږي. ۵- هېواد ته د سیمې د هېوادونو اړوند اسعار راوړل ممنوع دي.

(۲) له هېواد څخه بهر د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسولیت دی.

د افغانستان اسلامي امارت

د ریاست الوزرا عالي مقام

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۷/۲۷هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له لس کورنیو سره ټولې۷۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۱۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۱۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۵۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۵۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره ټولې۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۰ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۲ کورنیو سره ټولې۴۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، کندوز او کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۱۸ کورنۍ او ۴۶۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۹ کورنۍ او ۵۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۳۱ عدده

اوچا: له تېرې دوشنبې راهیسې له ۳۷۶ زره ډېر فلسطینیان د غزې شمال ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، چې د تېرې دوشنبې راهیسې له ۳۷۶ زره ډېر فلسطینیان د غزې شمال ته ستانه شوي دي.

تېره دوشنبه غزه کې د نسل وژنې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي رژیم د اوربند هوکړې پر بنسټ سلګونه زره فلسطینیان د دې تړانګې شمال ته روان شول.

د جګړې له پیل وړاندې ۱۵ میاشتې مخکې ګڼ فلسطینیان د غزې په شمال کې اوسېدل، چې تر ټولو ډېر یې د غزې ښار پر شاوخوا راټول وو. دا سیمه بیا د اسرائیلي رژیم تر سختو بریدونو لاندې هم وه او د جګړې له پیل سره سم یې ځایي اوسېدونکو ته د خپلو کورنو د جبري پرېښودو او د غزې په مرکز او سویل کې خوندي سیمو ته د تللو امرونه وشول.

په غزه کې د شاوخوا ۲.۳ میلیونه نفوس ډېری برخه بې‌ځایه او کډوال شول.

شمال ته بېرته تلونکي فلسطینیان وايي، چې دا سیمه له پېژندلو وتلې او زیاته برخه یې ویجاړه شوې ده.

یوه فلسطیني کډوال، چې له څو میاشتو جبري بې‌ځایه کېدو وروسته د غزې په شمال کې خپلې سیمې ته ستون شوی، اسوسیټډ پرس ته ویلي: “زه قسم کوم چې کله دلته را ورسېدم، هېڅ ځای مې هم نه ونه پېژانده.”

د اسرائیلي یرغلګرو له ۱۵ میاشتنیو بریدونو او بمباریو وروسته غزه په پخواني حالت نه ده پاتې او اټکل کېږي، چې نږدې ۶۰ سلنه ودانۍ یې ویجاړې او یا زیانمنې شوې دي؛ تر ټولو ډېر د غزې ښار زیانمن شوی، چې ۷۴ سلنه ودانۍ یې له منځه وړل شوې دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۷ زره او ۳۵۴ فلسطینیان شهیدان شوي او نږدې ټول فلسطینیان له یوه ځایه بل ځای ته حتا څو-څو ځله کډوال او بې‌ځایه شوي دي.

پر دې سربېره په دې بریدونو کې ۱۱۱ زره او ۵۶۳ کسان ټپیان شوي هم دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د شوراندام سیمنټو کارخونې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند تېره ورځ (د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په نهمه نېټه) د کندهار شوراندام سیمنټو کارخونې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه کارخونې له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او اړوندو مسولینو ته یې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

د دغه کارخونې د جوړولو چارې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خصوصي شرکت ته سپارل شوي، چې اوس یې کارونه په چټکۍ سره روان دي او شاوخوا اته میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.

 د یادې کارخونې په لومړۍ مرحله کې به د سیمنټو تولیدي ظرفیت په ورځني ډول یو زر او ۵۰۰ ټنه او په راتلونکي کې به یې د تولید کچه پینځه زرو ټنو ته ورسېږي.

د دغه کارخونې په جوړېدو سره به د سیمنټو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راشي او ورسره به شاوخوا پینځه زره هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت څه موده وړاندې د یتیم تاق او د لوګر سیمنټو کارخونو د جوړولو قراردادونه هم له افغان او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.

د ناروې کمېټې عمومي مشر د شهیدانو او معلولینو چارو له وزیر سره لیدنه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د په خپل کاري دفتر کې د ناروې کمېټې له عمومي مشر تاریا واتردال او پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ملا عبدالرزاق اخوند، د مالي او اداري چارو عمومي رییس مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رییس مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو چارو رییس مولوي محمد موسی صدیقي او د بهرنيو اړیکو او پلان رییس ملا صدوخان حق شناس هم شتون درلود.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ناروې کمېټې هڅې ستایلي.

همدارنګه نوموړي د یادې کمېټې له عمومي مشر څخه غوښتي، چې د دې وزارت اړوند د معلولینو د بیاځواکمنتیا ریاست سره معلولیت لرونکو وګړو ته د مصنوعي غړو جوړونې، فزیوتراپي او نورو برخو کې او همداراز د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز سره یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

په ورته مهال د ناروې کمېټې عمومي مشر تاریا واتردال په افغانستان کې د ناروې کمېټې له لوري معلولینو سره د ترسره شويو مرستو او د یادې موسسې د فعالیتونو په هکله مفصل معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ د ناروې کمېټې معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې څلور مرکزونه جوړ کړي دي، چې په یادو مرکزونو کې هغوی ته د مصنوعي غړو جوړولو، فزیوتراپي، د ویلچرونو وېش او په نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو چې دې اړمن قشر ته د خدمتونو وړاندې کولو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوو، تر څو معلولین وکولی شي له خدمتونو څخه په منظم ډول برخمن شي.

د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رییس ویلي؛ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مؤثر خدمتونو وړاندې کول یو ګډ مسولیت دی او د ټولنې دې قشر ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ناروې کمیټې ترمنځ یې د هر اړخیزې همکارۍ د رامنځته کولو ډاډ ورکړی.

همداراز د بهرنيو اړیکو او پلان رییس ملا صدوخان حق شناس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ناروې کمېټې ترمنځ د معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک په طی مراحل او لاسلیک کولو ټینګار کړی او کومې ستونزې چې د هوکړه لیک د لاسلیک کولو په برخه کې شتون درلود هغه یې د ناروې کمېټې له عمومي مشر سره شریکې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر خوست کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزېر مولوي عبدالکبیر په خوست کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزېر مولوي عبدالکبیر د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو له ریاست څخه د لیدنې پر مهال د یادې ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه او کارکوونکو ته یې ډاډ ورکړ، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کار کوونکي به د پخوا په څېر خپلې دندې مخکې وړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د وزارت مسوولین او کارکوونکي د باور وړ او د ښه ظرفیت لرونکي کسان دي او هڅه به وکړي چې د هغوی له تجربو ګټه واخیستل شي.

نوموړي د اسلامي امارت د اصولو پر ښه پلي کېدو ټېنګار وکړ او د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري اړمنو ته یې د ښو خدمتونو سپارښتنې وکړې.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له یوې جاپانۍ موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او د AAR Japan خیریه موسسې ترمنځ د ۵۰۲ زره او ۲۹۶ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شوه.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د AAR Japan  خیریه موسسې له رییس محمد بشیر باصر سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک یې ورسره لاسلیک کړی.

په دې ناسته کې ملا نورالدین ترابي د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ویلي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې تل هڅه کړې چې د هغو موسسو سره همکاري وکړي چې په بشري چارو کې فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړې، له موسسو څخه تمه کوو ترڅو د زیاتو مرستو په جذب اومستحقینو ته یې په شفافه او پر وخت وېش کې لا زیاتې هڅې وکړي.

همدارنګه، د AAR Japan موسسې رییس محمد بشیر باصر د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له همکارۍ او د موسسو د ستونزو د هوارولو په برخه کې د هغه له جديت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، د دې موسسې کارکوونکي په مرکز او ولایتونو کې له مرسته کوونکو ادارو سره بشپړه همکاري کوي.

د یادونې وړ ده، چې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به یاده موسسه د ۵۰۲ زره او ۲۹۶ ډالرو په ارزښت د کابل ښار او د زابل ولایت په شملزایي، شینکي، نرنګ او جلدک ولسوالیو کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ورکړي.

یاده پروژه درې اساسي برخې لري؛ په ټولنه کې د چاودېدونکو توکو په اړه د ښوونې او روزنې سیسټم رامنځته کول، د رسنیو او ښوونیزو موادو له لارې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي وړاندې کول او په ټولنه کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په اړه د ښوونیزو فعالیتونو د اغېزمنتیا ارزونه، چې په پلي کېدو سره به یې په یادو برخو کې هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د سعودي عربستان هېواد له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابیلو برخو کې د اړیکو په پیاوړتیا او د راتلونکي ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج پروسې د اسانتیاوو په موخه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، فیصل بن طلق البقمي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په کابل کې د ده د نوې ماموریت (ډیپلوماسۍ) د پېل په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر مخېنه، د اسلامي هېوادونو په یووالي، او له اسلامي امارت سره د اړیکو د لا پراخیتا په برخه کې بشپړ بحث کړی.

ښاغلي ثاقب همداراز ویلي، سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د یووالي او د مسلمانانو د راټولیدلو مهم ادرس دی او د نورو اسلامي هېوادونو ترڅنګ یې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرسته او همکاري کړې ده.

نوموړي په ځانګړي ډول د حج او عمرې په برخه کې هغه اسانتیاوې چې دوی یی د حاجیانو او معتمرینو  لپاره برابروي د ستاینې وړ بللي او غوښتنه یې کړې، چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د حاجیانو سهمیه زیاته کړي، د عمرې په چارو کې لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي او په سعودي عربستان کې د افغانستان هغه اوقافي ځمکې چې د حرم شریف په پراخوالي کې داخلي شوې دي په عوض کې حرم شریف ته نږدې بدیل ځمکه یا ودانۍ راکړي.

ورپسي فیصل بن طلق البقمي د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د غوښتنو او وړاندیزونو د عملي کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او د خپلو خبرو په دوام یې د اسلامي امارت په کړنو او لاسته راوړنو خوښي ښودلې.

نوموړي زیاته کړې، موږ د افغانستان له اسلامي امارت سره  ښې او مثبتې اړیکې غواړو او په راتلونکي کې به د دغو اړیکو د پیاوړیتا لپاره په ګډه کار وکړو او همداراز یې د حج پروسې په وروستیو کلونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د ښه مدیریت او هلته د حج په چارو کې له ښکیلو ادارو سره د ښې همغږۍ ستاینه کړې .

د تېرې ادارې د چارواکو او زورواکو له لوري د مصرف شوې برېښنا ۳۲۲ میلیونه افغانۍ پورونه راټول شوي

د افغانستان برېښنا شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د پخوانۍ ادارې د سیاسي څېرو او زورواکو له لوري د مصرف شوې برېښنا ۳۲۲ میلیونه افغانۍ پورونه راټول کړي دي.

د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي؛ له هغو پوروړو سره چې په یو ځل د خپلې برېښنا پورونه نه‌شي تحویلولای، په څو قسطونو کې د پورونو د تادیې په تړاو هوکړه شوې ده.

د ښاغلي میوندي په وینا؛ د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې له کورنیو سرچینو څخه څه باندې ۵۵۰ میلیونه او ۸۵۳ زره کیلو واټه برېښنا تولید او عرضه شوې ده.

له بلې خوا د کابل ښار یو شمیر اوسېدونکي د برېښنا شرکت له لوري د پورونو راټولول ستایي او وایي؛ هغه کسان چې د خپلې برېښنا د لګښت پیسې نه تحویلوي باید قانوني چلند ورسره وشي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې ادارې یو شمېر زورواکو د مصرف شوې برېښنا پیسې د دولت خزانې ته نه دي تسلیم کړې او برېښنا شرکت تازه د پورونو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه شوې

د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې مسولینو ته د ورسپارل شویو دندو، اجرات او فعالیتونه ارزول شوي دي.

وروسته د تولیدي او وارداتي خوراکي توکو او درملو د کیفت کنټرول د څرنګوالي، د ناقانونه خوراکي توکو او درملو د وارداتو د مخنیوي، د غیرمعیاري خوراکي توکو د تولید د مخنیوي، د غیر معیاري درملو او خوراکي توکو د وارداتو د مخنیوي، د غذايي مصونیت د تامین، د پریفورم الزامي کولو، د محصول د بشپړ لیبل او د لابراتواري کیفیت د تجزیې کنټرول د سند ترڅنګ د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د پیاوړتیا او د ټکنالوجستانو د روزنې په اړه هر اړخیز بحث ترسره او په هکله یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د غونډې په پای کې په مرکز او ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو د تولید او وارداتو اړوند ادارې مکلفې شوې چې د یادو برخو دقیقه څارنه وکړي.