ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 738

احمد الشرع په رسمي ډول د سوریې د انتقالي دولت مشر وټاکل شو

د سوریې د دولتي خبري اژانس “سانا” د راپور له مخې، ابو محمد الجولاني (احمد الشرع) په رسمي ډول د دې هېواد د انتقالي دولت د مشر په توګه ټاکل شوی.

نوموړی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د هیت تحریر الشام او د سوریې د جهادي غورځنګونو مشرانو ګډون پکې کړی و، د انتقالي دولت د مشر په توګه معرفي شوی دی.

په دې مراسمو کې د اسد د پخواني رژیم اړوند امنیتي ادارې لغوه اعلان شوې.

د سوریې نویو چارواکو ویلي، چې د هېواد د ازادۍ په څېر یې د پرمختګ او بیا جوړولو پياوړی هوډ لري.

هیت تحریر الشام د احمد الشرع په مشري د ۲۰۲۴ کال ډسمبر میاشتې پر ۸مه د سوریې پلازمېنه دمشق ونیو او د اسد رژیم ته یې د پای ټکی کېښود.

کابل ښاروالۍ د وروستیو پینځه میاشتنیو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د کابل ښاروالۍ د دې ادارې د وروستیو پینځو میاشتو د مهمو لاسته راړونو په اړه د حکومت د رسنیو په مرکز کې رسنیز کنفرانس ورکړ.

د یاد کنفرانس په پیل کې د کابل ښاروالۍ د پلان پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس محمد قاسم افغان خبرې وکړې او ویې ویل؛ په ۱۴۰۳ کال کې کابل ښاروالۍ په خپل پراختیايي پلان کې ۱۶۵ ټولګټې پروژې پلان کړې وې چې، د پلي کولو چارې یې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه؛ د ۱۴۰۴ کال په پرمختیايي پلان کې د تخنیکي او فني مشورو پر بنسټ ۲۵۸ پروژې په نظر کې نیول شوې دي چې، ۶۸ پروژې په کابل ښار کې د سړکونو جوړولو ته ځآنګړې شوې دي او په پراختیايي پلان کې د ۱۴۰۳ کال څخه را انتقال شویو ۷۸ پروژو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

ورپسې د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې وویل؛ د ۵۴ کیلو متره اصلي او فرعي سړکونو او کوڅو جوړول په تېرو پینځو میاشتو کې د کابل ښاروالۍ مهم فعالیت وو چې، د قیر، کانکرېټ او د تیږو فرش په بڼه جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ ۴۳ کیلومتره سړکونه بیارغول شوي دي، د دوه زره او ۳۱۶ مترو په اوږدوالي د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت لپاره نوي کانالونه جوړ شوي، نږدې ۱۰۰ زره نیالګي د خزاني کمپاین په لړ کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا په موخه کینول شوي او د ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۳۷۲ مټریک ټنه کثافات راټول او له ښاره د باندې لېږدول شوي.

د ښاغلي بارکزي په وینا، د پراختیايي پلانونو د تطبیق په موخه ۱.۶ میلیاده افغانۍ د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته د بدیلو حقونو په توګه ورکړل شوې دي.

د مرکز ګرمۍ سیسټم د شتون او فعالوالي په موخه له ۳۱۶ ودانیو څخه څارنه شوې، د دوه زره او ۳۸۷ اصنافو له حفظ الصحې څارنې شوې، ۷۸ ټنه بې کیفیته او تیر وخته توکي لمنځه وړل شوي، لښتیو او کابل سیند ته د ۱۲۲ مورده فاضلاب لارې بندې شوې دي، په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاري نظم څارل شوی.

نعمت الله بارکزي ووویل؛ په بازارونو کې د نرخنامې له تطبیق او څرنګوالي څارنه شوې، په علاءالدین پارک کې یو کتابتون او د لمانځه ځای جوړ شوی، د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه ۹۰۰ ویډیويي کلپونه جوړ شوي، او د ګمارنې پروسې له لارې د کابل ښاروالۍ په ۳۷۴ خالي بستونو کې وړ کسان ګمارل شوي دي.

ښاغلي بارکزي دغه راز زیاته کړه، کابل ښاروالۍ له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو توانېدلې ده، چې ښاریانو ته غوره ښاري خدمتونه وړاندې کړي او د ښار په کچه مهمې ټولګټې پروژې پلې کړي.

نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې له کابل ښاروالۍ سره د پروژو په پلي کېدو کې همکار و اوسي ترڅو د یوه ښایسته او اباد کابل ښار شاهدان و اوسو.

د هېواد د اقتصادي وضعیت هر اړخیزه ارزونه؛ کورني اقتصادي عوامل په عادي حالت کې قرار لري

مالیې وزارت وايي؛ دې وزارت د افغانستان د موجوده اقتصادي وضعیت ارزونه کړې، چې له مخې یې د هېواد اقتصادي وضعیت په عادي ډول ښودل شوی دی.

په دې اړه جوړې شوې غونډه د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ، د یاد وزارت د مالي مرستیال او د مالي پالیسۍ برخې د کارپوهانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د ملي سوداګرۍ، بهرنیو بشري مرستو، د پولي واحد (افغانۍ) پر ارزښت او پر ملي اقتصاد باندې د بهرنیو سیاسي بدلونونو او رسنیزو ناسمو تبلیغاتو په تړاو هر اړخیز او تخصصي بحثونه شوې دي.

په غونډه کې روښانه شوې، چې د هېواد د سوداګرۍ (وارداتو او صادراتو) بهیر له کومې ستونزې پرته په ښه حالت کې دی، بانکي سيکټور باثباته دئ، ملي عواید په شفاف ډول راټولېږي او د نظام اړین لګښتونه په عادي ډول له ستونزي پرته تادیه کېږي.

یاد وزارت زیاتوي؛ دا چي له تېرو څو ورځو راهیسي د هېواد د پولي واحد ارزښت د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول د ډالر پر وړاندې څه نا څه ټکنی شوی دی، عوامل یې په لویه کچه کورني او بهرني منفي تبلیغات ګڼل کېږي، چې د افغانۍ ترڅنګ یې د سیمي او نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو د پولي واحدونو پر ارزښت هم منفي اغېزه کړې ده او دا چاره د هېواد د منفي اقتصادي وضعیت ښکارندویي نه کوي.

د دې وزارت په وینا؛ په ټوله کې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په برخه کې کورني اقتصادي عوامل په عادي حالت کې قرار لري او یاد عوامل د پولي واحد د تلپاتي ارزښت ساتلو هڅو ته دوام ورکوي، چې د مالیې وزارت به له اړوندو امارتي ادارو سره په ګډه په راتلونکي کې هم د ملي اقتصاد او پولي واحد د با ثباته ساتلو په برخه کې خپل مکلفیتونه په جدي ډول ترسره کوي؛ تر څو د بهرنیو عواملو پرته په خپلواک ډول د هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی پاتي وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال د خبریالانو پر ملاتړ ټینګار کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس مولوي احمدالله متقي سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس د یادې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د خپرونو چارو مرستیال ته وړاندې کړ او د ياد رياست ستونزې او غوښتنې یې ورسره شریکې کړې.

مولوي مهاجر فراهي د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل، دا موضوعات به د حل په موخه د وزارت له مقام سره شریک کړي.

 همداراز نوموړي د اتفاق اسلام ورځپاڼې د پیاوړتیا خبر ورکړ او زیاته یې کړه؛ د وزارت په کچه هڅې روانې دي، ترڅو د دې ورځپاڼې کیفیت ښه شي او تیراژ یې زیات شي.

 ښاغلي فراهي د خبریالانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل؛ د ویاندویانو او مطبوعاتي مسولینو لپاره د سمینارونو په ترڅ کې پر دې ټینګار شوی، چې خبریالانو ته ځوابونه او پر وخت اطلاعات ورکړل شي.

 په دې لیدنه کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې پراختيا، ولسوالیو ته د کتابتونونو جوړول، د بهرنیو ګرځندویانو لپاره د ځانګړي هوټل جوړول، د نړیوالو نندارتونونو د جوړولو اسانتیاوې برابرول او د تاریخي ابداتو لپاره د ځانګړي بودیجې ځانګړې کول له مهمو موضوعاتو څخه وو، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو له مرستیال سره شریک شول.

روزګان کې ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت وايي؛ د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۱۵ کلونو هغه اږده شخړه پای ته ورسېده، چې له دواړو لوريو پکې يو کس وژل شوی و او د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ يې ترمنځ ژور اختلافات موجود وو.

د دغه شخړې د حل په موخه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو په مشري ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځايې خلکو يوه لويه غونډه جوړه کړه، چې سلکونه خلکو په کې ګډون درلود.

د غونډې پرمهال علماوو د روغې جوړې پر اهميت او يووالي خبرې وکړې او د دښمنۍ په نا وړه پايلو يې خلک وپوهول، چې په همدې سره يې ښکېل لوري يو بل منلو ته راضي کړل او د ورورۍ غاړې يې سره وکړې.

د يادو دواړو کورنيو مشرانو د جرګې په منصفانه پرېکړه د خوښۍ په څرګندولو سره د اسلامي امارت له مسولينو مننه وکړه، چې په وينا يې د دوی د شخړې په هواري کې يې نه سړې کېدونکي هلې ځلې وکړې.

مولوي عبدالکبیر د خوست ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې؛ اسلامي امارت د ولس قربانۍ نه هېروي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خوست کې د ځدراڼو له یو شمېر قومي مشرانو او علماو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ځدرانو قومي مخورو او علمای کرامو په هېواد کې د اسلامي نظام د راتګ په برخه کې د اسلامي امارت د مشرانو هڅې ستایلي او ډاډ یې څرګند کړی، چې په هر حالت کې به د حکومت تر څنګ ولاړ وي.

مولوي عبدالکبیر په خوست کې له مېشتو ولسونو سره په لیدنو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، افغان ولس د سپېڅلو موخو په لرلو سره دښمن له ماتې سره مخ کړ.

نوموړي زیاته کړې، افغانانو په سختو حالاتو او تش لاس د دین خدمت ته شا نه ده کړې او د کډوالۍ سربېره یې د جهاد فریضه ادا کړې ده.

 مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د ولس قربانۍ نه هېروي، د شهیدانو له هیلو سره سم اشغال پای ته رسیدلی او اسلامي نظام حاکم دی.

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ابرومندانه اړیکې غواړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو نېکو او ابرومندانه اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په متوازن سیاست پر مخ ځي او د سیمې د هېوادونو په څېر د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازنو اړیکو پر بنسټ تعامل غواړي.

مولوي امیرخان متقي ټینګار کړی؛ موږ نه غواړو چې افغانستان دې د نړۍ د زبر ځواکونو د سیالیو مرکز وي، بلکې غواړو چې افغانستان د نړۍ د اتصال په مرکز بدل شي.

د بهرنیو چارو وزیر د جرمونو نړیوالې محکمې د یوه څارنوال د غوښتنې په اړه ویلي، چې دا غوښتنه ناعادلانه ده او دا ډېر د افسوس ځای دی. هغه وخت چې افغانستان کې د ورځې په سلګونو هېوادوال شهیدان او زخمیان کېدل، په کورونو یې چاپې وهل کېدی، زورواکو شخصي زندانونه درلودل، خو هغه کسان نه مجازات کېږي؛ په مقابل کې د هغو خلکو د نیولو غوښتنه کېږي، چې یادو ټولو ناخوالو ته یې د پای ټکی کېښود.

د نوموړي په وینا؛ دا ډول موضوعات په اسلامي امارت هېڅ ډول تاثیر نه‌لري او ښايي دوام هم ونه کړي.

ښاغلي متقي افغانستان ته د ایران د بهرینو چارو د وزیر سفر ته په اشاره ویلي؛ افغانستان ته د نورو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو سفرونه څرګندوي، چې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې پياوړې شوې دي.

پر دې سربېره اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تل په دوه اړخیز تعامل او نېکو اړیکو ټینګار کړی او له دوی څخه یې هم د ورته تعامل غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم به د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد ونه کارول شي.

د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو، د قاچاق مخنیوي په اړه د ریاست الوزرا عالي مقام حکم!

د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو، د قاچاق مخنیوي په اړه د ریاست الوزرا عالي مقام حکم!

د حکم ګڼه:۴۰۸۸ نېټه: ۲۶/۰۷/۱۴۴۶ هـ ق

(۱) ټولو سوداګرو، صرافانو او د قیمتي ډبرو کاروباریانو او ټولو هېوادوالو ته لارښوونه کېږي، چې لاندې موارد عملي او په جدي توګه رعایت کړي: ۱- ټول هېوادوال دې د راکړې ورکړې پر مهال افغانۍ وکاروي.

۲- هېڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ زیات او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې له ۵۰۰ زیات ډالر په نغدي ډول له ځان سره ولېږدوي.

۳- که څوک له پورته اندازې څخه ډېر ډالر ولېږدوي، سرغړونکو ته به يې: – د هر یو میلیون ډالرو د لېږد په مقابل کې یو کال،

– تر یو میلیون کم د هر سل زرو په مقابل کې یوه میاشت او په دويم بند کې له ذکر شوې اندازې څخه پورته تر سل زرو ډالرو پورې لېږدونکی شخص به تر لسو ورځو پورې زنداني کيږي.

۴- هغه اسعار او سره زر چې له سرغړونکو څخه نیول کېږي، هغه به د ریاست الوزرا تر لزوم دید پورې د افغانستان بانک کې ساتل کېږي. ۵- هېواد ته د سیمې د هېوادونو اړوند اسعار راوړل ممنوع دي.

(۲) له هېواد څخه بهر د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسولیت دی.

د افغانستان اسلامي امارت

د ریاست الوزرا عالي مقام