ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 737

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۷/۲۸هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې ۱۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په تورخم کې ۲۴۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۸۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۵۲۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره ټولې ۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، سرپُل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۶۰ کورنۍ او ۱۴۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۸ کورنۍ او ۶۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۶۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۲۸ عدده

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وشوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په پيل کې ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د پوهنې وزارت، کابل ښاروالۍ، د مکروریانو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت او د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او د يادو شويو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

په کندوز، کاپيسا او سمنګان ولايتونو کې بېلابېلې شخړې حل شوې

د کندوز ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تاو تريخوالي له امله راپورته شوې شخړه د دې ولايت دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست، قومي مشرانو او علماوو له لوري د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې حل او فصل شوه.

په دغه شخړه کې چې له يوه لوري يو تن وژل شوی و او ترمنځ يې د غچ اخېستلو ناندرۍ روانې وې مسولينو له دښمنۍ را وګرځول او ترمنځ يې د خير فيصلې په کولو سره يو بل ته ورغاړې وتل.

په همدې حال کې د کاپيسا ولايت په مرکز کې د يو کس د وژنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې څو کاله يې دوام درلود تېره ورځ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت، ځايي ديني عالمانو او قومي مخورو په هلو ځلو داسې مهال هواره شوه، چې د رابلل شوې غونډې په ترڅ کې جرګه کوونکو د فيصلې له اورولو وروسته ښکېل اړخونه د هغوی په رضايت سره غاړه غړۍ کړل او دښمني يې په دوستۍ ور بدله کړه.

همداراز د سمنګان ولايت په مرکز ايبک کې د يوې ترافيکې پيښې له امله راپورته شوې شخړه، چې يوه مېرمن په کې وژل شوې وه او د دواړو خواوو ترمنځ يې ژور جنجالونه پېښ کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت په هڅو حل او يو بل ته په بښنې کولو سره يې د سولې غاړې ورکړې.

د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په هلو ځلو هره ورځ د هېواد په ګوډ کوډ کې دې ته ورته شخړې هواروي او ولسونو ته د ارام، سوله ييز او خوشحاله ژوند زمينې برا بروي.

عامې ورغتیا وزارت خوست کې د څلورو روغتیايي مرکزونو رغنیزو چارو پرانیسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني خوست ته د سفر پرمهال دې ولایت کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو نیمه پاتې روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو پرانیسته وکړه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې لورینې ټول هېواد کې ۱۷۴ نیمه پاتې روغتیایي پروژو لپاره څلور میلیارده او ۵۵۶ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې عملي چارې یې له خوست ولایت څخه پیل شوې.

 مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړه، د دغو نیمه پاتې پروژو څخه به یې څلور په خوست او پینځه په ننګرهار کې د روان کال تر پای بشپړې شي او پاتې نورې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې پاې ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د دې روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو له تکملېدو وروسته ورته طبي وسایل او مسلکي پرسونل په پام کې نیول شوی، چې ورسره به ټول هېواد کې روغتیایي خدمات لا پراخ او د خلکو د لاس رسي کچه به زیات شي.

امریکا؛ هغه هېواد چې ځان د بشري حقونو مدافع ګڼي، نن سبا د کډوالو لپاره په یوه ډارونکي ځای بدل شوی

امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ له پیل سره، د هغو کډوالو پر ضد سخت قوانین تصویب شوي چې د دوی په باور ناقانونه دي.

په همدې لړ کې، ټرمپ یو نوی قانون د “لیکن رایلي” په نوم لاسلیک کړی، چې د بشري حقونو ښکاره نقض ګڼل کېږي.

دا قانون د امریکا حکومت ته اجازه ورکوي، چې غیر قانوني کډوال ونیسي او د ګوانتانامو زندان ته یې انتقال کړي.

ګوانتانامو، چې د امریکا یو تر ټولو ډارونکی زندان دی، د کیوبا په جزیره کې موقعیت لري.

دا زندان د هغو کسانو د ساتلو لپاره جوړ شوی چې امریکا یې د نظامي جنایتونو او د امریکا په باور «ترهګرۍ» په تور نیسي.

له ګوانتانامو زندان څخه راخلاص شویو بندیانو سره د ملي تلویزیون مرکې ښيي چې بندیان په دې زندان کې له سختو رواني او فزیکي شکنجو سره مخ دي، او هلته د بشري حقونو هیڅ درناوی نه کېږي.

انسانان د ژوند شرایطو ته په کتو کډوالۍ ته اړ کېږي او ګڼ هېوادونه د بشري حقونوله‌مخې د هغوی کوربتوب کوي.

خو له دې سره سره، ملګري ملتونه او د بشري حقونو مدافع سازمانونه د امریکا د دغو کډوالۍ ضد او غیر انساني قوانینو پر وړاندې چوپ پاتې دي.

د ملي اسلامي اردو فوټبال لوبډلې دویم ځل لپاره د کابل لیګ اتلولي خپله کړه

د ملي اسلامي اردو لوبډلې د کابل د لیګ په سیالیو کې، چې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې د غوره لوبو په ترسره کولو سره وکولی شول، چې د دویم ځل لپاره د اتلولۍ جام خپل کړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اردو ځوانانو د سولې له پیاوړي ټیم سره یوه مهمه لوبه وکړه او مقابل ټیم یې د ۲–۰ پایلې سره مات کړ، او د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې اتلولي خپله کړه.

د میوند کلپ لوبډله چې د دې پړاو دویم مقام ته ورسېده، د اردو لوبډلې سره یو ځای د کابل سوپر لیګ ته د لار موندنې جواز ترلاسه کړ.

د جایزو په برخه کې قاري فهیم د اردو له لوبډلې څخه د غوره ګول وهونکي، هجران‌الله د میوند کلپ څخه د غوره ګول ساتونکي، نصیر احمد د میوند کلپ څخه د غوره لوبغاړي، او داوودزي ټیم د غوره اخلاقو لرونکي لوبډلې په توګه جایزي ترلاسه کړې.

دغه‌راز د دې ټورنمنټ جایزې د مېلمنو او ورزشي مسولینو له لوري په ځانګړي ډول د بدني روزنې د عمومي رییس احمدالله وثیق او د فوټبال فدراسیون د تخنیکي مرستیال احمدجان ځدران لخوا ورکړل شوې.

همدانګه د ملي اسلامي اردو لوبغاړو د ملي دفاع وزارت له هڅو څخه د قدردانۍ ترڅنګ ژمنه کړې، چې په اسلامي روحیې او انګېزې سره به په ورزشي میدانونو او ورسپارل شوو دندو کې له پخوا څخه زیاتې هلې ځلې وکړي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس د کابل له یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو او کلیو د استازو، علمای کرامو، متنفذینو او قومي مشرانو ستونزې او وړاندیزونه یې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې اورېدلي دي.

یاده غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هغه حکم په اساس جوړه شوې وه، چې وزیرانو ته یې ویلي وو، تر څو تاسو د خلګو ستونزي له نیږدې څخه واورۍ او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

دغه‌راز په همدې اړه تېره ورځ چهارشنبه د سلواغې ۱۰مه ، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د غونډو په تالار کې د یادي ادارې ملا نورالدین ترابي په مشرۍ یوه غونډه جوړه شوه، چې د مرکزي رییسانو په ګډون د کابل ولایت والي ملا امین الله عبید، علماوو، د ۱۴ولسوالیو استازو، قومي مشرانو او ګڼ شمیر عامو خلګو ګډون درلود.

د غونډې په لومړیو کې د کابل ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي نجیب الله انوري ټولو ګډنوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له ټولو څخه مننه کړې، چې په دې پراخه غونډه کې یې ګډون وکړ.

مولوي نجیب الله انوري ویلي؛ طبیعي او غیرطبیعي پېښو زیات ځپلۍ دي او نني غونډه مو په دې موخه جوړه کړې ده، ترڅو د خلګو ستونزي او وړاندیزونه واورو او مشکلاتو ته رسېدنه وکړو.

د کابل ولایت اړوند د استالف ولسوالۍ استازي د پېښو پر وړاندې د مبارزې له ملي ادارې څخه مننه کړې، چې داسي یوه غونډه یې جوړه کړې ده، چې په کې ولسونه خپلې غوښتنې، ستونزې او نظرونه د حکومت سره شریک کوي.

 نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې چې هر څوک زیانمن کیږي د زړه د تله په خوا بدې کیږو او باید حکومت او ولسونه په ګډ کار وکړي، ترڅو د پېښو مخنیوی وکړو.

د بګرامۍ ولسوالۍ استازي د یادي ادارې د مسولینو څخه مننه کړې چې داسې مهمه غونډه یې جوړ کړې ده او ویلي یې دي، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره مونږ خوښ یو او تل به د مسولینو سره پوره همکاره یو او غواړو چې یاده اداره مونږ ته اساسي کار وکړي.

وروسته د ټولو ولسوالیو استازو په خپل نوبت سره هر یوه د خپلي ولسوالۍ او کلي ستونزې د مسولینو سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

د کابل والي ملا امین الله عبید د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو استازو علمای کرامو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د عمومي رییس ملا نورالدین ترابي څخه مننه کړې، چې یو داسي لویه او مهمه غونډه یې جوړه کړې ده.

د غونډي په ورسیتو کي د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت والي، مسولینو، د ولسوالیو ټولو استازو،علمای کرامو او قومي مشرانو  ته یې ښه راغلاست ویلي.

ملا نورالدین ترابي ویلي؛ مونږ د خلکو پر سر حاکمان نه یو، بلکې د هغوی خدمتګاران یو او خلکو له مونږ سره ډېري همکارۍ کړې دي او تل به مونږ ته ښې مشورې راکوي.

امریکا کې یوه مسافر وړونکې الوتکه له پوځي چورلکې سره جنګېدلې

د امریکا واشنګټن ریګن هوايي ډګر ته نږدې د امریکایي ایرلاینز یوه سیمه‌ییزه مسافر وړونکې الوتکه له پوځي بلیک هاوک چورلکې سره جنګېدلې ده.

د امریکا فدرالي هوایي ادارې (FAA) ویلي؛ د PSA Airlines CRJ700 سیمه‌ییزه مسافر وړونکې الوتکې چې د امریکایی ایرلاینز لخوا کنټرولېده، د ریګن هوايي ډګر ته د نږدې کېدو پر مهال له یوې پوځي چورلکې سره ټکر کړی.

رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه تلفات لري، خو د تلفاتو کره شمېر یې نه دی وړاندې کړی.

د راپورونو له‌مخې مسافر وړونکې الوتکه کې ۶۰ مسافر او څلور کارکوونکي او همدارنګه پوځي چورلکه کې هم درې تنه سپاره وو.

د تېرو دوو کلونو پرمهال امریکا کې د هوايي ټکرونو له امله د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د FAA ادارې مشر د جنورۍ په ۲۰ له خپلې دندې استعفا ورکړې او تر اوسه یې ځای ناستی نه دی معرفی شوی.

له دې وړاندې هم په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا په نیویارک ایالت کې د الوتکې مرګونې پېښه شوې وه، چې له امله یې ۵۰ تنه وژل شوي وو.

احمد الشرع په رسمي ډول د سوریې د انتقالي دولت مشر وټاکل شو

د سوریې د دولتي خبري اژانس “سانا” د راپور له مخې، ابو محمد الجولاني (احمد الشرع) په رسمي ډول د دې هېواد د انتقالي دولت د مشر په توګه ټاکل شوی.

نوموړی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د هیت تحریر الشام او د سوریې د جهادي غورځنګونو مشرانو ګډون پکې کړی و، د انتقالي دولت د مشر په توګه معرفي شوی دی.

په دې مراسمو کې د اسد د پخواني رژیم اړوند امنیتي ادارې لغوه اعلان شوې.

د سوریې نویو چارواکو ویلي، چې د هېواد د ازادۍ په څېر یې د پرمختګ او بیا جوړولو پياوړی هوډ لري.

هیت تحریر الشام د احمد الشرع په مشري د ۲۰۲۴ کال ډسمبر میاشتې پر ۸مه د سوریې پلازمېنه دمشق ونیو او د اسد رژیم ته یې د پای ټکی کېښود.

کابل ښاروالۍ د وروستیو پینځه میاشتنیو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د کابل ښاروالۍ د دې ادارې د وروستیو پینځو میاشتو د مهمو لاسته راړونو په اړه د حکومت د رسنیو په مرکز کې رسنیز کنفرانس ورکړ.

د یاد کنفرانس په پیل کې د کابل ښاروالۍ د پلان پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس محمد قاسم افغان خبرې وکړې او ویې ویل؛ په ۱۴۰۳ کال کې کابل ښاروالۍ په خپل پراختیايي پلان کې ۱۶۵ ټولګټې پروژې پلان کړې وې چې، د پلي کولو چارې یې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه؛ د ۱۴۰۴ کال په پرمختیايي پلان کې د تخنیکي او فني مشورو پر بنسټ ۲۵۸ پروژې په نظر کې نیول شوې دي چې، ۶۸ پروژې په کابل ښار کې د سړکونو جوړولو ته ځآنګړې شوې دي او په پراختیايي پلان کې د ۱۴۰۳ کال څخه را انتقال شویو ۷۸ پروژو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

ورپسې د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې وویل؛ د ۵۴ کیلو متره اصلي او فرعي سړکونو او کوڅو جوړول په تېرو پینځو میاشتو کې د کابل ښاروالۍ مهم فعالیت وو چې، د قیر، کانکرېټ او د تیږو فرش په بڼه جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ ۴۳ کیلومتره سړکونه بیارغول شوي دي، د دوه زره او ۳۱۶ مترو په اوږدوالي د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت لپاره نوي کانالونه جوړ شوي، نږدې ۱۰۰ زره نیالګي د خزاني کمپاین په لړ کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا په موخه کینول شوي او د ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۳۷۲ مټریک ټنه کثافات راټول او له ښاره د باندې لېږدول شوي.

د ښاغلي بارکزي په وینا، د پراختیايي پلانونو د تطبیق په موخه ۱.۶ میلیاده افغانۍ د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته د بدیلو حقونو په توګه ورکړل شوې دي.

د مرکز ګرمۍ سیسټم د شتون او فعالوالي په موخه له ۳۱۶ ودانیو څخه څارنه شوې، د دوه زره او ۳۸۷ اصنافو له حفظ الصحې څارنې شوې، ۷۸ ټنه بې کیفیته او تیر وخته توکي لمنځه وړل شوي، لښتیو او کابل سیند ته د ۱۲۲ مورده فاضلاب لارې بندې شوې دي، په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاري نظم څارل شوی.

نعمت الله بارکزي ووویل؛ په بازارونو کې د نرخنامې له تطبیق او څرنګوالي څارنه شوې، په علاءالدین پارک کې یو کتابتون او د لمانځه ځای جوړ شوی، د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه ۹۰۰ ویډیويي کلپونه جوړ شوي، او د ګمارنې پروسې له لارې د کابل ښاروالۍ په ۳۷۴ خالي بستونو کې وړ کسان ګمارل شوي دي.

ښاغلي بارکزي دغه راز زیاته کړه، کابل ښاروالۍ له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو توانېدلې ده، چې ښاریانو ته غوره ښاري خدمتونه وړاندې کړي او د ښار په کچه مهمې ټولګټې پروژې پلې کړي.

نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې له کابل ښاروالۍ سره د پروژو په پلي کېدو کې همکار و اوسي ترڅو د یوه ښایسته او اباد کابل ښار شاهدان و اوسو.