ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 736

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۷/۲۹هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱ تنه و، کنړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې۵۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په تورخم کې ۱۸۰ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۸۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۷ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۳۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۵۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۱۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸ کورنیو سره ټولې۲۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۱ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې۲۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    ۹۱ کورنۍ او ۳۲۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۷ کورنۍ او ۴۱ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۸۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۳۷ عدده

مولوي احمد الله وثیق: تر اوسه څه باندې زر تنه د تېرې ادارې چارواکي هېواد ته راستانه شوې

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، ددغه کمېسیون له جوړېدو را پدېخوا شاوخوا یو زر او ۳۰ تنه سیاسي، پوځي او د تېرې ادارې چارواکي هېواد ته راستانه شوې دي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند مولوي احمد الله وثیق وايي، د دغه کمېسیون په هڅو د تېرې ادارې د کابل والي محمد یعقوب حیدري په ګډون په تېرو درې میاشتو کې ۱۰۰ تنه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي.

ورته وخت کې یو شمېر سیاسي او پوځي کارپوهان وايي، هغه کسان چې بېرته هېواد ته راستنېږي باید د کار او ژوند کولو اسانتیاوې ورته په پام کې ونیول شي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په وینا، بېرته راستنېدونکو افغان شخصیتونو ته لکه د نورو افغانانو په څېر د کاري چاپيریال ترڅنګ د خوندیتوب کارتونه ورکول کیږي.

ملا حمدالله فطرت: د افغانستان د ټولو وسلو او نظامي تجهیزاتو په کلکه ساتنه کیږي

اسلامي امارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هغه ادعا رد کړه، چې ویلي یې په افغانستان کې پرمختللې وسلې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي؛ په افغانستان کې عصري وسلو د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښ کړی او  ادعا یې کړې، چې د پاکستان مخالفې ډلې له دغو پرمختللیو وسلو کار اخلي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، د افغانستان ټولې وسلې او پوځي تجهیزات خوندي دي او زیاتوي چې هیچاته د دغه وسلو د ناسمې ګټې اخیستنې اجازه نه ورکوي.

بلخوا د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان دې ادعا ته په اشارې وايي، چې دغه هېواد د ګاونډیتوب اصولو ته ژمن نه دی او زیاتوي چې تل د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر افغانستان اچوي.

اسلامي امارت په تېرو څه باندې درې کلونو کې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ کړی او د نړۍ ټولو هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی، چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې وکاروي.

د ملګرو ملتونو سازمان له امریکا غوښتي چې د ګډوالو حقونو ته درناوی وکړي

ملګرو ملتونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې په غبرګون کې، چې غواړي ۳۰ زره ناقانونه کډوال ونیسي او د ګوانتانامو زندان ته یې انتقال کړي، د دغو کډوالو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوژاریک په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار کړی، چې د کډوالو مدیریت باید د دوی د اساسي حقونو او انساني کرامت ته په درناوي ترسره شي.

د امریکا ولسمشر د دغه هېواد دفاع وزارت او کورني امنیت ته امر کړې چې په ګوانتانامو زندان کې د هغو کډوالو د بندي کولو لپاره یو مرکز جوړ کړي، چې د دوی په باور ناقانونه دي.

ګوانتانامو زندان، له محاکمې پرته د بندیانو د شکنجې له امله ډېر شهرت لري.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قران کریم د ترجمو او تفسیر دورو لړۍ پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ټول هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قران عظیم الشان د ترجمو او د تفسیر دورو د پیل په تړاو غونډه ترسره کړه، چې پکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د دې وزات مرستیالانو، د هېواد جیدو علمای کرامو، شیوخو، مفتیانو، د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازو او د وزارت د مرکزي ریاستونو رئیسانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د جوماتونو عمومي رییس مولوي محمد اشرف حقاني د ټول هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قران کریم د ترجمو او تفسیر دورو په تړاو ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ابتکار او داسلامې امارت د مشرتابه له لارښونې سره سم به د قران کریم د ترجمو او تفسیر دورې د شعبان المعظم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل او د رمضان المبارک میاشتې تر (۲۵) مې نېټې پورې به د هېواد په لویو نظامي مرکزونو او دغه راز به په ملي راډیو تلویزیون کې په دواړو ملي ( پښتو او دري) ژبو نشـر شي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د غونډې ګډونوالو ته د قران عظیم الشان د ترجمې او تفسیر په ارزښت عالمانه او هر اړخیزه وینا واوروله او ویې ویل؛ مونږ او تاسو په داسې یوه غونډه کې راټول یوو، چې د تېر په څیر به د هېواد په ټولو لویو نظامي مرکزونو کې د قران کریم ترجمې او د تفسیر دورې پیل کیږي، چې همدا نن د مرکز د دې غونډې ترڅنګ په (۳۴) ولایتونو کې د قران کریم د ترجمې او تفسیر دورو د پیل په تړاو غونډې ترسره کیږي .

همدارنګه ښاغلي ثاقب زیاته کړه؛ د ویاړ ځای ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم په لویو نظامي مرکزونو کې پرلپسې د څلورم کال لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه له  لارښونې سره سم، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قران کریم ترجمې او د تفسیر دورې پیل کېږي، چې لله الحمد هر کال پکې توسیع او زیادت راځې, سږ کال به په (۳۳۴) لویو نظامي مرکزونو کې دقران عظیم الشان ترجمې  ترسره شي چې له دې جملي څخه (۴۱) مرکزونه په کابل کې او پاتې (۲۹۳) مرکزونه په ولایاتو کې دې .

ښاغلي ثاقب د خپلو خبرو په ترڅ کې شیوخو او علمای کرامو ته ځینې مهمې او اړینې سپارښتنې وکړې او یې ویل؛ د قران کریم ترجمه او تفسیر باید په خپل وخت ترسره شي، د ترجمې ګډونوالو او مجاهدینو ته دې حاضري لازمې وګرځول شي او مجاهدینو ته دې د ښو اخلاقو، اخلاص، صداقت او دیانت لارښوونې وشي.

په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د ملې دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست استازو او دغه راز رابلل شویو شیوخو په خپل وار سره کټوري خبرې وکړي او د ارشاد، حج او اواقافو وزارت د دې کار ستاینه یی وکړه او دا یې یو ستر خدمت وباله او ویې ویل؛ دوی به خپل ټول هغه امکانات او سهولیات چې په واک کې یې لري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا رامعرفي شوو شیوخو ته برابر کړي.

حماس پینځه نور بندیان هم ازاد کړل

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د حماس اسلامي غورځنګ او اسرئیلو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس، حماس د بندیانو د تبادلې په درېیم پړاو کې څو شیبې وړاندې اووه تنه نور بندیان هم ازاد کړل.

د حماس غورځنګ له لوري په تازه خوشې شویو بندیانو کې دوه اسرائیليان او پینځه بهرني وګړی شامل دي.

ټاکل شوې د حماس د تازه خوشې شویو بندیانو په بدل کې صهیونیستي رژیم هم نن ۱۱۰ تنه فلسطیني اسیران ازاد کړي.

د اسرائیلو پوځ هم د دغو بندیانو د ازادېدو او سور صلیب ته د سپارل کېدو پخلی کړی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۷/۲۸هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې ۱۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په تورخم کې ۲۴۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۸۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۵۲۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره ټولې ۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، سرپُل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۶۰ کورنۍ او ۱۴۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۸ کورنۍ او ۶۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۶۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۲۸ عدده