ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 735

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره لیدنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د خپل کارپه دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو،ان،ډي،پي) رییس ستیفن رودریکویس او د دې ادارې د (سیبارډ)  پروژې رییس ویداست ګاتي بوکا سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اوبولګولو پروژو پر پلي کولو، د کوکنارو بدیل پروګرامونو، د چکډېمونو او د اوبو لګولو کانالونو جوړولو، د شنو خونو جوړولو، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو وسایلو د وېش په اړه خبرې وشوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس د دې ادارې له خوا د کرنیزو پروژو د تطبیق او د فعالیتونو د همغږۍ پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

نوموړي د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی د چکډېم او د پکتیا ولایت یو شمېر نورو پروژو د پرمختګ راپور وړاندې کړ او د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

مولوي عطاالله عمري د اسلامي امارت له خوا له بشري مرستندویه ادارو سره د همکارۍ یادونه وکړه او د اوبو سرچینو مدیریت پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

نوموړي د هېواد د بډایه اوبو سرچینو ته په اشاره وړاندیز وکړ چې د کونړ، آمو، مرغاب او هریرود سیندونو په مسیر کې دې د اوبو زېرمې، کانالونه او چکډمونه جوړ شي، تر څو بزګرانو ته د کرنې په برخه کې غوره اسانتیاوې برابرې شي.

د کرنې وزیر همداراز د راتلونکو پروژو د تطبیق پر اړتیا ټینګار وکړ، چې باید کرنه، مالدارۍ، اقلیمي بدلونونه، د اوبو لګولو عصري میتودونه (څاڅکې اوبه خور)، د کرنیزو محصولاتو پروسس، د خصوصي سکتور سره همکاري، او د فارم‌مالدارۍ پراختیا پکې شامل وي.

د کرنې وزیر دغه راز د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه هم وکړه.

د تېرې ادارې یو شمېر کارمندانو او سیاسي شخصیتونو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر د تېرې ادارې له یو شمېر مسولینو او پخوانۍ سناتورې واحده ساپۍ ته د خوندیتوب کارتونه ووېشل.

په دې ناسته کې له بهر څخه هېواد ته دغو راستنو شویو وویل، لېواله دي د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار او له خپلو خلکو سره یو ځای په ګران هېواد کې باعزته ژوند وکړي.

دوی زیاته کړه؛ اوس د دې وخت دی، چې افغانان سره یو موټی او د خپل هېواد د ودانولو لپاره ګډ کار وکړي.

د دوی په وینا، په بهر کې مېشت ډېری پخواني مسولین او افغان شخصیتونه هېواد ته د بېرته راتګ لېوال دي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر راستنو شویو هېوادوالو ته د هرکلي ترڅنګ ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان حق لري دلته په عزت او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

مولوي ذاکرالله ذاکر زیاته کړې، د اسلامي امارت له راتګ سره سم عمومي بښنې اعلان شوې او له هېچا څخه د پخوانیو دندو او مسولیتونو په اړه پوښتنه نه کېږي.

د کابل ولایت په د ارغندۍ څلورلارې او چمتلې سیمه کې ټولګېټ جوړیږي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې ځانګړې غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دغه ځانګړې غونډه کې د کابل ولایت د ارغندۍ څلورلارې او چمتلې سیمه کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د ټولګېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو.

یادې طرحې له هر اړخیز بحث وروسته په پرنیسپ کې د تایید وړ وبلل شوې او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دغو طرحو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو اړتیاوې په نظر کې ونیسي او وروسته یادې طرحې د مالي تحلیل په موخه مالیې وزارت ته ولېږي.

مالیې وزارت به یې د مالي تحلیل راپور د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې کړي.

د حضوري چمن د غوره تنظیم او استفادې لپاره طرحه چمتو کېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي؛ د شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ په یاد وزارت کې د اطلاعات او کلتور وزارت، د ملي المپیک عمومي ریاست، د عملیاتي ادارې او د کابل ښاروالۍ په غړیتوب ناسته وشوه.

دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تطبیق او د کابینې د تصمیم پر اساس جوړه شوه چې، په کې د حضوري چمن د ملکیت برخلیک معلومولو او ترې د سالمې ګټې اخیستنې په پار د منظمې طرح پر جوړولو او پلي کولو خبرې وشوې.

شیخ حمدالله نعماني او ورسره د کمېټې غړو یې په ناسته کې د ملي المپیک عمومي ریاست له لوري جوړه شوې دري بُعدي (تري ډي) ویډیو او اسناد وکتل او په اړه یې دلایل او وړاندیزونه واورېدل.

غونډه کې یادونه وشوه چې، باید داسې طرحه جوړه شي چېو له مخې یې په حضوري چمن کې د تکړښت، تاریخي ارزښت، فرهنګي ارزښت، عایداتي ارزښت، عبادت او نورې ټولګټې چارې په پام کې ونیول شي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د غونډې ګډونوالو هر یو خپل نظر وړاندې کړ او تصمیم ونیول شو، چې په دویمه ناسته کې هغه چې په روانه اوونۍ کې به ترسره شي، د ملکیت او ترې د سالمې ګټې اخیستنې په پار منظمه او غني طرحه جوړه، دلایل او اسناد وړاندې او په ټوله کې د کمېټې وروستۍ خبره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله مقام ته د وروستي تصمیم نیولو په موخه وړاندې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مشرتابه هڅې کوي چې، د حضوري چمن په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم له کوم ځنډ او خنډ پرته په سمه توګه پلی، ملکیت معلوم او ترې سالمه ګټه پورته شي.

عامې روغتیا وزیر په اغېزمن ډول د روغتیايي خدماتو پر تطبیق ټینګار کړی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د Save the children ، World vision، IMC او CRS موسسو له مسولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو، د مور او ماشوم برخې روغتیايي خدماتو ته پر لا زیاتې پاملرنې، د افغان روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړلو او په اغېزمنه توګه د روغتیايي خدماتو تطبیق اړوند خبرې وشوې.

مولوي نور جلال جلالي ولسونو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدماتو په وړاندې کېدو ټینګار وکړ او په همدې موخه یې د یادو موسسو له استازو یې وغوښتل، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پروسه په اغېزمنه توګه تطبیق کړي.

بل لور د یادو موسسو مسولینو ډاډ څرګند کړ، چې روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې به ولسونو ته په معیاري توګه روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

کرنې وزیر د هېواد له يو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه کړې

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله‌ عمري په خپل کاري دفتر کې له يو شمېر سوداګرو، پانګوالو، بزکرانو او د کرنې او مالداری سکټور له يو شمېر مراجعينو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو سوداګرو او پانګوالو خپل وړانديزونه، نظریات او غوښتنې د کرنې وزير سره شريکې کړې او د کرنې وزارت له مشرتابه څخه یې د حل غوښتنه کړې.

په ورته مهال د کرنې وزير مولوي عطاءالله عمري د دوی د ستونزو او وړانديزونو تر اورېدو وروسته د دوی د ستونزو د حل په پار اړوندو مسولینو ته اړینې سپارښتنې کړې دي.

د پاکستان له زندانونو نږدې ۱۰۰ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ په پاکستان کې ۹۱ تنه افغان بندیان له بنده خوشې او د سلواغې پر ۱۱مه او ۱۲مه نېټه خپل هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت زیاتوي؛ د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او له دوو تر ۲۷ ورځو پورې په بند کې وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

غزه کې اوربند؛ نن ۱۸۳ فلسطیني او درې اسرائیلي بندیان خوشې کیږي

غزه تړانګه کې د اوربند هوکړې له پلي کېدو وروسته نن (شنبه، فیبرورۍ لومړۍ نېټه) چې د اسرائیلو او حماس د بندیانو د تبادلې څلورمه ورځ ده، ترمنځ یې د بندیانو تبادله کیږي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې؛ نن به حماس غورځنګ ۳ اسرائیلي بندیان خوشې کړي، چې په بدل کې به یې اسرائیل ۱۸۳ فلسطیني بندیان ازاد کړي.

له دې وړاندې هم حماس درې اسراییلي او پینځه ټایلندي بندیان خوشې کړل، چې په بدل کې یې ۱۱۰ فلسطیني بندیان د اسرائیلو له زندانونو ازاد شول.