ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 734

عربي هېوادونو له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو په تړاو د ټرمپ له وړاندیز سره مخالفت کړی

شپږو عربي هېوادونو (قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او فلسطین) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه وړاندیز سره مخالفت کړی، چې له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو غوښتنه پکې شوې ده.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دا ډول پرېکړه به سیمه بې‌ثباته او شخړې به لا پسې زیاتې کړې او د سولې او ګډ ژوند هیلې به کمزورې شي.

په دې اعلامیه کې دغه‌راز د نړیوالې ټولنې د همغږو هڅو پر اهمیت ټینګار شوی، تر څو غزه تړانګه په داسې بڼه بېرته ورغول شي، چې پخپل ټاټوبي کې د فلسطینیانو د پاتې کېدو ضمانت وکړي.

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۰۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وايي، د ۱۴۰۳هـ.ش. کال د جدي/مرغومي مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰۸ زره او ۸۷۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د حیرتان بندر له لارې ۳۰۲ زره او ۳۲۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۷ زره او ۴۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۰ زره او ۵۶۴ ټنه او د خواف-هرات له لارې اته زره او ۹۴۰ ټنه، چې ټولټال ۴۰۸ زره او ۸۷۶ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په جدي مياشت کې یو زر او ۶۹۸ ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، وريجې او د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په تېرو نهه مياشتو کې شاوخوا ۳.۲ ميليون مټريک ټنه انتقالات شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې لس کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته اته زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۷۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې نهه تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، زابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې دوو کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۴۲۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري دوه عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اتو کورنیو سره ټولې۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه دوو کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۲ کورنۍ او ۱۰۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴ کورنۍ او ۲۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۶۸ عدده

ملا هدایت الله بدري د کانونو ارزونې په موخه نیمروز ته سفر کړی

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او مل پلاوي د یو رسمي سفر په ترڅ کې د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې سیمې د لیتیم کانونو څخه لیدنه وکړه.

ملاهدایت الله بدري د یادو کانونو د سروې په موخه د انجنیري ټیم ته سپارښتنه کړې، ترڅو د یاد کان څېړنه وکړي.

دغه راز نوموړي د خپل سفر په اوږدو کې د هلمند او نیمروز ولایتونو ترمنځ د خانیشن د یورانیمو له کاني سیمو او دېشو ولسوالۍ د بېلا بېلو کاني سیمو څخه لیدنې هم کړې.

 همدارنګه یې د یادې لیدنې پرمهال د دغو کانونو د سروې په موخه کارکوونکو ته اړینې لارښوونې کړې دي.

سږ کال د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ۱۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

صنعت اوسوداګرۍ وزارت وايي؛ د روان لمریز کال په لومړیو لس میاشتو کې يې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د یو میلیارد او ۶۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګرېزه راکړه ورکره کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویلي؛ په دې سوداګرېزه راکړه ورکړه کې د ۱۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان وچه او تازه میوه، تالک، جوس او طبي بوټې دغه هېوادونو ته صادرشوي دي.

بلخوا بیا یو شمېر سوداګر او صنعتکاران وايي؛ منځنۍ اسیا د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ لپاره ښه مارکیټ لري او په وینا یې چې ستراتیژیکې سوداګرۍ پیاوړتیا په صورت کې به د هېواد اقتصاد پرپښو ودریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت څو ورځې وړاند د روسیې هېواد سره هم د روان لمرېز کال په لړ کې د ۱۷۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرېزې راکړې ورکړې خبر ورکړی وو.

د رياست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون غونډه کړې

د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ هجري شمسي مالي کال د تشکيل او پلان ترڅنګ د هرات، کندهار، جلال آباد، مزارشريف او کندوز ښاروالیو د ښاري خدمتونو وړاندې کولو په اړه هر اړخيز بحث ترسره او په هکله يې لازم تصميمونه ونيول شول.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۷/۳۰هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې لس کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو زر او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې۱۳۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږو کورنیو سره ټولې۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۰۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۲۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۷ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې۲۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، تخار او بدخشان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۷۴ کورنۍ او ۲۹۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴ کورنۍ او ۲۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۸۱ عدده

‏ د سیګار د نوي خپور شوي راپور په اړه د اقتصاد وزارت اعلامیه!

د اقتصاد وزارت په یوې نشر کړې اعلامیې کې وايي؛ د سیګار ادارې په نوي خپاره شوي راپور کې، چې په تیرو څه د پاسه درېیو کلونو موده کې د امریکا لخوا د ۳.۷۱ ملیارده ډالرو لګښتونو ته اشاره شوې په اقتصادي وضیعت  یی د پام وړ اغیزې ندې پریښې.

اعلامیه زیاتوي؛ دا مالي منابع دوی خپلو نړیوالو مؤسسو ته په واک کې ورکړې، چي ډیره برخه یې د دوی خپلو لګښتونو لپاره کارولې او پاتې یې د بشري مرستو تر عنوان لاندی په بېلابېلو برخو کې خلکو ته ځانګړې کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا لخو د مالي او اقتصادي تحریمونو سربیره  تر ۹ میلیارده ډالرو زیاتې زمونږ اسعاري زیرمې چې د افغانانو شتمني ده کنګل شوي، چې زمونږ ملي اقتصاد یې اغیزمن کړی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا لخوا د دغو  زیرمو تخصیص، کارولو او لیږد په اړه هر ډول اقدام د منلو وړ نه دی، مونږ د نړیوالې ټولنې او هېوادونو څخه غواړو چی دا مالي سرچینې د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شي ترڅو د پولي ثبات د ساتلو، د مالي سیستم د پیاوړتیا، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا او د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره ترې ګټه پورته شي.