ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 733

یوه ترکي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید او وېش برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکیې هېواد ماروېسټ ونډه وال شرکت مسولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ډاکټرعبدالباري عمر د دغه شرکت له مسولینو څخه مننه کړې او د ښه راغلاست تر څنګ یې ورته ډاډ ورکړي، چې اوس افغانستان کې د پانګونې لپاره ټول شرایط برابر او د بشپړې روڼتیا له مخې ټولې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

دغه‌راز د یاد شرکت مسولینو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس سره د برېښنا تولید او وېش نوې ټیکنالوژۍ په اړه خبرې کړي او پانګونې ته یې لیوالتیا ښودلې ده.

ډاکټر عبدالباري عمر د یاد ترکي شرکت مسولینو ته ډاډ ورکړي، چې د دوی تخنیکي څېړنو او ارزونو لپاره به ورته هر ډول اسانتیاوې د افغانستان برېښنا شرکت له لورې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د برېښنا تولید برخو کې د پانګونې او شته فرصتونو پېژندنې ملي کانفرانس له جوړیدو راهیسې ګڼو نړیوالو او ملي پانګوالو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې، چې ځینو سره یې د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

اسرائیلو اشغال شوې لوېدیزه غاړه کې د فلسطینیانو لسګونه ودانۍ ویجارې کړي

الجزیرې خبري شبکې د فلسطین د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم پوځیانو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د جنین کډوالو په کمپ کې د فلسطینیانو ۲۳ ودانۍ د چاودنې په وسیله وېجاړې کړې دي.

د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

له هغې ورځې راهیسې چې په غزه کې اوربند پیل شوی اسرائیلي پوځیانو اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد د “اوسپنیز دیوال” په نوم پراخ عملیات پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ شپږو عربي هېوادونو (قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او فلسطین) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه وړاندیز سره مخالفت کړی، چې له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو غوښتنه پکې شوې ده.

مولوي مطیع الحق خالص: د اوبو مدیریت د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې قرار لري

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص مرسي کورپس (Mercy Corps) نړيوالې موسسې له تخنيکي مشاور کرن سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او د اوبو مديريت په اړه يې ورسره خبرې کړي.

په پیل کې د مرسي کورپس نړيوالی موسسې تخنيکي مشاور په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د څرنګوالي په تړاو معلومات وړاندې کړي.

نوموړي ویلي؛ موږ په افغانستان کې د اوبو د مديريت په اړه په يو پروپوزل باندې کار کوو او په دې برخه کې ستاسو همکاري اړينه ده، ترڅو وکولی شو د افغانستان اسلامي امارت د پالیسي اړونده مخکې لاړ شو، ترڅو د وچکالۍ سره په ښه ډول مبارزه ترسره شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د مرسي کورپس نړيوالی موسسې تخنيکي مشاور هر کلی کړی او ویلي يې دي؛ د اوبو مديريت یو بشري اړخ لري او دا د ډېر اهميت وړ موضوع ده، چې اسلامي امارت په خپلو لومړیتوبونو کې ورته ځای ورکړی.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان ۱۸سلنه طبعي يخچالونه د اقليمي بدلونونو له کبله اوبه شوي دي او دا دې ښکارندويې کوي چې افغانستان د وچکالۍ خوا ته روان دی، ښه بيلګه يې د هېواد جنوب غرب زون د وروستيو کلونو وچکالي ده.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ په ورستيو کلونو کې د ځمکې لاندې اوبو څخه په غیري معياري ډول استفاده د دې سبب شوې، چې د ځمکي لاندي اوبه کمې شي چې يواځي د کابل اوبه د ۱۱۰ څخه تر ۱۲۰ مترو پورې ښکته تللي دي.

ښاغلي خالص زياته کړې؛ د اوبو مديريت او مهارول په بېلابېلو امارتي ادارو پورې اړه لري او موږ هم پدې برخه کې کار کوو ترڅو ټولې امارتي ادارې خپل لومړيتوبونه په پام کې ونیسي او له تاسو سره يې شريک کړي.

همدارنګه د لیدنې په پای کې د ګډ کار کولو ژمنه شوې او ټینګار شوی، چې د دواړو خواوو څخه تخنيکي ټيمونه معرفي شي ترڅو د اوبو مديريت پر طرحو کار وشي او لازم اجرات ترسره شي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ولس غوښتنو ته پاملرنه خپل مسولیت بولي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او تاله او برفک ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مجاهدینو او علمای کرامو د هېواد د رغونې او ابادۍ په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره ویلي، په لرې پرتو سیمو کې د امنیت په راتګ سره د رغونې چارو ته ښه زمینه چمتو شوې ده او همداراز د کاري فرصتونو رامنځته کېدو په موخه یې د رغنېزو پروژو د پیل وړاندېز کړی دی.

 دغو مجاهدنیو او علماو له اسلامي امارت څخه د تاله-برفک د سړک د بیارغونې غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د یادې لارې په رغولو سره به د ګڼو سیمو د تګ او راتګ په برخه کې ستونزې هوارې شي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر علماوو او مجاهدینو ته ښه راغلاست ویلي او د جهاد پر مهال یې د هغوی د قربانیو او هلوځلو ستاینه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د ولس د غوښتنو اورېدل د اسلامي امارت مسوولیت دی او هڅې کیږي چې د خلکو وړاندېزونو ته پر وخت رسیدنه وشي.

دغه‌راز نوموړي څرګنده کړې، چې د اسلامي نظام ډېر تمرکز پر رغونه دی او د ولس ټولو غوښتنو ته به پام وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د ادارو ساده کول یو منل شوی اصل دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د امارتي وزارتونو او ادارو د ساده کولو او یو شان کولو حمایوي پروسې د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

دغه مراسم چې د ارګ په سلامخانه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، په پیل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس مفتي شهزاد نور راشد خبرې وکړې او وې ويل، د دوی ادارې د اسلامي نظام له حاکمیت څخه تر اوسه پورې ۹۳۸ پروسې ساده کړې دي، لس زره کسانو ته یې په ټول افغانستان کې د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه دایر کړي او د ازادو سیالیو له لارې یې ۳۱ زره او ۲۵ کسان استخدام کړي دي.

نوموړي همداراز وویل، د پروسو ساده کولو او یو شان کولو ترڅنګ د ازموینو الکترونیکي مرکزونو جوړول ورته لومړیتوب لري، چې د ادارو او مراجعینو په چارو کې به د اسانتیاوو لامل شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دغو مراسمو د جوړولو له امله د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له مسولینو مننه کړې او ویلي یې دي، د ساده کولو او یو شان کولو پروسه په ټولو اداري مرحلو کې یو منل شوی اصل دی، که دغه کار عملي نشي، نشو کولی ستراتېژیکې موخې په غوره شکل پلي او اقتصادي ودې ته ورسېږو.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، متأسفانه په ځینو ادارو کې ډېرې پېچلې او اوږدې پروسې موجودې دي، چې په جدي ډول ساده کولو ته اړتیا لري.

ډېر کله دغه کار د انکشاف او پراختیا په برخه کې د ځنډ او د خلکو د نارضایتۍ لامل ګرځي. 

نوموړي زیاته کړې، د خوښۍ ځای دی چې د ساده کولو ریاست په هڅو په ډېرو ادارو کې دغه ډول ستونزې لمنځه وړل شوې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته ویلي؛ په همدې اساس اړتیا ده، چې د هېواد د اقتصادي ودې، د بودجې پر ځای لګولو، د انکشافي پروژو پلي کول، د پانګونې اسانتیاوو، د کاغذ پراني او بیروکراسي لمنځه وړلو، د لګښتونو کمولو او مراجعینو او هېوادوالو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید د اسلامي امارت د چارو ادارې د ساده کولو ریاست په هڅو په ټولو ادارو کې د ساده کولو او یو شان کولو پروسې عملي شي او همداراز الکترونیکي حکومتولي د چارو لپاره مهمه او ګټوره ده، چې اسلامي امارت یې په ټول توان د هېواد په کچه د عملي کولو په حال کې دی.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، په لا غوره ډول د ساده کولو او یو شان کولو پروسې د تطبیق په موخه د ټولو امارتي ادارو د مسولینو هر اړخیزه همکاري مهمه ده او د اسلامي امارت ټول مشران د دې پروسې بشپړ ملاتړ او هڅه کوي په ټولو ادارو کې عملي او د چارو په ترسره کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د امارتي ادارو له ټولو مسولینو غوښتنه کړې، د دندو ترسره کولو او خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه ولري او په ادارو کې د کاغذ پراني د لمنځه وړلو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په میراث پاتې اداري ستونزو ته په اشارې ولي، په ادارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول د مسولینو لومړیتوب دی.

ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړې، د پروسو ساده کول د خلکو د رضایت د زیاتېدو لامل کېږي او همدا د اسلامي نظام لوړ هدف او د اسلامي شریعت امر دی.

په دې غونډه کې د بهرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعيم وردګ د پيل شوې پروسې ستاینه کړې او په ادارو کې يې مراجعينو ته د لا زیاتو اسانتياوو په موخه په قوانينو او اصولو د خلکو د پوهاوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو زياتولو او په هره اداره کې مراجعينو ته د مرستندويانو او لارښوونکو پر موجوديت ټينګار کړی.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسيب، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل او د چارو ادارې عمومي رياست د امارت د چارو انسجام مرستيال مولوي سيف الدین تائب په نوبت په خپلو ادارو کې د پروسو د ساده کولو او یو شان کولو په اړه ترسره شوي اقدامات تشریح کړي او ویلي یې دي، د پروسو ساده کولو او یو شان کولو د ادارو او مراجعینو په رضایت مثبت اغېز کړی دی.

بلخ کې ۷ کلنه دښمني پاي ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ اووه کلنه شخړه د يوې غونډې په ترڅ کې حل شوه.

په دې غونډه کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو په مشرۍ، قومي مشرانو او ديني عالمانو ونډه درلودله.

دغه شخړه چې د ښکېلو لوريو لخوا د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او ترمنځ يې د ژورو جنجالونو او اختلافاتو ترڅنګ ګڼ مالي زيانونه لرل، وروسته له اوو کلونو د اسلامي امارت د مشرانو په هلو ځلو حل او دواړه خواوې د سولۍ په ټغر سره کېناستې.

په ورته مهال د همدې ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې هم دوې مرورې کورنۍ د خپلمنځي تاوتریخوالي او ژورو جنجالونو ورسته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسولينو او مصلحينو په هلوځلو پخلا شوې، چې لومړی د دواړو کورنيو له مشرانو سره جلا جلا ناستې وشوې، اختيارليکونه ترې واخیستل شول او د يوې عادلانه پريکړې له مخې يې سوله ييز ژوند پيل کړ.

د يادو ښکېلو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت له مسولينو په مننې کولو سره ژمنه کړې، چې تر دې وروسته به له يو بل سره هیڅ جنجالونه نه کوي بلکې د ورورۍ ژوند به سره کوي.

چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا مخنیوي او د ترسره شويو اجراتو په اړه خبري کنفرانس ترسره کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له‌ لوري د هواککړتیا راکمولو، مخنیوي او حل لارو چارو په تړاو نن یک‌شنبه د ۱۴۰۳کال د سلواغې په ۱۴مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبري کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رهبرۍ، د دې ادارې رییسانو، متخصصینو او خبریالانو ګډون کړی وو.

کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد د هواککړتیا د لاملونو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل؛ د کابل ښار له شپږ میلیونو څخه زیات نفوس لري، یو له هغو محدودو ښارونو څخه دی چې په دوو لسیزو کې د چاپیریالي معیارونو او د قوانینو له پلي کېدو پرته یې پراختیا موندلې او همدا لامل دی چې د کابل ښار اوسیدونکي له چاپیریالي ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړه؛ د ځمکي لاندې اوبو ککړتیا، د شنو ساحو کمښت، د ښاري فاضلابو او کانالیزاسیون سیستم نشتوالی، اقتصادي ستونزي، د پاکي انرژۍ یا بدیل نشتون، د وسایطو زیاتوالی او زوړوالی او دې ته ورته نور عوامل هغه څه دي چې د کابل هوا یې ککړه کړې ده.

ډاکټر ملا زین العابدین عابد وویل؛ د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا د نړۍ په ډیرو ښارونو په خاصه توګه مخ پر ودې هېوادونو کې په یوه جدي ستونزه بدله شوې ده، چې کابل هم له دې ستر بحران څخه مستثنی نه دی.

ښاغلي عابد زیاته کړه؛ په ژمي کې د فوسیلي سون توکو، په خاصه توګه د ډبرو سکرو، لرګیو، پلاسټیک، ټیرونو او ربړونو سوځول هغه څه دي چي په مستقیم ډول د هوا د ککړتیا سبب ګرځیدلي دي.

دا مهال د کابل په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۶۳۸ تولیدي او صنعتي کارخونې، ۶۷۳ امارتي او شخصي روغتونونه، ۲۶۰ مارکیټونه او منډویاني، ۵۰۳ د ګچو او خښتو جوړولو بټۍ، ۵۹۸ د موټرو جوړولو ورکشاپونه، ۸۷ د جغل د تولید ماشینونه او ریګریشنونه، ۱۷ ښارګوټي، ۷۰۵ بلند منزلونه، ۶۸۹۱۹۳ تیز رفتاره او باربري موټرونه او همدارنګه په سلګونه نور فعالیتونه شتون لري چي په شکل د اشکالو یې پر چاپېریال او د هوا پر ککړتیا اغیز کړی.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره د شپږ میاشتني عملیاتي پلان په تطبیق سره د ژمي په جریان کې د درې زره او ۶۴۴ مختلفو اصنافو، لوړپوړیزو ودانیو، کارخونو، شرکتونو، حمامونو او نورو مختلفو فعالیتونو څخه نظارت او څارنه کړې ده او سرغړونکوي یې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د یاد پلان په ترڅ کې څلور زره او ۲۱۱ زاړه موټرونه درول شوي، د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه د ۴۱ زره او ۵۸۱ فعالیتونو څخه نظارت شوی، له درې زره څخه زیاتې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شوي، چي په مستقیمه توګه ۵۰۰ زره  او په غیر مستقیم ډول میلیونونو کسانو ته د چاپېریالي مسایلو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شوی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال وویل؛ د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره د فاضلابو د تصفیه خانو جوړولو، د فاضلابو د ټانکرو د ثبت، د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، د نیالګیو کېنولو، د دود د تصفیې فلټر، د نقلیه وسایطو د چاپېریالي او د پاکي انرژۍ د تولید طرحې ترتیب او ځینې یې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له لوري تصویب شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې هڅه به وکړي ترڅو له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وکړي او هېوادوالو ته د سالم چاپېریال برابرولو لپاره به عملي اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي عابد پر نړیوالو غږ وکړ، چې چاپېریالي موضوعات دې نه سياسي کوي، د افغانستان ځنډول شوې چاپېریالي پروژې دې پیل کړي او پرمختللي هېوادونه باید د خپلو بې رویې فعالیتونو له امله چې د اقلیمي بدلون لامل شوي، کم ودې هېوادونو ته غرامت ورکړي.

نوموړي له پاریس تړون څخه د امریکا وتل ظالمانه عمل وباله او ټینګار یې وکړ، چې نړیوال باید د پاریس تړون ژمنې عملي کړي.

یاد کنفرانس د خبریالانو پوښتنو ته د مسولینو لخوا د هر اړخیزو ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.