ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 732

د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره د افغانستان بانک له هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک، سوداګرۍ او پانګونې خونې، صرافانو ټولنې، د سوداګرۍ برخې د بېلابېلو ټولونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.

په یاده مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د خپلو خبرو په پیل کې د سوداګرۍ خونې له مشرتابه مننه وکړه، چې د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه یې رسنیز کنفرانس جوړ کړی دی.

نوموړي وویل؛ د افغانستان بانک د خپلو مسولیتونو په چوکاټ کې د افغانۍ د ثبات، د بیو ثبات او اقتصادي ټیکاو لپاره اړین اقدامات تر سره کړي دي.

ښاغلي خالد زیاته کړه؛ افغانۍ د هېواد ملي هویت دی، او هېوادوال په ځانګړې توګه سوداګر، باید دا پولي واحد د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال وکاروي.

د نوموړي په خبره؛ څو ورځې وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ کې بدلون راغلی و، خو د افغانستان بانک د اړینو اقداماتو له لارې بازار بېرته عادي حالت ته راوګرځاوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې مونږ کافي مالي سرچینې لرو او هر کله چې اړتیا ولیدل شي د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره اړین ګامونه پورته کېږي.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتنه ګډ مسولیت یاد کړ.

ښاغلي مومند له د افغانستان بانک څخه مننه وکړه، چې د افغانۍ د ارزښت ساتنې په موخه یې پر وخت اړین ګامونه پورته کړل او وضعیت یې په ښه ډول مدیریت کړ.

نوموړي زیاته کړه، افغانۍ دا مهال په نړیواله کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ځای لري او په کار ده چې ټول هېوادوال په ځانګړې توګه سوداګر یې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې وکاروي.

 غونډه کې د صرافانو د ټولنې مشر بهرام خان ځدراڼ وویل، د افغانستان بانک له خپلې ژمنې سره سم اړین ګامونه پورته کړل او د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په نرخ کې د رامنځته شویو تغیراتو مخنیوی یې وکړ.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، عام خلک باید په بې بنسټه آوازو باور و نه کړي او ډاډمن اوسي چې مسولې ادارې پر وخت اقدامات تر سره کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونو مرستیال خان‌جان الکوزي د هېواد په اقتصادي رغښت کې یې د سوداګرو رول د ارزښت وړ یاد کړ.

نوموړي د دولت او خصوصي سکټور تر منځ ګډه همکاري او همغږي مهمه یاده کړه او په دې برخه کې یې پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

عامې روغتیا وزیر: هڅه کوو د هېواد ټولو ولسونو ته معیاري روغتیایي خدمات ورسوو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د کابل له والي مولوي امین الله سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د کابل اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، ولسوالیو په کچه د روغتونونو جوړولو، د کابل په څلورګونو دروازو کې د امبولانس خدمتونو پراخېدو، په لویو لارو کې د ټروما سنټر جوړولو او د کابل په روغتونونو کې د خدمتونو لا معیاري کولو اړوند بحث او خبرې وشوې.

مولوي نور جلال جلالي، د هېواد ټولو ولسونو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو رسول د یاد وزارت دنده بللې او په یادو برخو کې یې د دوه اړخیزې همغږۍ له لارې د بشپړې همکارۍ او پاملرنې ډاډ څرګند کړی.

بل لور د کابل والي مولوي امین الله په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا مهم ګام یاد کړی او په دې برخه کې یې د روغتیا وزارت رهبرۍ هڅې ستایلې دي.

فلسطین کې د حماس غورځنګ د مشرانو او د مبارزې د شهیدانو په اړه د اسلامي امارت د تعزیت پيغام!

په فلسطین کې د حماس غورځنګ د مشرانو او په عموم کې د مبارزې د شهیدانو په اړه د اسلامي امارت د تعزیت پيغام.

بسم الله الرحمن الرحیم

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (احزاب٢٣)

د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین اسلامي مقاومت (حماس غورځنګ) د نظامي څانګې د مشر محمد الضیف په شمول د څو تنو نورو مشرانو او په عموم کې د فلسطیني مجاهدینو د ټولو شهیدانو د شهادت په اړه د حماس اسلامي غورځنګ له مشرتابه، د ټولو شهیدانو له کورنیو، مجاهدینو او ټول فلسطیني ملت سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي او هغوی ته تعزیت وايي.

د اسلامي مقاومت د غورځنګ دغه مشرانو د صهیونیستي اشغال پر وړاندې د خپل نه ستړي کېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت، او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي.

د تل په څېر خپل باور یو ځل بیا تکراروو، چې جهادي مبارزې په شهادت نه کمزورې کېږي، بلکې لا پیاوړي کېږي او د خپل نهايي هدف په لور لار لنډوي.

د فلسطین قضیه د همدغو د رهبري په کچه شهیدانو او د دې مبارزې د ټولو شهداوو په قربانیو یو ځل بیا په نړیواله کچه پر یوې مطرح قضیې بدله شوې او د حماس اسلامي غورځنګ د خپلو قربانیو په برکت په سیاسي او نظامي ډګرونو کې تر پخوا لا ډير قوي او غښتلی شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت

لغمان کې د دوه قومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي؛ د دې وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي کريم شاه تيلوي په مشري مل پلاوي لغمان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت مسولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب دولت شاه ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شخړه هواره کړه، چې د دواړو لوريو پکې شپږ تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او ګڼ مالي زيانونه يې ترشا پر ایښي وو.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دغې روغې جوړې پرمهال مسولينو له څېړنو او تحقيق وروسته له ښکېلو خواوو اختيار خطونه واخیستل هغوی يې سولې ته راوبلل او ترمنځ يې د يوې منصفانه فيصلې په کولو سره هغوی يو بل ته ور غاړې وېستل، چې په همدې سره يې ياده خونړۍ شخړه پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ تل هڅه کوي، چې د هېوادوالو هره لويه او وړه ستونزه په سوله ييز ډول حل او فصل کړي تر څو ولسونه د خوښۍ ژوند وکړي.

لغمان کې د څه‌باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، لغمان کې د کرنج درې اساسي چکډېم څه‌باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد چکډېم ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني، د دې ولایت د اوبو او انرژي رییس مولوي شېرجان راشيدي، د اېف، جي، او موسسې مسولینو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.

شیخ شېراحمد حقاني د یاد چکډېم له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، د اوبو د مدیریت په برخه کې به ډېرې هلې ځلې وکړي.

دغه‌راز د یاد ولایت د اوبو او انرژي رییس مولوي شېرجان راشيدي د یاد چکډېم د تخنیکي ځانګړتیاوو، ټولنیزو او اقتصادي ګټو په هکله ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړي دي.

 نوموړي ویلي، یاد چکډېم رغنیزې چارې د ډبلیو، اېف، پي موسسې په مالي لګښت او د اېف، جي، او موسسې په تخنیکي ملاتړ د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د درې میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د درې میاشتو په موده کې بشپړ شو.

دغه چکډېم ۲۶ متره اوږدوالی او ۴.۵ متره لوړوالی لري، چې د ۳۵۰۰ مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا په لرلو سره ۹۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد چکډېم په رغنیزو چارو کې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې ورسره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي، د سېلابونو اوبه به مهار او د طبیعت ښکلا به ورسره څو برابره شي.

زلمی خلیلزاد: اسلام اباد په افغانستان کې د تاوتریخوالي د خپرولو په لټه کې دی

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که ترکیه کې د هېواد له پخوانیو چارواکو سره د پاکستان د استخباراتي چارواکو (آی اېس آی) لیدنې ریښتیا وي، نو اسلام اباد د دوی د ګومارلو په وسيله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د خپرول په لټه کې دی.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ که دا خبر ریښتیا وي، نو آی اېس آی به دغه چارواکي افغانستان کې د تاوتریخوالي د خپرولو لپاره وکاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که دغه چارواکي د آی اېس آی په لوبو کې ښکیل شي نو پاکستان به له هغوی څخه د معاملې د وسیلې په توګه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتیوت (PICSS) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې پرمهال پاکستان کې ۷۴ د امنیت ضد پېښې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، په دې پېښو کې لسګونه تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه ټپیان دي.

کرنې وزارت د قوش‌تېپې شاوخوا ځمکو څخه د استفادې په پار غونډه کړې

کرنې وزارت وايي؛ د قوش‌تېپې شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې په موخه غونډه د دې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ لاندې، د کرنې وزارت د رییسانو او د مالیې، انرژۍ او اوبو، د کور او ښارجوړونې وزارتونو د مسولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل؛ خوښ یو چې د هېواد د اقتصاد او اقتصادي پروژو په اړه خبرې کوو، د قوش‌تېپې شاوخوا ځمکو طرحه یوه پراخ بنسټه او د ملت په ګټه طرحه ده.

د غونډې په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو د د قوش‌تېپې شواخوا ځمکې پر ارزښت، د دغو ځمکو د ساتنې، د خاورې اصلاح، د خاورې ډولونو پېژندنې او د سیمې اقلیمي وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

یاد پروژه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د طبیعي سرچینو د غوره مدیریت او کارولو په موخه طرحه شوې ده، متخصصینو او لوړپوړو مسولینو ټینګار وکړ، چې دا طرحه کولی شي د کرنې د پیاوړتیا او د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د افغان کډوالو د ایستلو پر دوام خواشیني څرګنده کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري یا (یو ان ایچ سي ار) د پاکستان حکومت له لورې په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پر دوام خواشیني څرګنده کړې او ویلي يي دي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ دغه پریکړه د افغاني ټولنې لپاره، چې ډیری یې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي ژوره اندیښنه بولو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او له پاکستاني چارواکو څخه د نویو حکمونو په اړه د نور وضاحت غوښتنه لري.

په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان دغه پرېکړه له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې او تازه د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک ویلي، چې له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستل، له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

پاکستان کې افغان کډوال وايي؛ دا هېواد په زوره د افغان کډوالو د اېستلو له امله په ښکاره د کډوالۍ برخه کې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

دوی د کډوالۍ پر نړیوالو سازمانونو غږ کوي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.

بلخوا اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکېب د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو روانه لړۍ ودروي او خپله دغه یو طرفه پرېکړه بېرته واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پولیسو ۱۴۱ تنه افغان کډوال چې پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد هم درلودل، نیولي وو خو د اسلامي امارت د سفارت د هڅو په پایله کې دوي تورخم ته را ولېږدول شول.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۳هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۱۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته یو زر او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۹۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۱۵۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږو کورنیو سره ټولې۵۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۲۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۷۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ کورنیو سره ټولې۱۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۳ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۹۰ کورنۍ او ۳۲۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۴ کورنۍ او ۱۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۶۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۱۱ عدده

شیخ حمدالله نعماني د کابل پوهنتون په سمینار کې؛ اسلامي امارت د ملي یوالي سمبول دی

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د کابل پوهنتون په سمینار کې د شاوخوا پینځه ولایتونو محصلینو ته وینا کړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي؛ داخلي اختلافونه، قومي توپیري چلندونه، بهرني یرغلونه، فقر او بېوزلي، د زده کړو کچې ټیټوالی، رهبري، فکري او کلتوري یرغل، د هویت بحران، د عامه همکاریو نشتون، د ځوانانو رول او داسې نور هغه موضوعات و، چې شیخ حمدالله نعماني پرې هر اړخیز وضاحت ورکړی.

پر دې سربېره، د نړۍ په کلي کې د نه اختراعاتو او نوښتونو په ډګر کې د افغانستان وروسته پاتې کېدلو لاملونه، د غلامۍ ډولونه او لاملونه، بیرونۍ لاسوهنې، ډیموکراسي او اسلام، جهاد او اسلامي ارزښتونه، ملي یووالی او د افغانستان اسلامي امارت اهداف، د افغانستان او افغانانو عروج او زوال، مذهبي اختلافات او نور مهم عنوانونه وو، چې بحثونه پرې شوي دي.

شیخ حمدالله نعماني ویلي، اسلامي امارت د فکر او عقیدې پر اساس د ملي یوالي سمبول دی، چې له بدخشان تر کندهار او نورو ټولو ولایتونو کې د یو هدف لپاره یو غږ او یو امیر لري او ملي یووالی یې ساتلی دی.

نوموړي له محصلینو غوښتي؛ چې له قومي، سمتي، مذهبي او نورو تعصبات کرکه وکړئ او د اسلامي اخوت په لحاظ له اسلامي امارت سره د عامه همکاریو پر اساس لاس یو کړي.

د بېلا بېلو پوهنتونونو محصلینو ته دغه سمینار د ۱۲ ورځو لپاره په پام کې نیول شوی، چې هر اړخیزه روزنه به ورکړل شي.