ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 731

له صهیونیستي رژیم څخه د امریکا تازه ملاتړ؛ واشنګټن اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو نوې کڅوړه تصویبوي

د وال سټریټ ژورنال د راپور له‌مخې، واشنګټن د اسرائیلو لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او نظامي تجهیزاتو د یوې نوې کڅوړې لېږد په هڅه کې دی.

یاده ورځپاڼه وايي، د ټرمپ ادارې له کانګریس څخه غوښتي چې صهیونیستي رژیم ته د وسلو د دې کڅوړې لېږد تصویب کړي.

د راپور پر بنسټ، د وسلو او نظامي تجهیزاتو دې کڅوړه کې څلور زره ‌او ۷۰۰ “زر پونډي” بمونه او لسګونه زغروال بلدوزرونه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ تازه هغه بندیزونه لغو کړي، چې د امریکا مخکیني ولسمشر جو بایډن پر اسراییلو د “دوه زره پونډي” بمونو د لېږد په اړه لګولي وو.

هرات کې د کوچنیو صنایعو ملاتړ په موخه اقتصادي کنفرانس ترسره شو

د هرات په ښار کې د کوچنیو صنایعو د ملاتړ لپاره ستر اقتصادي کنفرانس ترسره شو.

 دا ستر کنفرانس چې موخه‌یې د فرصتونو ارزونه، د حل‌لارو وړاندې کول او د اقتصادي ودې لپاره د کوچنیو صنایعو رول پیاوړی کول وو، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، دولتي او خصوصي چارواکو، صنعتکارانو، ملي سوداګرو او د هرات ښار د اوسېدونکو په پراخ ګډون سره د مولانا بلخي په تالار کې ترسره شو.

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د دې کنفرانس پر مهال د کوچنیو صنایعو پر ارزښت او د هغوی د نقش په اړه خبرې وکړې او له پانګه‌والو یې وغوښتل، چې خپل زېرمه شوي شتمنۍ د کوچنیو صنایعو په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه چې دا د ټولنې یوه مهمه اړتیا ده.

د هرات والي پانګه‌والو ته ډاډ ورکړ؛ چې د ځمکې وېش، د برېښنا برابرول او د بشپړې امنیتي زمینې برابرول به ورته اسانتیاوې شي.

همداراز نوموړي ژمنه وکړه، چې د پانګه‌والو او د ولایت ترمنځ به هېڅ ډول واسطه شتون ونه لري، او هر صنعتکار او پانګه‌وال که له کومې ستونزې سره مخ شي، کولی شي پرته له کومې واسطې مستقیماً د ولایت مقام ته مراجعه وکړي یا د ځانګړو اړیکو شمېرو له لارې تماس ونیسي، تر څو یې ستونزې ژر تر ژره حل شي.

شیخ مولانا اسلام‌جار د بهرنیو وارداتو د لوړ بیلانس له امله اندېښنه وښوده او پر هغو کسانو یې کلکه نیوکه وکړه چې بهرني واردات د کورنیو تولیداتو پر وړاندې ترجیح ورکوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پانګه‌وال، علما، پوهان، رسنۍ او پوهنتونونه باید په ګډه کار وکړي، تر څو هرات یو صنعتي ښار وګرځي او په نږدې راتلونکي کې د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن رامنځته شي.

باید وویل شي چې دا ستر کنفرانس د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو لپاره جوړ شوی و، او د کوچنیو صنایعو د مادي او معنوي ارزښت په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

صنعتکارانو، پانګه‌والو او علماوو د دې کنفرانس تود هرکلی وکړ، او پانګه‌والو هم د کوچنیو صنایعو د اړتیا وړ برخو ته د پانګونې او د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د لا ډېرو کارخونو فعالولو لپاره د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ.

زابل کې راستانه شویو کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل شوه

د زابل د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، زابل جنوب طرفه ته له نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کډوالو په دویم نمبر ښارګوټي کې د ځمکو د الف، ب او ج فورمو د ورکولو لړۍ پیل شو، چې پر مهال یې ګڼو مسولینو شتون درلود.

د مسولینو په خبره د ځمکې دا فورمې هغو کډوالو ته ورکولیږي، چې د ۱۴۰۲/۸/۱۳ نيټې څخه بیا تر ۱۴۰۳ کال پوري، په جبري توګه راستانه شوي وي.

د زابل د کور او ښار جوړونې رییس ملا داد ګل مسلم ویلي؛ د کډوالو دویم نمبر ښارګوټي، چې څلور زره او۳۳۰ جریبه ځمکه لري هغو راستانه شویو کډوالو ته به وېشل کیږي، کوم چې د ۱۴۰۲/۸/۱۳ نېټې څخه بیا تر ۱۴۰۳ کال پوري په جبري توګه راستانه شوي وي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه وخت مخکې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ رتبه مسولینو له لوري د دې ولایت د شیخ متي ښار کوټی هم په جبري توګه د راستانه شویو کډوالو لپاره پرانیستل شو، چې یاد ښارګوټي دوه زره جریبه ځمکه لري.

په ټول هېواد کې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د حج پچه اچونه ترسره شوه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، کابل او په ټولو ولایتونو کې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴هـ ش کال د حج لپاره د نويو متقاضیانو نوم لیکنه چې څه موده وړاندې پیل شوې وه، په کابل او ولایتونو کې د ځانګړو غونډو په ترڅ کې د پچې اچونې (قرعه کشي) لړۍ ترسره شو.

د ولایتونو ترڅنګ په کابل کې د حاجیانو په مجتمع کې یاده غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د دې وزارت مسلکي مرستیال، د مرکزي ریاستونو رییسانو، د حج د داخلي کمېټې غړو او یو شمېر د حج نویو متقاضیانو په کې ګډون کړي وو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زرمحمد حقاني د حج د پچې اچونې په اړه ویلي؛ د نوم لیکنې پروسه څه موده وړاندې په مرکز او ولایتونو کې پیل شوې وه، چې نن د یو شمېر نویو متقاضیانو او د هغوی د استازو په شتون کې پچه اچونه (قرعه کشي) ترسره کیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټول هېواد کې ۱۰۵ زره او ۱۸۰ تنو نویو متقاضیانو نوم لیکنه کړې ده، چې یادې پچې اچونې بهیر به د مرکز کابل سربېره د ټولو ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو د اړونده مسولینو په شتون کې ترسره شي.

د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال له لوري د پچې اچونې صندوق پرانستل شو او په ټول هېواد کې دغه پروسه په رسمي ډول پیل شوه، چې د ورځې تر پایه په ټولو ولایتونو کې پچه اچونه سرته ورسېده.

د عبدالله بن مسعود (رض) جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۴۱۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت اړوند د بېلابېلو قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۴۱۲ تنه ځوان منسوبين د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي ترڅنګ ګڼ شمېر مسولینو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد حمیدي یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ له خلکو سره ښه چلند وکړئ، د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د اخوت او ورورولۍ فضا رامنځته او له کبر، غرور او تعصب څخه ځان وساتئ او در سپارل شوي مسولیتونه د شريعت په رڼا کي سرته ورسوئ.

ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې په هر ډول شرایطو او د هېواد په هر ګوټ کې خدمت لپاره چمتو دي.

ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان له پلاوي سره لیدنه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان د سرپرستې رییسې موتینتا چیموکا، د خوړو د سیستمونو مسوله میرمن انو سارا، د اړیکو او بېړینو مرستو مسول عبدالرازق ایوبي او د بېړنیو مرستو کار پوه نوراحمد فیروزي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

ملا نورالدین ترابي د WFP پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ WFP  سازمان تل افغان اولس ته بشري مرستي رسولي دي، چې موږ ورڅخه ځانګړي مننه کوو او تل هڅه کوو چې بیلابیلو سازمانونو او موسسو ته په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړو او په دې برخه کې موږ ډیر کار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ  هغه سیمې په نښه کړي، چې خلګ د خطر ویره ځیني لري او هغه سیمې چې زموږ سره په ډیټابیس کې ثبت دي استنادي دیوالونو او بېلابېلو پروژه ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال سازمان سرپرستې رییسې د یادې ادارې له رییس څخه مننه کړې، چې تل یې خلګو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي او لاهم د خلګو د خدمتونو لپاره هڅې کوي.

موتینتا چیموکا زیاته کړې؛ موږ او تاسو به په ګډه کار کوو او خلګو ته به په بېلابېلو برخو کې غوره خدمتونه وړاندې کوو، ترڅو زیانمنې کورنۍ پر وخت د مرستو څخه برخمنې شي او اساسي کارونه ورته وشي.

د غونډې په ورسیتو کې پریکړه شوې، چې په نژدې راتلونکي ورځو کې به د یادې ادارې او WFP تخینکي ټیمونه د تخینکي مسایلو د څیړلو لپاره غونډه وکړي.

د کابينې ۱۵مه غونډه: سوداګرو ته د اسانتياوو پر برابرولو خبرې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۱۵مه غونډه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ (دوشنبه، ۱۴۴۶ هجري قمري کال شعبان المعظم ۴مه/ سلواغې ۱۵مه) نېټه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

غونډه کې همدا راز ځینې مسائل ټاکل شويو پلاويو ته وسپارل شول، تر څو یې چارې نهايي کړي او راپور یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

په ورته وخت کې يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو ننګرهار ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي، اسانتياوې ورته برابرې کړي او هر اړخيزه همکاري ورسره وکړي.

د دې سربېره د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ته دنده وسپارل شوه، چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست له مسولینو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مېشتو امنیتي مسولینو او منسوبينو د مشکلاتو حل په اړه ناسته وکړي.

د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه؛ د یو شمېر کتابونو د چاپ اجازه ورکړل شوه

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د خپرونو چارو معينیت کې د یاد معينيت د مرستیال مولوي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.

 یاد وزارت زیاته کړې، غونډه کې د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي د کتابونو د ارزونې کمېسیون د فعاليوتونو ارزونه وکړه.

همدا راز د غونډې په ترڅ کې د يو شمېر کتابونو په اړه د کمېسیون د غړو له لوري نظريات شريک شول او هغه شمېر کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم ليکل شوي وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.

 د غونډې په وروستيو کې د کمېسیون په غړو هغه کتابونه ووېشل شول، چې دې کمېسیون ته د ارزونې په موخه راوړل شوي وو، تر څو يې راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.