ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 730

ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د یوناما له مرستیال سره لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له مرستیال ایندریکا راتوات سره لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو افغانانو ته د یوناما له لوري د رسول شوو مرستو څخه مننه وکړه او له یاد بنسټ څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري مرستو په وېش کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو له یوه لوري هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بلخوا ورته د ژوند په مهمو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل؛ دوی له اسلامي امارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د وړو پورونو له لارې په کلیوالي سیمو کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کولو او همداراز افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل معیشت وړاندې کولو په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ایندریکا راتوات زیاته کړه؛ د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشي، کوچني بندونه به جوړ او کاریزونه به پاک کړي او همدارنګه به نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو د رسېدو په برخه کې هم د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت تر بل هر چا د یووالي په ارزښت ښه پوهېږي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د ایکس په یوې مرکه کې ویلي؛ د افغانستان اوسنۍ بودیجه په بشپړه توګه د هېواد له کورنیو سرچینو څخه تمویلیږي، په تېرو درېیو کلونو کې د نړیوالو له لوري ترسره شوې مرستې اسلامي امارت ته نه دي ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ مالیې وزارت تېر کال د عادي بوديجې سربېره د ۵۵۵ پراختیايي پروژې هم له کورنیو عوایدو تمویل کړي دي، چې اکثره یې بشپړې شوې دي.

د اسلامي نظام له لوري د جبل السراج او غوري سمنټو د کارخونو جوړول لویه اقتصادي لاسته‌راوړنه ده، چې ډیر ژر به افغانستان د سمنټو له پلوه پر ځان‌بسیا شي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاس‌رسي په موخه د هېواد په هره ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړلو چارې پیل شوې دي.

 همداراز اسلامي امارت د وچکالۍ مخنیوي په موخه د هېواد په کچه ټولو ولسوالیو کې د چکډیمونه چارې پیل کړې وې، چې د ډیرو چارې بشپړې شوي او پاتې نور به هم ډیر ژر بشپړ شي.

 نوموړي دغه راز د افغانانو په لاس د کابل-کندهار د ۵۰۰ کیلومټره سړک جوړول هم لویه لاسته راوړنه بللې ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت د اقتصاد او امنیت سربېره په بهرني سیاست کې هم ښه لوبېدلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ اسلامي امارت پیل د اختلاف او کورنیو جګړو پر ضد شوی او تر بل هر چا د یووالي په ارزښت ښه پوهېږي، دا مهال د هېواد په هېڅ زندان کې سیاسي بندي نشته او په زندانونو کې د شکنجو اوازې بې بنسټه دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ولس ته ډاډ ورکړی، چې هېواد کې د داعش ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې‌مثاله ښه دی.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي نظام بوړبکۍ نه دی راوړۍ، چې د پروپاګند په پایله کې به پاشل کېږي او ترمنځ به یې اختلاف راځي. د فکر او عقیدې خلک څوک له خپلې موخې نشي لاس پر سر کولی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه ویلي؛ بګرام د افغانستان ملکیت دی، افغانان یې هیچا ته د نیولو اجازه نه ورکوي او په وینا یې، هغه وسلې چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې وې، غنیمت دی، د افغانانو ملکیت دی او له همدې وسلو څخه به د دین، هېواد او خپلواکۍ په ساتلو کې کار اخلو.

کندوز کې زرګونه جریبه ځمکه راستنو شویو کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو په موخه ځانګړې شوې

د کندوز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسولین وایي، وروستیو کلونو کې راستنو شویو کډوالو ته د کورونو او سرپناوو جوړلو په موخه یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه جریبه ځمکه ځانګرې کړې.

د کندوز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي محمد ولي محمدي وايي، نږدې راتلونکي کې به یادو ځانګړو شویو ښارګوټو کې راستنو شویو کډوالو ته د کورونو جوړولو بهیر پیل شي.

له دې سره هم مهاله راستنې شوې کورنۍ وایي، اسلامي امارت یې تر ډېره بریده لاسنیوی کړۍ از زیاتوې چې دوی ته د دایمي سرپناوو په جوړلو سره به یې شته یو شمېر ستونزې هم حل شي.

د کندوز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست داسې مهال تازه راستنو شویو کډوالو ته د سرپناوو د جوړېدو خبر ورکوي، چې همدا روان کال له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه کندوز ولایت ته اته زره او ۵۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.

کرنې وزارت: افغانستان د لبنیاتو د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي؛ اوس په افغانستان کې د لبنیاتو د تولید یو شمیر لوی او منځني شرکتونه فعالیت کوي، چې په دې منځ کې پینځو شرکتونو یې په نژدې وروستیو درېیو کلونو کې په فعالیت پیل کړی دی.

مولوي مصباح الدین مستعین زیاتوي، افغانستان اوس مهال د لبنیاتو د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته نژدې شوی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند په وینا، هڅه کوي څو په هېواد کې د لبنیاتو تولید د صنعت په پیاوړتیا سره له نورو هېوادونو څخه د لبنیاتو واردات کم کړي.

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، چې له کورنېو تولیداتو او محصولاتو څخه ګټه اخیستل د دې لامل کیږي څو د افغانستان اقتصاد زیاته وده وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل هڅه کړې څو د بېلابېلو سکتورونو په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په پیاوړتیا سره د افغانانو له اقتصاد سره مرسته وکړي او د لبنیاتو د تولیدي شرکتونو فعالیت ته پراختیا پیدا کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیو لوړيدل په بازار هېڅ اغېز نه دی کړی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وايي، افغانستان بانک ورسره کړې ژمنې پوره کړي او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ثبات ساتلو سره په بازار کې د لومړینو خوراکي توکو د بیو لوړیدو مخه نیول شوېده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، په تېرو څو ورځو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لویو سوداګرو نه بلکې کوچنیو هټیوالو لوړې کړې وې، چې اوس يې د کابل ښاروالۍ سره پرګډه د مخینوی لپاره کارکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک وايي، د افغانیو ثبات ساتلو لپاره په زیات اندازه زیرمې لري او په تېرو درې کالو کې د سیمې په کچه افغانۍ ترټولو باثبات کرنسي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د افغانیو پروړاندې د یو امریکايي ډالر بیه تر۸۳ افغانیو رسیدلې وه، خو د افغانستان بانک د پرلو پسې هڅو په پایله کې د افغانیو بیه ډالرو پروړاندې لوړه شوې چې اوسمهال یو ډالر څه باندې ۷۴ افغانۍ پلورل کېږي.

د هند لومړی وزیر راتلونکې اونۍ امریکا ته سفر کوي

رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته بلنه ورکړې، څو راتلونکې اوونۍ دغه هېواد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې چې مودي په دې سفر کې له ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري او خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا یوه نظامي الوتکه، چې د دغه هېواد څخه ایستل شوي هندي کډوال لېږدوي هند ته روانه شوې ده.

د روان کال د جنورۍ په ۲۷مه، مودي له ټرمپ سره د امریکایي امنیتي تجهیزاتو د پېرلو او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۴هـ ق نېټه، چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته یو زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې۱۵۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۲۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۱۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره ټولې۱۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۵ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۰ کورنیو سره ټولې۴۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۳۱ کورنۍ او ۵۱۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۸ کورنۍ او ۴۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۲۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۴۹ عدده