ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 729

اسلامي امارت له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ خپل لومړیتوب ګڼي او د پیاوړتیا لپاره یې ګوټلي ګامونه اخیستي

د افغانستان اسلامي امارت په ۲۰۲۴م کال کې د نورو برخو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د کورنیو تولیداتو ملاتړ

د اسلامي امارت لخوا د کورني تولید د ودې لپاره هڅه کیږي، چې په دې برخه کې د کرنیزو محصلاتو، صنعتي توکو او لاسي صنایعو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د کرنې په برخه کې د اوبولګولو سیستمونو د ښه والي، د کرنیزو توکو د پروسس کارخونو جوړولو او د بزګرانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې اساسي کار ترسره شوی دی.

د تولیدي بنسټونو ملاتړ

د تولیدي بنسټونو او کارخونو د جوړونې او بیارغونې په برخه کې د افغانستان اسلامي امات له خصوصي سکټور سره په ګډه اړین اقدامات ترسره کړي دي.

د دې ترڅنګ د تولیدي کارخونو لپاره له کورنیو منابعو څخه پر ګټې اخیستنې هم ټینګار شوی دی.

د صادراتو زیاتوالی

د کورني تولید د ودې یوه مهمه برخه د صادراتو زیاتوالی دی.

د افغانستان اسلامي امارت هڅه کړې، چې د کورنیو تولیداتو لپاره په کور دننه او بهر کې بازار موندنه وکړي او د صادراتو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

په دې برخه کې د تولیداتو پر معیاري کولو، د سودګریزو اړیکو پر پراختیا او د ګمرکي پروسو د ساده کولو ته  ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د خصوصي سکټور هڅونه

اسلامي امارت د خصوصي سکټور د هڅونې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي.

په دې برخه کې د پانګونې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د امتیازونو ورکړه، د خصوصي شرکتونو د ملاتړ لپاره د قوانینو ساده کول او د خصوصي سکټور ستونزو ته پر وخت رسېدنه شامل دي.

په ټوله کې اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره کوټلي ګامونه اخیستي، چې د اقتصادي ځان بساینې، د صادراتو د زیاتوالی او د هېوادوالو د ژوند د سطحې لوړولو لپاره ګټور تمام شوي دي.

هند له افغانستان سره بشري مرستې دوه برابره زیاتوي

د هند مالیې وزارت په خپل وېبسایټ کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هېواد له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پورې په خپله بودجه کې له افغانستان او مالدیف سره بشري مرستې زیاتې کړي دي.

نوې ډيلي که څه هم د نوي مالي کال په بودجه کې د بهرنیو مرستو کچه د تېر کال پرتله کمه کړې، خو یو شمېر هېوادونه لکه افغانستان او مالدیف یې نه دي هېر کړي.

له افغانستان سره د هند ځانګړې مرستې له ۵۰۰ میلیون هندي کلدارو څخه ۱۰۰۰ میلیون هندي کلدارو ته زیاتوالی موندلی دی.

له بلې خوا اقتصاد وزارت د نړۍ هېوادونو په ځانګړې توګه د هندوستان له بشرپالو مرستو څخه هرکلی کوي او وایي؛ هند یو له هغو هېوادونو شمېرل کیږي، چې کولی شي له افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په عملي کولو کې مرسته وکړي.

اقتصادي کارپوهان له افغانستان سره په اوسنیو شرایطو کې د هندوستان اړیکې مهمې بولي او وایي، د دواړو هېوادونو هر ډول اړیکې کولی شي د اقتصادي او سیاسي اړیکو د زیاتوالي لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په عربي متحده اماراتو کې لیدلي و.

دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې امنیتي وضعیت او بشردوستانه مرستو په اړه خبرې کړې وې.

مولوي قدرت الله جمال میدان وردګو ولایت کې له مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د دفتر رییس مولوي احسان الله احسان، د کارکونکو چارو رییس مولوي نقيب الله نعمان او ور سره مل پلاوي ميدان وردګو ولايت ته د سفر پر مهال له مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه وکړه.

مولوي قدرت الله جمال د مجاهد ملي موزیم د هېواد په سطحه يو نوښت وباله او د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کړنې یې وستایلې.

دغه‌راز نوموړي مجاهد ملي موزیم د کلتور، تاريخ جهادي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې يو مهم ګام وباله او د ياد موزیم د لاغني کولو لپاره یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د هر ډول همکاری ژمنه وکړه.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبيب الله مجاهد راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مجاهد ملي موزيم  فرهنګي، جهادي او نظامي اثارو لنډه پېژندنه وکړه او وویل، د مجاهد ملي موزیم جوړول یې راتلونکي نسل ته د هېواد د فرهنګي، جهادي او نظامي ارزښتونو ساتل وو.

بل خوا د کارکوونکو چارو رییس مولوي نقيب الله نعمان، مجاهد ملي موزيم هم يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او زياته یې کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د حکم پر بنسټ یې مولوي حبيب الله مجاهد ته ستاینلیک په پام کې نيولې، چې ډېر زر به ورته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې پدې وروستيو کې  له ياد موزیم څخه د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ د کورنيو او بهرنيو سیلانیانو ليدنه ډېره شوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۴هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته ۲۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ کورنیو سره ټولې ۲۰۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۵۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۰۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره ټولې ۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۰۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۷۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸ کورنیو سره ټولې ۳۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۵۵ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۰ کورنیو سره ټولې ۳۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۳۱ کورنۍ او ۴۹۲ افراد

لېږدول شوي کډوال:  ۱۰ کورنۍ او ۴۸ افراد

مرسته شوي کډوال:   ۱۳۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۷۱ عدده

ملا نور الدین ترابي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر سره لیدنه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نور الدین ترابي د جاپان له سفیر داکتر تکایوشي کرومیا، لومړي سکرترهیروتکا کواکمي او ورسره راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نور الدین ترابي د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې پر لاسته راوړانو او ستونزو خبرې کړي او ویلي یې دي؛ افغانستان کې زیات شمېر خلګ د غربت او بي وزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري، موږ نن د پینځه کلن ستراتیژک پلان مخکتنه وکړه او باید په تطبیق کې یې پوره همکاري وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ جاپان تل زموږ سره د مرستو په برخه کې زیاته همکاري کړې ده، موږ ورڅخه منندوی یو او پر راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو او مرستو غوښتنه کوو. 

د جاپان سفیر داکتر تکایوشي کرومیا د یادې ادارې له رییس څخه مننه کړې او افغانستان یې د جاپان یو ښه دوست هېواد یاد کړی.

نوموړي ویلي، لا به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو ترڅو نور هم د دغه دوو هېوادنو اړیکي پیاوړي شي.

تکایوشي کرومیا له ملا نورالدین ترابي څخه مننه کړې، چې تل یې موسسو سره مرسته کړې او زیانمنو کورنیو ته په شفافیت مرستې رسولې دي.

د لیدنې په پای کې پر ګډو همکاریو ټینګار شوی.

کرېکټ؛ راشد خان په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د نړۍ مخکښ ویکټ اخېستونکی شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې د ۶۳۳ ویکټو په اخیستو سره د براوو نړیوال ریکارډ مات کړ.

۲۶ کلن راشد خان تېره شپه (سې‌شنبه، د سلواغې ۱۶مه) په سویلي افریقا لیګ کې د پارل رویل پر وړاندې په ۲ ویکټو اخیستو سره د خپلو ویکټو شمېر ۶۳۳ ته لوړ کړ او د نړۍ په کچه د زیاتو ویکټو ریکارډ یې په خپل نوم کړ.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د خدای شکر ادا کوم چې په کرېکټ کې مې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه. موږ چې هر څه يو د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی. خوشحال یم چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی بالر شوم چې ۶۳۳ ویکټې مې واخیستې.»

راشد خان په ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې ۲۰ اوریزه نړیوالې کرېکټ سیالۍ پیل کړې، چې د سیالیو شمېر یې نږدې ۵۰۰ ته رسېږي.

په دغو ۲۰ اوریزو سیالیو کې د راشد خان نړیوالې او نورې سوداګریزې لوبې شاملې دي.

د افغانستان د کرېکټ دا افسانوي لوبغاری د هند په سوداګریز لیک (IPL)، د پاکستان په سوپر لیګ (PSL) او د اسټرالیا په بیګ باش لیګ سربېره د نړۍ په ګڼو لیګونو کې لوبیدلی او دا مهال د سویلي افریقا په ۲۰ اوریزو سوداګریز لیګ کې د ام ای د لوبډلې مشر دی.

راشد خان د اسټرالیا او پاکستان کرېکټ غوره لیګونو کې په خپله لوبډلمشرۍ کې د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.

همدا راز خان اوس د سویلي افریقا لیګ کې د اېم‌آی کېپ‌ټاون لوبډلې مشري کوي، چې پارل رویل ته یې په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار موندلې ده.

د دې سربېره نوموړي ۲۰ ځلې په یوه سیالۍ کې ۴ او یا هم له څلورو زیاتې ویکټې اخیستې دي.

د یادونې وړ ده، چې راشدخان د لسیزې د غوره لوبغاړي او د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریزې لوبډلې د غړیتوب ویاړ هم ترلاسه کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال میدان وردګو ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشري میدان وردګو ولایت ته سفر کړی.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د دې ولایت والي قاري بختيار معاذ او اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبيب الله مجاهد سره د لا غوره همغږۍ او تورېزم صنعت ته د ودې په اړه خبرې کړي.

په دغه ليدنه کې مولوي قدرت الله جمال اطلاعاتو او کلتور رياست د ولايت په کچه د غوره همغږۍ يو مهم ارګان بللی او ویلي يې دي، سياحت او تورېزم چې د اوسنۍ نړۍ یو له مهمو سوداګریو شمېرل کيږي او ميدان وردګ ولايت د تاريخي جاذبو او سياحتي سيمو له اړخه يو غني ولايت بلل کيږي، بايد دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره ډېرو ولايتونو ته د بهرنيو سېلانیانو راتګ ډېر شوی، نو د اطلاعاتو او کلتور رياست له ولايت سره په لا ښه همغږۍ کار وکړي، تر څو دې ولايت ته د سياحينو راتګ ډېر شي او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

په ورته وخت کې میدان وردګو والي قاري بختيار معاذ ویلي؛ اطلاعاتو او کلتور رياست او اړونده رسنۍ له ولايت سره په پوره همغږی کار کوي او تل هڅه کوي تر څو د ميدان وردګو ولايت اړوند لرغونې ابدې او سياحتي سيمي وساتي.

همدارنګه نوموړي، د یاد ولايت د مقام له اړخه  له اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

بل خوا د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبيب الله مجاهد ویلي، په تېرو دوه کلونو کې مو په یاد ولايت کې ۷۵ لرغونې ابدې او سياحتي سيمې ثبت او راجستر کړې، چې لرغونې استوپې او لويې تاريخي کلاوې پکې شاملې دي.

نوموړي زياته کړې، په دغه ولايت کې یې د مجاهد ملي موزيم تر نامه لاندې موزیم د ولايت مقام په همکارۍ جوړ کړی، چې تر دې مهاله ورته ګڼ شمېر لرغونې او نظامي اثار راټول شوي او د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو تر څنګ ګڼ شمېر کورني او بهرني سېلانيان ترې ليدنه کوي.

ملا نورالله نوري: افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ سیال هېواد وي

د کابل ولایت د والي امین الله عبید په مشري د یاد ولایت د اوو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دوی د اسلامي امارت کلک ملاتړ څرګند کړی او ویلي يې دي، دا سوچه شرعي نظام دی او ټول ولس پکې خپل ځان ويني.

نوموړو زیاته کړې؛ هیڅ چاته اجازه نه ورکوو، چې د دې نظام د تخريب لپاره دسيسې جوړې کړي.

ورپسې ملا نور الله نوري ویلي؛ د اسلامي امارت په حاکمیت او قایمولو کې د دې ولس ځوانانو، علماوو او مشرانو قربانۍ ورکړې او نن چې شرعي نظام حاکم دی دا د دې خلکو د ديانت، غيرت، ميړانې او جهاد برکت و.

ښاغلي نوري همدارنګه په نظامي، اقتصادي او سياسي برخو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره ډاډ څرګند کړی، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ سیال هېواد وي او موږ به د ډېرو پرمختګونو شاهدان یو.

د ناستې په ترڅ کې د کابل والي مولوي امین الله عبید ویلي؛ له ولسونو سره دا ډول ناستې جوړول ډېر اړین دي ترڅو د ولسونو اصلي غږ تر لوړو مقاماتو ورسېږي او ستونزو ته یې د حل لارې ولټول شي.

د لیدنې په اوږدو کې د پلازمېنې کابل د ټولو مرکزي ناحیو ترڅنګ د قره باغ، شکردرې، ګل درې، استالف، کلکان، میربچه کوټ او فرزې ولسوالۍ استازو غوښتنه کړې، چې د ولسي ستونزو په برخه کې پاملرنه وکړي او ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې همکاري وکړي.

مولوي عبدالکبیر: بشري مرستې باید سیاسي رنګ ونه لري

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د مخکیني وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت له امله د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي.

تاکایوشي کورومایا ویلي، جاپان له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، یوازې د تېر ډیسمبر میاشت کې یې له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته ۱.۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې، چې دا مرستې به له ایران او پاکستان راستنېدونکو کډوالو لپاره د موقتي استوګنځي، روغتیا، زده کړو او ابتدایی اړتیاوو لپاره وکارول شي.

جاپان سفیر ویلي؛ له دې وړاندې جاپان د افغانستان لپاره ۲۷.۵ میلیونه ډالر بشري مرسته اعلان کړې وه، چې په روغتیا، زده کړو، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه، بدیل معیشت، د اوبو مدیریت، او اقلیمي بدلون برخو کې به ولګېږي.

دغه‌راز نوموړي ټینګار کړی، چې جاپان غواړي افغانستان ثبات ته ورسېږي او په دې برخه کې د اسلامي امارت همکاري مهمه ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ هیله څرګنده کړې، چې دا ډول ناستې به د اسلامي امارت او جاپان ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

 مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د جاپان د بشري مرستو قدرداني کړې او ویلي یې دي؛ بشري مرستې باید سیاسي رنګ ونه لري.

نوموړي زیاته کړې، ګاونډي هېوادونه دې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او اجازه دې ورکړل شي، چې هغوی په داوطلب شکل هېواد ته راستانه شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، راستنېدونکي افغان کډوال او بېځایه شوي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او پکار ده چې اړونده مرستندویه ادارې بېړنۍ مرستې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې خپلو اصلي مېنو ته د راستنېدونکیو افغان کډوالو او کورني بېځایه شوي، د ستنېدو او د هغوی لپاره د ژوند د لازم چاپېریال برابرېدو ته باید کار وشي.