ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 728

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس د ۲۲ جزایي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس مفتي عتیق الله دروېش د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په ځانګړې لارښوونه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې له دویمې تر پینځمې نېټې د یو شمېر مهمو جزایي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه د هېواد څلورو ولایتونو (پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر) ته سفر وکړ.

د جزاء دېوان عمومي رییس چې مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن قاسمي یې ملتیا کوله یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال ۲۲ جزایي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې.

مفتي عتیق الله دروېش د یاد سفر پر مهال د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو له رییسانو او نورو اړوند محاکمو له قضایي غړو سره لیدنه وکړه، د جزایي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې تر تفصیلي خبرو وروسته ورته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس او ورسره مل پلاوي په یاد سفر کې د جزایي دوسیو له جانبینو سره هم لیدنې کړي او له هغوی یې د دوسیو په اړه وروستي بشپړ تحقیقات کړي.

د سترې محکمې دغه قضایي پلاوي د یادو لیدنو علاوه د خوست ولایت علي شېر ولسوالۍ ته سفر کړی، په یاده ولسوالۍ کې یې د تېرې امنیتي پېښې ځای له نږدې لیدلی او د قربانیانو له کورنۍ سره یې لیدنه کړې، دوی ته یې پر تسلیت سربېره ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت محاکم به د دې پېښې عاملین د شریعت مطابق مجازات کړي.

دغه راز د جزا دېوان رییس امنیتي مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې د یادې پېښې جدي پلټنه وکړي، ټول عاملین یې پیدا او دوسیې یې د شرعي پرېکړو په موخه اړوند محکمې ته راجع کړي.

د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس مفتي عتیق الله دروېش له دې مخکې هم د جزایي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې زندانیانو ته ژمنۍ کڅوړې وېشلي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مسولینو له لوري په زندانیانو، محجوزینو او توقیف شویو د ژمنیو کڅوړو د ویش بهیر پیل شوی.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې لوی رییس مولوي محمد یوسف مستري وایي، څلور زره ژمنۍ کڅوړې، د خیریه بنسټونو په همکارۍ پر زندانیانو ویشل کیږي؛ چې پکې کمپلې، ګرمې ژمنۍ جامې، د مینځلو مواد، او نور د اړتیا وړ توکې شامل دي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس زیاته کړې، محبوسین او محجوزین له دوی سره امانت دي او له همدې امله دوی د زندانیانو لپاره د لا ډیرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په هڅه کې دي.

زندانیان خوښ دي چې د زندانونو چارو تنظیم ادارې له لورې ورته سهولتونه برابریږي او مننه کوي چې ستونزو ته یې رسیدنه کیږي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسولین زیاتوي چې په شته امکاناتو او د مرسته کونکو بنسټونو په همکارۍ د محبوسینو او محجوزینو لپاره یې د روغتیا، اوسېدو ځای او خوراک برخو کې امکانات برابر کړي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۵هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې ۱۳۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۷۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸ کورنیو سره ټولې ۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۲۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۲۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې ۱۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۵ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵ کورنیو سره ټولې ۳۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۵ کورنۍ او ۳۵۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۸ کورنۍ او ۳۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۳۹ عدده

د فرانسې ولسمشر، احمد الشرع پاریس ته وربللی

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره په ټیلیفوني خبرو کې نوموړی پاریس ته ور بللی دی.

دواړو لوریو دغه راز پر سوریې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.

د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع څو ورځې وړاندې پر خپل لومړني بهرني سفر سعودي عربستان او له هغې وروسته ترکیې ته سفر وکړ.

نوموړي ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه کړې وه.

 دواړو لوریو په دې لیدنه کې د یوه ګډ دفاعي تړون، د سوریې اقتصادي بیارغونې او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې کړې وې.

 یاد دفاعي تړون کې سوریه کې د ترکیې د هوايي اډو جوړول او د سوریې د نوي پوځ روزنه شامله ده.

د عامې روغتیا وزیر هلمند کې د یوه روغتیايي مرکز پرانیسته وکړه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت سنګین ولسوالۍ کې د نږدې ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو نوي جوړ شوي بشپړ جامع روغتیايي مرکز پرانیسته وکړه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د هلمند ولایت والي مولوي عبدالرحمن مسلم، د هلمند ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي شفیع الله او ځایي اوسیدونکو ګډون کړی و.

مولوي نور جلال جلالي د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې په یاد جوړ شوي روغتیايي مرکز خوښي څرګنده کړې او د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکو ته یې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې لویه لاسته راوړنه بللې.

نوموړي ویلي، هڅه کوو د هېواد هر وګړي ته معیاري خدمات برابر او د ولسونو اړتیاوو ته په اساسي شکل کار وکړو.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي سیستم په انکشاف او پراختیا ګړندۍ هڅې جریان لري چې په راتلونکي کې به د یو ځان بسیا او معیاري روغتیايي سیستم لپاره مرستندوی اوسي.

همداراز د عامې روغتیا وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال په دې ولایت کې په روغتیايي خدماتو کې د شته ستونزو د حل، د روغتیايي خدماتو د ارزونې او د روغتیايي خدماتو د پراختیا او ښه والي په موخه د دې ولایت له روغتیايي مسولینو او روغتیاپالانو سره هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې روغتیايي مسولینو او روغتیاپالانو د هلمند ولایت د روغتیایي خدماتو او وضعیت اړوند مفصل معلومات وړاندې او په روغتیايي خدماتو کې شته ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړي.

مولوي نورجلال جلالي د یادو ستونزو له اوریدو وروسته د مشکلاتو د حل ډاډ ورکړی او د خپلو خبرو په جریان کې یې مسولینو ته د لا زیاتو هڅو لارښوونه کړې، تر څو په لا زیاتو هڅو سره د هلمند ولایت ولسونو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

بهرنیو چارو وزارت: غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی

د غزې د خلکو د بې ځايه کولو اړوند د متحده ايالتونو د ولسمشر د څرگندونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه!

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی.

اعلامیه زیاتوي، غزه د فلسطین خاوره ده، او بل هېڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی.

اسلامي امارت باور لري چې دا ډول پلانونه نه‌ یواځې د صهیونیستي رژیم د شومو اهدافو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي لامل هم ګرځي.

اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د نړۍ له بااثر هېوادونو او د عدالت له پلویانو غواړي، چې د دې ډول توطیو په وړاندې یو واحد، عملي او پر وخت دریځ ونیسي.

د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کمال خان بند درېیم فاز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې د ګټې اخیستنې ته د سپارلو د مراسمو پیل د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د اسلامي امارت د مشرانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د دې بند په ساحه کې ترسره شول.

د اوبو او انرژي وزیر د دغې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې ویلي؛ اسلامي امارت په هېواد کې امنیت، اسلامي نظام او اقتصادي پراختیا رامینځته کړې، پدې اساس د افغانستان له خلکو څخه تمه کېږي چې د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ او بیداره واوسي.

ښاغلي منصور ټینګار کړې، د اسلامي امارت رهبري د وچکالۍ وضعیت او د خلکو اړتیاوو ته په کتو د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی او پدې هکله ګاونډي هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د دغه بند له جوړولو څخه به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.

له بلې خوا د اوبو مرستیال په دغه مراسمو کې یادونه کړې، چې د کمال خان بند د سېلابونو د کنترولولو او د اوبو د مدیریت په موخه جوړ شوی او د اوبو او انرژي وزارت ډاډ ورکوي چې د دغه بند په جوړېدلو سره به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.

په همدې حال کې د کرنې وزیر ویلي، د اسلامي امارت مشران د افغانستان خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې شپه او ورځ په صداقت سره هڅې کوې.

همدارنګه د نیمروز والي د اسلامي امارت رهبري دغه ولایت ته د پاملرنې په ستایلو سره، یادونه کړې چې پدې وروستیو کې له نیکه مرغه د نیمروز خلک په دغه ولایت کې د څو لویو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

د یادونې وړ ده، چې د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالي کې د موسمي سېلابونو د کنترول، د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو او د شپږ مېګاواټه برق د تولید د وړتیا په موخه پلي شوی دی.

دغه بند د اوبو وضعیت ته په کتو سره کولی شي ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

یوناما له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستو ته دوام ورکوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتواته سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې اندریکا راتواته په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل؛ چې دوی به له افغان کډوالو سره د پاکو اوبو، روغتیا، زده کړو او سرپناه په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ۱۷ ښارګوټو لپاره د ځمکو هوکړه شوې، ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته پکې د استوګنې او ژوند زمینه برابره شي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د ملګرو ملتونو له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ د تداوم غوښتننه وکړه.

دغه‌راز نوموړي په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي د درېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان کډوالو ته باید اسانتیاوې برابرې شي.

مولوي عبدالکبیر په اجباري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، اجازه دې ورکړل شي چې افغان کډوال په داوطلب ډول هېواد ته را ستانه شي.

همدا راز مولوي عبدالکبیر وویل؛ هېواد ته راستانه شوي کډوال او بېځایه شوي کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او له مرستندویه ادارو یې وغوښتل، چې د هغوی د ځای پر ځای کېدو او سهولتونو د برابرولو لپاره دې بېړنۍ مرستې کړي.

د سکي فدراسیون رییس د اسیا ژمنیو لوبو سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته په سفر ولاړ

د اسیا ژمنیو لوبو نهم پړاو سیالیو ته، چې د چین هېواد په کوربه‌توب به د هربین په ښار کې تر سره شي، د سکي فدراسیون رییس محمد داوود کارګر په سفر ولاړ.

د مخه ښې په دې مراسمو کې محمد داود کارګر د یادو سیالیو پر اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق په خپلو خبرو کې یادې سیالۍ مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران به په دې سیالیو کې ښه وځلېږي.

د اسیا ژمنیو لوبو نهم پړاو سیالۍ د روان کال فیبروري میاشتې په اوومه نېټه پیليږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام ولري، چې له ۳۴ اسیایي هېوادونو څخه پکې یو زر او ۲۷۵ ورزشکاران ګډون کوي.

په دې سیالیو کې د سکي فدراسیون رییس او درې افغان ورزشکاران د افغانسان په استازولۍ ګډون کوي.