ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 727

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۶ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه پنځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې ۱۳۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۱۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې ۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زره او ۲۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ کورنیو سره ټولې ۱۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۱ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۰۵ کورنۍ او ۳۹۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  هشت کورنۍ او ۵۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۶۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۲۴ عدده

د کډوال ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين اړوند پینځه تړونونه لاسليک شول

د ټولګټو وزير ملا محمد عيسی ثاني د هرات-کندهار د ۷۳۷.۵ کيلومتره اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين اړوند پینځه تړونونه د شاوخوا ۲۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت له پینځو شرکتونه سره لاسليک کړل، چې د اته مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

لومړۍ برخه: د هرات-شينډنډ مسير دی، چې ۱۲۰ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۵۱ میلیونه، ۹۷۸ زره او ۹۹۹ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي سروې او ډيزاين چارې له افغان-جرمن ساختماني، سړکسازي او اوسپنې پټلۍ شرکت سره قرارداد شوي دي.

دويمه برخه: د شينډنډ-فراه مسير دی، چې ۱۲۰ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۴۵ میلیونه، ۶۳۱ زره او ۲۶۷ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له هسک انجنيري خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.

دريمه برخه: د فراه-زرنج-غورغوري مسير دی، چې ۱۸۸.۸ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۶۹ میلیونه، ۲۷۸ زره او ۵۶۷ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له هسک انجنيري خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.

څلورمه برخه: د غورغوري-لښکرګاه مسير دی، چې ۱۷۱ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۶۰ میلیونه، ۳۳۱ زره او ۴۰۸ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له آريا خان افغان ساختماني، سړکسازي او لوژستيکي خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.

پنځمه برخه: د لښکرګاه-کندهار مسير دی، چې ۱۳۷.۷ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۳۷ میلیونه، ۳۱۵ زره او ۷۴۲ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له آريا خان افغان ساختماني، سړکسازي او لوژستيکي خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د تفصيلي سروې او ډيزاين چارو تر بشپړېدو وروسته به ددې پروژې د بودجې تمويل ته په کتو يې عملي چارې هم پيل شي.

د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له سرحدی فوق العاده زده کړو څخه ۵۳۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۵۳۵ تنه سرحدي ځواکونه د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د عسکرانو بنسټيزو زده‌کړو ښوونځی د سرحدي فوق‌العاده څلور میاشتنیو مسلکي زده‌کړو له پنځم دورې څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي، ترڅنګ ګڼ شمېر مسؤلينو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد حمیدي نوي فارغان خپلو راتلونکو مسولیتونو ته متوجه او وویل؛ د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ د هیواد له سرحداتو څخه ساتنه وکړئ؛ تاسو مکلف یاست ځانونه د ظاهري اعداد ترڅنګ په باطني اعداد چې تقوا او پرهیزګاري ده سمبال کړئ.

هیره دې نه وې دغو ځواکونو ته د څلور میاشتنیو مسلکی زده‌کړو په بهیر کې د توپوګرافي، توپچي، ثقیله او خفیفه اسلحو کارول، سرحدی قوانين او يو شمیر نورو برخو کې د مسلکي استادانو له لوري نظری او عملي زده کړې ورکړل شوي دي

د یادولو وړ ده چې د فراغت له دې مراسمو سره هم مهاله د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځی د عامه چارو ډيپارټمنټ څخه ٢٣ تنه د عامه چارو آمرین هم فارغ شول.

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

د نیمروز ولایتي روغتون ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د الشیخ عبدالله بن محمد بن علي آل ثاني ولایتي روغتون د جوړولو چارې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د څو کلونو ځنډ وروسته د شیخ محمد قاسم خالد په هڅو پیل او د صحی خدمتونو په موخه د لوړ پوړو مقاماتو په حضور کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیراخوه او سیمه‌ییزو مسولینو ګډون کړی وو.

مولوي نورجلال جلالي یاده غونډه کې ویلي، عامې روغتیا وزارت د هېواد ولایتي روغتونونو جوړولو او تجهیز برخې ته ژمن دی.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي، کوښښ کوي، چې بهرني ګرځندویان هېواد کې د خیریه کارونو ترسره کولو ته وهڅوي

په ورته وخت کې د نیمروز ولسونه دا په تا یخ کی یو لوی ارمان بولی چی د اسلامي امارت په راتګ سره تر لاس کړي.

د یادونې وړ ده چې د نیمروز ولایت روغتون په ۲۰ جریبه ځمکه کې، د عصري او اساسي امکاناتو سره، د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

کابل کې د امیر علی شیرنوايي او ظهیرالدین بابر د فرهنګي او علمي هڅو په یاد غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په کابل کې د اوزبیکستان سفارت په ملاتړ د امیر علي شیر نوایي او ظهیرالدین بابر د علمي او فرهنګي هڅو په یاد غونډه شوې.

د یاد وزارت په وینا، په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزرات د هنر او کلتور مرستیال، مولوي عتیق‌الله عزیزي ترڅنګ په کابل کې د اوزبیکستان سفیر ښاغلي ایبک عثمانوف، ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون درلود.

غونډې ته د وينا پر مهال عتیق‌الله عزیزي وویل:« د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ ګډ فرهنګي او علمي میراث خورا غني او ژور دی، دواړه هیوادونه د اسلامي تمدن په زوړ عصر کې د علم، ادب، فلسفې او هنر په برخو کې سترې لاسته راوړنې لري.»

نوموړي زیاته کړې:« د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو د یوې مهمې برخې په توګه، د امیر علی شیر نوایي او ظهیرالدین بابر په څېر ستر شخصیتونو د فرهنګونو په پراختیا کې مهم رول درلود.»

د ښاغلي عزیزي وینا:« د افغانستان او اوزبیکستان مشترکات د شعر، ادب، او فلسفې په برخو کې نه یوازې له تېر څخه تر نن ورځې پورې پياوړي پاتې شوي، بلکې په اوسني دور کې يې هم د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مرسته کړې ده.»

د هنر او کلتور مرستیال ویلي:« د یادو شخصیتونو میراث ته په پام سره د دې فرهنګي اړیکو تقویت او د علمي لاسته راوړنو، ادبياتو، او تاریخي ارزښتونو د پیاوړي کولو لپاره به نور هم کار کوو.»

همدا راز په کابل کې د اوزبیکستان سفیر، ښاغلي ایبک عثمانوف وویلي، چې هېواد یې د تاریخي او فرهنګي اړیکو له مخې د افغانستان سره په دې برخه کې ژورې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو د مشترک فرهنګي میراث ساتنې او پراختیا ته به ځانګړې پاملرنه کوي.  

په غونډه کې ګڼ شمېر شاعرانو او ادیبانو هم د دې دواړو شخصیتونو د علمي او فرهنګي کړنو په تړاو مقالې ولوستې.

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې له مدیریت څخه ۲۵۰ منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وايي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت د ډله‌ییزو زده‌کړو له دوه نیم میاشتنۍ دورې څخه ۲۵۰ منسوبین فارغ شول.

ملي دفاع وزارت په وینا، د همدې په تړاو جوړې شوې مراسمو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال، ملا محمد حافظ مجاهد او د دې وزارت یو شمېر مسوولین ګډون درلود.

یاد وزارت زیاته کړې چې ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې د اعداد په اهمیت ټینګار وکړ او ځوان منسوبین یې د زده کړو دوام، مسوولیتونو ته پاملرنې، ولس سره همکارۍ او ښې رویې ته راوبلل.

نوموړي زياته کړې:«تر دې دمه تاسې د دغو درسونو تمریناتي پړاوونه وهلي، خو اوس تاسې عملاً ټولنې ته د خدمت یو لوی مسؤلیت درسپارل کېږي. باید تل ویښ، بیداره او ځیرک واوسئ په پوره مېړانې او مهارت سره د خپلو ولسونو او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه په کلک او ايماني عزم به ساتنه کوئ.»

په پای کې فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود او مراسم د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

ملا محمد عیسی ثاني: اسلامي امارت د ولس هوساینې ته ژمن دی

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ د فراه ولايت په استازيتوب د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي تاج الدین منصور او د دغه ولایت د لسو ولسوالیو له قومي مشرانو، مخورو او سپین ږیرو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

دغه قومي مشران او مخور، چې د یاد ولایت د خلکو د ستونزو د حل په موخه کابل ته ورغلي وو، خپلې ستونزې او غوښتنې یې د ټولګټو وزارت له وزیر سره شریکې کړې.

دوی د فراه ولایت د اساسي پروژو پر ځنډ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پر کمښت اندېښنه ښودلې او د ستونزو د حل غوښتنه یې کړې.

ملا محمد عیسی ثاني د قومي مشرانو او مخورو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته ویلي؛ چې فراه ولايت ته د خپل سفر پرمهال يې د ياد پروژې چارې له نږدې کتلي دي او د قراردادي شرکت، بهرنيو چارو وزارت او د ډيپلوماتيکي لارې له ايران سره هم موضوع شريکه شوې ده.

نوموړي قومي مشرانو او سپین ږیرو ته ډاډ ورکړی، چې يادې غوښتنې او وړانديزونه به د اسلامي امارت د مشرتابه له مقام سره هم شریک کړي.

د ټولګټو وزیر زیاته کړې، حکومت د ولس هوساینې ته ژمن دی او د اساسي پروژو د عملي کولو لپاره به لازم اقدامات او ګړندۍ هڅې ترسره شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر د ناروې هېواد د کډوالو ادارې له رییس سره لیدنه کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ملا عبدالمنان عمري په افغانستان کې د ناروې هېواد د کډوالو ادارې له رییس نیل ټورنر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ټولنیز خوندیتوب په برخه کې خپل فعالیتونه ځانګړي کړي او خپلې چوپړتیاوې د لرې پرتو سیمو تر اړمنو هم ورسوي.

د کار او ټولنیز چارو وزارت ویاند سیمع الله ابراهیمي ویلي؛ د ناروې هېواد د کډوالو ادارې رییس ژمنه کړې، چې د پخوانیو فعالیتونو په دوام غواړي په راتلونکې کې هم د دغه وزارت د پالیسۍ مطابق خپل خدمتونه وړاندې کړي.

د چارو شنونکي د ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې د ناروې خدمتونه ګټور بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.

مولوي عبدالمنان عمري د ناروې د کډوالو ادارې له رییس غوښتنه کړې، چې خپل اداري لګښتونه راټیټ او د خدماتي لګښتونو کچه زیاته کړي او خپل ټول فعالیتونه په مرکز او ولایاتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او ولایتي ریاستونو سره په همغږۍ کې ترسره کړي.