ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 726

ننګرهار کې ۵۰ کلنه شخړه پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په پيښې سيمه کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شاوخوا ۵۰ کلنه شخړه، چې اوږده جنجالونه او بدبینۍ یې پېښي کړې وې حل او دواړو خوا د سوله ييز ژوند له خواږه نعمته برخمن شول.

د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس حافظ رحمت الله غازي عمر په مشري، د اچين ولسوالۍ مسولينو، قومي مشرانو او ځایي خلکو په دوامداره همکاريو له ښکېلو خواوو سره د څو ناستو په پايله کې هغوی سولې ته را وبلل او ترمنځ یې د شریعت په رڼا کې د خیر پرېکړه وشوه، چې د دواړو خواوو د خوښۍ سبب وګرځېده.

دغه‌رار ښکېلو خواوو، د بدۍ اوږدې رېښې سره پرې شوې او د خوښۍ ژوند يې پيل کړ.

دوی د اسلامي امارت له مسولينو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به د یو بل په وړاندې خنډونه نه رامنځته او د ورورۍ ژوند به کوي.

تخار کې د ۶۵ ميلونه افغانيو په ارزښت د امو سيند د تحکيماتو پروژې چارې پيل شوې

په شمال ختيځه حوزه کې کې د امو سيند غاړو رغولو په دوام، د تخار ينګي قلعه ولسوالۍ وروسته تازه په درقت ولسوالۍ کې د دې پروژې اتم لاټ چارې پيل شوې.

په شمال ختيځ زون کې د امو سيند دتحکيماتو رییس مولوي سید غلام مشواڼی وايي، په دې پروژې ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا تمويلېږي او په ۱۱ مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د تخار درقت ولسوالۍ اوسېدونکي د دې سترې پروژې چارو په پيليدو خوښي څرګندوي او وايي، چې د چارو په بشپړيدو سره به په دې ولسوالۍ کې د زرګونه زره جريبه کرنيزو ځمکو او د استوګنو کورنو د تخريب مخه ونيول شي.

هغه کارګر چې په دغې پروژې کې ورته د کار زمينه برابره شوې خوښ دي او وياړې چې د اوبو په مهارولو او د هېواد په ابادولو کې خپله برخه په خورا هېودانۍ مينې پالي.

د تخار ولايت په درقت ولسوالۍ کې د امو سيند د غاړو رغولو چارې داسې مهال پيل شوې، چې تر دې وړاندې د دغه ولايت په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د دغې پروژې ۷ لاټه بشپړ او د دغه څپاند سيند د تخريب مخه نيول شوې ده.

صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال څه باندې ۱۵ زره ټنه طبي بوټي نورو هېوادونو ته صادر شوي

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې د کوکنارو د کښت، پېر او پلور په بشپړ ډول مخنیوی شوی خو تر یوه بریده يي ځاي طبي بوټو نیولی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، تېر ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د شاوخوا ۲۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ۲۰۰ ټنه طبي بوټي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې زیاته برخه يي اینجه او شیرین بویه تشکیلوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې؛ یاد طبي بوټې له افغانستان څخه هند، متحده عربي امارت، پاکستان، ترکیه، قرغیزستان، ایران، چین، امریکا، کاناډا، جاپان، اوکراین، روسیه او نورو بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د شنونکو په باور، افغانستان د کوکنارو مخنیوي برخه کې خپل مسولیت ادا کړی او اوس دې نړیواله ټولنه د ژمنې سره سم په دغه برخه کې خپل مسولیت ادا او د بدیل معیشت برخه کې له افغانانو سره مرستې وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د کوکنارو بدل معیشت او د طبي بوټو ترویج لپاره  له یو شمېر نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ کار کوي.

یاد وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې له افغانانو سره دې د کوکنارو بدیل معیشت برخه کې مرسته وکړي.

کرېکټ؛ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې د کلني پلان له مخې د روانې فبروري میاشتې په لسمه نېټه (دوشنبه) ۱۶م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي، چې د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دوام ومومي.

د کورني کرېکټ په دغو سترو ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي، چې په دوه بېلابېلو ګرپونو وېشل شوې او د ۱۵ ورځو په ترڅ کې به یې ترمنځ ۳۳ سیالۍ ترسره شي.

د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د ننګرهار، کندوز، کابل، خوست الف، اې سي بي ایلېون دویمه او چېرمېن ایلېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې په دویم ګروپ کې اې سي بي ایلېون، چېرمېن ایلېون دویمه لوبډله، خوست، فاریاب، هلمند او کابل الف لوبډلې شاملې دي.

باید وویل شي چې د لومړي ګروپ سیالۍ د ننګرهار ولایت په دوه لوبغالو او د دویم ګروپ سیالۍ بیا د کندهار ولایت په دوه بېلابېلو لوبغالو کې پلان شوې دي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو لوبډلو سره یو ځل مخ شي او په ټوله کې به پینځه سیالۍ ترسره کړي، چې له منځه به یې د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره ومومي.

د ۲۰۲۵م کال وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د ننګرهار (سپین غر زون مشترکې لوبډلې)، کندوز، کابل، خوست الف، هلمند، خوست (مس عینک زون مشترکې لوبډلې)، فاریاب او کابل الف لوبډلو له تېرو دویمه درجه ولایتي سیالیو لاره موندلې وه.

دغه راز دغو سیالیو ته د چېیرمېن ایلیون او اې سي بي ایلېون په نوم څلور نورې لوبډلې د هغو لوبغاړو لپاره اضافه کېږي، چې په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې یې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، خو اړونده لوبډلو یې بل پړاو (لومړۍ درجه ولایتي سیالیو) ته لاره نه ده موندلې.

دغه راز د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې په دغو سیالیو کې د کورني کرېکټ د لېسټ اې او فرسټ کلاس سیالیو یو شمېر غوره لوبغاړي هم دغو سیالیو ته غوره کړي دي، ترڅو د دویمه درجه ولایتي سیالیو له ځوان لوبغاړو سره یو ځای په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ولوبېږي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت ب لوبډلې د تېر کال د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي ګټلې وه او د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

دا به د روان کال دویم کورنی ټورنمنټ وي چې له مخې به یې د زونونو په کچه راتلونکو درې ورځنیو او لیسټ اې سیالیو ته غوره لوبغاړي وټاکل شي.

د مالیې وزیر لغمان ته سفر وکړ

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې، د دغه وزارت د مالي او اداري سلاکار او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رییس په ملتیا لغمان ولایت ته سفر وکړ.

ملا محمد ناصر اخوند د دغه سفر په لړ ګې د لغمان ولایت له مستوفیت او هلته د ملي بانک د ولایتي څانګې له چارو څخه د ليدني پرمهال، د عوایدو راټولولو بهیر په لګښتونو کي د سپما اصل په نظر کې نیول او د بانکي خدمتونو چارې له نږدې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه يې مسولینو ته اړینې سپارښتني کړې دي.

همدارنګه د مالیې وزیر او مل پلاوي د ولایتي مسولینو پرمختګونه ستایلي، د هغوی ستونزي یې واورېدلي او شته ستونزو ته د رسېدو په موخه د اصولي اجرااتو بشپړ ډاډ ورکړل شو.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د غالیو صنعت وده کړې

د هرات ولایت د کانونو او صنایعو خونه د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د غالیو د صنعت د ودې په اړه خبر ورکوي.

یاد صنعتي ښارګوتي کې هره ورځ څه باندې ۲۰۰ تنه هېوادوال په بېلابېلو شفټونو کې په کار بوخت دي او شاوخوا څلور زره او ۵۰۰ متره مربع غالۍ  د هېواد بازارونو لپاره تولیدوي.

له بلې خوا د هرات د کانونو او صنايعو خونې رييس حمیدالله خادم هم ویلي، چې د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د غاليو د توليد او پلور په برخه کې تر زرو زيات هېوادوال په مستقيم ډول په کار بوخت دي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د کارخونو په پرانيستلو سره به  ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت لخوا په هېواد کې د صنعت او پانګونې د زمینې په برابرولو سره همدا اوس د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ګڼ شمیر کارخونو د جوړولو چارې روانې دي.

روان لمریز کال کې نږدی دوه زره پېښو ته رسېدنه شوې

پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ریاست وايي، په روان ۱۴۰۳ کال کې یې شاوخوا ۱۸۰۰ طبعي او غیر طبعي پېښو ته رسېدنه کړې.

پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ادارې رییس حافظ نورالله انصار وايي، د پېښو د کنټرول او مخنیوي پایله کې یې د څه باندې څلور ملیارده افغانیو او ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت خلکو ته د زیان اوښتو مخه هم نیولې ده.

نوموړی زیاتوي، په همدې موده کې د احتمالي پېښو مخنیوي په موخه یې د دولتي او خصوصي سکټور د اووه زره او ۵۰۰ ځایونو اطفایوي سروې کړې او په وینا یې، چې د هېواد په کچه تر ۸۰ پورې د اور وژنې مرکزونه فعال دي.

پېښو ته د رسېدو او اور وژنې مسولین د پېښو د کنټرول او مخینوي په برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي او له خلکو غواړي، چې خپل کار ځایونو د اور وژنې په بالونونو سمبال کړي.

دوی له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د پېښو د کنټرول او مخنیوي په موخه د اور وژنې له مرکزونو سره دې پر وخت اړیکه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال کونړ ته سفر کړی

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال مولوي عبدالله مختار کونړ ته د سفر په ترڅ کې د امنیه قومندان او قومندانۍ اداري کارکوونکو سره لیدنه کړې.

 نوموړي په دې لیدنه کې، مسولینو ته یې د بیت المال ساتنې، ولسونو سره ښه چلند، اطاعت او نورو مهمو موضوعاتو په اړه لارښوونې کړې دي.

همدارنګه مولوي عبدالله مختار په اکمالاتي برخو کې مسولینو ته د همکاریو ډاډ ورکولو سربېره ویلي؛ موږ د ولس خادمان یو، ساتنه او پالنه یې زموږ وجیبه ده، دغه نظام له اطاعت جوړدی، ساتنه، استحکام او دوام په اطاعت کې دی، هر یو باید د اوامرو کلک اطاعت وکړي، او د شهیدانو وارثان هیڅکله هم له یاده ونه باسي.

ورته مهال د کونړ امنیه قومندان ضیاالحق حامد د وینا په مهال تامنیاتي او نورو برخو کې د امنیه قومندانۍ لاسته راوړنو په اړه د څرګندولو سربېره مهمې اړتیاوې له پلاوي سره شریکې او د همکاریو پراختیا هیله یې ترې کړې ده.

په یاده غونډه کې، چې د جهادي مدرسې مشر شیخ رحمت الدین مدني هم برخه لرله له مجاهدینو یې غوښتي، چې له مادیاتو او اسبابو معنوي او روحاني برخې ته زیاته پاملرنه وکړي.