ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 725

کابل کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سيالۍ پيل شوې 

د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست د ووشو په مرکزي جمنازيوم کې د ژمي جام په نوم د کابل ښار له ۴۰ کلبونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو پرانيستغونډې کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست د نشراتو رييس الله محمد اتل مشواڼي، د ووشو فدراسیون مسولینو، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

یادې سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو ترمنځ له ۴۲ کيلو ګرامه څخه تر ۱۰۰ کيلو ګرامه پورې په بېلا بېلو وزني کټګوريو کې پيل شوې.

د دغو سياليو موخه د ووشو ورزش ته وده ورکول دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

ملا خیرالله خیرخواه هلمند کې د روږدو د درملنې له ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د هلمند والي مولوي عبد الرحمن مسلم کندوزی، د عامي روغتیا رییس قاري مولوي فضلي احمد شفیع الله او ورسره مل پلاوي په ملتیا د لښکرګاه ښار اړوند د معتادینو سل ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې.

ملا خیرالله خیرخوا د یاد روغتون د مسولینو، ډاکترانو او کارمندانو سربېره د دې روغتون د خدماتو، اداري، طبي چارو او مهمو څانګو څخه یې لیدنه کړې.

همدارنګه نوموړي یاد روغتون د ظرفیت او موقعیت په لحاظ ډېر مهم ګڼلی او د خدماتو او فعالیتونو څخه یې خوښي څرګنده کړې ده.

په ورته مهال ملا خیرالله خیر خوا د دې روغتون مسولینو او ډاکترانو ته د نشه روږدو کسانو د ښه درملنې په اړه اړینې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې یاد روغتون کې د هغه کسانو درملنه په اساسي او معیاري ډول کېږي، چې په نشه روږدي وي او تر درملنې وروسته د اصولو او هوکړو سره سم خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.

اوزبیکستاني سوداګرو د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې د اوبولګولو په عصري سیستمونو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د خپل کار په دفتر کې د اوزبیکستان له دوه تنو سوداګرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوزبیکستان دوو سوداګرو احمد خطاموف او عبدالله اوسروویچ خپله لېوالتیا په افغانستان کې د اوبولګولو عصري سیستمونو او کیمیاوي سرو په برخو کې د پانګونې لپاره څرګنده کړې او د کرنې له وزارت څخه یې په یادو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري د اوزبیکستاني سوداګرو د پانګونې د وړاندیز هرکلۍ کړې او ډاډ یې ورکړی چې، د کرنې وزارت به د دوی د پانګونې د اسانتیاوو برابرولو لپاره اړینه همکاري وکړي.

اسلامي امارت: امریکا ته ورکړل شوې الوتکې د افغانستان ملکیت دي

ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ د هغو الوتکو له جملې څخه، چې له افغانستان څخه د تېرې ادارې د سقوط پر مهال اوزبیکستان هېواد ته انتقال شوې وي، ۷ هلیکوپترې یې امریکا ته لېږدول شوې دي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “اسلامي امارت په دې اړوند انديښمن دی. څرنګه چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا اوزبیکستان ته د تیښتې پر مهال انتقال شوې، باید بېرته افغانستان ته را و لېږدول شي.”

د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت امریکا ته د یادو الوتکو د لېږد مخالفت کړی او ویلي یې دي: “دا چې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږ ته د منلو وړ نه دي؛ ځکه افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه وکړي او ګاونډي هېوادونه هم باید د افغانانو حق ته درناوی ولري.”

ملي دفاع وزارت له امریکا څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د بیا لېږد په لاره کې خنډونه جوړ نه کړي او بېرته یې افغانانو ته وسپاري.

د کرنې وزیر د کمال خان بند د اوبولګولو له کانالونو څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د نیمروز ولایت د کمال خان بند د اوبولګولو له کانالونو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال یې د اوبولګولو سیستم، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو وېش او د کرنې پر ښه والي د یاد بند د اغېزو ارزونه وکړه.

د کرنې وزیر د اوبو د سرچینو پر اغېزمن مدیریت ټینګار وکړ او د اوبولګولو کانالونه یې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د نیمروز د اقتصادي پراختیا لپاره مهم وبلل.

نوموړي له مسولینو وغوښتل، چې د یاد بند د اوبو د غوره استفادې او د کرنیزې ودې لپاره ګټور پروګرامونه عملي کړي.

د کمال خان بند د دې ولایت لپاره یو حیاتي پروژه ګڼل کېږي، چې د کرنې د ودې او د بزګرانو د معیشت په ښه کولو کې مهم رول لري.

غزه کې د اوربند هوکړه؛ ۱۸۳ نور فلسطینیان او ۳ اسرائیلي بندیان ازاد شول

غزه کې د اوربند هوکړې پر بنسټ نن (شنبه، د فبروري ۸مه) حماس اسلامي غورځنګ ۳ اسرائیلي بندیان ازاد کړي او په بدل کې یې اسرائیلي رژیم ۱۸۳ فلسطینیان خوشي کړي دي.

په غزه تړانګه کې له اوربند وروسته دا پینځم ځل دی، چې دواړه لوري بندیان تبادله کوي.

اسرائیلي پوځ هم تایید کړې، چې سره صلیب درې اسرائیلي بندیان دوی ته سپارلي دي.

په مقابل کې په ۱۸۳ خوشي کېدونکو فلسطینیانو کې ۱۸ کسان په عمري او ۵۴ نور بیا په اوږدمهاله بند محکوم شوي وو.

په دې بندیانو کې ۱۱۱ هغه فلسطینیان هم دي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې وروسته په غزه تړانګه کې نیول شوي وو.

تر دې دمه حماس اسلامي غورځنګ ۱۳ اسرائیلیان او ۵ ټایلینډیان خوشي کړي او په بدل کې یې اسرائیلو څه باندې ۵۰۰ فلسطیني بندیان ازاد کړي دي.

د ټولګټو وزیر او په کابل کې د چین سفیر لیدنه؛ د زېربنایي پروژو پر همکاریو خبرې شوي

د ټولګټو وزارت وايي؛ ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

 په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني، ژاو شینګ ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل؛ افغانستان او چین یوله بل سره اوږدمهاله ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.

دغه راز دواړو لور د واخان دهلیز(وریښمنو لارې) په اړه چې افغانستان له چین سره نښلوي هم هر اړخیز بحث وکړ.

د ټولګټو وزیر ویلي، د یاد سړک د سروې چارې د ټولګټو وزارت له لوري بشپړې شوې دي، د ډیزاین چارې یې دامهال جریان لري او په دې اړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ بحثونه دوام ولري.

 همدارنګه په دغه ناسته کې د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې اترې وشوې، چې یاده پروژه د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا هېوادونو سره نښلوي.

 ملا محمدعیسی ثاني زیاته کړې؛ په دې اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ په سطحه مذاکرات له یادو هېوادونو سره ترسره شوي دي او لا هم دوام لري، چې د ټولګټو وزارت د یادې پروژې پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري.

 په پای کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوامداره اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټیګار وکړ.

د اوبو او انرژي وزیر د زابل ولایت له عمري بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د زابل ولایت د اوبو او انرژي رییس ملا عبدالکریم ذوالفقار په ملتیا د زابل ولایت له عمري بند څخه لیدنه وکړه او د یاد بند د ساتنې او پاملرنې په تړاو یې اړوندو مسولینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د عمري بند پروژه د زابل ولایت مرکز قلات ښار په څلور کېلو مترۍ کې شتون لري، چې د څه د پاسه ۱۲۷ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت د موسمي سېلابونو د کنترول، د زراعتي ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د تقویې لپاره پلي شوی دی.

دغه بند د ۲۳ مترو په لوړوالي د ۲.۹ میلیونه مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۶۱ کېلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت درلودونکی دی.

همداراز ۵۶۰ هکتاره زراعتي ځمکه خړوبولوی شی، چې ورسره به زرګونه کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.