ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 724

عامې روغتیا وزیر د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه فراه او هلمند ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې چې د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا ترسره شو، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون ټولو څانګو څخه لیدنه کړې، ستونزې یې یاداشت او د حل بشپړ ډاډ یې څرګند کړی ده.

مولوي نور جلال جلالي همداراز روغتیايي کارکوونکو ته د خپلې وینا په ترڅ کې په یاد ولایت کې د ولسوالیو کچې عمومي روغتونونو جوړېدو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روغتیايي خدماتو پراخېدو ډاډ ورکړی.

نوموړي له هغوی غوښتي، چې شته امکاناتو څخه په پوره ګټې اخیستنې ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.

همداراز د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هلمند ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي پلاوي سره په ګډه د ګرشک ولسوالۍ روغتون څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د هلمند عامې روغتیا رییس مولوي فضلي احمد شفیع الله یې هم ملتیا کوله.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون ټولو څانګو څخه لیدنه کړې، ستونزې یې یاداشت او د حل ډاډ یې ورکړې دی.

 د عامې روغتیا وزیر همداراز د ناروغانو احوال له نږدې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې کړې او له روغتیا پالانو یې غوښتي، چې شته امکاناتو څخه په پوره ګټې اخیستنې ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.

نوموړي دغه راز، روغتیایي کارکوونکي هڅولي، ترڅو دې برخې کې د خپل خدمت په دوام سره د ناروغو هېوادوالو درملنه وکړي.

کندوز کې د یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت د سپین زر ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

کندوز ولايت کې د سپین‌زر امارتي شرکت په ۳۵ جریبه ځمکه کې د یو نیم میلیارده افغانیو په ارزښت د سوداګريز او ودانیز ښارګوتي د جوړولو چارې پیل شوې.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د سپین‌زر امارتي شرکت مسولینو سربېره د ملکي او نظامي ادارو مسولینو، قومي مخورو، ملي پانګوالو، سوداګرو، علمای کرامو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د سپین‌زر امارتي شرکت سوداګریز رییس مولوي عبدالغفور شهیدزي د دغې سترې پروژې د ارزښت په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل؛ دغه سوداګریز او ودانیز ښارګوټي کې ٨ شپږ پوړیزه مارکېټونه، له یو زر او ۵۰۰ څخه زیات دوکانونه، د تيلو يو پمپ، درې جوماتونه، سونا او نور اړين امکانات په پام کې نیول شوي دي.

همداراز د ياد ښارګوټي ترڅنګ به د کندوز ښار احمدولي څلورلارې څخه د چهاردرې مسیر تر درې‌لارې پورې سړک د ماسټر پلان مطابق درې سړکه د ۴۰ متره سور په لرولو سره په اساسي ډول ورغول شي.

د یاد ولایت د سوداګريزو خونې مرستیال سید جلال عثماني د دې سوداګریز ښارګوتي د چارو له پیل څخه د مننې ترڅنګ وویل، ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې په کندوز ولایت کې د سپین‌زر امارتي شرکت لخوا ستره ارزښتمنه پروژه پلي کېږی.

د کندوز ولایت مرستيال مولوي حبیب‌الرحمن صهیب وویل؛ لکه څنګه چې دغه سوداګریز ښارګوتی د ماستر پلان مطابق جوړېږي، او د اسلامي امارت مسولین په‌دې هڅه کې دي څو د ښاري ماسټر پلان پلي کېدو ته هم زمینه برابره کړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه؛ د ولایت رهبرۍ د پراختیايي چارو پلي کېدو په برخه کې نه‌یواځې د سپین‌زر امارتي شرکت بلکې د ټولو امارتي ادارو څخه په هراړخيزه توګه ملاتړ کوي.

د يادولو وړ ده، چې په کندوز ولايت کې د سپين‌زر امارتي شرکت لخوا د دغه سوداګریز او ودانیز ښارګوتي چارې په‌داسې حال کې پیلېږي، چې څه موده وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د ابدان په دښته کې د صنعتي پارکونو لپاره ۱۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه.

د مالیې وزیر کونړ ته سفر وکړ

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې د دغه وزارت د مالي او اداري سلاکار او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رییس په ملتیا کونړ ولایت ته سفر وکړ.

ملا محمد ناصر اخوند د دغه سفر په لړ کې د کونړ ولایت له مستوفیت او هلته د ملي بانک او نوي کابل بانک د ولایتي څانګو له چارو څخه د ليدني پرمهال، د عوایدو راټولولو بهیر، په لګښتونو کې د سپما اصل په نظر کې نیول او د بانکي خدمتونو چارې له نږدې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې مسولینو ته اړینې سپارښتني وکړې.

همدارنګه د مالیې وزیر او مل پلاوي د ولایتي مسولینو پرمختګونه ستایلي، د هغوی ستونزي یې واورېدلي او شته ستونزو ته د رسېدو په موخه د اصولي اجرااتو بشپړ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د کونړ ولایت مستوفیت په روان مالي کال کې د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی کړی دی او ټاکل شوي عوایدي هدف یې له پلان سره سم، په ښه ډول ترلاسه کېږي.

لبنان کې له دوه کلن ځنډ وروسته نوی حکومت اعلان شو

د لبنان ولسمشر جوزف عون له څه باندې دوه کلن موقت حکومت وروسته پرون (شنبه، د سلواغې ۲۰مه) د نواف سلام په مشري نوی حکومت اعلان کړ، چې ۲۴ وزیران لري.

د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ پرون اعلان کړی، چې د سرپرست حکومت استعفا یې منلې او د نواف سلام په مشري یې د ۲۴ وزیرانو نوې کابینه ټاکلې ده. دا له ۲۰۲۲ کال راهیسې د هېواد لومړی بشپړ حکومت دی.

اوس‌مهال به دا کابینه د راتلونکي حکومت د کړنو او لومړیتوبونو په تړاو طرحې او مسودې ترتیبوي او وروسته به بیا د بشپړ واک په موخه له پارلمان څخه د باور رایې ترلاسه کړي.

د لبنان نوي لومړي وزیر نواف سلام ویلي، چې حکومت به یې اقتصادي اصلاحات راولي، تر څو هېواد د بیارغونې امکاناتو ته لاسرسی ومومي او له وروستي جنګ وروسته د پانګوالو د جلب زمینه برابره شي.

نواف سلام، چې یو ډیپلوماټ او د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جې) پخوانی رییس و، ژمنه کړې، چې د لبنان قضایي سیسټم به اصلاح کوي او ثبات به راولي.

د لبنان له سیاسي ګوندونو سره له څه باندې درېیو اونیو سلا مشورو وروسته د دې هېواد نوی حکومت اعلان شو.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۹ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو نهه تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې۳۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۱۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه پنیځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې ۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:   ۱۴ کورنۍ او ۵۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۶ کورنۍ او ۲۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۷ عدده

تاجکستان کې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا هېوادونو ناسته؛ له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو پر دوام ټینګار شوی

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا هېوادونو شپږمه ناسته کې ګډون کونکو له افغانستان سره د سوداګریزو همکارېو پر دوام ټینګار کړی او دغه همکاري یې اړینه بللې ده.

له بل لوري اقتصاد وزارت له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو د دوام په اړه د اروپایي ټولنې او مرکزي اسیا هېوادونو له ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه همکاري د سیمې او نړۍ په ګټه ده.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د دې ډول ناستو دوام او له افغانستان سره د هېوادونو د اقتصادي همکارېو غځېدل د هېواد په بنسټیزو جوړښتونو کې د پانګونې او مرستو جلبولو لامل کېدای شي.

د میدان وردګ–لوګر نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسلیک شول

د ټولګټو وزارت وزير ملا محمد عيسی ثاني د ۷۱۳ ميليونو افغانيو په ارزښت له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر

د نږدې ۵۰ کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل.

د ميدان وردګ-لوګر سړک دوې برخې او ټولټال ۴۹ کيلومتره اوږدوالی لري او ۱۲۰ پُلګوټي پکې شامل دي.

ياد سړک د ميدان وردګ ولايت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل؛ د آلوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سيمو څخه په تېرېدو د

لوګر ولايت له مرکز پُل علم سره نښلول کيږي، چې رغنيزې چارې به يې د ۱۶ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

لومړی برخه: ټولټال ۱۷.۴ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د شاوخوا ۴۷۳ میلیونه، ۸۸۴ زره او ۹۲۷ افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له ايچکو ساختماني شرکت سره قرارداد شوي دي.

دويمه برخه: ټولټال ۱۴.۲ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د ۲۳۹میلیونه، ۴۴۸ زره او ۳۷۸ افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له تابش اميد ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ کې (پنجشنبه) د ټولګټو وزارت وزير د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين او سروې اړوند پینځه تړونونه د شاوخوا ۲۶۴ ميليونو افغانيو په ارزښت له پینځو شرکتونه سره لاسليک کړي وو.

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ میاشت کې څه باندې ۱۸ زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ د یوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد بنسټ زیاته کړې، چې په دې کسانو کې یې شاوخوا زر کسان په جبري توګه افغانستان ته استول شوي.

په راپور کې راغلي: “د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان، چې اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو، له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي. په دې کې شاوخوا زر کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.”

ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستاني حکومت له لوري د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د نړیوالو اصولو خلاف او د ګاونډیو حقونو په برخه تېری بولي او وايي، چې له یادو راستنو شویو افغانانو سره بېړنۍ مرستې شوې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

یاد راستانه شوي کډوال بیا د اسلامي امارت له لوري د مرستو هرکلی کوي او پر وخت یې لاسنیوی ستایي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۴۲ افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

دې افغانانو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله له ۲-۵ ورځو په بند کې تېرې کړې وې.

د لوړو زده کړو وزیر د هېواد ختیځ زون ته سفر کړی

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ختیځ زون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سید جمال الدین افغاني (کونړ) پوهنتون څخه د لیدنې او هلته اړونده مسولینو، استادانو او منسوبینو ته د لازمو سپارښتنو سربېره په ننګرهار پوهنتون جامع مسجد کې یوې سترې غونډې ته چې د یاد پوهنتون رهبرۍ، مسولینو، د ۱۴ ګونو پوهنځيو رییسانو، استادانو، د تدریسي روغتون مسولینو او اداري کارکوونکو هم برخه لرله وینا کړې.

 شیخ نداء محمد ندیم په خپله وینا کې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي؛ استادان او نور مسولین باید د مسلکي او په کار پوه کادرونو په روزنه کې خپل رسالت لا په سمه توګه ادا او د محصلینو په ظرفیت لوړونه تمرکز زیات کړي.

 نوموړي زیاته کړې، د اسلامي احکامو نفاذ او ارزښتونو ساتنه یوازې اسلامي نظام کولی شي او د ټولو افغانانو خوندیتوب او عزت د اسلامي نظام په استحکام پورې تړلی دی.

 د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان اسلامي امارت بریا د ټولو افغانانو ګډ افتخار بللی او د غونډې ګډونوال یې د اسلامي نظام ملاتړ ته رابللي دي.

 همدارنګه د ننګرهار پوهنتون رییس شیخ انعام الله مدني په دغه غونډه کې د وینا پر مهال د لوړو زده کړو وزیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د علمي او تدریسي چارو پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې یې د یاد پوهنتون د وړاندیزونو منظورېدو له امله د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه مننه کړې.

 د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزیر د ننګرهار د امام ابو حنیفه رحمه الله د جامعې فاضلانو سره هم ناسته کړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلې دي.

پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار: په تېر یوه کال کې څه باندې ۳۴ زره سوالګر راټول شوي

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال او د سوالګرو راټولولو کمیسیون مشر پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ په تېر یوه کال کې یې څه باندې ۳۴ زره سوالګر راټول کړي چې ډیره برخه یې حرفوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ تازه یې داسې ډلې نیولې چې په کابل ښار کې د سپېلنیو دودولو په پلمه خلک سوال کولو ته اړ باسي.

د ملا عبدالحق اخوند همکار په وینا؛ پر مستحقو کسانو د سرې میاشتې او یو شمیر نورو خیریه بنسټونو له لوري مرستې وېشل کېږي.

پر دې سربېره حرفوي سوالګرو ته د بیا نیول کېدو په صورت کې لنډمهاله سزاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

له نشه‌يي توکو سره دمبارزې مرسیتال ټینګار کوي؛ ژمن دي چې د سوالګرۍ ناوړه دود پای ته ورسوي او هغه کورنۍ چې په ریښتیا هم اړمنې دي له پېژندنې وروسته به میاشتنۍ مرستې ورسره کېږي.