ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 723

ډاکټر عبدالباري عمر کابل کې د شنو صنایعو اړوند صنعتي کارخونو له مسولینو سره لیدنه کړې

کابل کې د شنو صنایعو اړوند صنعتي کارخونو مسولینو د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او د برېښنا اړوند وړاندیزونه یې ورسره شریک کړي دي.

په دې لیدنه کې  ډاکټر عبدالباري عمر د یادو صنعتي کارخونو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره هېواد کې صنعتي تولیدي کارخونو لپاره د ډاډمنې برېښنا وېش مهم لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د ډاډمنې برېښنا چمتو کولو ته یې پر نوې طرحې او پلي کولو لارو کار کړی، چې ورسره به شته ستونزې حل شي.

په ورته مهال د شنو صنایعو اړوند صنعتي کارخونو مسولینو د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ څخه د دوی ستونزو ته د پاملرنې په پار د مننې ترڅنګ ژمنه کړې، چې خپله همکاري به له برېښنا شرکت سره دوامداره وساتي.

سعودي عربستان د فلسطین په تړاو د نتانیاهو وړاندیز غندلی

سعودي عربستان د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هغه وړاندیز، چې د فلسطین دولت دې د عربستان په خاوره کې جوړ شي، غندلی دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ نتانیاهو هڅه کوي چې په دې ډول خبرو سره په غزه کې خپل روان جنایات او توکمیزه یا قومي تصفیه پټ کړي او د خلکو پام په بله واړوي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې فلسطینیان پر خپله خاوره د اوسېدو حق لري او دوی اشغالګر یا کډوال نه دي، چې د ظالم اسرائیلي اشغال له غوښتنې سره سم، له خپل هېواد او سیمې څخه ووځي.

نتانیاهو تېره سې‌شنبه په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې سعودي فلسطیني دولت په سعودي عربستان کې جوړولای شي او دوی هلته ډېره ځمکه لري.

د نتانیاهو دا څرګندونې د قطر، اردن، مصر، متحده عربي اماراتو، کویټ او عراق په شمول د عربي هېوادونو او د خلیج د همکارۍ شورا شپږو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شوې.

د خلیج د همکارۍ شورا عمومي منشي جاسم محمد البدوي ویلي؛ دا غیرې مسولانه څرګندونې تاییدوي، چې اسرائیلي اشغالګر پوځ نړیوالو او د ملګرو ملتونو قوانینو او تړونونو او د دولتونو حاکمیت ته هېڅ درناوی نه لري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د نتانیاهو د څرګندونو د غندلو په غبرګون کې د وروڼو هېوادونو دریځ ستایلی.

غزه کې له اوربند وروسته د فلسطینیانو د برخلیک په تړاو لا هم بحثونه روان دي.

له دې وړاندې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی و، چې ښایي امریکا د غزې کنټرول ترلاسه کړي او اوسېدونکي یې په نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي.

ټرمپ زیاته کړې وه، چې د امریکا په مشرۍ د غزې د “اوږد مهاله نیول تصور” لري.

د ټرمپ دا څرګندونې لا له وړاندې له غبرګونونو سره مخ وې او پخپله امریکا کې هم دیموکراتانو دا “قومي تصفیه” بللې وه.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې له نیول شویو سیمو څخه د خلکو ایستل له نړیوالو قوانینو سره په ټکر دي.

فلسطینیانو لا له وړاندې له دې وړاندیز سره سخت مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دی، چې موږ به هېڅکله خپله خاوره پرې‌نږدو.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولای.

د بریتانیا، فرانسې، جرمني او اسپانیا په څېر د امریکا د نږدې اروپايي متحدانو په شمول یې نړیوالو سیالانو روسیې او چین هم دغه وړاندیز رد کړی و.

د سعودي عربستان، قطر، مصر او اردون په ګډون عربي هېوادونو هم د ټرمپ له وړاندیز، هر ډول اشغال او د فلسطینیانو له جبري لېږدونې سره مخالفت ښودلی و.‌

له دوو هوايي شرکتونو سره د حاجیانو د لېږد تړون لاسلیک شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په خپل کاري دفتر کې له اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له مسولینو سره د ۱۴۴۶هـ ق کال سعودي عربستان ته ۳۰ زره حاجیانو د لیږد او رالیږد تړون لاسلیک کړ.

دغه غونډه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، پکې د دې وزرات د مقام مرستیال، مرکزی ریاستونو رییسانو او علماوو د اریانا افغان هوایي شرکت رییس، د کام ایر هوایي شرکت مرستیال او د یادو شرکتونو تخنیکي او مسلکي کارمندانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي، سږکال هم د تېرو کلونو په څیر د حج دیني او ملي پروسه د الله ﷻ په فضل او نصرت سره په ښه توګه پرمخ روانه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ دواړه داخلي هوايي شرکتونه غواړي په دیني او ملي جذبې سره د حج دغه ملي پروسه مخته یوسي، ترڅو په دغه ستره دیني او ملي پروسه کې خپل مسولیت په ښه ډول ترسره کړي.

همدارنګه شیخ نورمحمد ثاقب ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري، چې افغانستان په بېلا بېلو برخو کې په ځان بسیا کړي، لکه څنګه چې د حج په دغه ملي پروسه کې د حاجیانو لیږد او رالیږد زموږ داخلي شرکتونه ترسره کوي، په نورو بېلابېلو برخو کې هم  هڅه کوو چې د ځان بسیاینې په لور ګامونه واخلو.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د نورو کلونو په څیر سږ کال هم حاجیان د منظم مهال وېش له مخې سعودي عربستان ته انتقال او بیرته راستانه کړل شي.

ورپسې د اریانا افغان او کام ایر هوایي  شرکتونو مسولینو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له هلو ځلو او منظمو پروګرامونو څخه ستاینه کړې او له خپل لوري یې د هر ډول ښه خدمت وړاندې کولو ژمنه کړې او ویلي یې دي؛ هیله لرو چې خپلو ټولو امکاناتو او شته ظرفیتونو ته په کتو حاجیانو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړو.

 دوی زياته کړې؛ هڅه به وکړو چې له وزارت سره په همغږۍ د هېواد د ننه او بهر د حاجیانو د لیږد او را لیږد پروسه په ښه ډول مدیریت کړو او دواړه شرکتونه به د هېواد له څلورو پروازي زونونو او په سعودي عربستان کې په دواړو هوایي ډګرونو (مدینه منوره او جده) کې حاجیانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو.

یادو مسولینو ویلي؛ د حاجيانو لېږد او رالیږد سوداګري نه، بلکې خپله ديني او ملي وجيبه ګڼو او په بشپړ توګه تخنیکي او عملیاتي چمتووالی  ورته لرو.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت ولس ته د غوره خدمت او اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په بېلا بېلو ناستو کې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له یو شمېر علماي کرامو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پنجشیر مخورو او علمای کرامو له ولسونو سره د اسلامي امارت له لوري د همکاریو او د دوی د غږ اورېدو له امله مننه کړې او ویلي یې دي، چې پنجشیر کې د اسلامي امارت له بریا وروسته ګڼ شمېر ولسي شخړې او دوښمنۍ له منځه تللې دي.

یادو علمای کرامو او مخورو زیاته کړې، له اسلامي نظام سره مخالفت او نیوکې د پنجشیر د ولس د ارادې ښکارندويي نه کوي او په هېواد کې د جګړې پای ته رسیدل او اسلامي نظام د ولس لویه هيله وه.

همدارنګه دوی یو لړ ستونزې د حل په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریکې کړې دي.

دغه راز د بغلان علماوو په یاد ولایت کې د حکومت او ولس پر اړیکو خبرې کړي او له اسلامي نظام سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر د پنجشیر او بغلان علماي کرامو او قومي مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، په هېواد کې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته جګړه او تاوتریخوالی د توجیه وړ نه دی او اسلامي نظام هڅه کوي څو افغانستان له نړۍ سره سیال کړي.

نوموړي زیاته کړې، قومي مخورو او علما له حکومت سره د نظام په پیاوړتیا کې رغنده ونډه لوبولی شي او اسلامي امارت د هغوی هڅو ته د قدر په سترګو ګوري.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له ممکنو لارو ولس ته د خدمت او اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ټاکل شویو کمېټو کړنې، اجرات او لاسته راوړنې وارزول شوې.

وروسته د بېلابېلو موضوعاتو لکه د کمېټو د کړنلارو، د زابل ولایت کډوالو او راستنو شویو ته د هغه ولایت د کډوالو ښارګوټي کې د ځمکې د وېش، د بېلابېلو ولایتونو کډوالو ته د ځمکې وېش، له کابل څخه اړوندو ولایتونو ته د بې ځایه شویو د لېږد او د ننګرهار ولایت بې ځایه شویو سره د مرستو په اړه د احکامو او فرامینو د څارنې او تعقیب لوی ریاست راپور په اړه بحث او هراړخیزه ارزونه ترسره شوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

جوزجان کې د لس کلنې دښمنۍ ترڅنګ بلخ او دايکندي ولايتونو کې جلاجلا شخړې حل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوی غلام نبي صميم په مشرۍ د ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځايې خلکو په همکارۍ په ياد ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه لس کلنه دُښمني په دوستي بدله شوه، چې يو کس پکې وژل شوی او د ګڼو مالي زيانوو ترڅنګ يې ژورو اختلافاتو ژوند تريخ کړی و.

د دغه روغې جوړې پرمهال مسولينو په خپلو خبرو کې د اتفاق، يووالي او يو بل منلو په دنياوي او اخروي ګټو بحث وکړ، ښېکل اړخونه يې سولې ته راضي کړل او ترمنځ يې د منصفانه پرېکړې له مخې هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل، چې په همدې سره يې ياده لس کلنه دُښمني په دوستۍ بدله شوه.

په ورته مهال د بلخ ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و حل او دواړه خواوې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسولينو او قومي سپين ږيرو له لورې د ورورۍ په ټغر سره کېناستې.

همداراز د دايکندي ولايت په هجدي سيمه کې د يوې کورنې د څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر ځايې اوسيدونکو او علماوو په منځګړيتوب په داسې ډول حل شوه، چې د کورنۍ هر غړي ته د شريعت په رڼا کې خپل حق ورسېده او د خوښۍ ژوند يې پيل کړ.

د سوداګرۍ په پرمختګ کې د ترانزیټي او تجارتي لارو اهمیت

سریزه

افغانستان په آسيا کې له منګولیا، نیپال، د لائوس جمهوریت، بوتان، قزاقستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجيکستان او اوزبیکستان سره یوځای له لسو په وچه کې راګير هېوادونو څخه یو دی.

افغانستان په وچه کې د ایسار هېواد په توګه د سوداګرۍ او ترانزیټ له پاره لارو او سړکونو ته اړتیا لري، څو د دې لارو پر مټ وکولی شي، اوبو ته ځان ورسوي او خپله سوداګري پراخه کړي.

د هېواد ډېری صادراتي توکي وچې او تازه مېوې، غالۍ، د څارویو پوستکي او طبي بوټي دي، نو د دې له پاره اړینه ده چې سوداګریزې او ترانزیټي لارې ولري او خپل صادرات د نړۍ تر بازارونو پورې ورسوي. 

د سوداګریزو او ترانزیټي لارو په موندلو او رغولو سره به د افغانستان حکومت وکولی شي چې نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او ورسره به نړیوال پانګوال وهڅوي، ترڅو په بېلا بېلو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

له دې سره به افغانستان د اقتصاد یوه نوي پړاو ته ورننوځي.

دغه راز به له دې لارو څخه د افغانستان لاسي صنایع نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي، چې له مخې به یې لاسي صنایع وده وکړي او په راتلونکي کې به دا د عواید یوه بله ستره سرچینه وګرځي.

دا ټول هغه څه دي چې کولی شي، هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي او هم له اقتصادي پلوه افغانستان پر ځان بسیا کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په دې لیکنه کې د افغانستان سوداګریزو او ترانزیټي لارو، په سوداګرۍ کې د ترانزیټي او سوداګریزو لارو اهمیت او په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته اشاره کړې ده.

د افغانستان سوداګریزې او ترانزیټي لارې

دا یو ښکاره حقیقت دی چې لارې او سړکونو د هېوادونو په اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي ژوند کې مهم رول لوبولی دی. په هر وخت او هرځای کې یې د خلکو اړتیاوې او ستونزې هوارې کړې دي.

سوداګریزو او ترانزیټي لارو د توکو او انسانانو د لیږد له پاره زمینه برابره کړې ده.

لکه څنګه چې د انسان په بدن کې د وینې رګونه مهم رول لري، همداسې په یوه هېواد کې سوداګریزې او ترایزیټي لارې اهمیت او ارزښت لري. 

په افغانستان کې دننه سوداګریزې او ترانزیټي لویې لارې شته چې کولی شي افغانستان د اسیا په څلور لارې بدل کړي. له دې لارو څخه یوه هم د کابل- کندهار لویه لار ده.

د کابل–کندهار لويه لاره  ۴۸۳ کيلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه کابل او کندهار له يو بل سره نښلوي. دا لویه لار د افغانستان د ملي تجارتي سیسټم یوه مهمه برخه ده.

د کابل او کندهار تر منځ غځيدلې دا لویه لاره ټوله هواره ده او له غرونو څخه نه تیرېږي.

د افغانستان شاوخوا ٣۵ سلنه وګړي د کابل او کندهار تر منځ د دې لويې لارې په شاوخوا کې ژوند کوي.

بله د کندهار – هرات لویه لار ده.

دغه لویه لار چې اوږدوالی یې ۵۵۷ کیلومترو ته رسېږي، په افغانستان کې د کندهار او هرات ښارونه یو له بل سره نښلوي. دا لویه لار د سړک د یوې لویې شبکې برخه ده، چې “حلقوي سړک” نومېږي او په لومړي ځل په ۱۹۶۰ لسیزه کې جوړه شوې وه.

د کندهار-هرات لویه لاره دوې برخې لري چې لومړۍ برخه یې له کندهار څخه تر ګرشک او له هغه ځایه بیا تر هرات پورې رسېږي.

دغه راز د کابل – جلال اباد لویه لاره د افغانستان له لویو، اقتصادي او مهمو لارو څخه ده چې له مرکز کابل څخه پیلېږي، د کابل سروبي ، سروبي تنګي، لغمان تنګي او لغمان ولایت څخه په تیرېدو  د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او په پای کې د تورخم بندر ته رسېږي.

دغه لویه لار شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

د سالنګ کوتل یا لویه لاره یوه غرنۍ لاره ده چې شمالي افغانستان له پلازمېنې کابل، سویلي افغانستان او پاکستان سره نښلوي.

سالنګ تونل دا مهال په سوېل کې چاریکار او کابل له مزارشریف او کندوز سره نښلوي.

دغه راز د هرات- غور سړک دی چې اوږدوالی یې ۳۸۰ کیلومترو ته رسېږي. د هرات – غور سړک د افغانستان له مهمو ملي پروژو څخه ده، چې هرات، غور، بامیان، دایکنډي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي، چې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمه ییز ټرانزیټ په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د دې ترڅنګ په هېواد کې ځینې نورې لارې او سړکونه هم شته چې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې تر یوه حده رول لري.

د دې سړکونو له جملې څخه کولی شو د کندهار- ارزګان، د کابل- غزني دویم لین سړک، د کابل- جلال اباد دوهم لین سړک او داسې نور.

د افغانستان په دننه کې د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو ترڅنګ یو شمېر نورې هغه لرغونې لارې هم شته چې یو وخت یې افغانستان د اسیا په زړه بدل کړی و.

 یوه له دې لارو څخه د وریښمو او بله د لاجوردو لویه لار ده. 

د وریښمو لار ختیځه، لویدیځه او سویلي اسیا، د افریقا شمال له ختیځې اروپا او د لاجوردو لار بیا افغانستان له اروپا، منځني ختیځ، افریقا، بالکان او ترکېې سره نښلوي، دغه دواړې لویې لارې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تر ټولو لنډې، ډاډمنې، ارزانه او خوندي لارې دي. 

د ځمکنیو لویو لارو ترڅنګ افغانستان د ریل پټلۍ ځینې فعالې کرښې هم لري. خواف- هرات ریل پټلۍ، د سرحد آباد–تورغنډۍ ریل پټلۍ، د ترمز–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ دي.  

افغان-ټرانس ریل پټلۍ او د ځینو نورو ریل پټلیو د جوړېدو له پاره طرحې او پلانونه چمتو شوي، چې په راتلونکي کې به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

له هغې جملې د هرات- کندهار- سپین بولدک ریل پټلۍ یادولی شو. دا او نورې سوداګریزې او ترانزیټي لویې لارې کولی شي افغانستان لومړی په خپلو، بیا د سیمې له هېوادونو او په پای کې له نړۍ سره ونښلوي.

دا چې د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو اهمیت  څه دی، لاندې یې په ګډه لولو.

په سوداګرۍ کې د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو اهمیت

د یوه هېواد د سوداګرۍ په پرمختګ کې سوداګریزې او ترانزیټي لویې لارې زیات اهمیت لري.

دا لارې  هغه څه دي چې کولی شي افغانستان له اسیا، اروپا او افریقا سره ونښلوي او د دغو لويو وچو د هېوادونو اقتصاد به وغوړوي او ګټې به یې سره شریکې کړي. 

په وچه کې ایسار افغانستان د اسيا او اروپا په ځمکني مرکز کې پروت دی. سوداګریزې او ترانزیټي لویې لارې به د افغانستان له پاره له ځان سره زیاتې اقتصادي ګټې ولري او  افغانستان به د خپل جغرافيايي موقعيت په درلودلو سره د سیمې پر څلور لارې بدل شي.

د دې لارو په رغولو سره به د افغانستان حکومت وکولی شي چې نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او ورسره به نړیوال پانګوال وهڅوي، ترڅو په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. له دې سره به افغانستان د اقتصاد یوه نوي پړاو ته ورننوځي.

بله دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زیاتره خلک یې په زراعت او کرنه بوخت دي، ددې لارو په جوړېدو به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو مارکیټ له نړیوالو مارکیټونو سره ونښلول شي.

دا بیا دوې ګټې لري، له یوه لوري به سوداګري پراختیا ومومي او له بل لوري به د افغان بزګرانو اقتصادي حالت ښه شي.

د حکومت له پاره به د دې زمینه برابره شي چې د مالیاتو په اخیستلو سره د افغانستان د حکومت د عوایدو کچه لوړه کړي. نو که ټولې ځمکنۍ لویې لارې، هوايي دهلیزونه او ریل پټلۍ جوړ شي، نو زموږ عواید به څو چنده او سوداګري به مو پوره وده او پرمختګ وکړي.

دغه راز به له دې لارو څخه د افغانستان لاسي صنایع نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي چې له مخې به یې لاسي صنایع وده وکړي او په راتلونکي کې به دا د عواید یوه بله ستره سرچینه وګرځي.  

دا ټول هغه څه دي چې کولی شي، هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي او هم له اقتصادي پلوه افغانستان پر ځان بسیا او د یوه خپلواک اقتصادي څښتن شي.

دا چې اسلامي امارت په دې برخه کې څه کړي دي، دلته لنډه کتنه ورته کوو.

د  سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو په جوړولو کې د اسلامي امارت هڅې

حکومتونه او نظامونه د ملتونو د هوساينې، ثبات او ښيګڼې  لپاره رامنځته کېږي.

اسلامي امارت په دې برخه کې پراخې هڅې کړې، څو خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره او په همدې موخه یې د هېواد د پرمختګ له پاره ګڼ شمېر بنسټیزې پروژې پیل کړې دي. 

د هېواد رغونې او پرمختګ ته د اسلامي امارت ژمنتيا  دعوه نه، بلکې هغه روښانه او څرګند حقیقت دی، چې هره ورځ يې په سترګو وينو.

 د هېواد په هر ګوټ کې داسې رغنيز کارونه روان دي، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې بې ساري ګڼل کېږي. د نورو پرمختیايي کارونو ترڅنګ د هېواد د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو د بيارغونې په برخه کې عملا کار روان دی.

له دې مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه یوه هم د کابل- کندهار لویه لار ده. د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې د اسلامي امارت له لوري په ۱۴۰۲ لمریز کال کې پیل شوې.

دغه لویه لار د افغانستان اسلامي امارت په مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري په پینځو برخو: ارغندۍ چوک–دوراني بازار، د غزني مرکز–پښ کنده، پښ کنده_ قلات،  قلات – شهر صفا او شهر صفا – مانجه کې په اساسي ډول رغول کېږي. 

دا مهال د دې لویې لارې د پینځمې برخې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې ده. د نورو برخو رغنیزې چارې یې روانې دي او هڅه داده چې ژر پای ته ورسیږي.

د همدې لویې لارې په مسیر کې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم لین سړک د جوړولو چارې بیا په ۱۴۰۳ لمریز کال کې پیل شوې.

د دې ترڅنګ د سالنګونو د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې کار په درېیو لاټونو کې پیل شوی او چارې یې په چټکۍ سره روانې دي، چې د هېواد شمال، مرکز او جنوب ترمنځ د ترافیکي بهیر د ښه کولو ترڅنګ د سوداګرۍ او ترانزیټ په پراختیا کې هم مهم رول لري.

په ۱۴۰۳ کال کې چې د سړک د برخې یوه بله مهمه پروژه پرانیستل شوه هغه د کابل- جلال اباد د دوهم لین سړک جوړول و.

دغه پروژه د ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په پینځمه نېټه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند له لوري پرانستل شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو ته وویل، د کابل – جلال اباد د لویې لارې دوهم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي.

د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي.

همدارنګه به د تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به ګړندی، خوندي او کم لګښته شي او همدا راز به د لارې په اوږدو کې کوچني او منځني کاروبارونه وغوړېږي.

اسلامي امارت د سترو سوداګریزو او ترانزیټي لارو د جوړولو او رغولو په خوا کې د ولایتونو او د هېواد د حلقوي سړک د جوړولو په برخه کې ګامونه پورته کړي دي.

د دې سړکونو ښې بیلګې د هرات-غور او کندهار- ارزګان سړکونه دي. ددې سړکونو په جوړېدو او رغیدو سره به  د ولایتونو ترمنځ د اتصال او اقتصادي ودې لپاره لار هواره او د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د تګ او راتګ  په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د سوداګریزو او ترانزیټي ځمکنیو لارو په ډله کې د اوسپنې پټلۍ هم راځي. دا مهال افغانستان د ځینو فعالو اوسپنې پټلیو له لارې خپله سوداګري ترسره کوي. خواف- هرات ریل پټلۍ، د سرحد آباد – تورغنډۍ ریل پټلۍ او د ترمز – مزارشریف د اورګاډي پټلۍ فعالې او په ورځني ډول ترې انتقالات ترسره کېږي.

خو  افغان- ټرانس ریل پټلۍ چې لا یې عملي چارې نه دي پیل شوې، خو د چارو د پیل له پاره یې هلې ځلې روانې دي.

د دې ریل پټلۍ چې  د اوزبیکستان له ترمذه د افغانستان مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلاڅۍ له لارې پر ډیورنډ کرښه کورمې ته غځول کېږي او بیا به د پاکستان د اورګاډو له شبکې سره وصل کېږي، په جوړېدو به یې د هېواد په سوداګرۍ کې زیات پرمختګ رامنځته شي.

دغه راز اسلامي امارت د سوداګرۍ د پراختیا له پاره هوايي دهلیزونه هم فعال کړي دي چې ښه بیلګه یې کابل- شانګهای هوايي دهلیز دی. 

اسلامي امارت پر دې بسنه نه ده کړې، بلکې د ولایتونو او د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته د غځیدلو سړکونو د رغونې او جوړونې چارې یې هم پیل کړې دي.

پایله

د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره پر نورو سکټورونو سربېره یو هم د سوداګرۍ او ترانزیټ سکټور دی.

د سوداګرۍ او ترانزیټ سکټور د ودې او پراختیا لپاره مهمه ده چې یو هېواد د ترانسپورټ ټولې شبکې سمندري، هوايي، ځمکنۍ او ریل پټلۍ په ښه ډول ورغوي او په دغه برخه کې له ننني عصري سیستم څخه استفاده وکړي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې ازادو اوبو  ته لاسرسی نه لري او د هر ډول ترانسپورټ پر مهال یوازې له هوايي، ځمکني او رېل پټلۍ شبکو څخه استفاده کوي. ښه خبره داده چې دا برخې په معیاري ډول جوړې  شي.

اسلامي امارت په دې برخه کې خپلې هلې ځلې چټکې کړې او عملي ګامونه یې هم پورته کړي دي. د ځمکنیو سوداګریزو او ترانزیټي لارو په جوړولو او روغولو یې پیل کړی دی.

د دې لارو په جوړېدو سره به د هېواد د سوداګرۍ د پرمختګ ترڅنګ ترانزیټ هم زیات او له دې درکه به افغانستان زیات عواید ترلاسه کړي.