ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 722

د بهرنیو چارو وزیر او د ناروې شارژدافیر لیدنه؛ پر سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې شوي

نن په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ناروې شارژدافیر پير البرټ الساس لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کي د رامنځته شویو فرصتونو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې له نړیوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته هرکلی وايي.

نوموړي زیاته کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د اقتصادي ودې او پراختیایي چارو په برخه کې ښکېلتیا رامنځ ته کړي.

د ناروې شارژدافیر په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه  او له نیشه یي توکو سره د افغان حکومت مبارزه مؤثره وبلله او څرګنده یې کړه چې ناروې به له افغانستان سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي او فعالیتونه به یې ادامه پیدا کوي.

د ناستې په پای کي د مثبت تعامل پر اړتیا ګډ بحث او خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لا پراختیا ته هیله مندي وښودل شوه.

اسلامي امارت د فلسطین په تړاو د نتانیاهو وړاندیز ناشونی ګڼلی او په کلکو ټکو یې غندلی

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نتانیاهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار، چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، په کلکو ټکو غندلی.

یاد وزارت ویلي: ” د اسرائيلي اشغالګر رژيم د مشر بنيامين نتنياهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار، چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، په کلکو ټکو غندي او دا چاره ناشونې او له منل شویو حقیقتونو سره جوت ټکر او د سعودي عربستان د حاکمیت نقض بولي.”

په دې اعلامیه کې لیکل شوي: “د نتنیاهو دا ډول څرګندونې د نړۍ منل شویو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه ده.”

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې، چې اشغال دوام کوي او د فلسطیني ولس حقونه نقض کېږي، غزه او سیمه به نا ارامه وي او دا وضعیت د هېچا په ګټه نه دی.

سعودي عربستان هم دا څرګندونې غندلې او ویلي یې دي، چې فلسطینیان پر خپله خاوره د اوسېدو حق لري او دوی اشغالګر یا کډوال نه دي، چې د ظالم اسرائیلي اشغال له غوښتنې سره سم، له خپل هېواد او سیمې څخه ووځي.

نتانیاهو په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې سعودي فلسطیني دولت په سعودي عربستان کې جوړولای شي او دوی هلته ډېره ځمکه لري.

د نتانیاهو دا څرګندونې د قطر، اردن، مصر، متحده عربي اماراتو، کویټ او عراق په شمول د عربي هېوادونو او د خلیج د همکارۍ شورا شپږو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شوې دي.

د مالیې وزیر ننګرهار ته سفر وکړ

د مالیې وزارت وايي؛ ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې، د دغه وزارت د مالي او اداري سلاکار او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رییس په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د دغه سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت له مستوفیت او هلته د ملي بانک، نوي کابل بانک او پښتني بانک د ولایتي څانګو له چارو څخه د ليدني پرمهال د عوایدو د راټولولو بهیر، په لګښتونو کي د سپما اصل په نظر کې نیول او د بانکي خدمتونو چارې له نږدې ارزولي او د چارو د لا ښه والي په موخه یې مسولینو ته اړینې سپارښتني کړې دي.

همدارنګه د مالیې وزیر او مل پلاوي د ولایتي مسولینو پرمختګونه ستایلي، د هغوی ستونزي یې واورېدلي او شته ستونزو ته د رسېدو په موخه د اصولي اجرااتو بشپړ ډاډ ورکړل شو.

احصایې او معلوماتو ملي اداره: د تېر کال په پرتله د پښتې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان کال په هېواد کې یې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پښته تولید شوې ده.

د دې سروې ارقام ښيي، چې د تېر کال په پرتله د پښتې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو ډېره پښته (۸۰ زره مټریک ټنه) په هلمند ولایت کې، په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څه‌باندې ۱۱ زره مټریک ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه او ننګرهار ولایت کې څه باندې پينځه زره مټریک ټنه پښته تولید شوې ده.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو، چې د سټلایټي انځورونو تفسیر او تعبیر په‌کې شامليږي، په ۱۴۰۳کال کې په لومړي ځل د پښتې تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي دي، چې پر اساس یې ۱۰۵ زره هکټاره ساحه کې پښته کرل شوې وه.

د سټلایټي انځورونو د تفسیر پر اساس روان کال په ۱۷ولایتونو کې پښته کرل شوې وه، چې د تېر کال په پرتله په تر کښت لاندې ساحو کې ۱۲سلنه زیاتوالی ښيي، د دې معلوماتو له مخې په هلمند ولایت کې تر ټولو زیاته ساحه (۵۰ زره هکټاره)  او کاپیسا کې تر ټولو کمه (۶۶ هکټاره) ساحه باندې پښته کرل شوې وه.

پښته د هېواد له مهمو صادارتې اقلامو څخه شمېرل کېږي، چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پښته او پښتې دانې له هېواد څخه د باندې صادرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت او د محصولاتو تر را ټولولو بهیر سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او وخت پر وخت د کره معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېل سروې ګانې ترسره کوي، چې روان کال کې د پښتې سروې هم د دې ادارې د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همغږۍ ترسره شوې ده.

اقتصاد وزارت: اسلامي امارت د بېوزلۍ کمولو په موخه هېواد کې لویې بنسټیزې پروژې پیل کړي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په هېواد کې د بې وزلۍ زیاتوالي په اړه د خوړو نړېوال پروګرام راپور ردوي او وایي؛ د افغانستان اسلامي امارت د بې وزلۍ کمولو او په هېواد کې د کاري زمینې د رامنځته کولو په پار لویې بنسټیزې پروژې پلي کړي دي او یو شمیر پروژې هم تر کار لاندې دي، څو وکولی شي په هېواد کې بې وزلي کمه کړي.

د خوړو نړېوال پروګرام په خپله اېکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې شدیده لوږه په نړۍ کې د پراختیا په حال کې ده، د دې بنسټ په وینا د افغانستان په ګډون په ۷۴ هېوادونو کې بې وزلي او لوږه زیاته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۵ کال لپاره ۱۶.۹ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، څو په نړۍ کې ۱۲۳ میلونه زیانمن شویو او جګړه ځپلو کسانو سره مرسته وکړي.

له بلې خوا اقتصادي کارپوهان په افغانستان کې د بې وزلۍ په کمولو کې د نړېوالو بنسټونو او سازمانونو نقش مهم بولي او وایي، د ملي او نړېوالو بنسټونو له لورې بشري مرستې باید په بنسټیزو پروژو کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل هڅه کړې څو د لویو بنسټیزو پروژو په پلي کېدو سره په هېواد کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته په پام سره د کرنې او مالدارې سکتور پیاوړی کړي او د بې وزلۍ د کمولو او کاري فرصتونو رامنځته کولو برخه کې اساسي ګامونه اوچت کړي.  

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۰ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې اته کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې۵۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۱۷۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه شپږو کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې۲۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۲۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته شپږ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۶۹۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶ کورنیو سره ټولې۲۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې نهو کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۸ کورنۍ او ۳۷۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  شپږ کورنۍ او ۳۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۴۶ عدده

ایلان ماسک د ازادې اروپا-ازادۍ او امریکا غږ راډیوګانو د بندېدو غوښتنه کړې

د ټېکنالوژۍ متشبث او د نړۍ مشهور میلیاردر ایلان ماسک د ازادې اروپا-ازادۍ او امریکا غږ راډیوګانو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې ازادي او امریکا غږ راډیوګانې اورېدونکي نه لري او باید وتړل شي.

ایلان ماسک ادعا کړې، چې دغه ادارې بې‌ګټې دي او د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوي.

ماسک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې راډیوګانو په وسیله د امریکا یو میلیارد ډالر ضایع کېږي.

د نوموړي وروستیو څرګندونو په امریکا کې پراخ بحثونه راپورته کړي. ځینې خلک د بودیجې په اړه د نوموړي نیوکې تاییدوي او ځینې نور یې بیا مخالفت کوي.

امریکا غږ او د ازادې اروپا-ازادۍ راډیوګانې د امریکا د حکومت له لوري تمویلېږي او د نړۍ پر بېلابېلو ژبو خپرونې لري.

یادو رسنیو تر دې مهاله د ایلان ماسک د څرګندونو او وړاندیز په تړاو څه نه دي ویلي.

د پوهنې او مالیې وزارتونو د غیر مالیاتي عوایدو ګډې کمېټې د همغږۍ غونډه کړې

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې، املاکو او مراقبت او د مالیې وزارت د غیرمالیاتي عواید ریاستونو اړوند د عوایدو د ګډې کمېټې همغږۍ غونډه، د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال مولوي صبغت الله وصیل، د مالیې وزارت د غیر مالیاتي عوایدو رییس امان الله امین، د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې، املاکو او مراقبت رییس مولوي سمیع الحق حماس او د دواړو ادارو یو د شمېر تخنیکي همکارانو په حضور کې جوړه شوې.

غونډه کې د پوهنې وزارت د عوایدو د ارزونې او خدماتو وړاندې کولو لپاره د پوهنې او مالیې وزارتونو د ګډ پلاوي په تشکیل سره د امارتي املاکو د کړنلارې چمتو کولو، د کانټینونو کرایې لپاره د لارښود پر برابرولو او د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې، املاکو او مراقبت ریاست لخوا پر وړاندیز شویو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه شوې دي.

په پلان کې ده، چې د دغې کمېټې په راتلونکو غونډو کې به د اداري پروسو له مخې، د پورته ذکر شویو مسایلو پر بنسټ کړنلاره چمتو او پلي شي.

بلخ کې د دوو کليو ترمنځ ۴ کلنه دوښمني پای ته ورسېده

سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ هغه څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده، چې دواړو خواوو ته يې د يو لړ مالي زيانونو ترڅنګ ژورې انديښنې پېښې کړې وې.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو له لوري د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په شتون د يوې ناستې په ترڅ کې د تاکل شويو جرګه کوونکو لخوا د پرېکړې په اورولو سره د ښکېلو کورنيو مشران سره غاړې وتل او بدي يې په دوستي بدله شوه.

دوی د اسلامي امارت د مشرانو او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هڅې ستايلي او د مننې په څرګندولو سره يې ژمنه کړې، چې خپل پاتې ژوند به په سوله او یووالي کې تېروي.

رجب طیب اردوغان: هېڅوک له غزې فلسطینیان نه‌شي ایستلای

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون (یکشنبه، د سلواغې ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې له غزې څخه د فلسطینیانو ایستلو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان رد کړی او ویلي یې دي، چې هېڅوک له دې تړانګې فلسطینیان نه‌شي ایستلای.

نوموړي زیاته کړې، هېڅوک دا ځواک نه لري، چې د غزې ولس د هغوی له ټاټوبي وباسي.

ښاغلي اردوغان ټینګار کړی، چې غزه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس په فلسطینیانو پورې اړه لري.

تر اردوغان وړاندې د یو شمیر عربي هېوادونو چارواکو هم له غزې څخه د فلسطینيانو بې ځایه کیدل رد کړي وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په څلورمه نېټه د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې ښایي امریکا د غزې کنټرول ترلاسه کړي او اوسېدونکي یې په نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي.

د ټرمپ دا څرګندونې لا له وړاندې له غبرګونونو سره مخ وې او پخپله امریکا کې هم دیموکراتانو دا “قومي تصفیه” بللې وه.