ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 721

د اقتصاد وزیر او د ناروې سفیر لیدنه؛ د اقتصادي او بشري همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر پیر البرت الساس سره لیدنه کړې او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د ناروې سفیر د محدویتونو او پراختیایي مرستو د بندېدو سربېره د اقتصادي پروګرامونو مدیریت او پلي کول د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت د اقتصادي بندیزونو، د شتمنۍ کنګل کېدو او د پراختیايي مرستو بندیدو سربېره افغانستان د اقتصادي ځان بساینې په لور روان کړی.

نوموړي همداراز د خپل هېواد له لوري د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د یاد هېواد د بشري مرستو څخه مننه او د نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو څخه د پراختیايي پروژو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

قاري دین محمد حنیف زیاته کړې؛ اسلامي امارت د اغیزمنې اقتصادي پالیسۍ، په ځانګړي ډول د پولي او مالي سیستم د مسلکي مدیریت په برخه کې د بهرینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو، د انفلاسیون د کچې کمولو، د صادراتو او وارداتو او ملي عوایدو زیاتوالي، په سیمه‌ایزه او نړیواله کچه د اقتصادي همکاریو پراختیا او نورو بېلابېلو سکټورونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره غوره زمینې او ګڼې استانتیاوې رامنځته کړې دي.

د ښاغلي حنیف په وینا؛ کورنۍ عوایدي سرچینې د اقتصادي ستونزو حل لپاره یواځینۍ لار ده، چې کولی شی هېواد د ځان بساینې په لور سوق کړي.

نوموړي پر شته اقتصادي ظرفیتونو باور د افغانستان د اقتصادي ستونزو اساسي حل بللی او پر افغانستان یې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو او د هېواد د پولي شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې.

ترانسپورټ وزارت: د موټرونو د سرعت کنټرول په موخه په ۸ زره موټرو کې (جي پي اس) سیسټم فعال شوي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي او په لویو لارو د ترانسپورټي او بس موټرونو د سرعت کنټرول په موخه یې په شاوخوا ۸ زره موټرو کې د (جي پي اس) سیسټم فعال کړی دی.

د یاد وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي وايي، چې دا موټرونه د ځانګړو ټیمونو له لوري څارل کېږي او د سرغړونې او زیات سرعت په صورت کې سپارښتنه ورته کېږي او له بیا تکرار وروسته قانوني چلند ورسره کېږي.

له دې وړاندې یو شمېر هېوادوال اندېښمن وو، چې د لویو لارو خرابوالی، د معیاري ترانسپورټ نشتوالی او د موټرونو د نه کنټرول له امله هره ورځ ګڼ هېوادوال د ترافیکي پېښو قرباني کېږي.

تازه ترانسپورټ وزارت ډاډ ورکړی، چې د ترانسپورټي او بس موټرونو د سرعت کنټرول په برخه کې پوره هڅې کوي او په دې تړاو یې شاوخوا ۸ زره موټرونه جي پي اس کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د واټ ترانسپورټ خوندیتوب او د ترافیکي پېښو مخنیوی یې لومړیتوب دی او په دې اړه جدي کار او هڅې کوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۱ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۹۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۱۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۸۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۹۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۸۱۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره ټولې۱۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۰ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸ کورنیو سره ټولې۲۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۹ کورنۍ او ۳۴۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۱ کورنۍ او ۵۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۷۸ عدده

د کار او ټولنیزو چارو وزیر د کارموندنې او سیاحتي شرکتونو له استازو سره لیدنه کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې بهر ته د افغان کارګرانو د اعزام او سیاحتي شرکتونو له استازو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د کارموندنې او سیاحتي شرکتونو استازو د خپلو کارونو او فعالیتونو او په یاده برخه کې د ستونزو او ننګونو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته معلومات وړاندې کړي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر د ناستې موخه؛ بهرنیو کاریګرمنونکو هېوادونو ته له افغانستان څخه د کاریګرو د قانوني بهیر د پیل لپاره له هېواد څخه د ارزانه کاریګر او کاري ځواک د لېږلو د مخنیوي، په کاریګرمنونکو هېوادونو کې له پخوا مېشتو کاریګرو د ستونزو د حل د څرنګوالي او په ټوله کې یادو هېوادونو ته د افغان کاریګرو د قاچاق د مخنیوي پر څرنګوالي بللی.

ملا عبدالمنان عمري له سیاحتي شرکتونو غوښتي، چې د سیاحت په نامه افغان‌کاریګرو ته په بهر کې د کار لپاره ویزې ور نه کړي، ترڅو په دې ډول د ارزانه کاري ځواک له لېږد څخه مخنیوی وشي، او د قانوني، عزتمن او ګټور کاري ځواک اعزام ته لاره هواره شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر زیاته کړې؛ هوډ لرو چې کاریګرمنونکو هېوادونو ته د افغان کاريګرو د غوره، معیاري او قانوني بهېر د پیل لپاره د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په ګډه یو منظم میکانیزم جوړ کړو، ترڅو نور افغان‌کاریګر مجبور نه‌شي بهر ته په سیاحتي ویزه د کار لپاره لاړ شي، ځکه دې چارې بهر مېشته افغان‌کاریګرو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي.

نوموړي ویلي؛ بهر ته په قانوني ډول د افغان کاریګرو لېږد او هلته د شته افغان‌کاریګرو ستونزو د حل مسولیت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، د عامې روغتیا وزارتونو او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پرغاړه دی.

حماس غورځنګ: د اسرائیلو له لوري د اوربند هوکړې د سرغړونې له امله د بندیانو خوشي کېدل ځنډېدلي

حماس اسلامي غورځنګ وايي، چې د اسرائیلو له لوري غزه کې د اوربند هوکړې د سرغړونې له امله یې د پاتې بندیانو خوشي کول ځنډولي.

یاد غورځنګ زیاته کړې؛ هغه اسرائیلي بندیان چې ټاکل شوې وه په راتلونکې شنبه (۱۵ فبروري) ازاد شي، د اسرائیلو له لوري د اوربند هوکړې د سرغړونې په دلیل د مخکیني پلان له مخې نه خوشي کېږي.

د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبیده پرون دوشنبه ویلي: “بندیان به تر هغو پر خپل ځای پاتې وي، تر څو چې اسرائیلي یرغلګرو پر خپلو پخوانیو ژمنو عمل نه وي کړی.”

د حماس غورځنګ او اسرائیلي یرغلګرو تر منځ غزه کې په شپږ اونۍ اوربند هوکړه شوې. د دې هوکړې پر بنسټ به حماس اسلامي غورځنګ لسګونه اسرائیلي بندیان ازادوي او په بدل کې به یې اسرائیلي یرغلګر نږدې دوه زره فلسطینیان خوشي کړي.

ابو عبیده ویلي: “اسرائیل د دواړو لورو تر منځ هوکړې ته ژمن نه دي پاتې او په ډېرو برخو کې یې سرغړونه کړې ده.”

نوموړي زیاته کړې: “د اوربند هوکړې له پلي کېدو راهیسې اسرائیلي یرغلګرو د غزې شمال ته د فلسطینیانو بېرته ستنېدل ځنډولي، د غزې په بېلابېلو برخو کې یې په توپونو او مرمیو په نښه کړي او دې تړانګې ته یې د مرستو د لېږد مخه نیولې ده. حال دا چې حماس غورځنګ خپلې ټولې ژمنې عملي کړې دي.”

د حماس غورځنګ او اسرائیلو تر منځ د جنوري پر ۱۹مه غزه کې اوربند پلی شو.

دواړو لوریو تر دې دمه پینځه ځله بندیان تبادله کړي، چې ۲۱ اسرائیل او له ۷۳۰ ډېر فلسطینیان پکې خوشي شوي دي.

د اوربند له هوکړې وروسته د اسرائیلي له لوري ګڼ فلسطینیان په نښه او شهیدان شوي. پر دې سربېره غزې ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې ژمنې نه دي عملي شوې او ډېره کمه اندازه مرستې رسېدلې دي او له ژمنې سره سم د ټپي شویو ناروغانو د درملنې په موخه د ایستلو کېدونکو کسانو شمېر کم دی.

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له بهر څخه راستنو شویو یو شمېر شخصیتونو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی هغوی د سراسري امنیت په ټینګښت او د خلکو ستونزو ته په رسېدو کې د اسلامي امارت د مسولینو د هڅو او کوښښونو یادونه کړې او خوښي یې ورباندې څرګنده کړې ده.

دوي ویلي، هېواد کې د رفاه او ټولنیزې هوساینې برابرېدل وطن ته د ډېرو شخصیتونو د راستنېدو لامل شوی او له شک پرته دا د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.

همدارنګه یادو شخصیتونو د اسلامي امارت له مسولینو او مشرانو غوښتي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پراختیایي پروژو پلي او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې د خوښي څرګندولو ترڅنګ ویلي؛ د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې برابرول او د خلکو ستونزو ته رسېدنه، د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.

دغه‌راز نوموړی د هېواد له ټولو مشرانو او شخصیتونو غوښتي، چې د هېواد په ابادي او پرمختګ کې برخه واخلي او له مسولینو سره همکاري وکړي.

ډاکټر ملا عبدالواسع: د واخان لارې له پرانیستلو سره به د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري لا زیاته شي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره په ارګ کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس په کابل کې د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو او حکومت سره د چین هېواد د مرستو یادونه کړې او ویلي یې دي، افغانستان او چین له پخوا راهیسې نږدې او پراخه اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړې، چین لومړنی هېواد و چې د اسلامي امارت سفیر یې ومانه او افغانستان ته یې خپل سفیر راواستاوه چې دا د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو ښودنه کوي، هیله ده چې چین ولسي جمهوریت د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې هم خپلې هڅې و نه دریغوي.

د افغانستان لپاره د چین سفیر ویلي، د چین او افغانستان مناسبات له پخوا څخه ښه دي او له ۲۰۲۱ کال را وروسته په کې لا ښه والی راغلی.

نوموړي زیاته کړې، چین تل په نړیوالو سازمانونو او غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی.

 ژاو شینګ ویلي، د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري، صادرات او واردات او د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی. تېر کال مو څه باندې ۱۱ زره افغانانو ته د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي چې له چین څخه لیدنه وکړي.

په کابل کې د چین سفیر زیاته کړې؛ په بامیانو کې د چین د برېښنا، په کندهار ولایت کې د روغتون او په تخار کې د امو د تېلو پروژو چارې روانې دي. د واخان لارې پرانیستې سره چین کومه ستونزه نه لري او د امنیتي اندېښنو د اساسي حل په صورت کې به په بېلابېلو برخو کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ څرنګه چې د چهارچنار ماڼۍ د چین هېواد په همکاري سره رغول شوې ده، ورته توګه امید لرو چې په نورو بنیادي رغاونو کې هم د اړتیا سره سم د اسلامي امارت له حکومت سره خپله همکاري او توجه جاري وساتل شي.

د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس زیاته کړې، اسلامي امارت د امنیت په برخه کې جدي دی او له همدې امله په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین دی.

د چین هیواد د ګډې همکارۍ سره سم به د واخان لارې له پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه او تګ راتګ زیات او په دغه مسیر کې امنیت لا ښه شي.