اسلامي امارت کندوز کې د شوې چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره کندوز کې د شوې چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې، د دوی کورنیو او ټولو دردېدلو افغانانو ته یې د تسليت مراتب وړاندې کړې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي: “په کندوز ولايت کې کابل بانک ته څېرمه د اسلام او بشریت د دښمنانو په چاودنه کې له بده مرغه زموږ يو شمير هېوادوال شهيدان او ژوبل شوي.”
اسلامي امارت له ټولو مصيبت ځپلو سره ژوره خواشيني او همدردي څرګنده کړې، شهیدانو ته یې له الله جل جلاله څخه جنتونه او زخميانو ته یې د بېړنۍ شفاء غوښتنه کړې ده.
د قطر سره میاشت پکتیا کې د کډوالو ښارګوټي عملي چارې پیلوي
د قطر هېواد سرې میاشتې رییس حسین یونس او مل پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالرحمن راشد د قطر هېواد سرې میاشتې رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د قطر هېواد سره ښې او نیکې اړیکې لري او د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت ښه شوی او د همکارو موسسو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان ډېر شمېر کډوال او بې ځایه شوي لري او همداراز یې د همکارو بنسټونو غوښتي، چې له هغوی سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي.
مولوي عبدالرحمن راشد د قطر له هېواد هم غوښتي، چې له ګاونډیو هېوادونو په زوره راستنو شویو سره بشري مرستې ترسره کړي.
ښاغلي راشد ویلي، موږ تل د قطر هېواد سره همکار وو او دغه همکاري به دوام کوي.
نوموړي له قطري لوري غوښتي، چې په پکتیا ولایت کې د کډوالو ښارګوټي پروژه جوړه کړي، ترڅو اړمن کسان ترې برخمن شي.
بل لور ته په افغانستان کې د قطر هېواد د سرې میاشتې رییس حسین یونس ویلي؛ دا زموږ مسولیت دی، چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه کډوالو سره، چې د هغوی حقوقي او قانوني حق دی مرسته وکړو.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې خلکو ته بشري مرستې رسولې او زموږ موخه د اړینو مرستو رسول دي.
همداراز د قطر هېواد سرې میاشتې رییس ښاغلي راشد ته ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به په پکتیا کې د کډوالو لپاره ښارګوټی جوړ شي .
د څه باندې ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د کندهار ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ ملا هدایت الله بدري د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دره نور سیمې د مرمر ډبرو کان تړون د ترکیې هېواد د امي اوغلو د استخراج، پروسس او سوداګریز شرکت له مرستیال موسی امي اوغلو سره د ۶.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د درې کیلو مټره مربع په مساحت سره د ۳۰ کلونو لپاره د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي یو شمېر رییسانو او رسنیو په شتون کې د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک کړ.
په دې اړه د جوړې شوې غوڼدې ګډونوالو ته ملا هدایت الله بدري د یاد کان د تړون په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ خوښ یم چې نن د یوې سترې پروژې چې د کندهار ولایت په دره نور سیمې کې موقعیت لري تړون یې له ترکي شرکت (امي اوغلو) سره لاسلیک کوو.
یاد وزارت زیاتوي؛ د دې تړون په لاسلیک سره به د هېواد سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به د سیمې خلکو ته د طبي او تعلیمي برخو سربېره نور ګڼ شمېر ټولنیز خدمات وړاندې شي.
د امي اوغلو شرکت مرستیال هم د دې پروژې د اهمیت په اړه خبرې کړي او د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه یې مننه کړې او ویلي یې دي؛ د ایستنې او پروسس وروسته به موږ د افغانستان مرمر نړۍ ته معرفي کړو، چې دا د دواړو هېوادونو خلکو او حکومتونو په ګټه ده.
د نورالدین عزیزي او د قزاقستان سفیر لیدنه؛ افغان سوداګرو لپاره په الماتا ښار کې د نوي سوداګریز مرکز پر جوړېدو خبرې شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګریز اکباسوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په الماتا ښار کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز د جوړښت، د دواړو هېوادو د سوداګرو تر منځ د قراردادونو په تړاو د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو، په افغانستان کې د قزاقي سوداګرو د پانګونې او په کابل کې د قزاقستان د سفارت له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو په تړاو د اسانتیا رامنځ ته کېدو په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه په دې لیدنه کې د سوداګرو د ستونزو او شخړو د حل لارو په تړاو هم خبرې او نظرونه شریک شوي دي.
ملا نورالدین ترابي د اکشن اېډ موسسې سره د څه باندې ۷۹۹ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اکشن اېډ موسسې له رییس سری کانتا میسرا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او د ګډو همکاریو هوکړهلیک یې ورسره لاسلیک کړ.
په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي؛ موږ د خپلو خلکو د لا ښه خدمت او هغوی ته د زیاتو مرستو رسولو په لټه کې یو، له همدې امله نه یوازې دا چې د مرستندویه موسسو ملاتړ کوو، بلکې هغوی هڅوو چې د زیانمنو خلکو سره د مرستو او د هغوی د ستونزو د کمولو لپاره لا زیاته بودجه ځانګړې کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې له طبیعي پېښو زیانمن دی او د وقایوي پروژو پلي کولو ته اړتیا لري.
ښاغلي ترابي له موسسو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د اکشن ایډ موسسې رییس سری کانتا میسرا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، دا موسسه د بشردوستانه او پراختیايي مرستو په برخو کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاده موسسه به دوه زره او ۸۱۲ کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې نغدي مرستې ووېشي او د یو زر او ۲۷۴ کورنیو ته به د څارویو د واښه برابرولو په موخه په سیغان، شیبر او د بامیان ولایت مرکز کې نغدي مرستې ووېشي.
د یادونې وړ ده، چې د دې هوکړې له مخې ۷۹۹ زره او ۵۱۴ ډالر به دوه زره ۸۱۲ کورنیو ته په سیغان، شیبر او د بامیان ولایت مرکز کې ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به د خوراکي توکو د برابرولو لپاره په څلورو پړاوونو کې ۱۷۲.۱۲ ډالر ورکول کېږي، او یو زر او ۲۷۴ کورنیو ته به د څارویو واښه برابرولو لپاره هرې کورنۍ ته ۹۵ ډالر ورکول کېږي.
د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۷۰ بستریز روغتون به ۲۰۰ بستریز ته لوړ شي
د عامې روغتیا وزارت له لوري پرون (دوشنبه، د سلواغې ۲۲مه) د سرطاني ناروغیو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مسولینو ویلي، چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړې پاملرنې له مخې به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۷۰ بستریز روغتون ۲۰۰ بستریز ته لوړ شي.
د مسوولینو په وینا؛ تېر کال هېواد کې د ۴۲ زره هغو ناروغانو تشخیص شوی، چې د سرطاني ناروغیو شک پرې کېده.
له بلې خوا په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر دلارا مینول ویلي، چې دا بنسټ له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه همکارۍ د بېلابېلو نارغیو د مخنیوي ترڅنک د سرطاني ناروغیو کنټرول او مخنیوي ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې: “د روغتیا نړیوال سازمان ژمن دی، چې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې کار وکړي او په پام کې لري، چې د افغانستان په ۶ ولایتي روغتونونو کې د سرطان ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي یو معیاري وارډ یا برخه پرانیزي.”
د یادونې وړ ده، چې په نړۍ کې ۲۰ میلیونه کسان په سرطاني ناروغیو اخته دي او څه باندې ۹.۷ میلیونو یې له امله ژوند بایللی، چې ډېری یې د منځني او ټیټ اقتصاد لرونکو هېوادونو وګړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، تر ۲۰۵۰ کال پورې به د سرطاني ناروغیو په نویو پېښو کې ۸۷.۵ سلنه زیاتوالی راشي.
یاد سازمان له نړۍ غوښتي، چې د دې ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې لا زیاتې مرستې ورسره وکړي.






