ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 719

ملا نورالدین ترابي د ګېټس بنسټ له مشاورې سره لیدنه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د ګېټس بنسټ د مشاورې انا ماریا، د WHO د استازي ډاکټر خوشال زمان او روضت الله ضیاء سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي، ګېټس بنسټ تل د افغان اولس سره بېلابېلې مرستې کړي او تل یې د افغانستان سره همکاري کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د پېښو د مدیریت، د بشري کمکونو مديريت کول، د ماينونو د خطراتو په او عامه پوهاوي په برخو کې د یادې ادارې سره مرستي وکړي.

ګېټس بنسټ د مشاوري انا ماریا د یادې ادارې له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، د یادي ادارې سره باید بېلابېل سازمانونه او موسسې مرستې وکړي.

په پای کې نوموړې د خپلې تل پاتې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د عامې ورغتیا وزیر: هڅه کوو روغتیايي سیستم لا پیاوړی کړو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کندهار ته د سفر پر مهال د یاد ولایت عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد ګل عثمان په شتون کې له روغتیايي مسولینو سره ناسته کړې.

دغه ناسته د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه ترسره شوې، چې په کې د کندهار عامې روغتیا ریاست مسولینو له لوري د روغتیايي خدمتونو اړوند معلومات وړاندې او په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د حل اړوند غوښتنې مطرح شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د شته ستونزو او ننګونو د حل ډاډ تر څنګ مل تخنیکي ټیم ته دنده سپارلې، چې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسولینو سره په ګډه شته ستونزو ته رسېدنه او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري د” شدیدې خوارځواکۍ د مدغم مدیریت لارښود “دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

عامې روغتیا وزارت وايي، د عامه تغذې ریاست له لوري د (شدیدې خوارځواکۍ د مدغم مدیریت لارښود) تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دې ورکشاپ موخه د یادې برخې د لارښود بیا کتنه او نوي کول او د روغتیا نړیوالې ادارې د نویو لارښوونو او د هېواد حالاتو او کړنو، په پام کې نیول دي، ترڅو ټول روغتیايي پرسونل او په ځانګړي توګه هغه پرسونل چې په دې برخه کې خدمات تر سره کوي ګټه واخلي.

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذې رییس ډاکټر حکمت الله معصومي وویل؛ د عامه تغذې او ټولو همکارو ادارو د تخنیکي او مسلکي هڅو په پایله کې به دغه نوی لارښود د ټولنې وګړو د لا ښه خدمت لپاره وړاندې او په عملي ساحه کې به د ډاکترانو او د پروګرام د سمبالوونکو لپاره یوه ارزښتناکه وسیله شي، څو له مخې یې ټول هېواد کې د شدیدې خوارځواکۍ درملنه په ښه او مناسب ډول پر مخ یوړل شي.

د کرنې او مالداري خونه: په تېرو ۹ میاشتو کې د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان د کرنې او مالداري خونه وایي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې سلګونه زره ټنه مېوه او سبزيجات له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته صادر شوي دي.

په دې صادراتو کې پیاز، کچالو، تازه میوې او نور سبزیجات شامل دي، چې ارزښت یې میلیونونه ډالرو ته رسېږي.

د یادې خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وایي، چې که څه هم پاکستان د افغانستان د مېوو او سبزیو د حاصلاتو په موسم کې خنډونه رامنځته کړي وو، خو بیا هم توانېدلي یو چې منځنۍ اسیا، هند او عربي هېوادونو ته مېوې او سبزیجات صادر کړو.

د سبزیو او مېوو یو شمېر پلورونکي بیا د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د لا معیاري سړو خونو په جوړولو او مناسب بازار ټینګار کوي.

د اقتصادي کارپوهانو په باور، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډیری اقتصادي توکې یی کرنیز محصولات دي.

دوی وایي، چې دولت دې د خصوصي سکټور په همکارۍ د معیاري سړو خونو په جوړولو او د محصولاتو د پلور لپاره د بازار موندنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د کرنې او مالداري خونې د مسولینو په وینا؛ د قوش تېپې کانال د چارو په بشپړېدو او د اوبو په مدیریت سره به افغانستان د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي. دغه‌راز افغانان به نور اړ نه وي، چې کرنیز محصولات په ځانګړي ډول غنم له بهر څخه وارد کړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ولسي اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د خوست، پکتیا او لغمان ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مسولینو سره لیدنه کړې.

په دغو لیدنو کې د یادو ولایتونو استازو د خپلو سیمو د عمومي وضعیت، امنیتي او ټولنیزو چارو او د ولسي همکاریو پر بېلا بېلو اړخونو خبرې کړي او خپلې ستونزې یې ورسره  شریکې کړې دي.

یادو مسولینو ویلي، تېر ۲۰ کلن جهاد یو دروند مزل و، خو افغان مجاهد ولس د الله تعالی په مرسته په بریالیتوب سره ترسره کړ او اوس د خپل ولس د ستونزو د حل او اسلامي نظام د پياوړتیا لپاره خدمت ته چمتو دي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د علماوو او قومي مشرانو نظریات او وړاندیزونه اورېدلي او ویلي يې دي، حکومت د ولسي اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري.

دغه‌راز نوموړي د علماوو او مشرانو رول مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي نظام به د ټولو افغانانو د شته ستونزو د حل او سوکاله ژوند د زمینې برابرولو لپاره به هڅې کوي.

همدارنګه مولوي عبدالکبیر قومي مشرانو او علماوو ډاډ ورکړی، چې د یادو شویو ستونزو د حل لپاره به اقدامات وشي.

د عبدالله بن مسعود (رض)  د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۰۲ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي؛ د دې وزارت اړونده د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو څخه ۲۰۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي د DC توپ حفظ او مراقبت، SPG-9، M24، M2، هاوان او سرحدي پياده کورسونو له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو او عملي تطبیقاتو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د عملي تطبیقاتو او فراغت په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ضد استخباراتو رییس مولوي نقیب الله جمال، د توپچي ریاست رییس مولوي محمد یعقوب منصور اکه، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسولینو د عملي تطبیقاتو تر ارزونې وروسته یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ توپچي ځواکونه د پوځ د ملا د تیر حیثیت لري، هغه اردو چې مسلکي او پياوړي توپچي ځواکونه لري د جګړې د ډګر ګټونکي بلل کیږي، هڅه وکړئ چې په ياده برخه کې د عصرې تکنالوژۍ او وسایلو کارول هم زده کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه شوو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه دفاع کوي.

مولوي عبدالکبیر: د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لپاره باید دوامداره هڅې وشي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پنجشېر ولایت له امنیه قومندان قاري احمدالله بدر سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قاري احمدالله بدر د پنجشیر د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د ولس د سهولت لپاره به همکارۍ ته دوام ورکړي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د خلکو د هوساینې او پرمختګ په برخه کې د مسولینو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، د ولس د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لپاره باید دوامداره هڅې وشي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې،د ولسونو او ځايي مسولینو ترمنځ دې همغږي او همکاري پراخه شي.

په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

په ایران کې مېشت او له دې هېواد څخه په زور ایستل شوي یو شمېر افغانان وايي، چې ایران د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ د بل هر وخت پرتله چټکه کړې او ان د قانوني اسنادو لرونکي کډوال هم نیسي او افغانستان ته یې لېږي.

د پلخمري اوسېدونکی نصیر احمد وايي، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په قانوني اسنادو ایران ته تللی و، خو په وینا یې ایراني پولیسي نیولی او بېرته یې هېواد ته را لېږلی دی.

د کډوالو چارو شنونکي وايي، چې له افغان کډوالو سره د ایران د حکومت چلند د منلو نه دی او په خبره یې ایران غواړي له نړیوالو سیاسي او مالي فشارونو څخه د خلاصون په موخه له افغان کډوالو څخه د وسیلې په توګه کار واخلي.

بل خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند پخلی کوي او وايي، چې په دې اړه یې له ایراني اړخ سره پر له‌پسې ناستې کړې دي.

یاد وزارت یو ځل بیا له ایران غوښتي، چې د کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ دې ودروي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دې له زغم کار واخلي او وخت دې ورکړي، چې پخپله خوښه افغانستان ته راستنه شي.

مولوي عبدالسلام حنفي: له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت ملاتړ د کار او سوداګرۍ رونق زمینه برابره کړې

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

 په دغو مراسمو کې چې د اسلامي امارت د کابینې غړو او مشرانو هم حضور درلود، د رياست الوزرا اداري مرستیال لومړی د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د کار په بشپړېدو خوښي وښوده او د دې سوداګریز مرکز ګټې اخیستنې ته سپارل یې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې او پراختیا لپاره مهم ګام وباله.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ دا یو روښانه حقیقت دی چې د یو هېواد پراختیا او پرمختګ په هغه هېواد کې سوداګریزې ودې او د خصوصي سکتور ملاتړ پورې اړه لري، له دې امله اسلامي امارت کوښښ کوي چې اقتصاد، سوداګري او په ځانګړې توګه خصوصي سکتور په واقعي مانا وده وکړي او د دې برنامو یوه نمونه له خصوصي سکتور سره د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ تړون دی چې په یوه ډېره عالي فضا کې یې سوداګرو او دوکاندارانو ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړه او نن ټول د هغه د پرانیستې شاهدان یوو.

د رياست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، د نوي خیرخواه سوداګریز مرکز تړون لومړنۍ او لویه پروژه ده چې د فتحې په لومړیو ورځو کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې وشو، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره برنامو باندې د خصوصي سکتور د باور مهمه نمونه، له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت د ملاتړ روښانه بېلګه او هېوادوالو ته د کار او سوداګرۍ د رونق او ځلېدا زمینې برابرول دي.

 د ویلو ده چې نوی خیرخواه سوداګریز مارکېټ مجموع مساحت نهه زره او ۳۶۱ متر مربع او ۹ منزلونه چې دوه منزله یې د وسایطو پارکینگ دی، جوړ شوی دی.

د دې پروژې په جوړولو ۳۴ میلیون ډالر لګېدلي چې دا لګښت سن‌اسکای گلوبل شرکت او د مارکېټونو د اورلګېدنې متضررینو ورکړی دی او د کرایو له بابته له مجموع عوایدو څخه ۳۰ سلنه امارتي ادارو او ۷۰ سلنه متضررینو او پانګوالو ته د ورکړې وړ ده.

د یادونې وړ ده، په دې ملي پروژه کې یو زر او ۳۰۰ دوکانونه اساسی او په عصري سیستمونو سنبال جوړ شوي، چې زرګونه کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې او همدارنګه هغو ټولو کسانو ته چې د دې مارکېټ د اورلګېدنې پېښه کې زیانمن شوي وو، دوکانونه وېشل شوي دي.

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د پاکستاني استازي تورونه رد کړل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان دایمي استازي هغه تورونه رد او بې بنسټه بللي، چې ګواکې له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ شته.

یاد وزارت ویلي:” نړيوالې ټولنې ته په ډاډ څرګندوو، چې په افغانستان کې د داعش او یا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي امارت له راتلو وروسته په بشپړه توګه له منځه تللي دي او عملا د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځ ته شوی. “

یاده اعلامیه کې لیکل شوي: ”که په افغانستان کې هم کومه امنيتي پېښه رامنځته کیږي، عاملین یې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړي را اوښتي وي. “

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې ځيني هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنيو سياستونو کې د سمونونو له لارې خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات ته کار وکړي، هڅه کوي افغانستان د ناسمو تبليغاتو له مخې بې ثباته وښيي او له خپلو کورنیو ستونزو د خلکو او نړۍ توجه بل لوري ته واړوي او یا هم هڅه کوي چي د اسلامي امارت او نړيوالو تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي؛ خو په افغانستان کې له لسیزو جګړو وروسته د امنیت ټينګښت، د سیاسي او اقتصادي پراختياوو مخه په داسې ناکامه هڅو نه شي نیول کېدی.