ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 718

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله: اسلامي امارت د علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه تېره ورځ وروسته له غرمې د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او په لومړي ځل یې د پوهنتون له رهبري غړو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره د لیدنې ترڅنګ هغوی ته هر اړخیزه وینا وکړه.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په پېل کې د علم پر ارزښت او د دیني او عصري زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او استادانو او محصلانو ته یې لارښوونه وکړه، چې دواړه علوم په اخلاص سره زده کړئ، خپل نیت یوازي د الله تعالی د رضا له پاره وساتئ او د خپل علم په مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ.

زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین همداراز استادانو او محصلانو ته په خطاب کې وويلي؛ تاسو هم دیني او هم دنیوي زده کړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ، ځکه چې په ټولنه کې تاسو ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب‌ العلمانو ته په ‌‌‌ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې هېواد کې په څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی، خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی همدارنګه غوښتنه کړې، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ، ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی په نصرت سره دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهي پرمټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي ستاسو څخه زده کړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپلو خبرو کې ویلي، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان اسلامي امارت تاسو ته د خیر اراده لري، مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده.

 امیرالمؤمنین حفظه الله د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او موږ د لوړو زده کړو وزارت ته ویلي، که په هر قیمت بهرني استاد دلته راځي او د افغانستان په پوهنتونو کې استادي کوي ور یې کړئ، خو د هېواد ځوانان په مسلکي ډول وروزئ.

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین د غونډې ګډونوالو ته ویلي؛ تاسو علمي خلک یاست، د دې هېواد پرمختګ، یووالي او اتحاد له پاره کار وکړئ او د خپل ملت خدمت په رښتني ډول ترسره کړئ.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړې؛ هر فرمان یې د علمای کرامو په مشوره، د قرآن او حديثو څخه اخيستل شوی او د خدای تعالی اوامر دي.

 د یادونې وړ ده، چې یاده غونډه د کندهار پوهنتون په جامع مسجد کې جوړه شوې وه چې ګڼ شمېر محصلین، استادان، او د دغه پوهنتون کارکوونکي، یې ګډون وال وو.

د لوړو زده کړو وزیر د پکتیا پوهنتون له استادانو او مسولینو سره لیدنه کړې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون او همدارنګه د عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې له رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو سره لیدنه کړې او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې کړې دي.

 په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر اړونده کار کوونکي خپلو دندو ته متوجه کړي او ویلي یې دي؛ په حکومت او نظام کې هر ارګان جلا دندې او مسولیتونه لري، خو د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو او استادانو دندې او مسولیتونه د علم نشر او د هېواد د بچیانو سالمه روزنه ده، چې دا خورا مهمه او مقدسه وجیبه ده .

نوموړي همداراز استادانو ته په خطاب کې ویلي؛ د استادانو د تقرر په برخه کې اوږده پروسه یې اسانه او ساده کړې، چې د وخت د ضایع کېدو مخنیوی پکې شوی.

شیخ ندا‌ء محمد ندیم له استادانو غوښتي، چې د تحصیلي نظام پرمختګ په برخه کې خپلې سالمې مشورې له دغه وزارت سره شریکې کړي.

 په ناسته کې همدارنګه د پکتیا پوهنتون او عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې مسولینو او استادانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو له وزیر سره شریک کړي، چې د نوموړي لخوا د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز او ګیټس بنسټ ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

د عامې ورغتیا وزارت وايي، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر عبدالقدوس بریالي د ګیټس بنسټ د پولیو برخې له مرستیال مایکل ګالوې سره په خپل دفتر کې ناسته وکړه.

یاد وزارت زیاتوي، په دې ناسته کې کې د پولیو واکسین روانو کمپاینونو او اړوندو ستراتېژیو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

همداراز ناسته کې دواړو خواوو ژمنه وکړه، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه به د پولیو (ګوزڼ) له منځه وړلو هدف ته ورسېږي.

دغه راز مسولینو وویل، له پولیو سره په نړیواله مبارزه کې دا یو مهم ګام دی او موږ ویاړو چې د دغه ماموریت برخه یو.

د سرب او جستو کانونو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ ملا هدایت الله بدري د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون د محمد بلوچ عزیزي د کانونو د استخراج، پروسس او سوداګریز شرکت سره د ۸۳ میلیونه او ۸۷۵ زره افغانیو په ارزښت د (۰،۵۳۸۶۸۳) کیلو مټره مربع په مساحت سره د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د یاد وزارت د دفتر عمومي رییس معراج محمد معراج او یو شمېر رییسانو په شتون کې لاسلیک کړ.

 د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د یاد کان په اړه ویلي؛ د دې کان تړون به د پينځو کلونو لپاره وي په دې شرط چې دوی د کانونو د اصولو، کړنلارې او مکلفیتونو سره سم کار او فعالیت وکړي نو د ټاکل شوې مودې له بشپړیدو وروسته به د دوهم ځل لپاره نوی شي.

دغه راز به د شرکت د ژمنو پراساس پروسس به یې ۱۰۰ سلنه د هېواد دننه ترسره کېږي.

همدارنګه یې د ټولنیزو خدمتونو او نورو موضوعاتو په اړه زیاته کړې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هېواد لسګونه ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرشي.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۱۰۵ تنه استادان فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي؛ د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه د بېلابيلو قول اردوګانو د تعلیمي مراکزو څخه ۱۰۵ تنه استادان فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مرسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیال حافظ عبدالمجید ګډون درلود.

د تعلیماتو او پرسونل مرستیال حافظ عبدالمجید یادو فارغانو ته له اِعداد څخه د فراغت مبارکۍ ویلو تر څنګ اړینې لارښوونې کړې او ویلي یې دي؛ خپل اعداد ته متوجې شئ، له دښمن سره د مقابلې لپاره چمتووالی ونیسئ، پر وړاندې يې له بېلا بیلو تکتیکونو څخه کار واخلئ او له غفلت څخه ځان وساتئ.

همداراز نوموړي زیاته کړې، د اسلامي اردو په لیکو کې په زړورتیا، میړانه او پاک نیت سره خپل مسولیتونه سرته ورسوئ.

د یادونې وړ ده، چې یادو فارغانو ته د جګړه ایز ملاتړ او جګړه ایزو ځواکونو ښوونځيو په توپچي، انجینري، مخابرې او ګڼ شمير نورو برخو کې د مسلکي او مجربو استادانو له لوري درې میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې دي.

 ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام ته د خدمت په پار بشپړ چمتووالی ښودلی او غونډه فارغانو ته د مسولینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته رسېده.

تېر کال ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون کې د ۵۰۰ زره ناروغانو درملنه شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون کې د ۵۰۰ زره ناروغانو درملنه ترسره شوې.

د یاد روغتون رییس ډاکټر روح الله ملاخېل د روغتیایي کارکوونکو ستاینغونډه کې ویلي؛ تېر کال دغه روغتون ته ۵۰۰ زره ناروغانو مراجعه کړې، چې له جملې یې ۱۴۵زره ناروغان بستر شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، ۱۹ زره او ۳۹۲ لوی او شپږ زره او ۶۰۰ کوچني عملیاتونه ترسره شوي دي.

د ښاغلي ملاخېل د معلوماتو له مخې؛ د دې روغتون په نسایي ولادي څانګه کې ۲۳ زره او ۸۸۹ ولادتونه ترسره شوي او هم په زیات شمېر ناروغانو ته تشخصیه معاینات او نور خدمات  وړاندې شوي دي.

تېره میاشت کې د هېواد ګمرکي چارو نږدې ۱۶ سلنه پرمختګ کړی

د مالیې وزارت وايي؛ د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال د مرغومي په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته پر لیکه او حضوري بڼه شوې.

یاد وزارت زیاتوي؛ په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو مرستیال د ګمرکي عوایدو د زیاتوالي، د مسولینو او کارکوونکو ترمنځ د تجربو په شریکولو، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د قاچاقي او ممنوعه توکو د مخنیوي، په دقیق ډول د خالي بار وړونکو موټرو د وزن معلومولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولايتي ګمرکونو مسولیتو ته لازمي سپارښتني وکړې.

ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني ریاست له لوري د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال د مرغومي په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندې شو.

په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هېواد په ګمرکونو کي د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول، چې له مخي یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چاري ۱۵،۷ سلنه مثبتي وښودل شوې.

د وړاندې شوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وشول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او ورسره اړینې سپارښتنې هم شریکې شوې.

ټولګټو وزارت: په روان کال کې د سړکونو د جوړولو او ترمیم برخه کې ګڼې پروژې پیل شوي

د ټولګټو وزارت مسولینو نن د چهارشنبې په ورځ (۲۴ سلواغه ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ ټولګټو وزارت د سړکونو جوړولو، ترمیم او بیارغونې برخه کې ګڼې پروژې پیل کړي، چې د ځینو پروژو چارې بشپړې او د یو شمېر نورو جریان لري.

نوموړي زیاته کړه؛ د کابل-کندهار لویې لارې د څه باندې ۴۳۰ کیلومتره سړک د لومړۍ او دویمې طبقې د سفالټ اچونې کار بشپړ شوی، د سالنګونو لویې لارې د اساسي رغونې چارې دوام لري، د کندهار-روزګان لویې لارې د لومړي لاټ په چارو کې ۴۴ سلنه پرمختګ شوی او د ترینکوت–دهراود، دشت ارچي–کندوز او کندهار- سپین بولدک سړکونو د رغونې چارې هم جریان لري.

 د ښاغلي فاتح په وینا؛ د کابل–غزني، کابل–جلال اباد لویو لارو د دویم لین سړکونو او د هرات–چشت شریف سړک د جوړولو او ترمیم چارې جریان لري.

د دې تر څنګ، د ميدان وردګ-لوګر د نښلونکي سړک چې څه باندې ۳۱ کیلومتره اوږدوالي لري د رغولو تړونونه د شاوخوا ۷۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له دوه شرکتونو سره لاسلیک شوي او رغنیزې چارې به یې د ۱۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

دغه راز د کابل-هرات پر لویه لاره د ۱۴ محرابه جوماتونو د جوړولو چارې هم دوام لري.

د یاد خبري کنفرانس په جریان کې د قیصار- لامان حلقوي سړک، د پینځمې برخې، چې ۶۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې تړون د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د ګیزاب پل چې څه باندې ۱۱۰ متره اوږدوالی او نېږدې ۹.۵ متره پلنوالي لري په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او د کونړ ولایت د زېړي بابا او پشد پلونو، په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل او په ننګرهار ولایت کې د سپین خوړ پل د جوړولو چارې دوام لري.

د یاد وزارت مسولینو د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د روان کال د ژمي په موسم کې د سالنګونو او ماهیپر په ګډون د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له څه باندې ۷۵۷۲ کیلومتره سړکونو څخه د واورې پاکولو پلان لري.

د ټولګټو وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال په لس میاشتو کې ( له حمل څخه تر جدې) د اوسپنې پټلۍ د څلورو مسيرونو (حيرتان، آقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات) له لارې شاوخوا ۳.۵ ميليون مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.