ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 717

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون پلاوي لوګر ته سفر وکړ

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غړي او د چارو ادارې مرستيال مولوي سیف الدين تایب په مشرۍ يوه پلاوي لوګر ولايت ته سفر وکړ.

 ياد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د لوګر ولايت مرستيال والي مولوي محمد انور دين پرور په مشرۍ د ولايتي امنيتي کمېسيون له غړو سره په امنيتي وضعیت مفصلې خبرې وکړې.

ولايتي کمېسيون په‌ دغه ناسته کې د لوګر ولايت امنيت د‌ ډاډ وړ وباله او یې ویل، چې د‌ ټولو ادارو ترمنځ کامله همغږي شتون لري.

 همداراز ياد پلاوي په‌ يوه لیدنه کې د لوګر ولايت د مجاهدينو ستونزې او مشکلات واوريدل او د حل په برخه کې يي د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د نورو لیدنو ترڅنګ مولوي سیف الدين تائب د لوګر ولايت ‌د کره‌کتنې کميټې له مسولينو سره هم ولیدل او په چارو کې يي په پوره شفافیت او روڼتيا ټينګار وکړ.

ننګرهار کې ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه، چې له امله يې دواړو خواوو څخه دوه تنه وژل شوي، دوه ټپيان او د ګڼو مالي زيانونو سره سره يې ترمنځ ژور اختلافاتو شتون درلود.

د دغې شخړې د هوارولو په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد په مشري د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس حافظ رحمت الله غازي عمر، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په شتون کې د يوې لويې غونډې پر مهال د منصفانه پرېکړې له مخې دواړه لوري سره خوشاله شول او په همدې سره يې ياده ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د غونډې پر مهال مولوي محمد علي جان احمد ولسونه يووالي، اتفاق او ورور ولۍ ته وهڅول او له هغوی يې غوښتنه وکړه، چې د دښمنيو او شخړو پرځای سوله ييز ژوند غوره کړي، ځکه په دې کې د دنيا او اخرت خوشحالۍ نغښتې دی.

د کرنیزو محصولاتو د ازموینې لپاره لابراتوارونه جوړیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ مولوي عطاالله عمري د خپل کارپه دفتر کې د کندا فروټ شرکت له رییس جلال‌الدین سعید سره لیدنه وکړه.

ياد وزارت زیاتوي، په دې لیدنه کې د هېواد په مرکز او بندرونو کې د حیواني او نباتي محصولاتو د ازموینې لابراتوارونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ناسته کې د کرنې وزیر ټینګار وکړ، لابراتوارونه باید داسې جوړ شي، چې پکې صداقت او امانت وساتل شي او د حیواني او نباتي محصولاتو اصلي ماهیت او کیفیت په دقیقه او شفافه توګه وڅېړل شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد لابراتوارونه به د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق او د کندا فروټ شرکت په مشارکت جوړېږي، چې موخه یې د محصولاتو د کیفیت د څارنې ښه والی او په بندرونو او مرکزي سیمو کې د ارزونې بهیر اسانه کول دي.

د لوړو زده کړو وزیر په شیخ زاید پوهنتون کې دوې لویې پروژې پرانیستې

 د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي جنوب ختیځ زون ته د خپل رسمي سفر پر دوام په شیخ زاید پوهنتون کې یوې ستري غونډې ته، چې د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د شيخ زايد پوهنتون رییس شيخ محمد نسیم حقاني، د خوست جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین حسیني، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رییس استاد کلیم الله محمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، د خوست ولایت شیوخو کرامو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و، خبرې وکړې.

 د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په یاده غونډه کې د ژمي په رخصتیو کې د محصلینو لپاره د سمینارونو او اصلاحي برنامو جوړول یوه ښه فرصت وباله او د محصلینو پر اصلاحي روزنه یې ټینګار وکړ.

دغه راز نوموړي وویل؛ همدا محصلین د سبا ورځې مشران او رهبران دي، باید پوه او ځيرک وي.

 شیخ نداء محمد ندیم د انسان د کرامت اړوند د قرانکریم ځينې ایاتونه بیان کړل او ویې ویل، انساني کرامت په اسلامي نظام سره ساتل کېدلی شي.

دغه راز ښاغلي ندیم استادانو ته په خطاب کې وویل؛ موږ او تاسو د دې نظام خادمان یوو، نو راځئ چې هر یو په خپله برخه کې له زړه خدمت وکړو، په صحیح اسلامي طریقه د دې ملت د بچیانو روزنه وکړو او د علم کیفیت لوړولو کې زیار وباسو.

 همدارنګه د خوست ولایت والي د شيخ زايد پوهنتون رییس او نورو ویناوالو په خوست ولایت کې د علم پر پراختیا خبرې وکړې.

د دې تر څنګ د لوړو زده کړو وزیر د شیخ زاید پوهنتون مشرتابه پلاوي په ملتیا، د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت له وارداتي برېښنا سره د پوهنتون وصل کولو او د څه باندې ۲۸۰ زره افغانیو په لګښت د پوهنتون عمومي چوک د اوبو فواره او حوض پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

 د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزیر په یاد سفر کې د شیخ زاید پوهنتون له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون مسولینو ته یې د لازمو لارښوونو تر څنګ، د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۳ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې۱۳۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوو کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلورو کورنیو سره ټولې۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۶۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۲۴۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۶۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۱ کورنیو سره ټولې۱۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۵۶ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۵ کورنیو سره ټولې۴۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶ تنه و، کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۳۸ کورنۍ او ۵۶۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۵ کورنۍ او ۸۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۳۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۵۵ عدده

کابل کې به ډېر ژر د سرطان لومړنی ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړي

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هڅو د سرطان د درملنې لومړنی ۲۰۰ بستریز روغتون به ډېر ژر په کابل کې خپل خدمات پیل کړي.

د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د مهربانې رهبرۍ له لوري د سرطان ۲۰۰ بستریز روغتون لپاره د ودانۍ د ورکړې او منظورۍ وروسته د یاد روغتون د فعالیدو او خدماتو پیلیدو چارې په تېزۍ سره دوام لري.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي تېره ورځ (چهارشنبه، د سلواغې ۲۴مه) له دې روغتون څخه د لیدنې پرمهال مسولین هڅولي، چې د خدماتو د ژر پیل لپاره چټک ګامونه واخلي.

مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ د سرطان ناروغان زیات ځوریدلي او اړمن خلک دی، د دوۍ لپاره به د عامې روغتیا وزارت ځانګړې پاملرنه تر سره کوي.

نوموړي مسولین هڅولي تر څو هر څه ژر د روغتون د خدماتو د پیلیدو لپاره هڅې تر سره او د هېوادوالو لپاره په دې برخه کې روغتیايي اسانتیاوې را منځته کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد روغتون به په درې مرحلو کې خپل خدمات پیلوي، چې لمړنۍ مرحله یې تر سره شوې او په دوه نورو مرحلو کې د سرطان ناروغانو لپاره د بیلا بیلو عصري تجهیزاتو تر لاسه کول او فعالول دي.

همدارنګه د روغتیايي خدماتو د لا ښه کیفیت په موخه به روغتیايي کارکوونکو ته د ارتقای ظرفیت ځانګړې پروګرام هم برابریږي.

د روسیې او امریکا د مشرانو تلیفوني خبرې؛ پوتین ټرمپ ته بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي

د کرملین ماڼۍ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (چهارشنبه، د سلواغې ۲۴مه) د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس “ټاس” لیکلي پوتین ټرمپ ته بلنه ورکړې، چې مسکو ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ولسمشرانو هوکړه کړې، چې په راتلونکي کې به یو له بل سره وګوري.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي، چې پوتین او ټرمپ د منځني ختیځ د وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او د بندیانو تبادلې په تړاو هم خبرې کړي دي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، پوتین او ټرمپ تر دې مخکې د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۳مه له یو بل سره خبرې کړې وې، خو له هغه راهیسې تر اوسه پورې د هغوی ترمنځ رسمي اړیکه نه وه ثبت شوې، تر دې چې تېره ورځ یې خبرې وکړې.

د پوتین او احمد الشرع تلیفوني خبرې؛ مسکو له دمشق سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

د روسیې د دولتي خبري اژانس “ټاس” د راپور له‌مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (چهارشنبه، د سلواغې۲۴مه) د سوریې د انتقالي حکومت له مشر احمد الشرع سره د سوریې د اوسني وضعیت په اړه تلیفوني خبرې کړې دې.

ولادیمیر پوتین ټینګار کړی، چې روسیه د “سوریې د دولت یووالي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا” د اصل ملاتړ ته ژمنه ده.

د روسیې ولسمشر ویلي؛ مسکو چمتو دی چې د دمشق د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا لومړۍ ځل دی، چې د بشار الاسد د حکومت له سقوط وروسته د روسیې ولسمشر او احمد الشرع تلیفوني خبرې کوي.

مولوي عبدالکبیر: افغانان دې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره هڅې وکړي

د كډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالكبير د نورستان ولايت له مشايخو او علماو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه كې د نورستان مشايخو او علماو د اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند كړی او ویلي یې دي، افغانان د اشغال له پاى ته رسېدو وروسته د اسلامي نظام تر سيوري لاندې ارام ژوند كوي.

دوى زياته كړې، د اسلامي نظام د ساتنى لپاره چمتو دي او د هر هغه چا پر وړاندې درېږي چې د اسلامي نظام د كمزوري كولو هڅه كوي.

همدارنګه د نورستان علماو او مشايخو د بيا رغوني، سركونو، روغتيايي خدماتو، زراعتي او حيواني روغتونونو او ښوونيزو بنسټونو په برخو كې خپلې ستونزې ورسره شريكې كړې دي.

مولوي عبدالكبير د ښه راغلاست تر څنګ د دوى د ملاتړ له امله مننه کړې او ویلي یې دي، اوس افغانستان له اشغال څخه خلاص شوى او سوچه اسلامي نظام حاكم دى، چې د ټولو افغانانو ګډ نظام بلل کیږي هيڅ څوک دې ځان پكى بېګانه نه ګڼي.

نوموړي زیاته کړې، افغانان دې د پردیو تبليغاتو تر اغيز لاندې نه راځي او د هېواد د پرمختګ لپاره به په ګډه كار ته دوام وركوي.

مولوي عبدالكبير ویلي، نورستان جهادي تاريخ لري او د افغانستان د نورو ولايتونو په څیر اسلامي امارت ورته ځانګړې پاملرنه لري.

دغه‌راز نوموړي، د نورستان ولايت مشايخو او علماوو د ستونزو حلولو په برخه كي ډاد وركړی ده.

د ترکیې ولسمشر پاکستان ته سفر کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه لوړ پوري پلاوي په مشري پاکستان ته سفر کړی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړی وزیر شهباز شریف، او نورو لوړ پوړو چارواکو د نوموړي تود هرکلی کړی. پر دې سربېره د ښاغلي اردوغان الوتکه هم د پاکستان هوايي ځواک بدرګه کړې ده.

ټاکل شوې چې د پاکستان-ترکیې د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا اوومه غونډه به هم جوړه شي، چې مشري به یې اردوغان او شهباز شریف کوي.

د یادې غونډې موخه د اسلام‌اباد او انقرې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړي کول ښودل شوي دي.

رجب طیب اردوغان له دې وړاندې مالیزیا او اندونیزیا ته هم سفر کړی و او پاکستان تګ به یې د دې سفرونو وروستی پړاو وي.