ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 716

د عامې روغتیا وزیر د افعانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د افعانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر او مل پلاوي سره د سرطاني ناروغیو د درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون د ملاتړ او تجهیز اړوند ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت هم ګډون کړی و.

دواړو لوریو د یاد روغتون د خدماتو، تشخیصیه برخې، وسایلو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او دوامداره ملاتړ اړوند بحث او خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي مرکز کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون تجهیز کول مهم ګام یاد کړی او په یاده برخه کې یې د روغتیا نړیوال سازمان ملاتړ مهم بللی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ایډوین سینیزا سلاوډر په کابل کې د یاد روغتون په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او په دې برخه یې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د دلوې ۲۶مه د افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ایستلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

د دلوې ۲۶مه د افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ایستلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

بسم الله الرحمن الرحیم

د دلوې ۲۶مه د افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج ۳۶مه کلیزه ده.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپلو مسلمانو او مجاهدو وروڼو ته مبارکي وايي.

د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د ټولو افغانانو او مسلمانانو جهاد، مبارزې، قربانۍ، هجرتونه او تکلیفونه د دې سبب شول، چې الله تعالی افغانانوته دا ویاړ را وبخښي چې د وخت شوروي اتحاد غوندې ستر قوت مات او له خپلې خاورې څخه یې ایستلو ته اړ باسي.

دا چې په تېرو سلو کلونو کې درېيم ځل هم افغانستان نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره آزاد شوی، څرګندوي چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم قوي دی او زموږ مسلمانان د خپل دین د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.

د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د آزادۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي.

د افغانستان مسلمان او غیور خلک باید د تیر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو په وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او خپل دین، عقیده او خپلواکي وساتي.

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۱۵/۸/۱۴۴۶هـ ق

۲۶/۱۱/۱۴۰۳هـ ش ــ ۲۰۲۵/۲/۱۴ م

ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر له رییس الوزرا سره لیدنه کړې

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د سلواغې میاشتې په ۲۵مه د قطر هېواد له رییس الوزرا محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د افغانستان او قطر هېواد ترمنځ د اړیکو او اقتصادي مسائلو او د حکومت او خصوصي سکټور له لوري د پانګونې د موضوعاتو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د ناروې له شارژدافیر سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د ناروې هېواد له شارژدافیر البرټ الساس سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ناروې تر منځ د اړیکو ترڅنګ په کلتوري مسایلو هم بحث او خبرې کړې دي.

ملا خیرالله خیرخواه افغانستان د زرګونه لرغونی سیمو، تاریخي ځایونه او کلتوري میراثونه ټاټوبی یاد کړی او ویلي یې دي، چې تاریخي ځایونه او کلتوري میراثونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د بشریت کلتوري میراثونه دي او اکثره یې ساتنې او ترمیم ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه، بلکې ټوله نړۍ باید د دې میراثونو په ساتنه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د ناروې شارژدافیر د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې په اړه ویلي، چې د اړوند ادارو او موسسو سره به په دې برخه کې همغږي وکړي او د خپل هېواد له لورې یې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د سلواغې ۲۶مه؛ د افغانستان په تاریخ کې ویاړلې ورځ!

د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو له ۳۶ مې کلیزې سره برابره ده.

په دې ورځ شوروي غرور مات شو او لښکرو یې د افغانانو د سرښندنو په پایله کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوې.

افغانان هغه تاریخ جوړوونکی ملت دی، چې په یوه پېړۍ کې یې ۳ سترې امپراتورۍ په ګونډو کړې.

د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې میاشتې پر شپږمه له سل زره کسیز پوځ سره د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.

سرې لښکرې له نږدې لس کلنې جګړې وروسته په ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شوې.

د پخواني شوروي اتحاد څه کمې لس کلنې جګړې افغانانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

په دې جګړه کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول، میلیونونو یې د بدن غړي له لاسه ورکړل او په میلیونونو نور کډوال شول.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر بنسټ له هر سلو افغانانو څخه ۹ کسان له شوروي لښکرو سره په جګړو کې شهیدان شوي، ۱۱ سلنه یی د بدن غړي له لاسه ورکړي او په ورځني ډول ۱۵۰۰ افغانان له هېواده کډوال شوي دي.

د سرو لښکرو په مقابل کې افغانانو په مېړانه جهاد پیل کړ او روسان یې له افغانستان څخه تېښتې ته اړ کړل.

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې، چې د جنیوا هوکړه عملي شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

پخواني شوروي اتحاد ته په دې جګړه کې درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

د شمېرو له مخې په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ۱۵۰۰۰ سرتېري ووژل شول.

زموږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکې شوري تاریخ او کمونیستي ایډیالوژي داسې مات کړل، چې نور به یې یوازې په زړو یادښتونو کې کیسې لولو.

د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځ د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې. په دې ورځ افغانانو د وخت قدرت مات کړ او پخپلو سرښندنو یې د دوی د کلونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال او مل پلاوي بغلان ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د کار کوونکو چارو رییس مولوي نقیب الله نعمان او مل پلاوي بغلان ته سفر کړی.

یاد پلاوي د بغلان له والي مولوي عبدالرحمان حقاني، مرستيال والي محمد همايون جهاديار او د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور له ریيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي سره لیدنه کړې.

په پيل کې د بغلان والي ښاغلي حقاني په ياد ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست چارې ستايلې او ویلي یې دي، چې د ځوانانو د فکري روزنې لپاره بايد کار وشي، رسنۍ او مطبوعات د ملت د عليا ګټو په خاطر استعمال شي او هڅه دې وشي، چې بغلان ولايت کې د سیلانیانو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، چې ولايت مقام په ټولو اړوندو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکار دی او ډاډ درکوو، چې ټولو اړتياوو ته به یې پاملرنه کېږي.

د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال د بغلان له والي سره د خپل سفر موخې شریکې او د دوی له همکارۍ څخه یې مننه کړې ده.

ښاغلي جمال ویلي، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د بغلان د تاريخي ابداتو ساتنې، د رسنيو د فعالیتونو غښتلي کولو او د ځوانانو د انسجام لپاره هڅه کوي او په اړوندو برخو کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ درکوي.

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر د یاد هېواد د زراعتي بازار موندنې فدرالي ادارې له عمومي رییس سره لیدنه کړې

کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا د کرنې وزارت اړوند د زراعتي بازار موندنې فدرالي ادارې له عمومي رییس آمین الدین ذولکفلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د کرنیزو تولیداتو په برخه کې د سوداګرۍ په پراختیا او ګڼو نورو اړونده موضوعاتو خبرې شوې دي.

همداراز د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د کرنیزو تولیداتو په برخه کې د سوداګرۍ په پراختیا خبرې او په راتلونکي کې افغاني تازه او وچې مېوې ته په مالیزیا کې د بازار موندنې په موخه هم بحث شوی دی.

 مقابل لوري هیله څرګنده کړې، چې لېواله دي ترڅو افغاني تولیدات په ځانګړي ډول وچه او تازه مېوه، چې ښه کیفیت لري، مالیزیا کې ښه بازار ومومي او له افغانستان سره په دې برخه کې سوداګریز تعاملات ولري.

 د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت اړوند دغه اداره، د مالیزیا د داخلي سوداګرو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د هماهنګۍ ترڅنګ ګڼو نورو اړونده برخو کې هم تسهیلات برابروي.