ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 715

مولوي قدرت الله جمال: د لرغونو، کلتوري او فرهنګي ځایونو بیارغونه زمونږ لومړيتوب دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ستر محدث امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمة الله علیه له زیارت څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي ویلي؛ د دې ولایت یو شمېر فرهنګي، کلتوري او تاریخي سیمې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه‌راز نوموړي غوښتنه کړې، چې د بودیجې په ځانګړي کولو سره دې اطلاعاتو او کلتور وزارت د بغلان د لرغونو ځایونو بیا احیا او رغونې ته کار وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ستر محدث امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمة الله علیه روح ته د دعا کولو ترڅنګ په خپلو خبرو کې ویلي؛ په بغلان ولایت کې د کلتوري، تاریخي او فرهنګي سيمو بیارغونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې، په دې برخه کې ژمنتیا شتون لري ترڅو د هر ولایت تاریخي قدامت او د لرغونو ځایونو ارزښت ته په کتو بېرته په پخواني ډول زیانمن شوي ګلتوري زیانونه جوړ او د لمنځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.

غزه کې د اوربند هوکړه؛ ټاکل شوې نن شنبه ۳۶۹ نور فلسطینیان او ۳ اسرائیلي بندیان خوشي شي

غزه کې د اوربند هوکړې پر بنسټ نن (شنبه، د فبروري ۱۵مه) حماس اسلامي غورځنګ ۳ اسرائیلي بندیان ازادوي او په بدل کې به یې اسرائیلي رژیم ۳۶۹ فلسطینیان خوشي کړي.

حماس اسلامي غورځنګ اعلان کړی، چې نن به درې نور اسرائیلي بندیان خوشي کړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، صهیونیستي رژیم به یې هم په مقابل کې ۳۶۹ فلسطیني اسیران خوشي کړي.

حماس اسلامي غورځنګ تېره دوشنبه اعلان وکړ، چې د اسرائیلو له لوري غزه کې د اوربند هوکړې د سرغړونې له امله یې د پاتې بندیانو خوشي کول ځنډولي.

حماس ویلي؛ قاهره کې له خبرو وروسته د مصر او قطر منځګړو تایید کړې، چې دوی به د اوربند تړون د پلي کېدو پر وړاندې “پراته خنډونه” لېرې کړي.

مصري او قطري لورو هم ویلي، چې رامځته شوې ستونزې حل شوې دي.

لوګر کې اووه استوګنیز ښارګوټي جوړېږي

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو رییس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د لارښوونې او حکم سره سم یې د ابادۍ لپاره یې مټي رانغښتې دي.

نوموړی زیاتوي؛ لوګر ولایت کې یې د اووه استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو په موخه تابیا نیولې، چې د دوه هغو لپار یې ځمکه تشخیص کړې ده.

مولوي مطیع الله زاهد وایي، دمګړۍ یې د لوګر مرکز پل علم ساحه کې د دوه نوو استوکنیزو ښارګوټو لپاره د ځمکې ځانګړې او کروکي چارې پیل کړي دي.

د ښاغلي زاهد په خبره؛ د هر ښارګوټي لپاره ۷۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې، چې ټوله یو زر او ۴۰۰ جریبه ځمکه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د ځمکې تر غوراوي او کروکي وروسته به معلومات له وزارت سره شریک کړي، چې د توپوګرافي سروې او پلان جوړولو په موخه اړوندو څانګو باندې حکم ورکړي.

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو رییس وایي، د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو کې اووه ښارګوټي جوړېږي، چې د پینځه نورو لپاره به هم اقدامات وکړي.

نوموړی زیاتوي، په دغه ولایت کې د اراضۍ په ګډون د شاوخوا لسو ادارو په ملتیا یې د دغه ښارګوټو جوړولو په موخه تصفیه شوې امارتي ځمکه غوره کړې، چې کدستري قطعات یې له مساحت او حدوداتو سره معلوم او قید دي.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې هېواد کې د کرنیزو ځمکو د له منځه تګ مخنیوی وشي، په ښارونو کې انډولیزه پراختیا رامنځته شي، سوداګریزې، پراختیایي، صنعتي، تفریحي او نورې ساحې معلومې شي او د مخ پر ودې نفوسو لپاره د استوګنې معیاري ځایونه برابر شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال کندوز ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال او مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د طلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره لیدنه کړې.

په پیل کې مولوي قدرت الله جمال ویلي؛ کندوز ولایت ته یې د سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند اداري له چارو څخه لیدنه، د پرمختګونو څخه راپور تر لاسه کول، مسولینو ته د چارو د ښه والي په موخه لازمې مشورې ورکول او د نورو اسانتیاوو رامنځته کول دي، ترڅو خدمتونه پراخ او خلګو ته اسانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند امریتونو د مسولینو خبرې اوریدلي او د حل کولو په موخه یې ډاډ ورکړی، چې شته ستونزې به هوارې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنیزې او فرهنګي چارې مثبتې یادې کړې او او ویلي یې دي، چې په‌ دې برخه کې دې نورې هڅې هم ګړندۍ شي.

هلمند کې د ۷۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي؛ د هلمند ولایت په  کجکي ولسوالۍ کې د ۷۶ ميليونه افغانيو په لګښت د درېیو پروژو؛ دابغول کلي د اوبو لګولو د اته کیلومتره کانال، د شیري د ۳۰ کیلومتره او د سفید حصار د ۸.۸ کیلومتره جغلي سړکونو جوړولو عملي چاري د یولړ مراسمو په ترڅ کې رسما  پیل شوې.

په يادو مراسمو کې د کلیو د بيارغوني او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او ورسره مل پلاوي، د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ قومندان ملا امين الله زوبیر، د کلیو د بیارغونې اوپراختیا رییس ملا محمود ثاني ‌د کجکی ولسوالۍ مسولینو او د یادو سیمو علما‌‌ی کرامو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي، د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت د متوازن انکشاف لپاره ژمن دی او د خپلو امکاناتو په نظرکی نیولو سره د پروژو پلي کول د هېواد لېرو پرتو سيمو ته جاری ساتلی دی.

همدرانګه نوموړي د ځایي اوسیدونکو څخه غوښتي، چې د پروژو څخه د ګټې اخيستنې په صورت کې جدی مراقبت وکړئ.

دغه‌راز د يادو پروژو د کار په لړ کې به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړيدو سره به يې د یادو سیمو د اوسیدونکو ستونزې تر يوحده حل شي.

د يادونې وړ ده، چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په پام کې لري، چې د هلمند ولایت په ټولو ولسواليو او په خاصه توګه بيا په هغو  ولسواليو کې چې د کار کولو په کې ډېره اړتياوې خپل خدمات وړاندې کوي.

د سلواغې ۲۶مه؛ تېري کوونکي باید له دې ورځې عبرت واخلي

د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو له ۳۶ مې کلیزې سره برابره ده.

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې ویاړلې بللې او ټولو مسلمانانو او مجاهدینو ته یې په دې مناسبت مبارکي ویلې ده.

د سلواغې ۲۶مه (د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د شړلو او ماتې ورځ) د افغانستان ملي راډیو تلویزیون کې د هېواد د تاریخي ورځې په مناسبت ونمانځل شوه.

د افغانستان ملي‌راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغانانو قربانۍ ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانانو د اشغال پر وړاندې بې شمېره قربانۍ ورکړې او هغه ملت چې قرباني ورکړي د پردیو غوښتنې نه مني.

نوموړی زیاته کړې؛ پخواني شوروي اتحاد د افغانانو په اړه سمه مطالعه نه درلوده او په دې نه پوهېدل، چې افغانان د ازادۍ فکر او روحیه لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۴۵ کلونو وروسته یو واحد نظام حاکم دی.

نوموړی زیاته کړې، چې د پردیو مغرضو کړیو تبلیغاتو پر وړاندې هېوادوالو ته د رښتینو معلوماتو ورکول زموږ د ټولو مسولیت دی.

د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ اوس‌مهال افغانستان کې تبعیض او قوم‌پالنه له منځه تللي او هېواد مو ورځ تر بلې د پرمختګ پر لور ګام اخلي.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په یاده غونډه کې ویلي؛ هر هغه څه چې د جهاد پر مهال د اسلامي امارت مجاهدینو لاس ته ورغلي غنیمت او د افغانانو حق دی.

ښاغلي منصور زیاته کړې، چې اشغالګر اړ دي، په افغانستان کې د رامنځته کړیو ویجاړیو بدل کې غرامت ورکړي.

د ښاغلي منصور په وینا؛ اسلامي امارت د عقیدې شریعت او درناوي پر اساس مخکې ځي.

https://twitter.com/rtapashto/status/1890340136707047702

دغه‌راز د اسلامي امارت مسولین د قدرت ترلاسه کولو له مخې نه دي راټول شوي، چې د موقف او چوکۍ په لټه کې دې وي.

د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي دوست محمد مخلص د پخواني شوروي اتحاد یرغل د افغانانو د دین، کلتور او خپلواکۍ د ختمولو هڅه بللې او ویلي یې، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل یوازې نظامي برید نه و، بلکې د افغانانو د دین، کلتور او خپلواکۍ د ختمولو هڅه وه.

د کابل والي ملا امین‌الله عبید د اسلامي امارت بیا حاکمیت د افغانانو د یووالي ښکارندوی ګڼلی او ویلي یې دی، چې اوس‌مهال هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او هېڅ ډول اختلاف پکې شتون نه لري.

د ښاغلي عبید په وینا؛ ځیني مغرضې رسنۍ د افغانستان په تړاو ناسم او له حقیقت څخه لیرې تبلیغات کوي.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځ د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې. په دې ورځ افغانانو د وخت قدرت مات کړ او پخپلو سرښندنو یې د دوی د کلونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رییس سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رییس ریچارد ترانچارد سره پخپل دفتر کې لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د کرنیزو، مالداري او اوبو لګولو دوامداره پروژو د پیل، د سړو خونو، لبنیاتو د پروسس فابریکو، مسلخونو، د اوبو لګولو شبکو او مالداري فارمونو د جوړولو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

ریچارد ترانچارد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او د نړیوالو هېوادونو او ادارو له لوري یې د افغان ولس د ملاتړ پر ژمنو خبرې کړې.

نوموړي همداراز د برېتانیا حکومت له لوري د ۴۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان یادونه هم کړې ده.

مولوي عطاءالله عمري د یاد سازمان له هڅو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کرنې او مالداري په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو عملي کول د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د بزګرانو او مالدارانو د ژوند د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د افغانستان د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ یوه مهمه اداره ده، چې هر کال زرګونه کسانو ته مرستې برابروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر کابل کې د قزاقستان له شارزدافیر سره لیدنه کړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د قزاقستان د سفارت له شارزدافیر سره د ډیجیټل حکومتولۍ، ټکنالوژۍ او مخابراتي سکټور او اړونده نورو برخو په تړاو خبرې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په دې لیدنه کې د قزاقستان هېواد شارژدافیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې کابل او استانه لرغوني اړیکې لري او د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب په اساس د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ۴۰ کاله په جګړو کې ښکېل هېواد و او اوس‌مهال د ودې او ټیکاو په حالت کې قرار لري او له همدې فرصت څخه په استفادې غواړو، د دوه اړخیزو همکاریو پربنسټ د هېواد په پرمختګ کې په ځانګړي ډول د ټکنالوژۍ په برخه کې اغېزمن پرمختګ ولرو.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ له نیکه مرغه اوس موږ په دې سکټور او د ټول هېواد په کچه د ټکنالوژۍ په برخه کې مجرب کادرونه لرو او کولای شو د همکارو هېوادونو د تجربو په کارولو سره د ټکنالوژۍ په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.

په کابل کې د قزاقستان شارزدافیر ښاغلي ګازیز اکباسوف افغانستان د اسیا لپاره یو مهم هېواد یاد کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ثبات د دې هیواد د ځانګړي جغرافيايي موقعیت له امله د اسیا د ټولو هېوادونو ثبات دی. دغه‌راز اسیايي هېوادونه په یوه اقتصادي دهلېز کې سره نښلوي او د پرمختګ په برخه کې همکاري کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د قزاقستان هېواد د ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی او هغه تجربې چې د ټکنالوژۍ په سکټور کې لري، د افغانستان له کادرونو سره شریکوي.

همداراز ښاغلي شارژدافیر ویلي، چې دوی ژمن دي د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغان تخنیکي کادرونو د ظرفیت لوړولو، سیستم جوړونې او ډیجيټل حکومتولۍ په برخو کې هم همکار پاتې شي.